چین هم د امریکا په شیانو باندې غچ اخیستونکي تعرفي ولګولې
(last modified Sat, 05 Apr 2025 00:11:08 GMT )
Apr 05, 2025 04:41 Asia/Kabul
  • چین هم د امریکا په شیانو باندې غچ اخیستونکي تعرفي ولګولې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی چین د خپل هیواد پرضد د امریکا د تعرفو لګولو ته په ځواب کښې له امریکا څخه د ټولو واردیدونکو شیانو لپاره چې له راتلونکي اونۍ څخه پیلیږي غچ اخیستونکي اقدام اعمال کړ.

«ګلوبل ټایمز» ورځپاڼې په یوې مقالې کښې ولیکل: د چین د حکومتي شورا د ګمرکو د تعرفې کمیسیون پرون د چین د محصولاتو د واردیدا پرضد د امریکا متقابلو تعرفو ته په غبرګون کښې وویل چې چین به له راتلونکي اونۍ څخه د اوسنیو تعرفو د بیو پراساس له امریکا څخه په ټولو واردیدونکو شیانو باندې څلوردیرش فیصده اضافي تعرفې ولګوي.

د چین لخوا د امریکا په شیانو اضافي تعرفې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې له لسمې نیټې څخه اعمالیږي.

د امریکا حکومت په تیرې چهارشنبې ورځ د چین په شیانو باندې د متقابلو تعرفو د اعمالولو خبر ورکړی و.

چین هم د تجارت په نړیوالې موسسې کښې د امریکا د نویو تعرفو پرضد رسمي شکایت وکړ او د واشنګټن اقدامات یې د دغه نړیوالې ادارې د قوانینو خلاف ورزۍ وبلله.

له بلې خوا د امریکا او د چین ترمینځ د تجارتي تاوتریخوالو په لړ کښې د چین د سوداګرۍ وزارت د سکایي ډیو(skydio) د بې پایلوټه الوتکو د جوړولو د شرکت په شمول د امریکا یولس شرکتونه د نه اعتماد وړ شرکتونو په فهرست کښې ورزیات کړل.

دغه راز د جاپان لومړي وزیر «شیګرو ایشیبا» هم د امریکا د ولسمشر ټرامپ لخوا لګول شویو  ګمرکي تعرفو ته غبرګون وښود.

هغه وویل د یو اړخیزه فیصلو د نه ترسره کولو په هکله زمونږ له غوښتنې سره سره د ګمرکي تعرفو د لګولو لپاره د امریکا فیصله د خواشینۍ وړ او نا هیله کونکي ده.

د جاپان لومړي وزیر وویل د امریکا تعرفې په دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو باندې اغیز شیندي.