په تل اویو کښې د لومړي وزیر پرضد سترې مظاهرې کیدونکي دي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو د بندیانو کورنیو د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد په پراخو مظاهرو کښې د ګډون او له غزې تړانګې څخه د بندیانو د خوشي کولو د ملاتړ لپاره د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د اسرائیلو د بندیانو کورنیو وویل نن په تل اویو کښې په مظاهرو کښې د ګډو کونکو غوښتونکي یوو او د دغو مظاهرو شعارونه هم باید دا وي چې ټول اسرائیلي بندیان باید له هر شي مخکې راستانه کړی شي.
دغه راز د اسرائیلو د لومړي وزیر پرضد د خلکو مخالفتونه بیخي زیات شوي دي او اوس د یولس زره پوځیانو په شمول یولک څلویښت زره خلکو د غزې د جنګ په خاطر د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد په یوه ستر لیک باندې دستخطونه کړي دي.
دغه لیک پخواني لومړي وزیر ایهود باراک او پخواني پوځي او استخباراتي مشرانو هم لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې قسام غونډ ویاند ابو عبیده په غزې تړانګه کښې د اسرائیلي بنید عیدان الکساندر د ساتونکي د شهادت په اعلانولو سره د صهیونیسټ رژيم د بندیانو د نامعلوم برخلیک خبر ورکړی و.
هغه وویل یو شهید چې د اسرائیلي بندي عیدان الکساندر د ساتنې مامور و له خاورو راوویست او دغه راز د اسرائیلو د دغه بندي او د یوه بند قیدي برخلیک نامعلوم دی.
ابو عبیده وویل مونږ د صهیونیسټ نیواکګر رژیم له غچ اخیستونکو حملو سره سره د ټولو اسرائیلي بندیانو او د هغوې د ژوند د ساتلو په لړ کښې حرکت کوو.
هغه وویل د اسرائیلي بندیانو ژوند د دښمن د پوځ د جنایتکارانه بمباریو په علت په خطر کښې دی.