د نړۍ اکثره خلک ولې د امریکا په هکله منفي نظر لري؟
د پیو(PEW) د تحقیقاتو د مرکز لخوا د خپرې شوي نظر سنجې پراساس د کاناډا او د میکسیکو خلک د امریکا د دوو نږدې ګاونډیو په توګه واشنګټن خپل تر ټولو ستر ګواښ ګڼي.
د دغه نظر پوښتنې پراساس د کاناډا نهه پنځوس فیصده خلک او د میکسیکو اته شپيته فیصده وګړي امریکا د خپلو هیوادونو لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼي.
په عین حال کښې د کاناډا پینځه پنځوس فیصده خلک او د میکسیکو اوه دیرش فیصده خلک ګاونډی هیواد امریکا خپل تر ټولو مهم متحد ګڼي.
داسې ښکاري د امریکا دوه شمالي او جنوبي ګاونډي هیوادونه کاناډا او میکسیکو چې د «نفتا» تړون غړي هم دي له امریکا سره مشارکت لري او اساسا د واشنګټن تر ټولو ستر تجارتي شریکان ګڼل کیږي.
همدا اوس د امریکا د جنجالي ولسمشر ټرامپ په اقداماتو او سیاستونو سره چې له کاناډا او میکسیکو سره یې په تجارتي اړیکو ګوزار کړی دی حتی د کاناډا ځمکنۍ بشپړتیا او موجودیت یې هم تر پوښتنې لاندې وروستلي دي او د ټرامپ له حکومت څخه د سخت خپګان سبب شوی او اساسا دوې امریکا د کاناډا پرضد د تر ټولو ستر ګواښ په توګه ګڼي.
له دې مخکې د امریکا د تجارتي اطلاعاتو د یوه شرکت د شمیرنو د شننې نتیجې ښودنه کوي چې واک ته د ډونالډ ټرامپ له رسیدا وروسته د امریکا نړیوال محبوبیت ډیر کم شوی او منفي شوی او په مقابل کښې د چین محبوبیت زیات شوی دی.
«اکسیوس» تحلیلي خبري سایټ په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا د محبوبیت کمیدل له اقتصادي نظره د دغه هیواد لپاره لګښت لري جوته کړه دغه چاره په تیره بیا د خارجي سیلانیانو د شمیر د کمیدا او د سپینې ماڼۍ د سیاستونو په نتیجه کښې د ډالرو د ارزښت د کمیدا سبب شوي ده.
دغه راز د دوه زره پینځویشتم کال د ډیموکراسۍ د ادراک د ګرافونو د نتیجې راپور وايي سپیڼې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرامپ له رسیدا وروسته په نړیواله سویه د امریکا د محبوبیت د ډیرې کمیدا ښودنه کوي.
د کوینپیک د پوهنتون د نظر سنجیو په شمول د وروستیو نظر پوښتنو پراساس د امریکا ډیرې خلک هم د ولسمشر ټرامپ د کورنیو او د بهرنیو سیاستونو په هکله منفي نظرونه لري.
ولسمشر ټرامپ د نړۍ په سویه د امریکا د مقام غورځیدا او د امریکا د قدرت په ناانکار وړ کمیدا ته له پام کولو پرته د امریکا د غوښتنو منلو لپاره د واشنګټن د سیالو هیوادونو حتی د شرکاو تر اغیز لاندې راوستلو او ویرولو او د امریکا د سیاستونو او د هدفونو د تعقیبولو لپاره چټې هڅې ترسره کړي دي خو سره له دې د ټرامپ د خوښې وړ نتیجې نه دې ترلاسه شوي.
ډونالډ ټرامپ یوازې په ظاهره د قدرتمن ولسمشر رول لوبوي چې ټول هیوادونه باید د هغه اطاعت وکړي خو په خپل زور ویونکي کړچار سره یې چې د قدرت له لارې د سولې د سیاست پراساس دی په زیاته توګه د امریکا نرم قدرت کم کړی او د نړۍ په سویه یې خپله منفوره څیره نندرې ته وړاندې کړي ده.