کیف رسماً د مسکو سره مذاکراتو څخه لاس اخیستی
Nov 13, 2025 14:28 Asia/Kabul
پارس ټوډی ـ د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي کیسلیتسا اعلان وکړ چې کیف رسماً د روسيې سره د سولې مذاکراتو څخه لاس اخیستی دی.
نوموړي د برتانیې د "تایمز" ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: "د روسيې او اوکراین ترمنځ د سولې مذاکرات، تر څو چې د کوم پرمختګ نښه نه وي، د روان کال تر پای پورې متوقف شوي دي.
هغه مذاکرات چې په روان کال کې ترسره شوي، تقریباً پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلي دي."
کیسلیتسا زیاته کړه چې کیف د روسي چارواکو سره وخت ضایع کوي، ځکه چې دوی باید مستقیماً د ډکټاتور (پوتین) سره خبرې وکړي، خو اوکرایني قانون دا منع کوي چې د پوتین سره مذاکرات وشي.
نوموړي وویل چې مسکو د جوړېدونکي خبرو هڅو ته پام نه ورکوي او یوازې "رسمي وړاندیزونه" ورکوي، چې دا د مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لامل دی.
ټیګونه