د غزې ډرون ، د ایران د لرواټنه ډرونز د قدرت نوي بیلګه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د غزې نومې بې پيلوټه الوتکې او د ایران د ډرونز لرواټنه قدرت د نوي بیلګې نومې مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د ایران اسلامی جمهوریت د ډول ډول بې پيلوټه الوتکو د پلانونې، پراخونې ، جوړولو او عملیاتي کولو چټک بهیر ته په پام سره نن سبا په نړیوال ډګر کې د بې پيلوټه الوتکو یو قدرت حسابیږي .
په دې باب له یوه اوږدمهاله انتظاره وروسته ، داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو ،د تیرې غواي میاشتې په یودیرشمه نیټه دغزې ډرونز نومې بې پيلوټه الوتکې په مخ کتنې سره وښودله چې د ایران د بې پيلوټه الوتکو د پراختیا په زمینې کې راتلونکو سنایورګانو ته په کتنې سره او یو سټراټژيک تفکر واکمن دی ، ټاکل شوې ده ، څو په روان کال کې د غزې ډرونز نومې بې پيلوټه الوتکې دعملیاتي کونې لپاره لازمې آزموینې پيل او په ۱۴۰۱لمریز کال کې دغه بې پیلوټه الوتکه د سپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک د ډرونز عملیاتي کنډک ته وسپارل شي .
په کلي کتنې کې وینو چې د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۸لمریز کال په کب میاشت کې ، د شاهد۱۴۹ نومې بې پیلوټه الوتکې د شتون خبر ورکړل شو چې تر دې مهال له موجودو بې پیلوټه الوتکو لاستر ه الوتکه وه ، او په ټربو پرپ انجن سنبال ده . وروسته وروسته د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک د بې پیلوټه کنډک یا یونټ قوماندان په یوې مرکې کې دغه ډرونز ته اشاره کړې او د امریکا د جوړ شوي ایم کیو ۹ ریپر نومې بې پيلوټه الوتکې په شان دعملیاتو د ترسره کولو اټکلونه ئې کړي وو . په تیرو کلونو کې هم د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي په درې زره کلومیټر واټن په شیشت لګیدونکي ډرونز د جوړیدا خبر ورکړی ؤ چې ځينو ورته پر شاهد ۱۲۹ ډوله ډرونز سربیره یا ئې له دې په لازیاتو اصلاحاتو سره دجوړولو خبر ورکړ. ویل کیدلی شي،چې غزې ډرونز نومې بې پيلوټه الوتکه په زیات احتمال سره هماغه د سپاه پاسدارانو د دنظر وړ بې پيلوټه الوتکه ده،ځکه ټاکل شوې وه،د شاهد ۱۴۹ نومې ډرونز ،د شاهد ۱۲۹ نومې ډرونز په تقریبا دوه برابره زیاتو مشخصاتو او اړخونو سره نندارې ته وړاندې شي . غزې نومې ډرون الوتکې د بې پيلوټه الوتکو د صنعت په ډګر کې د هیواد غوره صنعتي اوعملیاتي پراختیا سره څو برخې لازیاته پراختیا موندلې ده او په لازیات لوړوالي او دوامدار ډول یا (HALE یا HIGH-ALTITUDE LONG-ENDURANCE UAV) او دغه راز په چورلټ ډول په دوامدار ډول او د متوسطې ارتفاع یا لوړتیا سره له الوتکو یا هماغه(MEDIUM-ALTITUDE LONG- ENDURAVCE UAV یا HALE ) څخه لا لوړتیا ورکړل شوه . په دې توګه د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ هم تر ډيره حده د ډيرې ارتفاع قدرت لرونکي هوافضا ځواک لرونکی قدرت شوی دی چې په لیرې واټن سره حسګر یا راډاري سسټم او په لوړه سویه دومدار الوت کونکي یونټ لرونکی شوی . په دې ډول د سپاه پاسدارانو دبې پیلوټه الوتکو توانمني چې په ۱۳۶۰لسیزې کې په مهاجر یو نومې ډرونز سره شروع شوی او په ۱۳۸۰لسیزې کې د شاهد ۱۲۱ ډوله او په ۱۳۹۰لسیزې کې شاهد ۱۲۹ ډوله ډرونز جوړولو ته رسیدلی او د نوي پيړۍ په پيل کې د غزې ډرونز نومې بې پيلوټه الوتکې جوړولو ته رسیدلی دی .
خوږو دوستانو اوس هم راګرځو ددغه بې پيلوټه الوتکو دماډلونو مشخصاتو او ځانګړنو ته چې څه ډول ځانګړنې او مشخصات لري .
غزه ډرونز نومې بې پیلوټه الوتکه یا مارغۀ د پنځه دیرش ساعتنونو په دوامدار الوتک سره د پيژندنې،پوځي اوڅارونکي حوزو کې په ډول ډول ماموریّت سره جوړه شوې او تر دوه زره کلومیټر پورې په واټن سره تر عملیاتي شعاعو پورې د دیارلس بمونو د وړلو او هم تر پنځه سوه کلومیټرو پورې په شعاع سره د چاپيریال په پيژندګلوۍ سره دسیګنلونو او اطلاعاتو د غونډولو د ډول ډول پنخه سوه کلوګرام پورې د وزن لرونکو تجهیزاتو د وړلو توان لري. د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک د قوماندان سردار حاجی زاده په وینا دغه بې پیلوټه الوتکه،تر پنځه سوه کلومیټرو شعاعو پورې پټیدونکي الوتکې کشفولی او پيژندلی شي .ددغې الوتکې اوږدوالی لس اعشاره پنځه میټره،لوړوالی درې اعشاریه دوه میټره او د ورزرو ترمینځ پلَنوالی یویشت میټره دی . د غزې ډرونز نومې بې پيلوټه الوتکې په لس زره شپږ سوه اته شپیته میټره لوړ الو ت کولی او په ګنټې کې ئې سرعت یا سپيډ هم درې سوه پنځوس کلومیټر دی . د غزې نومې ډرونز ماډل هم د شاهد ۱۲۹ ډوله ډرونز په شان دی چې پکې عمودي ورزرې ، اوږده باډي ، لکئ، د ملخ په شان څلور ورزر لرونکی ټربوټریپ انجن چې د باډئ په وروستئ برخې کې دی . په غزه ډرونز نومې بې پيلوټه الوتکې کې یو مهم ټکی دا دی چې په دغه بې پيلوټه الوتکې کې لوړ الوت او د تجهیزاتو د وړلو د توان پام وړ زیاتیدا ته په پام سره په ډير احتمال سره په دغه مارغۀ ډوله الوتکې کې له یوه ټربو ټریپ انجن څخه د استفادې شاهدان یوو،چې د بې پيلوټه الوتکو په دغه ماډل کې نهائي ټکی او په بله معنا تر ټولو وروستۍ ټيکنالوجۍ څخه استفاده ده .لکه چې د شاهد ۱۲۹ ډوله ډرون تر ټولو وروستۍ ماډل،غزه ډرون هم د سپوږمکیز ارتباط د ټينګونکي آنتن یا انټینې لپاره تیّره لوړه څوکه هم لري . البته ناسته پاسته ئې چې وزن ته په پام سره ئې تر ټولو ماډرن الوتکه ده ، د شاهد ۱۲۹ ډوله الوتکې په نسبت لازیات مجهز او دقیق او بشپړ دی . دغو مشخصاتو ته په پام سره د شاهد ۱۲۹ډوله بې پیلوټه الوتکې په نسبت دغزه ډرون د وړتیاؤ دزیاتیدا اندازه باندې لاښه پوهیدلی شوو . د الوت دلوړوالي څلورڅلویښت فی صدي زیاتیدا، د الوت د اوږدیدا شپږ څلویښت فی صدي زیاتیدا ، دسپيډ څه دپاسه دوه برابره تیزوالی او څه دپاسه دوه چنده وزن د وړلو زیاتول، بشپړ سنبالتیا او دقیقه څارنه ، هغه توپیرونه دي چې ددغه غزه ډرون وړتیا ، ځانګړنې او دماډل سټراټژيک کیدا ئې نندارې ته وړاندې کړې ده .
د غزه ډرون په شان د بې پيلوټه الوتکو لپاره دمناسب ټربو پریپ انجنونو د وزن او قدرت محدودې ته کتنه ښئ چې دغه انجن لږترلږه یو سل پنځوس کلوګرام وزن او همداراز له کابو شپږ سوه پنځوس رانیولې تر اوه سوه پنځوس هارس پاؤر پورې توان لري . هماغه ډول چې شاهد ۱۲۹ډوله ډرون د لومړي ځل لپاره د ورزرو د اندازې او اوږدوالي او ماډل په پلانونې او جوړونې کې د هیواد علمي او تخنیکي توان وښود، غزه ډرون هم دې ځل په ایران کې د لومړي ځل لپاره ددغو ورزرو په لااوږدوالي او سنبالتیا کې د سپاه پاسدارانو د متخصصانو لوړ ې توانمنۍ او د ذهنیّت سویه هم نندارې ته وړاندې کړې ده . په عین حال کې دي تر لس کلومیټرو لوړوالي پورې په الوتک سره په آسانۍ سره دغه بې پيلوټه الوتکه له هر ډ ول لنډ واټنه دفاعي سسټمونو له شیشت څخه ژغورل کیدلی شي . د پرتله کولو لپاره باید ووئيل شي چې شاهد ۱۲۹ډوله بې پیلوټه الوتکې په اوه زره شپږ سوه میټرو لوړ الوت سره خپل قدرت او توان نندارې ته وړاندې کړی ، او اوس غزه ډرون کې دغه اندازه نوره کابو درې زره میټره ورزیاته کړائ شوي ده او دغه الوت تر څه دپاسه لس زره میټرو پورې رسول شوی دی . په دې زمینې کې د مهماتو وړل هم معمولا شاهد ۱۲۹ډوله ډرون په څلورو قائم او سدید نومې بمونو سره مجهز شوی ، چې د جنګي مهماتو د وړلو د توان له پلوه یوه مهمه ځانګړنه ده او له پنځلسو تر پنځه ویشتو کلوګرامو پورې وزن لري . که په متوسط ډول دغه وزن کابو شل کلوګرامه په نظر کې ونیول شي ، یعني د شاهد۱۲۹ډرون د وزن وړلو توان ټول ټال اتیا کلو مهماتو ته رسیږي . په داسې حال کې چې د سدید نومې ګائيډیډ بم تر درې دیرش کلوګرام پورې په وزن سره چې له هر یوه بم څخه بیا دریالس غونچه ایز بمونه یا میرمي شړل کیږي ، په غزه ډرون کې تر دومره وزن پورې د ډول ډول مهماتو د وړلو توان په اوڅاره توګه لیدل کیږي .
د غزه ډرون د الیکټرانیک جنګ او پيژندونکي ماموریتونو کې هم د پام وړ توان تر نیم ټن وزن پورې رسیدلی او تر پنځه سوه کلومیټر شعاعو پورې هر ټارګټ سکین او پيژندلی شي . په غزه ډرون کې په ایرانیو بې پيلوټه الوتکو کې د لیدل شوو توانمنیو په نسبت تر دې دمه تر ټولو بشپړ او مجهزه مهماتي جوپه ددې موضوع ښودنه کوي . دوغو مهماتو جوپه، د ورځې په وخت د لیدونکي کیمرو پر توان سربیره چې کیفیّت او توان ئې دوه برابره زیات شوی، په لاقدرتمند لیزري سکین او لیرې شیشت او ټارګت پورې د څارونې په آوزارونو سنبال شوې ده .په عین حال کې ددغه بې پیلوټه الوتکې (غزه ډرون) په سره کې دګُنبَسۍ په شان د څوکې د ډولوالي پلانول ښئ چې غزه ډرون په لاماډرن سپوږمکیزو ارتباطي انټينوسنبال ده .د هغې ګائيډیډ سپوږمکیزې آلې وړتیا چې له دې مخکې د شاهد ۱۲۹ډوله ډورن الوتکې د ماډل په ماډرنولو کې هم ورځیني استفاده شوې،احتمالا په دغې بې پیلوټه الوتکې کې بشپړ شوې د ه . او دا هم وئيل شوي دي چې دغه الوتکه یعني غزه ډرون ، دامریکا دبې پيلوټه الوتکې ؛ایم کیو۹ ریپر؛له ځانګړتیاؤ هم لازیاتې ځانګړنې لري .په غزه ډرون کې د نورو الوتکو په نسبت دوړونکو ګائيډيډ بمونو شمیر هم زیات دی او د لانچر ځانګړنې او په دقیق ټارګت د لګیدو وړتیاوې ئې هم دن ورو په نسبت ډيرې دقیقې او بشپړ دي .
غزه ډرون پر پوځي او دفاعي کارندوالي سربیره،د ځنګلونو د دقیقې څارنې او دغه راز د سیل او زلزلې په څيرد طبیعي پيښو او بحرانونو کې دمرستندویه او ژغورنې په عملیاتو کې هم مهمه او اجرائي ونډه لري .
(سیماب)
*****************************************************************************************************************************************************************************