ایراني میرمنې ۵۴
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i103364-ایراني_میرمنې_۵۴
د ایراني میرمنو د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. ګرانو دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ د پروګرامونو په دې لړۍ کښې مونږ هر ځل د ایران د یوې مشهورې او تکړه میرمنې پیژندګلوي کوو، نو په دې نننۍ برخه کښې هم ستاسو د ملګرتیا په هیله یو
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 23, 2021 08:25 Asia/Kabul
  • ایراني میرمنې ۵۴

د ایراني میرمنو د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. ګرانو دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ د پروګرامونو په دې لړۍ کښې مونږ هر ځل د ایران د یوې مشهورې او تکړه میرمنې پیژندګلوي کوو، نو په دې نننۍ برخه کښې هم ستاسو د ملګرتیا په هیله یو

ګرانو مینه والو نن چې کومه میرمنه درپیژنو هغه په هغو مبارزو ښځو کښې شامله ده چې د پایدارۍ او استقامت په سیوري کښې یې د اسلامي انقلاب نیالګۍ ستر شو او میوه یې وکړه. د سیاست، ټولنې او کلتور په لاره د دغو میرمنو تګ د هغوي شخصیت ورو ورو هغه ځاې ته ورسوه چې په ډیرو سترو سیاسي شخصیتونو بدلې شوې خو بیا یې هم خلکو ته د حقیقت له څرګندولو لاس وانه خیسته. هغوي په دې تکل کښې وې چې د اسلامي ټولنې یو داسې انځور وړاندې کړي چې د بشریت د معنویت او د اسلام د ارمانونو د پوره کیدو لپاره یې کوشش کړی شوی وي.

*/*/*

د هغې نوم رضوانه دباغ دی او له اسلامي انقلابه په مخکښنیو سیاسي فعالانو کښې شامله ده. د پیغلتوب له وختو یې سیاسي او ټولنیزې اندیښنې سبب شو چې د پهلوي رژیم د زندان خوند وڅَکي. د بند او شکنجې آثار یې تراوسه په مخ کښې څرګند دي. له آزادیدو وروسته یې ډیر عمر په ناروغۍ کښې تیر شوی خو په عین حال کښې اوس د قرآن د تفسیر او د صحیفه سجادیې او نهج البلاغه او د امام خمیني د کتابونو په شمول د دیني او حوزوي علومو په تدریس لګیا ده.

هغه د خپلو فعالیتونو او نیول کیدو په هکله داسې وايي: زمونږ د کوڅې مخې ته د آقای بهاري په نوم یو کس د خرازۍ دکان درلود. هغه ډیر هوښیار او پوه کس و او په حقیقت کښې زمونږ او د حضرت آیت ا... سعیدي ترمینځ رابط و. ښاغلي بهاري به د امام خمیني او د آیت ا... سعیدي کیسټې او خبرپاڼې له هغه اخیستې او زما مور ته به یې ورکولې چې کاپيانې ترې واخلي او ویې ویشي. مور به مې کیسټونه ما ته راکول چې هغه واورم و په کاغذ یې ولیکم. بیا به مې مور هغه خبرپاڼې په لفافو کښې بندولې او په زیارتي ځایونو کښې به یې د دعا په کتابونو او مفاتیح کښې ایښودلې، یا دا چې له یو بس یا موټر څخه د کوزیدو پر وخت به یې د خبرپاڼو لفافه په ګاډي کښې پریښودله چې یو بل کس یې راواخلي او ویې لولي.

*/*/*/*/*/*/*

هغه زیاتوي: ۱۴ کلنه وم او په نهم کلاس کښې مې درس ویلو چې ونیوی شوم. په هغه زمانه کښې به د حضرت امام خمیني(رح) ویناوې چې د عراق له راډیو څخه به خپریدې، لیکلې به مې. د فوټو کاپۍ مشین خو مو نه درلود نو ځکه به مې ترې د کاربن په ذریعه کاپیانې اخیستې او سهار به له نورو جینکو مخکښې ښوونځي ته تلم او هغه به مې د کلاس د جینکو په ډیسکونو کښې ایښودلې. هیڅ­چا ته به پنه نه لګیدله چې دا د چا کار دی. د امام د تقریرونو اصلي نسخه به مې په کور کښې ساتله تر دې چې یوه ورځ د ساواک ځواکونو زمونږ په کور چاپه ووهله او کور یې لټ په لټ واړوه. د هغوي سلوک دومره ویرونکی و چې حتی د خپل زړه د درزا غږ مې اوریده. بلآخره یې د امام د ویناؤ نسخې وموندلې. د خط له نمونې پوه شول چې دا زما کار و او زه یې جیل ته بوتلم.

په خواشینۍ سره د ډیرو شکنجو له امله مې د خاطراتو او یادونو ډیره برخه نه یادیږي او حافظه مې ختمه شوې ده. مفتشانو به پرله پسې د بریښنا کرنټونه راکول او بیا به یې د بجلۍ په تار ښه وهلم. د هغوي په زړه کښې یوه ذره رحم نه و. په ګډه کمیټه کښې یې سخته شکنجه کړم او په پټو سترګو به یې په زنځیر ځړوام تر دې حده چې د هغوي د ډیرو شکنجو په وجه دوه اونۍ په روغتون کښې پرته وم خو هلته مې هم لاس او پښې په زولنو تړلې وو او یو مامور به مې څوکۍ کوله.

په زندان کښې زمونږ کوټنۍ ډیره نمجنه وه چې پوه هوا هم ورته نه راتلله چې له امله یې له آزادۍ وروسته د سا او زړه په ناروغیو او د جوړونو په دردونو اخته شوم ان دا چې د زړه آپریشن کولو ته مجبوره شولم. له نیکه مرغه د ډیرو شکنجو له زغملو وروسته قانوني عمر ته د نه رسیدو په وجه په محکمه کښې له محاکمه کیدو وروسته آزاده کړې شوم.  */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

رضوانه دباغ د دې پوښتنې په ځواب کښې چې کوم عوامل سبب شول چې په کم عمرۍ کښې داسې د لوې عمر کارونه وکړي؟ وايي: ګرانه ده خو باید ووایم چې دا هر څه مې له خپلې مور نه بده کړي دي. مور مې زما لپاره ډیر مهم رول درلود او د هغې په برکت په مونږ ټولو وروڼو خویندو کښې له ماشومتوبه قکري جرړه مضبوطه شوې وه. زغم او توانمني مې له هغې عملي او حقیقي مثال څخه زده کړل چې زما په خوا کښې وه البته د مور د تعلیماتو ترڅنګ د امام خمیني ویناوې او توحید ته د هغوي بلنه . د شهید آیت ا... بهشتي او شهید رجايي د درس په کلاسونو کښې شتون او د سیاسي مسائلو او مبارزو په مینځ کښې راتلل هم لاسبب شول چې ډیره زر لویه شم. یاد مې دي چې کله به په جیل کښې د شکنجه کیدو په وخت سخته ځوریدلم نو د خپلې مور د مقاومتونو په رایادولو سره چې ساواکیانو به ۴۸ ساعتونه یا له دې هم د ډیرې مودې لپاره ولاړه او ویښه ساتله او شکنجه کوله به یې،انګیزه به مې اخیستله او مقاومت به مې کوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

رضوانه دباغ د هغې د سیاسي او عقیدتې افکارو او لارې چارې له نظره خپلې مور ته ترټولو نزدې لور ګڼله کیږي. د هغې مور مرضیه دباغ هم یوه مبارزه او انقلابي میرمنه وه چې د اسلامي غورځنګ په دوران کښې یې د پهلوي رژیم د جیل او سختو شکنجو سختۍ زغملې وې. هغې بیا له هیواده بهر ته هجرت وکړ او د لبنان او شام په پوځي کیمپونو کښې یې چریکي او جنګي ټریننګ وکړ. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته ایران ته راستنه شوه او په دریو پړاؤنو کښې یې د اسلامي شورا (پارلیمان) غړیتوب او د همدان د سپاه قومنداني یې وکړه.

رضوانه دباغ یو زوی او یوه لور لري او په ډیره مینه وايي، کلونه وشول چې د لور لخوا د دوو لمسیانو نیا یم او هغه دواړه محصلین دي.

د دغې مجاهدې میرمنې د ژوند زیاتره برخه په مبارزې کښې تیره شوې ده. هغه تراوسه لا په ځان کښې دغه حس ژوندی ګڼي او وايي: کیدې نه شي چې دا حس دې نه وي، دا زمونږ د انقلابي تفکر د وجود برخه ده. که مونږ د هغه هدف لپاره چې درلوده مو او اوس یې هم لرو، د ارزښت قائل شو نو به شک او تردید به ډیر کم اخته شو. کله چې ګورو دا په کومه لاره چې مو ګام ایښې دی لاهم تازه ده او زمونږ د ګران رهبر ورځنۍ ویناوې پرې د تایید ټاپه ده نو ډاډمنیږو چې لاره مو صحي وه او ده. زه د شهیدانو د وینې او د هغو خلکو په برکت چې د ټولو سختیو په وړاندې اودریدلي دي، د ناهیلۍ خبرې نه کوم. نه یوازې زه بلکې ټول پوهیږي چې که په سستۍ او لټۍ اخته شو نو د دښمن هدف ته یو قدم نزدې کیږو نو بس لازمه یې دا ده چې هوښیار ووسو او د معظم رهبر په پیروۍ سره په وخت تګ وکړو. باید خیال وساتو چې په هیواد کښې د موجودې آزادۍ، خپلواکۍ او امنیت له لارې د دښمن زړه خوشاله نه کړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی