د ايران سېل (81)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i109446-د_ايران_سېل_(81)
ګرانو او قدرمنو عزيزانو په دې هيله چې روغ جوړ او خوشحاله به يئ د ايران سېل نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. نو پام ورته وکړئ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 09, 2021 15:48 Asia/Kabul
  • د ايران سېل (81)

ګرانو او قدرمنو عزيزانو په دې هيله چې روغ جوړ او خوشحاله به يئ د ايران سېل نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. نو پام ورته وکړئ.

قدرمنو دوستانو ايران د زړۀ راکښونکو طبيعي نظارو ټاټوبے دے. په تېر پروګرام کښې طبس سيمې ته لاړ وو او د کوير حلوان د نرمو او ګرمو شګو په اړه له تاسو سره وغږېدوو.په ننني پروګرام کښې د کېسپيئن سمندر په څنډو کښې د ايران په شمال کښې مازندران صوبې ته ځوو. يو داسې سيمه چې د ښې آب و هوا په وجه تکه شنا فضاء، ګڼ او ګوُر ځنګلونه، زياتې چينې، معدني اوبۀ، تاريخي عظمت لرونکي آثار، د سېل او سياحت ښکلې او زړۀ راکښونکې نظارې لري. نو راځئ چې په شريکه د دغو ښکليو او په زړۀ پورې تاريخي نظارو او جلوو ننداره وکړوو.

Image Caption

 

د درويشت زره اوۀ سوه شپږ پنځوس کېلوميټرو په رقبې سره مازندران صوبه له شماله تر مازندران سمندره، له لويديځه تر ګيلان صوبې، له جنوبه تر سمنان صوبې او تهران صوبې او له ختيځه تر ګلستان صوبې پورې حدودو  کښې پرته ده. مازندران چې پخوا به يې ورته طبرستان ويل د هغو خلقو د اوسېدو ځاے ؤ چې څو زره کاله پخوا راهسې په دغه سيمه کښې مېشته وو. هغه خلق په تاپور او ټاټوبے يې په تاپورستان مشهورؤ چې د وخت په تېرېدو سره يې نوم په طبرستان بدل شو. په ظاهره له اومې هجري قمري پېړۍ يا ديارلسمې ميلادي پېړۍ څخه او د مغلو له فتنې سره په يو وخت يې طبرستان نوم بدل شو او د هغه په ځاے پرې مازندران نوم کېښودلے شو. ياقوت حِمَوي هغه وړومبنے مورخ دے چې په هم هغه زمانه کښې يې په خپلو ليکنو کښې د مازندران اصطلاح استعمال کړے ده، خو موجوده متنونو ته په پام سره معلوميږي چې له دې مخکښې هم د مازندران يوه سيمه يا برخه په دغه نوم سره يادېده.

Image Caption

 

مازندران صوبه د تاريخ په اوږدو کښې د زياتو سياسي، اجتماعي او کلتوري واقعاتو او پېښو کتونکے وه. شايد وويل شووو چې د دغې سيمې په اندازه به د ايران بله ډېره کمه يوه سيمه د تاريخي واقعاتو او پېښو کتونکې وي. په همدې وجه ده چې ايراني او بهرنيو ليکوالانو او تاريخ دانانو د دغه ټاټوبي تاريخي لوړې ژورې په خپلو کتابونو کښې ليکلې دي. د طبرستان خلق د خپل ټاټوبي د خپلواکۍ لپاره مودې مودې له پرديو سره په جنګ او جګړو بوخت وو او دغه حالت د طاهريانو، صفاريانو، سامانيانو، غزنويانو او سلجوقيانو د لړيو په ټولو دورو  او حتی له هغو وروسته هم موجود ؤ. له دې وروسته د مغولو او تېموريانو په وختونو کښې هم د ايران دغه برخه له زيانونو او تېريو په امان کښې پاتې نه شوه او د دغې سيمې ډېر بې ګناه خلق قتل عام شول او زياتې ودانې يې ورانې ويجاړې شوې.

د صفوي مشهورې لړۍ (له شپاړسمې نه تر اولسمې ميلادي پېړۍ) له مازندران سره ډېره دلچسپي لرله. شاه عباس صفوي څو ځل مازندران ته لاړ ؤ او د هغۀ په حکم سره اشرف البلاد ښار يعنې اوسنے بهشهر نومې ښار جوړ شو. اېټاليائي سېلاني «پېټرو دېلاّ واله» چې د شاه عباس صفوي په دوران کښې يې مازندران ته سفر کړے ؤ او د شاه عباس په زمانه کښې يې د ايران په معرفي کولو کښې ي د خپلې سفرنامې يوه برخه د مازندران خوشحاله او تازګي لرونکي ټاټوبي ته بيله کړې ده. هغه څه چې په دغه سفر کښې له ځينو شنو او سرسبزو زمکو نه علاوه يې دېلا واله په شوق او ولوله کښې راوستے دے د مازندران د خلقو نرم مزاجي او مېلمه پالنه ده. هغه ليکي: د مازندران ټول خلق غواړي او په دې خوشحاليږي چې مېلمه کور ته راولي او له هغه سره ډېر د ادب او مهربانۍ سلوک وکړي او ما د دنيا په بل يو ځاے کښې هم  نه دي ليدلي چې يوې سيمې خلق دې په دومره اندازه غوره تمدن، آداب او رسومات ولري، او ومې ليدل چې مازندران صوبه يوه داسې ډېره ښکلې سيمه ده چې مې تر اوسه په اېشيا کښې ليدلې ده او خلق يې دومره ډېر متمدنه خلق دي چې ممکنه ده په دنيا کښې شتون ولري.

مازندران د دغې سيمې د مختلفې جغرافيې په وجه چې پکښې دشتې، صحراګانې ،څړځايونه، په سلګونو ډوله ځانګړيو ونو بوټو سره د هيرکاني،بڼونه، ځنګلونه او د دنيا له اوو مشهورو آتشفشانونو څخه د دماوند نومې غر شامل دي، پېژندل کيږي.

Image Caption

 

د البرز غرونولړۍ هم د يو ډېر لوړ بند په شان مازندران په دوو برخو يعنې دشتي برخې او غريزې برخې وېشلے دے او په همدې وجه دغه صوبه د ايران له داخلي برخې جدا شوې ده. د البرز لويديځه برخه، ختيځه برخه او مرکزي برخه ټولې برخې په دغو حدودو کښې راځي او له غريزې سيمې نه صحرائي او سمندري سيمې لوري ته د زمکې کوزوالے کميږي. د البرز غريزه سلسله په فرعي غرونو مشتمله ده چې له جنوبه د شمال لوري ته يا د سمندر په اوږدو کښې راکښلې شوې ده.

مازندران صوبه د تودوخۍ بدلونونو او د بارانونو او ورښتونو اندازې ته په پام سره د سمندري او نمجنې معتدلې، غريزې معتدلې او سړې معتدلې آب وهوا په شان بيله بيلې آب وهواګانې لري. د صوبې لويديځې او مرکزي دشتې د البرز د غريزې لړۍ تر شمالي لمنو او ختيځ لوري ته دوام يې د کېسپيئن سمندري  معتدله آب و هوا لري. په دغه سيمه کښې له کېسپيئن سمندر ته د نزدې والي په وجه د البرز غريز دېوال او د غرۀ او سمندر ترمېنځ کمه فاصله زياته معتدله او نمجنه دودوخي لري. په دا ډول چې په کال کښې ورښت يې يو زر درې سوه ميلي ميټرو ته رسيږي او د باران فصلي وېش يې متناسبه او اوچه دوره يې لنډه ده. په دې سيمه کښې د نسبي اوچتې نمجنۍ د اسمان ددوامدارو اوريځو او د لوړوالي کمښت د هوا تودوخي معتدله او د حرارت لمن يې محدوده ده او د اوړي موسم يې تود او نمجن او د ژمي موسم يې معتدل او نمجن دے او کنګل ډېر کم رامنځته کيږي.

Image Caption

 

د البرز د لوړو شمالي لمنو لوري ته د دشتي زمکې د اوچتوالي په تدريجي توګه زياتوالي او له کېسپيئن سمندر نه په لرې والي سره د صوبې په آب و هوا کښې يو لړ خاص بدلونونه رامنځته کيږي. په دا ډول چې له لويديځ نه تر ختيځه تقريبا له يو نيم زر نه تر درې زره ميټرو پورې لوړوالي تړانګه کښې د غريزې معتدلې آب و هوا حالت دے چې ژمے يې يخ  او کنګل لرونکے او اوږد او اوړي يې معتدل او لنډ دے. د کلني باران او ورښت کمے او د هوا تودوخي د دغو  حدودو اصلي خصوصيتونه دي او په دغه سيمه کښې د ځينو ويالو رواني د هغې واورې په صورت کښې  ده چې  د ګرمۍ د موسم تر وړومبنيو وختونو پورې د زمکې په سطح کښې جمع شوې وي. د البرز د شمالي لمنې په اوچتو غريزو څوکو کښې تر درې زره ميټرو اوچته تړانګه کښې هم د سړې غريزې آب او هوا کتونکي يوو. په دغه سيمه کښې د هوا د تودوخۍ اندازه ډېره ښکته ده او پکښې اوږدۀ اوږدۀ کنګلونه جوړيږي او په دې وجه يې د ژمي موسمونه ساړۀ او اوږدۀ  او د اوړي موسمونه ساړۀ او لنډ دي. په دغه سيمه کښې ورښت غالباً د هغې واورې په صورت کښې دے چې د هوا د سوړوالي په وجه د ژمي په دوران کښې جمع شوې وي او د ګرمۍ د موسم ترمېنځنيو وختونو پورې دوام پېدا کوي.

«عَلَم کوه» يا د عَلَم غر له دماوند نه پس د ايران ترټولو لوړ غر دے. د علم کوه د شهرت يوه اصلي وجه د هغۀ ډېر زيات اوچتوالے نه دے، بلکه هغه طبيعي دېوالګے دے چې د غرۀ په شمالي لمن کښې شتون لري او چې په ايران کښې د ډبرختنې او دېوال ختنې د مهمونو لپاره يوه ډېره سخته لار ده.

Image Caption

 

د مازندران د اوبو په سر چينو کښې هم د زمکې په سر اوبۀ او هم د زمکې لاندې اوبۀ شاملې دي. د زمکې د پاسه ترټولو مهمه سرچينه د مازندران سمندر دے چې د ايران، آذربائيجان جمهوريت، روسيې، قزاقستان او ترکمنستان ترمېنځ شتون لري. د مازندران سمندر ذکر په آبسکون، خزر او ګرګان ايراني نومونو سره هم شوے دے خو په بهرنيو کتابونو کښې په کېسپيئن سمندر نوم سره ياد شوے دے. د مازندران سمندر پراختيا تقريباً درې لکه شپيتۀ زره مربع کيلوميټره ده او له دې امله چې د نړۍ ترټولو ستر سمندرګے دے د سمندر اطلاق پرې کيږي. له مازندران سمندر نه علاوه هغه سيندونه چې د البرز له غرونو هم سرچينه اخلي لکه چالوس، هراز، تالار، بابل او نور ډېر سيندونه په مازندران کښې د اوبو سرچينې ګڼل کيږي. د مازندران زياتره سيندونه له تنګو او نريو درو څخه تېريږي او له دې امله ورباندې د بند يا ډېم جوړولو امکان موجود دے. د مازندران صوبې د زمکې لاندې له اوبو څخه هم د ژورو او نيمو ژورو کويانو او همدارنګ د کاريزونو له لارې استفاده کيږي. په مازندران کښې په مختلفو خصوصيتونو سره د معدني اوبو ټولګې هم موجودې دي. د معدني اوبو چينې د بشر د وړومبنيو درملو برخه وه او ده او د بيمارانو په علاج معالجه کښې له زرو کلونو زيات لرغونتوب لري. د رامسر سيمې عمارت او سادات نومې اوبه  د دغې صوبې له معدني اوبو څخه دي.دغه اوبۀ د څرمنې ، جوړونو، اعصابو او معدې د بيمارانو په علاج کښې تاثير لري.

Image Caption

 

ګرانو دوستانو مناسبه ګڼو چې وپوهېږئ چې مازندران د ايران يوه زياته نفوس لرونکې صوبه ده. خو پکښې په هر ځاے کښې د نفوسو تيت پرکوالے يوشان نه دے. په ښارونو او صنعتي او کرهڼيزو سيمو کښې د نفوسو ګڼه ګوڼه زياته او په غريزو سيمو کښې کمه ده. د صوبې په مختلفو سيمو کښې د نفوسو د نه يوشان تيت پرکوالي اصلي وجه د هغه ځاے د خاورې د زرخېزۍ څه رنګوالے دے. په اوبه رسېدونکو او زرخيزو برخو کښې چې د کرهڼيز پېداوار مرکزونه ګنل کيږي، زيات خلق مېشته شوي دي. خو په هغو دشتو کښې چې د البرز د شمالي لمنو لوري ته ورسره مخ په وړاندې ځوو نو د نفوسو ګڼه ګوڼه ورو ورو کميږي.

---------------

Image Caption