ایران د اونۍ په هینداره کښې
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان تیره اونۍ په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کښې، په افغانستان کښې د پایداره امنیت د ټینګښت په هکله د ایران لیدتوګې او دریځونه بیان کړل.
هغه په یاده غونډه کښې د خپلې وینا په یوه برخه کښې وویل: په افغانستان کښې پایداره امنیت او سیاسي او ټولنیز ثبات یوازې د حقیقي د ډله ایز مشارکت او د یو داسې اغیزناک او پراخ بنسټه حکومت له لارې راتلی شي چې د افغانستان ټول قومونه او مذهبونه په کښې رول ولوبوي.
امیر عبداللهیان زیاته کړه: په دې کار کښې ځنډ راوستو د افغانستان د خلکو دښمنانو ته فرصت ورکړ چې د امریکې له شل کلنۍ نیواکګرۍ او د ده هیواد د بیخ بیناؤ له ورانیدو وروسته داعشي ترهګري، اقتصادي ستونزې او قحطي پراخه کړي او د کابل په چارواکو او د دغه هیواد په خلکو باندې ناکارنده والی وتپي.
د ایران اسلامي جمهوریت په روانو سختو حالاتو کښې د افغانستان له خلکو سره د انساني مرستو د ورکړې په چټکتیا ټینګار لري.
د ملګرو ملتو د کډوالو جګ پوړی کمشنر فیلیپو ګرینډي چې تیره اونۍ له ایراني چارواکو سره د خبرواترو او ملاقات لپاره تهران ته راغلی و، له خارجه وزیر امیر عبداللهیان سره په کتنه کښې یې د افغانستان له نویو کډوالو سره په مرسته کښې د ایران پراخ اقدامات وستایل. هغه په ایران کښې د کډوالو د زیات شمیر ویکسینیټ کیدل او هم داشان یې د هغو نویو کډوالو ډیره کول چې هره ورځ د ایران له سرحدونو دې هیواد ته داخلیږي، یو انساني او مهم اقدام وباله.
ایران د روغتیا او درملنې په برخه کښې د ایرانیانو او بهرنیو ښاریزو ترمینځ هیڅ فرق نه کوي او څه باندې ۳ میلیون او ۴ لاکه ډوزه د کرونا واکسن یې په ایران کښې موجودو بهرنیو ښاریزو ته لګولي دي. هم داشان نن سبا له پنځو لاکو زیات افغانستاني زده کونکي د ایران په ښوونځیو کښې زده کړې کوي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د لوړ کمشنر په وینا د افغانستاني ښاریزو لپاهر نړیوالې مرستې، د لګښتونو له پنځو فیصدو هم کمې دي او دا لګښت ایران ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو د کډوالو د لوړې کمشنرۍ خدمات د ستاینې وړ وبلل خو د کډوالو زیات شمیر او کړکیچ ته په پام سره یې بیخي کم وبلل او ټینګار یې وکړ اروپايي هیوادونه دې پّ دې لړ کښې خپله مناسبه ونډه ورکړي او په داسې حال کښې چې د اروپا په سرحدونو کښې د څو زره کډوالو شتون په یو بحران بدلیږي، د تل لپاره له ایران څخه د مرستې تمه نه ده پکار.
د ایران خارجه وزیر تیره اونۍ باکو ته هم سفر وکړ.
امیر عبداللهیان باکو ته په خپل سفر کښې له خپل همرتبه او د دغه هیواد له نورو چارواکو سره له خبرواترو نه علاوه د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علي اف سره هم ملاقات وکړ.
هغه د دغه یو ورځني سفر په پاې کښې د آذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر جیحون بایرام اف سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل: د دواړو هیوادونو د مشرانو د ارادې په لاره کښې به د دواړو ولسونو او هیوادونو د ګټو په لړ کښې پياوړي او ګټه ور ګامونه پورته کړو.
د آذربایجان جمهوریت خارجه وزیر هم په دې سفر کښې شوې مذاکرات د باکو او تهران د اړیکو د راتلونکي لپاره مهم وبلل او د ایران، آذربایجان جمهوریت او جارجیا له خاورې څخه یې د فارس خلیج او تور سمندر د کوریډور پيلول، د دواړو هیوادونو ترمینځ یوه مهمه اقتصادي طرحه وبلله.
جیحون بایرام اف د آذربایجان جمهوریت د آزادو شویو سیمو بیارغاونه د دغه هیواد د حکومت د فعالیت یو وړومبیتوب وباله او په دې بهیر کښې د ونډې لپاره یې د یو نزدې او ملګري هیواد په توګه د ایران د چمتووالي اعلان ته په اشارې سره وویل: په نزدې راتلونکي کښې به په دغو سیمو کښې د مختلفو پروژو په اجرا کښې د ایراني شرکتونو د شتون کتونکي ووسو.
په دې وروستیو کښې په عشق آباد کښې د اقتصادي ملګرتیاؤ د غړو هیوادونو (اکو) د سرمشریزې ترڅنګ د ایران، ترکمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ د سواپ د ګیس تړون لاسلیک شو.
د نړیوالو مسائلو کارپوه حسن هاني زاده له ګاونډي هیوادونو سره د تجارتي تړونونو رول ته په اشارې سره وايي: داسې ښکاري چې له آسیايي هیوادونو، روسیې او هم داشان له جنوبي او شمالي ګاونډیانو سره د ایران د سوداګري او سفارتي تړونونو زیاتوالی سبب شوی چې په نړیوال نظام کښې یوه نوې پوهه رامینځته شي او هغه دا چې نور به نو بندیزونه په ایران باندې د دباؤ د یو اوزار په توګه اغیزناک نه وي.
د تېرې اونۍ په وروستیو کې تهران د عراق د بهرنیو چارو د وزیر «فواد حسین» کوربه و، د عراق د بهرنیو چارو وزیر ایران ته په خپل سفر کې په دوه اړخیزو اړیکو کې په اقتصادي او تجارتي زمینو کې له چارواکو سره لیده کاته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» په انسټاګرام کې په یو یادښت کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرو اترو ته په اشارې سره د دې په بیانولو چي د تهران او د عراق اړیکې په ټولو ډګرونو کې استراتیجیکي دي، زیاته کړه: د د سیل او د زیارت په موخه د دواړو هیوادونو ترمینځ د ښاریزو د سفرونو شمېر په کال کې ۴ میلیون کسانو ته رسیږي چي دا د ایران او عراً د اړیکو د پراختیا ښودونکی دی.
په دې سفر کې د مهمو سیاسي مسائلو په هکله هم خبري اتري شوي دي.
امیرعبداللهیان په دې هکله وویل چي د ایران او د عربستان د خبرو اترو نوی پړاو د عراق د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر د هڅو په نتیجه کې په بغداد کې له سره پیلیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د عربستان او د ایران د اړیکو د رغولو په موخه د عراق له رېښتني هلوځلو څخه قدرونه وکړه.
امیر عبداللهیان د عراق د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه ناسته کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: د سردار قاسم سلیمانی او ابومهدی المهندس د شهادت په دوهمه کلیزه کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله مو د عراق د بهرنیو چارو له وزیر څخه ښه خبرونه تر لاسه کړ.
هغه زیاته کړه: عراق د تاریخ په اوږدو کې ښودلې ده چي داسي یوه جغرافیه نه ده چي د نیواک ګرو تر نیواک لاندې پاتي شي او یا هم خپل د خپلواکی د کمزوري کېدو اجازه ورکړي.
تېره اونۍ په فارس خلیج، هرمز تنګی، بوشهر، خوزستان او هرمزګان کې د «پیامبر اعظم (ص) ۱۷» لویه مانوره تر سره شوه، دغه مانوره د وحدت او یووالې تر سیوري لاندې د اقتدار، امنیت او مخنیوونکي فعاله ځواک په شعار سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د جګړه ایزو چمتووالې د زیاتېدو په موخه، د دښمن له ترکیبې یرغل سره د مقابلې په لړ کې، د نویو تجهیزاتو او تاکتیکونو په کارولو سره تر شوه.
د ایران وسله وال ځواکونه له ګواښونو سره سم د دښمن د هر ډول یرغل سره د مقابلې چمتووالي لري، او خپل په فوځي توان باندې په تکیې سره په سیمه کې د ناامنه کوونکو بهیرونو سره په کلکه مقابله کوي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو لوی قومندان برید جنرال حسین سلامي، په ټاکل شویو اهدافو باندې د توغندیو پرېوتل او د ګرځنده او ثابته اهدافو په نښه کېدا د دې مانورې له مهمو ټکو څخه وباله.
د سپاه لوی قومندان تاکید وکړ چي د سمارټ هوښ، د ډرون الوتکو ټکنالوجۍ بېلابېله لیري واټن، مینځ واټن توغندیو استفادې په شمول، نویو ټکنالوجیو ته د ورداخلېدا او د خپل قدرت د پشپړتیا او تکامل په لاره کې ځلانده ټکو ته، د سپاه د سمندري ځواک د رسېدا ښودنه کوي.
د سپاه د پیامبر اعظم ص د ۱۷ مانورې په وروستي پړاو کې په بېلابېلو کلاسونو کې ۱۶ بالیسټیک توغنډۍ په یو وخت او له مخکې په ټاکل شویو هدفونو په بریالیتوب سره ویشتل شوي دي.