د ايران سېل (84)
ګرانو او محترمو دوستانو د تودو سلامونو او نېکو هيلو په وړاندې کولو سره د ايران سېل نومې لړۍ د دې هفتې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په دې مطلب کښې غواړوو د ايران د مازندران صوبې يو ښکلې او د ليد وړ سيمې بهشهر ښار ته ورشوو نو راځئ په دې زړۀ پورې سفر کښې له مونږ سره ملګري اوسئ.
د بهشهر ښار شمال ته کېسپيئن سمندر او ګرګان خليج، لويديځ ته ساري ښار، جنوب ته سمنان صوبه او ختيح ته ګرګان صوبه ده. دغه ښار د البرز غرونو په شمالي لمنه کښې پروت دے او د کېسپيئن سمندر لوري ته يې پراختيا پېدا کړې ده او يوه معتدله او مرطوبه سيمه ده. د بهشهر ښار د خلقو د اقتصادو بنياد کرهڼه، صنعت او باغداري ده. د کرهڼې يې ترټولو مهم محصولات مالوچ، غنم، وريجې، توتون او مرکبات دي. د بهشهر ښار مرکز له سمندر سره د ګاونډيتوب او له دې لحاظه چې د شنو او تازه ځنګلونو لرونکو غرونو او لوړو په لمن کښې جوړ شوے ډېر ښکلې تازګي لرونکے دے. بهشهر جغرافيائي موقعتيت ته په پام سره غېر معمولي، تاريخي، سياسي او فوځي اهميت لري. تاريخي سندونه ښودنه کوي چې بهشهر په مختلفو تاريخي دورو کښې د ايران د شمال يوه ډېره مهمه استوګن سيمه وه. نن هم بهشهر د مازندران صوبې يو مهم ښار ګڼلې شوو.البته بده به نه وي چې په دې پوه شو چې بهشهر نوم په مختلفو تاريخي دورو کښې په ځلونو بدل شوے دے. کبود جامه، پنجاه هزار او شهر اشرف د دغه ښار ډېر پخواني نومونه دي. دغه ښار په 1612 ميلادي کال کښې د وړومبني صفوي باچا شاه عباس په دور جوړ شو. دغه نوے ښار په اشرف البلاد يعنې ډېر اوچت ښار نوم سره ونومولے شو چې په مازندران کښې د شاه عباس وړومبنے استوګن ځاے ؤ. صفوي مورخ اسکندر بيک منشي د دغه ښار به باره کښې ليکي: ښکلي باغونه، لوړ عمارتونه لکه ماڼۍ، حمام، هالونه او کورونه د ماهرو استادانو په لاس جوړ شول او په دغه ښار هم دغه اشرف نوم کېښودے شو.
د بهشهر په دوه کيلوميټرۍ کښې د «کمربند» او «هوتو» نومې غارونو او په لس کيلوميټرۍ کښې يې د ګوهر تپه لرغونې سيمه ښودنه کوي چې په بهشهر کښې د د خلقو د اوسېدو لرغونوالے ډېرو لريو زمانو او تقريبا دوه زره کلونو ته ګرځي. د لرغون پېژاندو کوششونه ښودنه کوي چې د کاڼو مېنځني دوران او نوي دوران کښې بهشهر په مازندران کښې د مېشته مختلفو قامونو د اوسېدو ځاے ؤ. د شواهدو او مدارکو له مخې بهشهر په صفويه دوره کښې د شاه عباس په زمانه کښې زيات آباد او مشهور ؤ. په حقيقت بهشهر د هېواد دويم پائتخت ګڼل کېدۀ او د کال څو مياشتې به د صفوي باچايانو د استوګنې او سېل سپاټو ځاے ؤ. له صفوي دوران څخه په يادګار پاتې تاريخي ارزښتمن آثار د بهشهر تاريخي ښار د تېرو زمانو د عظمت ګواهي ورکوي. دغه ښار په تاريخي دورانونو کښې زياتې پېښې ليدلې او کورنيو جنګونو او ترکمنو د حملو زياتې صدمې يې زغملې او په ايران باندې د افغانانو د حکومت په دوران کښې دغه ښار ويجاړ کړې شو. محمد حسن خان قاجار له بهشهر ښار سره ډېره دلچسپي لرله او اکثر وختونه په دغه ښار کښې مېشته ؤ او د قاجارو د لړۍ باني آغا محمد خان هم د دغه ښارپه بيا ودانولو کښې کوششونه وکړل او ورو ورو يې دغه ښارد آبادونې لوري ته روان کړ، که څه هم خپل تېره مقام او اهميت يې ترلاسه نه کړې شو.
ګرانو ملګرو په بهشهر کښې د ارزښتناکو تاريخي آثارو شتون دغه ښار ته د سېلانيانو د جذبېدو يوه اصلي وجه ده. د دغه ښار ترټولو مهمو آثارو څخه د عباس آباد تاريخي ټولګې، د صفي آباد ماڼۍ، د چشمه عمارت نومې باغ، طبيعي منظرو، ميانکالا ټاپو وزمې او ښکليو آبشارونو نومونه اخېستې شوو. نو مناسبه ګڼو چې له دغو آثارو څخه له ځينو آثارو سره آشنا شوو. په شروع کښې هم د عباس آباد تاريخي ټولګه معرفي کوو. د عباس آباد باغ د نړيوال ميراث ټولګه د بهشهر ښار د جنوب ختيځ په نهه کيلوميټرۍ کښې او د جهان مورا شنو او ښکليو غرونو د لمن ترمېنځ پروت دے. دغه ارزښتمنه تاريخي ټولګه په 1346(ه.ش) کال کښې د ايران د ملي آثارو په لېسټ کښې ثبت شوه او همدارنګ په 2011 ميلادي کال کښې له نورو اتو باغونو سره د ايراني باغ يا The Persian Garden په نوم سره د يونېسکو ادارې د نړيوال ميراث په لېسټ کښې په 1372 شمېرې سره ثبت شوې ده. له 1379 هجري نمريز کال نه تر اوسه پورې د لرغون پېژندنې څه د پاسه پينځلس پړاونه او څو د حفاظت او مرمت مرحلې په دغه اثر ترسره شوې دي.
د بهشهر عباس آباد ټولګه د ايران د يو ډېر مهم غېر صحرائي باغ په توګه د البرز غرونو د ځنګل په لمن کښې پرته ده. د نورو ايراني باغونو په نسبت ښکلي او لاس نه لګېدلي پس منظرونه لري. په دغه ټولګه کښې باغ پلکاني، حمام، د اوبو دباو ماتؤنکي د خښتو برجونه، ډبريز سړکونه، جرندې، د اوبو د وېش ځاے ګلباغ سيمه، د اوبو بند او د اوبو جمع کېدو ذخيره او د تالاب ترمېنځ عمارت شامل دي.
مرکزي باغ په تقريبا پينځلس هېکړه پراختيا سره د طبيعي لوړو د پاسه جوړ شوےدے. د صفوي دوران انجنيئرانو د لوړو په تراشلو او پوړيو او چونترې جوړولو سره پلکاني نومې باغ جوړ کړے دے. د دغه باغ په مرکزي برخه کښې يوه اوچته چونتره موجوده ده چې د پاسه پرې شاهي قلا جوړه شوې ده. له بده مره د وخت په تېرېدو سره دغه قلا له منځه لاړه ده او نن سبا يې د معمارۍ يوازې څه آثار پاتې دي. له دې نه علاوه د دغې برخې په مرکز کښې ستر حوض او چاپېره يې واړۀ واړۀ حوضونه موجود دي. له کوزې شوې سطحې سره سره په خورينو پائپونو کښې له مرکزي حوض نه اوبه د فوارې په شکل کښې راووځي او باقي پاتې اوبه د خورينو پائپونو په ذريعې سره چاپېره حوضونه ډکوي. د باغ پلاننګ په غږمله توګه شوے دے چې د هغه ښکلا يې زياته کړې ده. د صفوي دورې معمارانو د پوړو په شکل د باغ په جوړولو او د خاورينو پائپونو په استعمالولو سره له ښکلا نه علاوه په باغ کښې يې د اوبو د بهېدو د شور موسيقي انګازه جوړؤنکې کړې ده چې په باغ کښې د موجود خلقو د ارامښت سبب هم کيږي.
د اوبو بند د تقريبا دوه سوه ميټرو په اوږدوالي او شل ميټره اوچتوالي سره يو تاريخ ځاے دے چې پکښې کاڼي، خښتې او چونه استعمال شوې ده چې تقريباً شپږ لکه مکعب ميټره اوبه پکښې ساتل کيږي.د بند د اوبو د ذخيرې د اوبو پوره کوؤنکې لويه برخه د سرچشمې په نوم چينه ده. د تحقيقاتو له مخې د اوبو د بند د ذخيرې ځينې برخې په خټو او چونې سره برابر کړې شوې دي چې د لوهې نومې بوټو له راټوکېدو څخه مخنيوے کوي او د بند او مرکزي باغ په ښکلا او منظره کښې کښې زيات تاثير لرلے دے. د تالاب په مېنځ کښې يو له خښتو جوړه وداني شتون لري. دغه عمارت بند ته د اوبو د راتلو په وخت په اوبو کښې ډوبيږي او يوازې پاسنۍ سطح يې له اوبو نه بهر وي چې بنياد يې چاپېره په اتو ستنو او په مېنځ کښې يوه ستنه باندې ولاړ دے. د ستنو اندازه تقريبا 4×3 ده چې په يوې چونترې باندې شتون لري. دغه عمارت په بند جوړونې او تفريحي استعمال کښې دوه فني کارکردګۍ لري.
د شواهدو له مخې احتمالاً په تېره زمانه کښې د دغې ودانۍد پاسه د ارام او سېل کولو لپاره په بې مثاله پس منظر سره د لرګې يوه وړه قلا جوړه ده. په مرکز کښې يې وړوکے حوض ؤ چې د ودانۍ له اصلي څلورو ګوټو څخه د څلورو ويالو له لارې د اوبو له ډکېدو وروسته اوبه تالاب ته لاندې بهيږي. دغه قلا په تېرو وختونو کښې د لرګي د پُل په ذريعې سره چې د نوموړې ودانۍ د شمال لوري ته جوړ شوے ؤ له مرکزي باغ سره نښليږي.
صفي آباد ماڼۍ هم د بهشهر يو بل تاريخي اثر دے چې د بهشهر د جنوب لويديځ په يو کيلوميټرۍ کښې د يو ښکلي باغ په مېنځ کښې د لوړو د پاسه جوړه شوې ده او هلته د رسېدو لپاره د ځنګل په مېنځ په کږه وږه لاره باندې تلل دي. د دغې ودانۍ اوچتوالے د سمندر له سطحې څخه يو سل اته اويا ميټره دے او له ځنګل او سمندر څخه په تقريباً دېرشو کېلوميټرو کښې يو ښکلے پس منظر لري. د صفي آباد ماڼۍ چې په حقيقت کښې د قوماندانۍ مرکز ؤ له هغو ودانيو څخه ده چې د ډېرو ورانو او ويجاړيو باوجود بيا بيا مرمت شوے او اوس هم باقي پاتې ده.دغه ماڼې هم د افغانانو د حملو په وجه زياته زيانمنه شوې او زياتره برخه يې په اور سره سوزولې شوېده او د نادرشاه او ناصر الدين شاه قاجار په وختونو کښې تعمير شوې او بيا رغول شوې ده.
مربع شکله ماڼۍ وداني پينځويشت مربع ميټر رقبه کښې جوړه ده چې په ښکلي نقش و نګار او رنګينو ټائلونو سره سېنګار کړې شوې ده. ماڼۍ ته د ننوتلو لار شمال لوري ته ده چې په څو پوړو له ختلو نه پس يې وړومبني چت ته رسيږوو. د دغې ماڼۍ وړومبنے چت ګڼې کوټې او ډېرې ښکلې لارې او دالانونه لري. په دويم چت کښې هم د نورو ايراني ودانيو په طرز ګڼ شمېر لارې او کوټې ليدل کيږي. ماڼۍ ته په ننوتلو سره په صفويه دوره کښې د ايراني معمارۍ ټولې نمونې ليدل کېدې شي.
عزتمنو دوستانو په بهشهر کښې موجود تاريخي ارزښتمن آثار زيات دي. خو د هغو ترڅنګه د سيمې ډېر ښکلے طبيعت هم د کورنيو او بهرنيو سېلانيانو لپاره يو خاص جذابيت لري. د ښار ترمېنځ بهشهر پارک په ډېرو ښکليو او د کاج او سروې دنګو ونو او ښکليو د اوبو ويالو او آبشارونو او چړياګهر (zoo) سره له زړۀ راکښونکو سېل ځايونو څخه دے. له دې نه علاوه له ښار نه په څو کېلوميټرۍ کښې په سنګ نو محل کښې يو ترټولو ښکلے طبيعي آبشار شتون لري چې د عامه خلقو د سېل په ځاے بدل شوے دے. له شپېتو ميټرو اوچتوالي نه د اوبو رابهېدل او د سيمې ښکلي طبيعت دغه آبشار د ايران د ډېرو ښکليو آبشارونو په قطار کښې راوستلے دے.
--------------------- --------------------------------------------