د زړونو سردار (شپږمه او وروستۍ برخه)
(last modified Tue, 04 Jan 2022 05:31:57 GMT )
Jan 04, 2022 10:01 Asia/Kabul
  • د زړونو سردار (شپږمه او وروستۍ برخه)

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د سلامونو په ویلو سره (د زړونو سردار) ترعنوان لاندې د  مقاومت د سرلوړي شخصیت شهید قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت د ځانګړې لړۍ له شپږمې او وروستۍ برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو

په دې ننني پروګرام کښې غواړو چې د اسلامي مقاومت د بهیر لپاره د سردار سلیماني د میراث په هکله درسره وغږیږو او د مقاومت په جبهه کښې یې بې ساری رول درته بیان کړو. هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د اسلامي مقاومت چورلیز د ایران د اسلامي انقلاب له بریا ورسوته د انقلاب د ستر مشر حضرت امام خمیني(رح) له خوا رامینځته شو او خپل اصلي هدف یې د استکبار او صهیونزم د سلطې له منګولو د قدس شریف آزادي اعلان کړه، د مقاومت دغه چورلیز چې وروسته بیا د مقاومت په جهبې بدل شو په عراق، سورې، لبنان او نیواکي فلسطین کښې او په دې وروستیو کښې په یمن کښې د سیاسي او پوځي ډلو په جوړیدو سره لاحقیقي څیره وموندله.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک میړنې او باتور قومندان حاج قاسم سلیماني یوازې یو پوځي قومندان نه و بلکې (د مقاومت د چورلیز) سمبول و. له مستکبرې امریکې او صهیونزم سره په مبارزه کښې د مقاومت د جهبې په بریاؤ کښې د دوي مهم رول سبب شو چې په عراق او سوریې کښې د داعش د خپلې اندې نومول شوی خلافت له مینځه لاړ شي او حاج قاسم سلیماني په نړۍ کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د یو مثال په توګه یاد شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/

سعودي عربستان، امریکې او صهیونیسټي رژيم هڅه کوله چې د مقاومت چورلیز له مینځه یوسي. په دې وجه یې تکفیري او ترهګرې ډلې جوړې کړې چې لبنان، سوریه او عراق ټوټې کړې شي، خو سردار قاسم سلیماني د مقاومت د لیکې د هیوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع او د هغوي د امنیت په تامینولو سره، د دغو تیري ګرو ډلو په وړاندې اودریده او پرې یې نښودل چې دښمنان خپلو سپیرو اهدافو ته ورسیږي چې په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز دړې وړې کول وو.

سردار سلیماني داسې مقتدر او بانفوذه قومندان و چې په خدای تعالی باندې په توکل او په اهل بیتو علیهم السلام باندې په توسل سره او د مقاومت په جبهه کښې پر ځان د باور او عزتمندۍ د روحیې په رامینځته کولو سره وتوانیده په دوو لسیزو کښې په عراق او شام کښې د سلطې او استکبار د چورلیز نفوذ او د تکفیري بهیر د ودې مخه ونیسي او په سیمه کښې او ورپسې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د مقاومتي ډلو لپاره سیمه ایز امنیت برابر کاندي.

ایثار او سرشیندنه، مخلصانه جهاد، له شهادت سره مینه او په اوله لیکه کښې له دښمن سره مقابله، د شهید حاج قاسم سلیماني له مهمو ځانګړتیاؤ څخه وو. سردار سلیماني د سوچه محمدي اسلامي د څیرې په ښودلو سره په عمل کښې ثابته کړه چې حقیقي اسلام، له امریکايي اسلام سره چې سیمه ایزه نمونه یې د داعش اسلام و، هیڅ سمون نه خوري. د شهید سردار سلیماني هم دغه شخصیتي ځانګړنې لامل شوې چې هغه د اسلامي نړۍ د ځانګړي شهید او د مقاومت د سردار په توګه وپيژندی او معرفي شي.

*/*/*/*/*/*/*/*

ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د سلطې له نظام او نړیوال ظلم سره د مبارزې سمبول و. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په ۱۳۹۴ لمریز کال کښې د ایران او امریکې ترمینځ له ایټمي مذاکراتو وروسته وویل: صهیونیسټي رژیم به راتلونکي ۲۵ کاله ونه ویني، ان شاءا... چې تر راتلونکو ۲۵ کلونو به د خدای په فضل او توفیق سره په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم په نامه کوم څیز پاتې نه شي.

دا جمله د مقاومت د چورلیز پریکنده باور او د اسلامي نړۍ ملاتړې ده. د سیمې د سیاسي حالاتو له څیړنې له ورایه ښکاري چې د مقاومت چورلیز د معظم رهبر د بیان کړي ارمان عملي کیدو ته څومره نزدې شوی دی.

سردار سلیماني تل د داسې اسلام منونکی و چې د نړۍ ځوریدلو ته قدرت او عزت او وقار ورکړي او ظالم مستکبران او بدماشان د قدرت له څوکۍ راکوز کړي. دوي به په هر حال کښې د هغو مظلومانو او ځورول شویو خلکو دفاع کوله چې د دنیا غواړو د لالچ په بند کښې ګیر شوي وو او هر چرته به چې یې کوم مظلوم لیده نو خپله دنده به یې ګڼله چې مرسته یې وکړي.

د شهید سلیماني یوه ډیره تاریخي وینا هغه وه چې د شهید حججي د شهادت د تسلیت په پیغام کښې یې کړې وه او فرمایلي یې وو: د حضرت ابا عبدا... علیه السلام د لارې د دې ګران شهید په پرې شوې مرۍ قسم خورو چې په اسلامي نړۍ کښې د راوتلې دغې ملعونې شجرې له تعقیبونې او د دغې خطرناکې غُدې د وروستي کس تر نابودونې پورې به غلې کښې نه نو.

هو! د شهید سلیماني دا اقتدار او دوراندیشي د شهید حججي د شهادت په مناسبت د دوي په وینا کښې په ډاګه څرګنده ده چې ژمنه یې وکړه د شهید حججي د وینې بدل، له دریو میاشتو نه په لږه موده کښې د داعش د ختمیدو له اعلان پرته بل څه نه دي، او هم داسې هم وشول.

*/*/*/*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب د تفکر او د مقاومت د چورلیز او د سیمې د هیوادونو د باثباته کونکي مقاومت د چورلیز د پراختیا د سټراټیجۍ په چوکاټ کښې د قاسم سلیماني رول یو بې ساری رول و. په حقیقت کښې د سردار سلیماني په قومندې د مقاومت جبهې (د مقاومت چورلیز) د مقاومت په بهیر او بلآخره یې (د مقاومت په اتحاد) بدل کړی دی. سردار سلیماني د مقاومت په چورلیز کښې د هویت بخښنې، وحدت او شبکه جوړونې درې اصول په نظر کښې ونیول. په دې بنیاد، دوي د خلکو په مینځ کښې پر ځان باورې د روحې په پیاوړې کولو سره، د هغوي له اعتقادي او سیاسي ظرفیته ګټه پورته کړه او په وحدت او یووالي باندې په ټینګار سره یې ټول په یو بهیر راغونډ کړل او هغه هم د اسلام او د اهل بیتو علیهم السلام دفاع وه.

شهید سلیماني د مقاومت په چورلیز کښې د یو مقتدر قومندان په توګه په یو اغیزشیندونکي شخصیت سره وتوانیده چې په دوو لسیزو کښې په عراق او سوریې کښې د استکبار د سلطې او د تکفیري بهیر د ودې مخه ونیسي او د ایران او په سیمه کښې د مقاومت د ډولو لپاره سیمه ایز امنیت ډالۍ کړي.

شک نشته چې د مقاومت د جهبې په برابرولو او منظمولو کښې د سردار سلیماني د مدیریتي قومندانۍ رول بې ساری و او حاج قاسم سلیماني د سپاهِ قدس د قومندان په توګه کامیاب شو چې د عراق، سوریې او لبنان په قبیله ایزو ټولنو او هم داشان په فلسطین کښې په نفوذ او اغیزشیندنې سره، د هغوي ترمینځ یو اتحاد او یوزړه توب رامینځته کړي او د مقاومت جبهې ته وحدت وروبخښي، هغې جبهې ته چې د استکبار او سلطې د نظام په وړاندې اودریږي او پرې نږ دي چې هغوي د خپلې انډوالې داعش ډلې په مرسته د دغو هیوادونو د ټوټې کولو په لړ کښې خپلو سپیرو اهدافو ته ورسیږي.

*/*/*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره، د سپاهِ پاسداران قدس ځواک او د اسلامي مقاومت جبهه وتوانیدله چې هم د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحدونو څخه د جنګ سیورې لرې کړي او هم په نیواکي ټاټوبي کښې صهیونیسټي رژيم ته د ګوذار ورکولو لپاره یو خطر شي او دغه رژیم له سخت بندون سره مخامخ کړي.

شهید سلیماني د قدس ځواک د بهرنیو عملیاتو په پوځي او سیاسي توانمنۍ کښې د بدلون په راوستلو سره د ایران او د مقاومت د چورلیز ستر ځواک صهیونیسټي رژیم ته وښوده. د سردار سلیماني او په سیمه کښې د مقاومت د جهبې د سیاسي او پوځي ځواکونو او قومندانانو عالمانه تدابیر او شواروزي هلې ځلې د داعش د ماتې خوړلو او د مقاومت د جبهې د بریالیتوب سبب شوې. دې چارې د صهیونیسټانو ویره او وحشت راوپاروه او لامل شوه چې هغوي د امریکایانو په مرستې سره د سردار سلیماني د وژلو په تکل کښې شي، په دې عبث هیلې سره چې شاید د دغه مقتدر قومندان په ختمولو سره د مقاومت جبهه هم کمزورې شي.

د قدس ځواک قومندان شهید حاج قاسم سلیماني چې د بهرنیو رسنیو له نظره به یو پياوړی او په لویدیځه آسیا کښې بانفوذه کس معرفي کیده او د مقاومت نړیوال مثال و، له شهادت وروسته یې هم د نړیوال مقاومت بهیر دوه چنده پياوړی او مضبوط کړ. د سردار سلیماني وحدت رامینځته کونکی شهادت نه یوازې د مقاومت د ځواکونو د لازیات یوموټي توب سبب شو بلکې لامل شو چې په ټولې اسلامي نړۍ، لویدیځې آسیا او په پتمنو ولسونو کښې امریکایي ضده احساسات لازیات شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*             

د حاج قاسم سلیماني د ټرور پریکنده نتیجه د یو سخت انتقام او بدل اخستلو لپاره د سیمې او له سیمې په وتلې پراخې جغرافیا کښې د یوې نوې انرجۍ رامینځته کیدل وو چې یوه برخه یې په دې سیمه کښې د امریکایانو د شتون خاتمه ګڼل کیږي. د انقلابي ځواکونو په بسیج کولو سره د ډګر جنرال سلیماني پټې جاذبې له امریکې او صهیونیسټي رژیم سره د جوړجاړي نظریه بیخي له مینځه یوړه او په سیمه کښې په یو ډول د امریکايي-صهیونیسټي پلانونو د اجرا خنډه شوه او بلآخره مو هم ولیدل چې له عراقه د امریکايي پوځیانو ستره برخه په ډیرې بې شرمۍ سره ووتله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه