نوښتونه (۳۹)
لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه خپرونه کې مونږ تاسو ته په ایران کې په اوونیزه توګه د نویو فوځي، هنري او علمي پرمختګونو په زمینه کې د لاسته راوړنو په هکله معلومات درکوو.
د کالیفرنیا سن دیګو د پوهنتون اینجینرانو د ایراني څېړونکو «علی خادم حسینی» «روح ا... نصیري» او «صمد احدیان» په همکاری سره، د زړه د حجراتو په داخل کې د الکټریکي فعالیتونو د ارزولو لپاره یو پیاوړی اوزار جوړ کړی دی. دغه اوزار د زړه حجراتو ته د زیان رسولو پرته د پاپ آپ سنسرونو په کارولو سره هغوی ارزوی، دغه دستګاه په مستقیمه توګه په یوه یا څو حجراتو کې د الکټریکي سیګنالونو ګړندیتوب او حرکت څیړي، دا لومړنی داسي اوزار دی چي په 3D جوړښتونو کې دننه د حجراتو سینګال اندازه کوي، دغه دستګاه له څېړونکو سره مرسته کوي چي د اریتمي، فیبروز او د زړه د جوړښتونو د ضخامت د ناروغویو لاملونه په ځیر سره وارزوي.
د دې څېړنې د مشر څېړونکی «یوګو» په وېنا، د یوې ناروغۍ د درکولو او د حجراتو د کړچار د مکانیزم د درکولو لپاره په حجراتو کې د الکټریکي سیګنال د خپرېدو د څرنګوالې څېړل زیات اهمیت لري. د مثال په توګه په دغو سیګنالونو کې بې نظمي کولایشي د زړه د اریتمي نښې نښانې وي، که د زړه له یوې برخي څخه سیګنال بلي برخي ته په سمه توګه نه ولېږدول شي نو د زړه یوه برخه چي سیګنال نه تر لاسه کوي حرکت نه کوي.
د کالیفرنیا سن دیګو د پوهنتون د نانو اینجینرینګ د پوهنځی استاد «شنګ شو» په وېنا، د دې دستګاه په مرسته کولایشو د زړه په فعالیتونو باندې د حجراتو په کچه زوم وکړو او داسي با کیفیت انځور ته لاسرسي وموندو چي د زړه جریانات له مونږ سره شریک کړي. د دې اوزار په مرسته کولایشو ووینو چي کوم ځینې حجرات سم کار نه کوي کومي برخې له یو بل سره ملتیا نه کوي او کومو برخو کې سینګنالونه کمزوري دي، د یادو معلوماتو په تر لاسه کولو سره د طبي تشخیص وړتیاوې نور هم زیاتیږي.
دغه دستګاه په څو میکروسکوپي 3D ټرانزیستورونو یا FET باندې سمبال دی چي تېرې څوکي لري، یاد ټرانزیستورونه بې له دې چي حجراتو ته زیان ورسوي د هغوی غشا ته ورداخلیږي او دومره حساس دي چي الکټریکي سیګنالونه په مستقیمه توګه له حجراتو څخه تر لاسه کوي، د دې لپاره چي یاد اوزارونه د زیاتې مودې لپاره په حجراتو کې پاتي شي په فسفلیپیدي لایو سره پوښل شوي دي، دغه FET کولایشي په هممهاله توګه د څو حجراتو فسګنالونه وڅېړي، همدارنکه هغوی کولایشي په حجراتو کې دننه هم په دوو برخو کې په سینګنالونو نظارت وکړي. ټاکل شوې چي په نیورونونو کې هم له یاد اوزار څخه کار واخسیتل شي.
په یوه بله لاسته راوړنه کې د تهران د طبي پوهنتون د ینی او د هاضمې د جهاز د پوهنځۍ څېړونکو په یوه نوې څېرنه کې د «پلي پیل» ترکیبي درملنې په کارولو سره، د هپاتیت او د غوړو ینو د انزیمونو کچه کنټرول کړي. په داسي حال کې چي په نړۍ کې د غوړو د درملنې لپاره په درملو باندې تحقیقات روان دي، یادو څېړونکو د «پلي - ایران» تر عنوان لاندې په یوه څېړنیزه مطالعه کې د NASH د امله د رامینځ ته شوي ژړی او هپاتیت د ختمولو لپاره د پلی پیل د ترکییي درمل په کارولو سره د یني د انزیمونو په راکمولو بریالي شول.
د یادو څېړنو پایلې چي په ۵۰ زرو کسانو تر سره شوې د (Polypill for prevention of cardiovascular diseases with focus on non-alcoholic steatohepatitis: the PolyIran-Liver trial) تر عنوان لاندې د (European Heart Journal) په مجله کې خپرې شوې دي.
د یادو څېړنو د مشر کارپوه دکتر رضا ملک زاده په وېنا، څېړنې وښودلې چي د پلي پیل د ګولیو دوامداره استعمال په غوړي ینې په اخته ناروغانو ۳۳ سلنه د قلبي او عروقي ناروغیو مخنیوی کوي او تر ۵۰ سلنه د غوړي یني د ناروغانو د مړیني مخنیوی کوي.
د یاد څېړونکی په وېنا، په هغو ناروغانو کې چي د پي پیل درمل په دوامداره توګه استعمالول د قلبي او عروقي ناروغیو خطره ۵۴ سلنه راټیټه شوې وه.
په تېره اوونۍ کې د یو پوه بنسټ شرکت څېړونکي د نانو ټکنالوجۍ په مټ د «سافت ژل» په جوړولو بریالي شول کوم چي په نویو درملیزو محصولاتو کې کارول کیږي. دغه ډول درمل د چټک جذبېدو د ځانګړنې د امله، د درملو د لویو تولېدوونکو شرکتونو توجه ځان ته جلب کړې ده. د دغه پوه بنسټ شرکت د رئیس په وېنا، دغه شرکت لومړی د درمل جوړونې د محصلینو له لوري رامینځ ته شو، زمونږ هڅه دا وه چي په اکېډمیک او د پوهنتونونو کې تعلیماتي څېړنې محصول محوره شي او تجارتي پټانشیل په کښې په نظر کې ونیول شي. د محصلینو تر نوي فکرونو او نظریو جاجونو وروسته دې نتیجې ته ورسېدو چي په بازار کې موجوده ظرفیتونو ته په کتو سره، سافټ ژل باندې څېړنې عواید لرونکې نظریه بلل کیږي. په دې خاطر د شرکت اصلي تمرکز د سافټ ژل په بڼه کې د«هازارد» او «نانو» درملو په تولید باندې دی.
د دغه څېړونکی په وېنا، دغه ډول درمل د چټک جذب او داسي نوري مولیکولي ځانګړنې سبب شوې چي په نړۍ کې د درملو د جوړولو لوی شرکتونه او د درمل جوړونې په عصري علومو کې سافټ ژل ته زیاته پاملرنه وشي. دغه ایرانی شرکت هم خپلي درملي د سافټ ژل په بڼه کې د نانو ټکنالوجۍ په کارولو سره برابروي.
هغه درملې چي د سافټ ژل او همدارنګه د ژلاتین په بڼه کې تولیدیږي د دې پوه بنسټ درملیز شرکت له اصلي محصولاتو څخه بلل کیږي.