(د جمعې لمانځه له امامانو سره لیده کاته)
د رهبرۍ لیدتوګې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رهبرۍ د لیدتوګونومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه مطلب کې د درست ایران د جمعې لمانځه له امامانو سره د حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لیدوکاتو په باب درسره غږیږو ،نو هیله ده چې داستفادې وړ مو وګرځي .
د ۱۴۰۱لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې په پنځه نیټه داسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران د اسلامی جمهوریت د جمعې لمانځه له امامانو سره ولیدل . څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي،چې داسلامی انقلاب په بریالیتوب او داسلامی نظام په پلي کیدا سره،په لومړي ځل دتهران دجمعې لمونځ قایم شو.له هغه وخت راهسې تر دې دمه هره اونۍ خلکو مختلفې پرګنې په ډیر شوق اوولولې سره د جمعې لمانځه د ځائيګیو په لور ځي او په یوزړتوب او مهربانۍ سره دغه سیاسی مذهبی دستورې ترسره کوي. دحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي له نظره،د جمعې لمونځیوازې په یوه جومات کې د یوه جماعت قایمول نه دي ،بلکې داپه دغه ښار کې یوه ډيره لویه او مهمه ښکارنده اوپيښه ده او دهغو خصوصیاتو په خاطر کې چې ئې لري،یوه په سلو کې سل استثنائي فریضه ده. که څه هم حج یوه لویه مجموعه او غونډه ده،خوددغه لمانځه په ژورتیا کې یولړ خصوصیتونه نغښتي دي چې دا له حجه هم لااستثنائي کوي .دوي دغه راز وفرمائيل؛دحیات طیّبه دوه اساسی عاملان ، دجمعې لمونځ سره ګنډلي دي او غوټه ئې ورکړې ده ، دغه دوه عوامل څه شی دي؟ یو ذکر الله،یو ولسی شتون؛فَلَنُجیِینهُ حَیاةَ طَیّبَةٌٔدا حیات طیّبه ځيني ارکان لري ، خو د دوی د ارکانو ترټولو مهمه برخه دغه دوه رکنونه دي : یعني یو خدای ته توجه ،خداي ته مخ اړول ... یو هم ولسی اجتماع او ولسی شتون؛ دا دواړه ځانګړنې د جمعې په لمانځه کې جمع شوي دي :::
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي د جمعې لمانځه دوهم استثنائي عامل په برکتونو او آثارو کې ذکر کړی دی چې په عامو حاضرینو باندې په ډله ایز ډول نازلیږي. په هغو کې یو دا چې کله ټول په یوځاي د الله ذکر کوي ، نو هغه په زړه پورې آرامښت چې د انسان په نصیب کې کیږي ، د جمعې لمانځّه په ټول کې پراختیا مومي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز وفرمائيل؛دغه اجتماع په اسلام کې یو عجیبه شی دی،پخپله ولسی شتون او اجتماع یو ډير مهم شی دی ، دلته ده چې تاسو باید حساس ووسئ. که ددې اونۍ دجمعې لمونځ د تاسو د یوې میاشتې مخکې جمعې لمانځه څخه کم خلک ولري ، نو باید اندیښمن شئ؛ اصلاد کار اساس ،دخلکو شتون دی ::::
د اسلامی انقلاب معظم لارښودد جمعې لمانځه ورپسې خصوصیّت ددغه پروګرام دوام وبالۀ او وې وئيل؛کله دغه شان اجتماع موجوده وي چې هره اونۍ د یوه ښار ډير خلک په یوه ټاکلي ځاي کې سره غونډیږي،نو دا یو مهم مرکز کیدلی شي،دیوې ټولنې د ټولو مطرحو او مهمو موضوعګانو لپاره یوه قرار ګاه کیدلی شي کله ټاکل شوي وي ټول سره غونډ شي ، نو دخلکو په ذهن کې حتما څه مسئله راځي او وریادیږی چې ټولنه څه شی ته اړتیا لري، یوه پيښه لري ،له فکري مسئلو رانیولې تر اجتماعي خدماتو پورې ، تر ولسی ملګرتیاؤ پورې او د نظام تر چمتووالو او بسیج کیدا پورې،هر څه په دغې اونیزې اجتماع کې په دوامدار ډول په یوه پل پسې تحقق مومي او وجود پيدا کوي،یعني وجود ئې پيداکیدلی شی،په یوه دومره عظمت او اهمیّت سره یو ظرفیّت شته دی .پر دې اساس، دا یوه لویه خزانه ده، یو لوي مهم او ځانګړی فرصت دی چې زما اوتاسو په اختیار کې راکړل شوی دی .
د معنویّت اوسیاست سره اخښل کیدا،د جمعې لمانځه یوه بله ځانګړنه ده. د جمعې لمانځه خطیب،معنویّت اوتقوا ته د بلنې ترڅنګ دخلکو لپاره ورځنۍ پيښې هم بیانوي او کافی او سم اطلاعات بیانوي او تشریح کوي ئې. داسلامی انقلاب معظم لارښود دجمعې لمونځپه دغو خصوصیّتونو سره د نرم قدرت د لړۍ یوه ترټولو مهمه کړۍ ګڼي او وائي؛خصوصیاتو په دغې ټولګې سره،کله چې وینو،دې نتیجې ته رسیږو چې د سالامی نظام دنرم قدرت په لړۍ کې دجمعې لمونځ یوه ډيره مهمه کړئ ده ، ځکه نن سبا هغه شی چې غوټه پرانیزي او اغیزې شیندي ،نرم قدرت دی :::
د اسلامی انقلاب ستر لارښ،د د جمعې لمانځه حقیقي ځائيګي ته رسیدا، د جمعې لمانځه دامامانو د ژوند ،د رودې او کړچار سره او هم د جمعې لمانځه د خطبو له محتوا سره مشروطه ګڼلې اویادونه ئې کړې،د جمعې لمانځه امامان هماغه شان چې دلمانځه په خطبو کې، ټول تقوا ته بولي،ځان هم باید تقواپه ترلاسه کولو او ورباندې په عمل کولو کې تر ډيره حده هڅاند کړي، ځکه که داسې نه وي ، نو باالعکس به نتیجه ورکړي. درهبرۍ په تعبیر په قرآڼ کریم کې شپیته آیتونه راغلي دي چې له ټولو غواړي تقوا ته مخه کړي. په هغو کې دوه مورده ډير لړزونکي او د فکر وړ دي ؛ یو هماغه شان چې په آل عمران سورې کې فرمائي ؛اِتَقوُ الله حقً تُقاتِهِ؛؛ تقوا خپله کړئ،هماغه شان چې د تقوا وړ دی .دا ډیر لوي کار دی.یو هم هماغه شان چې په تغابن سورئې کې فرمائي ؛ فَاتَقوا الله مَا استَطَعتُم ٔ: دا مَّا استَطَعتُم : په دې تکیه مه کوئ چې اوس هرڅه چې وتوانیدو؛ نه ، داسې نه ده،یعني خپل ټول استطاعت وکاروئ ، خپل ټول امکان کاروئ ، دتقوا لپاره :::::
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په ورپسې سپارښتنې کې،دجمعې لمانځه امامان ولسی سلوک ته،یعني په خلکو کې شتون او له هغوي سره خبرواترو ته بولي او فرمائي؛دخلکو مینځ ته ورتلل یو مهم کار دی،پردې اساس له خلکو لیرې مه کیږئ او خپل ارتباط یوې خاص ډلې پورې مه محدودوئ،البته په دغو ټولو کلونو کې،د جمعې لمانځّ د امامت چینل ، د انقلابی اوګارنونو یوه ترټولو ولسی برخه ده .
له ځوانانو سره ارتباط او دهغو لپاره د مناسبو کارکسبونو برابرول،د اسلامی انقلاب یوه بله سپارښتنه وه.دوي د هیوادځوانانو،خودجوشه، ګمنامو و بې ادعا ډیرو ډلو ټپلو فعالیتونو ته په اشارې سره د جمعې لمانځه د آئمه ؤ دنده له دغو ډلو سره ارتباط او ورڅخه ملاتړ وبلله او وې وئيل ؛ په اجتماعي خدمتونو کې ګډون،لکه په طبیعي پیښو کې خلکو سره مرسته، او له کرونائي بحران سره په مقابلې کې د خلکو په درد خوړل او د اړمنو خلکو لپآره دمومنانه مرستو غونډ،ل ، د جمعې لمانځه د امامانو د لازمو کارونو برخه ده چې د جمعې لمانځه ځيني امامان هم انصافا په دې زمینې کې ښه ځلیدلي دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغو لیدوکاتو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې خطبې باید معنا دارې، روزونکي او دعمومی پوښتنو ځواب ویونکي وي ووئيل ؛دخطبې ادبیات باید ګرَم ،په زړه پورې ، اتحاد رامینځةکونکي ، بصیرت ښودونکي او ولس ته ارامښت بخښونکي وي، نه دا چې د سټریس،حاشیه جوړونو،روحي ګډوډیو،اوسنیو او راتلونکو حالاتو ته د بدبینیو سبب شي او د غولیدلو او غړیدلو دیرغل لپاره هم لاسوند رامینځةکړي.دوي د جمې لمانځه دخطبو یو مهم ماموریّت، د بدغواړو ددایمي پروپيګنډو او تپنو سره مقابله وبلله او وې وئيل ؛ اسلامی جمهوری نظام،ددین په شعار سره ډګر ته وارد شوی،پر دې سربیره چې توانیدلی دی،ځان وساتي،توانیدلی دی وده وکړي،توانیدلی دی دغه منطق خپور کړي، توانیدلی دی ریشه ایز شي؛ اَلَم ترَ کَیف ضَرَبَ اللهُ مَثَلا کَلِمَةً طَیّبَةً کَشَجَرَةٍ طَیَبَةًٔ؛همدغه آیت چې تلاؤت شو.اسلامی جمهوری نظام،د لویدیځي تمدن مرکزي هويّت چیلنج ،پخپل وجود سره،پخپل شتون سره باطل کړ،نو ځکه دوي لالهانده او غوسه دي . د جنګ نننی ډګر ، دنرم قدرت ډګر دی او دښمن په دغه میدان کې دشکونو په رامینځةکولو سره،د خلک دایمان په مضبوطې اډاڼۍ کې په خار پار اچولو پسې او د وي په له مینځه وړلو پسې دی.ځکه چې داسلامی انقلاب دبریالیتوب عامل او په مقدسې دفاع کې او په فتنو او په هریوه ډګر کې د خلکو پراخ شتون او مقاومت د ولس ایماندار شونه ده .
د ایران د اسلامی جمهوری نظام د اسلام د ګران پیغمبر له تعلیماتو څخه په بیلګه اخستو سره،په مختلفو وړتیاؤ سره د غوره انسانانو په توګه میرمنې ستائی او د دوي کرامت او عظمت او شان ئې احیاء کړی دی . دغه هراړخیز او مترقي نظر،په ټولنې کې د لافعال رول د لوبونې په لور د میرمنو حرکت لاچټک کړی دی.په اسلامی حجاب اوستر سره میرمنې،پخپل شخصیتي مدار کې په واقع کیدا سره،نړیوالو ته دښځې د رول مختلفې رودې او ماډرن بیلګه وړاندې کړې ده.په مختلفو سوَیو کې دغوره او ښو، باسواده ،علمی وړتیاؤلرونکو روزنه او د مجاهد او مقاومو خاوندانو او میّندو رول، میرمنې ته دانساني نظر محصول او ددوي لپاره د لوړتیا اوودې دزمینې برابرول دي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښودپخپلې وینا کې دمیرمنو د لوړتیا او کرامت موضوع او د حجاب هغې مسئلې ته په اشارې سره چې په همداوروستیو شپو ورځو کې له یوه شخړه رامینځةکونکي ستونزه جوړه شوې وه،ووئیل،ددې مسئلې حقیقت دا دی چې یوې باشرفه او وړتیا لرونکي ایرانی میرمنې لویدیځ ځپلي تمدن ته یو ترټولو ستر ګوزار ورکړی دی،نو دوي سخت په غوسه دي، چې دغه کار میرمنو کړی دی . د اسلامی جمهوری نظام دحرکت له ټولګې ورتیر،په تیره بیا یوې ایرانۍ میرمنې د لویدیځ ادعاګانو او دروغو ته یو ترټولو ستر تاوان رسولی دی . هغه څنګه .؟، دوي کلونه کیږي، کابو دوه سوه کلونه کیږي، چې وائي ښځه که شرعي او اخلاقي پابندۍ او دې ته ورته د ندو څخه ونه ژغورل شي ،نو پرمختګ نشي کولی. لوړو سیاسی او اجتماعي مرتبو او لوړو علمی ځائيګي ته نشي رسیدلی،نو داسې خبرې کوي ، او ترټولو لوړو سیاسی او اجتماعي روتبو ته د ښځې د رسیدو شرطونه همداسې بیانوي . دا ده چې البته دغه اخلاقی پابندۍ ختمې کړي .:::
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په تعبیر، ایرانی میرمنه په ټولنې کې پخپل توانمن او اغیزشیندونکي شتون سره دا هرڅه په عمل کې د روغ بللي دي ؛حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دغه راز وفرمائيل؛یوه ایرانۍ میرمنه ، په درستو ډګرونو کې په اسلامی حجاب سره په بریالیتوب اوسرلوړۍ سره ظاهره شوي ده . دا چټي رجز او دړکې او چټي چغارې نه دي ، دوي دمونږ د ټولنې محسوس واقعیّتونه دي .د مونږ پوهنتونونو ته رسیدل، یا پنځوس فی صده یا البته له پنځوسو فیصدو هم زیاتې زمونږ لوڼه دي چې پوهنتونونو ته لار مومي،زمونږ میرمنې دي. په حساسو اومهمو علمی مرکزونو کې چې ما ځیني په شخصي توګه دغه مرکزونه لیدلي دي ، دمونږ متفکرې میرمنې هلته رول لوبوي .د ادب،ادبیاتو،شعر،ناؤل،د ژوندلیک، په ډګرونو کې میرمنې یوه ترټولو غوره برخه ده.دسپورټي سیالیو په میدان کې ، واقعا کله کله انسان،ددغو شخصیّتونو د ستاینې او قدرونې وس نه لري،په هغې اندازې چې ددوي وړ وي. یوه هغه ایرانی جینۍ چې دسیالیو په لومړي سټیج باندې دریږي، د ایران ملی سروز اوبیرغ دسلګونو میلیونو خلکو په وړاندې په ټيلیويژنونوکې پورته کیږي،په حجاب او ستر کې ده .
حضرت آيت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي ټینګارکړی،دیوې ایرانۍ مسلمانې میرمنې بریالیتوبونه،د لویدیځ د دوه سوه کلنو او درې سوه کلنو هلوځلو باطلونکي دي او په همدې علت دوي په ایرانیو میرمنو غوسه دي او د حجاب او ستر په پلمه شکونه رامینځه کوي او دغه راز فضاجوړونې کوي. داسلامی انقلاب معظم لارښودپه تیرې اونۍ کې د جمعې لمانځه په خطبو او سوشل میډیا او رسندویو کې د حجاب دموضوع مطرح کیدا ته په اشارې سره ووئيل؛په دغو موضوعګانو کې باید ډير ځير اومنطقي او له بې مورده احساساتو لیرې عمل وشي او په روښانه دلیلونو سره،د لویدیځوالو استعماري منطق ایشوا او بیان شي.
(سیماب)
***********************************************