له انګریز استعمار سره دمبارزې ملی ورځ ، ددلواري د شهادت کلیزه
د تهران د پښتو خپرونې او انترنیتی سایت خوږو مینه والو په دې شیبوکې له انګریز استعمار سره دملی مبارزې په مناسبت او د شهید دلواری دشهادت د کلیزې په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
خوږو دوستانو د ۱۲۹۴لمریزکال د وږې یا سنبلې دمیاشتې په دولسمه نیټه، له انګریز استعمار سره په مبارزې کې،یعني په لومړي نړیوال جنګ کې د انګریز استعمار ګر او تیریګرو پوځيانو په ضد په بوشهر او تنګستان کې دایران د جنوب د پاڅون رهبر او یو آزادي غواړی مبارز ریئیسعلی دلواري په میړنتوب سره مبارزه وکړه او د شهادت خوږخوند ئې وڅکۀ.
د لومړي نړیوال جنګ په پيل کې د روسیې قواوې له شماله او د انګریز پوځ له جنوبه پر ایران یرغل وکړ او دانګلستان جنګۍ بیړۍ په بوشهر کې دیره شوې،البته هغه نیواکګر پوځ چې دبوشهر او د شاخوا سواحلو دنیولو نیّت ېئ درلود،ددغه ښار د ولس له کلک مقاومت سره مخامخ شو.
انګلستان د ۱۹۰۷ کال دتړون له وخت راهسې ایران جنوب خپله ونډه بلله، په ۱۹۱۵کال کې چې نړۍ په لومړی نړیوال جنګ کې ښیکله وه،نړیوال حالات ئې مناسب وګڼل او د ایران دجنوب سیمه ئې لاندې کړه.له دغو پوځي عملیاتو د انګلستان موخه ، دجرمني په شمول دسیالانو دنفوذمخنیوی او همداراز د جنوب د قبایلو ځپل او فارس خلیج ته لاس رسی ؤ. انګلستان خپلو موخو ته در سیدا لپاره د ۱۰۱۵ په مارچ کې له تنګستانیانو سره په بوشهر کې د جرمني د کنسولګرۍ د ارتباط په پلمه او دانګلستان په ضد دوي په لسمونې سره ، د ایران دغه ټاټوبی وینوۀ
د انګریزانو دغه ځيږ او سپير چلند دسیمې دیوه نامتو عالم آیت ا...سید عبدا... بلادي له نظره پټ پاتې نه شو او هغه راپورته شو چې له انګریزانو سره مبارزې او مخالفت جارچي شي. هغه دخپلې مبارزې د اغیزشیندنې لپاره له ریئسعلی دلواري سره ځاکړي اړیکې ټينګې کړې او هغه سره ئې د انګلستان په ضد په خوځښتونو سره مرسته وکړه.د آیت ا...بلادي کور،د انګریز استعمار سره دمبارزې مرکز شو او دوی له انګریز پراختیا غواړو سره دمقابلې لپاره د انګلستان د شیانو د پيرپلور پر بایکاټولو سربیره،د دوي په ضد دجهاد اعلان وکړ.
د ریئس علی دلواري په مشرۍ تنګستانیانو،په ټکَوُنکو حملوکې پر انګریزانو سخت ګوزارونه وکړل او ډير تاوانونه ئې ورواړول چې په دغو یوې حملې کې،دلواري دوه لوړروتبه انګریز افسران سره د یولسو هندي عسکرو په ټکه ووژل. دغه بریالیتوب ډير ارزښت درلود،ځکه له نګریزانو ئې دخلکو ویره کمه کړه او سبب شو دایران د خلکو په ذهنونو کې د تیریګردښمن دغه باؤ او ویره ختمه شي.
دلواري بلاخره د ۱۲۹۴لمریز کال دو ږې یا سنبلې د میاشتې په دولسمه نیټه په بوشهر کې له انګریز تیریګرو پوځیانو سره په نښتې کې په ۳۳کلنۍ کې شهید شو . هغه باید د انګریز استعمار په مقابل کې د ایران د جنوب د مقاومتي غورځنګ یو لوي سردار او داستعمار ضده مقاومت یوه نامتو بیلګه وبلل شي.
د شهیددلواري دمقاومت اومیړنتوب او د استعمارګرو او د تیریګرو دښمنانو په مقابل کې د ایران د جنوب د خلکو دشجاعت او پاڅون په ویاړ، دغه ورځ له انګریز استعمار سره دمبارزې دملی ورځې په توګه نومول شوې ده.
په ایران کې د انګریزانو دشتون مخینه اوتاریخ د صفویانو پړاؤ ته ورګرځي. په دغه پړاؤ کې که څه هم انګلستان د کارنده سمندري ځواک دنه درلودلو په دلیل له پرتګالیانو سره د مقابلې توان نه درلود،خو دا سبب نه شوه چې انګریزان له ایرانه لاس واخلي. ځکه چې دایران ډيرزیات ظرفیّتونه او په سیمې کې ددغه هیواد ډير سټراټژیک موقعیّت دوی دې ته اړ کړل څو له بلې لارې په ایران کې نفوذ وکړي.
د قاجار د لړۍ دتاسیس په هماغه لومړیوکې انګریزانو،په ایران کې دفعالیت لپاره دوه چنده انګیزه پیدا کړه. په دغه پړاؤ کې انګریزانو په ایجنډا کې دا یران دټولنې په باب پراخې مطالعې ورځاي شوې چې جان ملکم ئې په پیل کې ټاکونکی رول درلود او وروسته نورو انګریز مامورانو هغه بشپړ کړ .
جان ملکم یو پوځي ډيپلوماټ ؤ چې له ۱۸۰۰کاله تر ۱۸۱۰پورې په کلونو کې درې ځله د انګریز حکومت دمامور په توګه ایران ته راغلی دی.
د ایران او روسیې د جنګونو د پیلیدا له هماغه لومړي پړاوه د پهلوي پړاؤ پورې،انګریزانو په ایران کې یو بالقوه او بالفعلي رول ولوبوۀ.دقاجار په پړاؤ کې په ایران کې د انګلستان بهرنی سیاست دڅو اساسی مولفو تر اغیز لاندې ؤ.انګلستان په هند کې دخپلو ګټو په اساس،له هرې یوې حربّې او رودې ګټه پورته کړه.له دې امله د هندوستانو د دروازې په توګه ایران ، دانګریزانو دنظر وړ وګرځید. په حقیقت کې پر ایران مسلط کیدا،پر هند دسلطې ددوام او د بریتانیا له مستعمرې یا ښکیلامینې څخه د روسیې د لیرې ساتلو سبب وه.
په همدې سبب انګلستان هم یو نیم خپلواکه اوکمزوری ایران غوښت. له ایرانه د افغانستان دبیّلولو لپاره هڅه ،له ځاي قوانینو څخه ملاتړ،په ختیځ کې د ایران په سرحدي کرښو کې بیا بیا بدلون راوستل،پر فارس خلیج بې قید اوشرطه سلطه، د کشتۍ چلونې، د شاهشناهي بانک دتاسیس،ټيلیګراف او کپيټلیشن په څير د انحصاري امتیازونو اخستل ، په ایران کې د انګریز استعمارګرو اقدامات وو.
انګلستان همداراز په دوهم نړیوال جنګ کې دایران دنیواک یو اصلی پلانونکی حسابیږي. ایران په دوهم نړیوال جنګ کې د لومړي نړیوال جنګ په شان بې پلویتوب اعلان کړ،خو دجرمني دنفوذ په پلمه، بیا هم ورباندې یرغل وشو او نیول شو.. د انګلستان دوخت لومړي وزیر وینسټڼ چرچیل پخپلو خاطرو کې دغې چارې ترټولو مهم علت داسې بیان کړی دی ،هغه وائي ، له روسیې سره د تماس دنیولو لپاره دایران له لارې یوه ارتباطي لاره ډيره زیاته مهمه وه. ځکه له یوه پلوه شوروي ته دجنګي وسلو او سازوسامان دلیږدولو لپاره د شمالی منجمد سمندر لاره ډيره سخته وه او له بل پلوه باید مونږ د احتمالی ضروري امکاناتو لپاره ځان تیارولی.
د ایران د تیلو څاګان په جنګ کې یو مهم عامل حسابید.. مونږددې لپاره چې له روسیانو سره تماس پيداکړو،او ورسره نزدې اړیکې ټينګې کړو ،نو وړاندیزموکړی چې په ایران کې سره ګډ عملیات شروع کړو:::
دانګریزانو یو بل دخالت چې هماغه شان دایران دخلکو په ذهن کې باقي پاتې دی،د ۱۳۳۲لمریزکال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه د محمد مصدق دحکومت په ضدد کودتا پلانول او اجرا کول دي.انګریزانو له امریکا سره په ملګرتیا او همداراز دایران تیلو ته دبیرته لاس رسي په هیلې سره،دغه کودتا پلان کړې او د امریکا په مستقیمې مرستې سره ئې اجرائي کړه.له دغې کودتا وروسته،د ایران په تاریخ کې یو داسې دوران شروع شو،چې تر پنځه ویشت کلونو پورې ئې دوام درلود، په دغه پړاؤ کې انګلستان سوکه سوکه څنګةشو او خپل ځاي ئې امریکا ته وسپارۀ.
په ایران کې د انګلستان دلاسوهنو مخینه ښئ چې دغه هیواد په پخپل استعماري سیاست کې زیاتره،دخلکو ،هیوادونو،رهبران، مذهبی او سیاسی بهیرونو ترمینځ داختلافاتو د رامینځةکولو له لارې او همداراز له مذهبی فرقو ، قومي او توکمیزو اختلافاتو استفاده کړې ده او د ؛ سیاست هغه اصطلاح،یعنی تفرقه واچوئ او حکومت وکړئ؛ د ایران په شمول په نورو هیوادونو کې خپل دکار لومړیتوب وګرځوۀ،په همدې اساس دایران د خلکو په ذهن کې دانګریزانو د اقداماتو او موخو په نسبت منفي فکر هم بڼه غوره کړې چې سبب کیږي، په هرې یوې دسیسې کې تر پردې شا د دوي رول ولټوي.
له ۲۰۰۱کاله تر ۲۰۰۶پورې په کلونو کې د انګلستان د وخت خارجه وزیر جک سټراؤ پخپل لیکل شوي ؛کار د انګریزانو کار دی؛کې په ایرانیانو کې دود شوی همدغه تفکر چې انګلستان د ایران په ضد په هرې یوې دسیسې کې لاس لري ، اشاره کړې ده.
د ؛ کار د انګریزانو کار دی ، ولې ایران پر مونږ بې اعتماده دی؛ نومې کتاب هغه کتاب دی چې عنوان ئې ایرانیو مخاطبانو لپاره د ایرج پزشکزاد دلیکل شوي ،دائي جان نیپولیّن :نومې ناول او دهغه سریال یادونه کوي چې ددغه ناؤل په اساس ناصر تقوائي جوړ کړی دی . ځکه چې ؛ کار د انګریزانو کار دی ؛ د دائي جان نیپولیّن یو تکیه کلام ؤ او هغه ؤ چې هر څه ئې د انګریزانو کار بالۀ
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************