Sep 11, 2022 04:56 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

د مهربان او بخښونکي الله په نامه او تاسو ګرانو لوستونکو ته د سلامونو په ویلو سره، دا دی یوځل بیا د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د څیړنې له پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، په دې

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د غړو او د دغې ټولنې په اوومې غونډې کښې د ګډونوالو میلمنو په کتنه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له اهل بیتو څخه په الهام اخیستو سره د استکبار اووه سرې اژدها ته ماتې ورکړه او پرمختګ یې وکړ.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د تیرې اونۍ په شنبې یا د خالي په ورځ  په دغې کتنې کښې، په اسلامي نړۍ کښې د رسول الله مبارک د اهل بیتو محبوبیت او عظمت بې سارې وباله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي ایران د سلطې د نظام په وړاندې د اهل بیتو د بیرغچي په توګه باوري دی چې په اسلامي دنیا کښې هیڅ مذهبي، قومي، فرقه ايز او توکمیز توپير او واټن حقیقي نه دی او یوازنې حقیقي واټن او فاصله د کفر او نړیوال استکبار له جبهې سره د اسلامي دنیا سرحد او پوله ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د زوروینو او بدماشیو په وړاندې اودریدنې ته د نورو ولسونو هڅول د سلطې د نظام د قهریدو او د هغوي د دشمنۍ یوه وجه وبلله او ویې ویل: په مختلفو هیوادونو کښې د امریکې د جنایتکارو پلانونو شنډول چې یوه نمونه یې داعش وه، له ایران او شیعه مکبت څخه د ویرونې د پرله پسې تبلیغاتو او په نورو هیوادونو کښې په لاسوهنې باندې د ایران د تورنولو سبب شوي دي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په نورو هیوادونو کښې هیڅ دخالت او لاسوهنه نه کوي، د سلطه پالو تور لګونې د اسلامي نظام د پام وړ پرمختګونو په مخنیوي کښې د هغوي د عاجزۍ او ناتوانۍ له امله وبللې او زیاته یې کړه: البته د استکباري سیاستونو په وړاندې ټول باید هوښیار ووسي او ورسره ملګرتیا ونه کړي.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره شه شنبه د ونزویلا د ولسمشر د ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ د وزیر رامون بلاسکز په کتنه کښې په دې خبرې سره چې د تهران او کاراکاس اړیکې په تیزۍ سره مخ په پراختیا او پرمختګ دي، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ونزویلا د سختو ورځو ملګری پاتې شوی دی.

ولسمشر رئیسي له ملګرو هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراختیا سیاست ته په اشارې سره، د لاتینې امریکې له هیوادونو سره د ایران د ملګرتیا د سویې د لوړیدو په اهمیت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: له ونزویلا سره په ټولو ډګرونو په تیره بیا په تجارتي او د انرجۍ، ساینس او  ټیکنالوجۍاو  په دفاعي برخو کښې د اړیکو پراخولو ته چمتو یو.

په دغه ملاقات کښې د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر او د دغه هیواد د ولسمشر ځانګړي استازي رامون بلاسکز هم له خپل هیواد سره د ایران د ایړکو له پراختیا خوښي څرګنده کړه او د اقتصادي، تجارتي، ټرانزټي او سیاسي ملګرتیاو د سویو لوړولو ته د کاراکاس په اهتمام یې ټینګار وکړ.

*/*/*/*/*/

اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بندیزونو د ختمیدو د مذاکرات د بهیر په هکله وویل: امریکا باید د شک د ادبیاتو کارول پریږدي ترڅو موافقه په ډیره لږه ممکنه موده کښې نتیجې ته ورسیږي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د چین د بهرنیو چارو له وزیر او د حکومتي شورا له غړي وانګ اي سره په ټیلیفوني خبرو کښې زیاته کړه: مونږ لاهم یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې ته د رسیدو په لړ کښې جدي یو خو امریکا باید ضروري پریکړې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان تیره چارشنبه په دې خبرې سره چې په ایټمي موضوع کښې د نظام له سرو کرښو څخه یوه ذره نه غړیږو، وویل: د مذاکراتو د بهیر له دوام سره سره د بندیزونو په بې اغیزې کولو کښې د معظم رهبر له خو ا په کښل شویو کرښو باندې ولسمشر هم ټینګار لري او د بهرنیو چارو وزارت په دې لارې باندې په جدیت او پوره اقتدار سره روان دی.

له بلې خوا په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ د امریکې او بریطانیې د تورونو په ردولو سره د تهران خلاف د سایبري حملو په وړاندې د دغو دواړو هیوادونو په چپتیا نیوکه وکړه.

په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ تیره پنجشنبه په البانیا باندې په سایبري حمله کښې د لاس لرلو په هکله د تهران خلاف د امریکې او بریطانیې د تورونو په ردولو سره دغه دواړه هیوادونه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د دا ډول تورونو د مطرح کولو لپاره د صلاحیت او مشروعیت نه لرونکي وبلل.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د سایبري حملو د قرباني په توګه په غیرپوځي بیخ بیناؤ باندې هر ډول سایبري حمله که هغه په هر شکل وي، غندي.    

  */*/*/*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د ابوموسی، تُنبِ کوچک او تنب بزرګ درې واړه ایراني جزیرې، د ایران د خاورې نه بیلیدونکې او ابدي برخه ده.

ناصر کنعاني د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پایزې بیانیې کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د خرابونکو او فتنه اچونکو سیاستونو رول او د سیمې امنیتي معادلاتو ته د پردیو په راوستلو کښې د سیمې د ځینو هیوادونو محاسباتي تیروتنه په سیمه کښې د بې ثباتۍ ډیر مهم لامل وباله.

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د فارس خلیج د ملګرتیا شورا ځیني غړي هیوادونه د مسئولیت منلو او د خپلو ماته خوړلو او ناکارآمدو سیاستونو د سمولو پر ځاې، د نورو په ملامتولو او د تکراري او خوابدونکو خبرونو په کولو ټینګار لري.

*/*/*/*/

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د رپورټ په غبرګون کښې ټینګا ورکړ چې د رښتیا آزموینې د تیر نظام دوباره ټینګښت په خپلو ژمنو باندې د ایټمي موافقو د لورو عمل کولو ته ضرورت لري او تراوسه د ایران صلحه ایز ایټمي پروګرام ترټولو زیات روڼوالی او شفافیت لرلی دی.

بهروز کمالوندي تیره پنجشنبه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي رافائل ګروسي رپورټ ته په اشارې سره وویل: د آژانس د عمومي منشي د موسمي رپورټ مطالب په سیاسي اهدافو سره د تیرو بې بنیاده مواردو تکرار دی او د ځانګړو موخو لپاره له عبارتونو سره له لوبو پرته په کښې هیڅ نوی ټکی نشته.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاندوي زیاته کړه: د رښتیا آزموینې د تیر نظام دوباره ټینګښت په خپلو ژمنو باندې د ایټمي موافقو د لورو عمل کولو ته اړمن دی او له ایرانه تمه نه ده پکار چې کله چې هغوي پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او په داسې حال کښې چې د ایران د ولس خلاف خپل ظالمانه بندیزونه جاري ساتي، ایران دې دغه اضافي څارنې هم ومني.

*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د انډونیشیا د سترې محکمې د مشر په کتنه کښې په ټولو برخو له جکارتا سره د اړیکو د پراختیا لپاره د تهران اراده جدي وبلله.

"سید ابراهیم رئیسی" تیره چارشنبه په تهران کښې د انډونیشیا د سترې محکمې د مشر محمد شریف الدین په کتنه کښې د دواړو هیوادونو اړیکې دوستانه او مخ په پراختیا وبللې او ویې ویل: د خپل مینځیو اړیکو اوسنۍ سطح په دواړو هیوادونو کښې له موجودو وړتیاؤ متناسبه نه ده.

ولسمشر رئیسي زیاته کړه: په مختلفو برخو کښې د تهران او جکارتا ښې اړیکې په سیمه ایزو او نړیوالو سویو د دواړو هیوادونو د رغنده ملګرتیا د پراختیا لامل کیدې شي.

له بلې خوا د ایران د ګمرک ویاند په تیرو پنځو میاشتو کښې له ګاونډیانو سره د څه باندې ۲۰ میلیارډ ډالري تجارت خبر ورکړ.

«سید روح اله لطیفی» وویل: په تیرو پنځو میاشتو کښې د ۲۰ میلیارډ ۶ لاکه او ۳۶ زره میلیون ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۳ میلیون ۳ لکه ۳۳ زره ټنه شیان د ایران له ۱۵ ګاونډي هیوادونو سره تبادله شوي دي.

هغه زیاته کړه چې له ۱۵ ګاونډي هیوادونو سره د ایران غیرتیلي بهرنې سیاست د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۲۴ فیصده وده کړې ده.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه