د ایران خلاف د لویدیځ د پراخ رسندوي جنګ ناکامي
(last modified Tue, 01 Nov 2022 10:52:44 GMT )
Nov 01, 2022 15:22 Asia/Kabul
  • د ایران خلاف د لویدیځ د پراخ رسندوي جنګ ناکامي

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو د ایران خلاف د لویدیځ د پراخ رسندوي جنګ د ماتې په هکله له یوې ځانګړې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو

په انټرنیټ یا مجازي فضا کښې د مسئولیت نه منلو او آزادۍ په وجه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د دروغو او پروپاګنډو او هم داشان د بدلو شویو تاوتریخجنو او راپارونکو تصویرونو او فلمونو خپرول ډیر پراخ وو.

نن سبا به نړۍ کښې د خپلو ناروا ګټو د تامینولو او حتی د حکومتونو د ړنګولو لپاره د لویدیځو حکومتونو په تیره بیا د امریکې یو ډیر مهم اوزار د ډله ایز ارتباط وسایل دي. رنګین انقلابونه دامریکې د مخالفو حکومتونو د پرزولو لپاره د رسنۍ له قدرته د ناوړه استفادې ځینې نمونې دي. په دې وصف سره د ایران اسلامي جمهوریت چې د امریکې  د سلطه غواړو سیاستونو او د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ مخالف او د ترنیواک او ستم لاندې خلکو ملاتړی دی، د لویدیځ د رسنیو ترټولو مهم هدف د هغه پرزول او یا یې لږترلږه د قدرت کمزورې کول دي. البته په ۱۹۷۹ میلادي کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پيل څخه د ایران د اسلامي جمهوریت او د دې هیواد د خلکو خلاف پراخ تبلیغات پيل شول خو په دې وروستیو پنځلسو کالو کښې دغه تبلیغات لا زیات شوي او غږمله شوې دي. څه باندې ۳۶۰ فارسي ژبې ټیلیویژني چینلونه هڅه کوي چې د ایرانیانو د ژوند د سټایل او دیني اعتقاداتو پر بدلولو سربیره، هغوي ته د خپل هیواد د حالاتو یوه تیاره او خرابه څیره وښايي. دغه چینلونه په مجازي فضا یا انټرنیټ کښې هم کار کوي او خپل پروګرامونه په ویب باندې وړاندې کوي. همداشان په انټرنیټ کښې د متن، انځور، غږ او فلم په شمول په ډول ډول طریقو د ایران خلاف پراخ تبلیغات موجود دي.

ویلې شو چې د یو هیواد خلاف په دومره پراخه پيمانه تبلیغات په نړۍ کښې بې مخینې دي. په تیرو کلونو کښې هرکله چې په ایران کښې ډیره وړه پيښه او ناقراري رامینځته شوې، د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفو فارسي ژبو چینلونو د هغو په هکله پراخ تبلیغات ترسره کړې دي او د اعتراضونو په ستر ښودلو سره یې هڅه کوله چې هغه بې لارې کړي او له دغو تجمعاتو څخه د خپلو ناروا مقاصدو په لړ کښې ګټه واخلي چې په ټولو هیوادونو کښې موجود دي.

*/*/*/*/*

د روان کال د وږي د میاشتې په پنځویشتمه (د ستمبر په ۱۶) د پولیسو په مرکز کښې د مهسا امیني په نامه یوې پيغلې جینۍ مړینه د ایران د خلکو د خفګان سبب وه. یوازې یو څو ساعته وروسته پردیو فارسي ژبې چینلونو بې له هیڅ ډول مدرک او دلیله، د هغې مړینه د پولیسو د تشدد له امله وبلله. ځینو خلکو چې په دغه خبر یې باور کړی و، په څو ښارونو کښې مظاهرې پیل کړې. که څه هم د پولیسو د مرکز کیمرو او هم داشان د متخصص ډاکټرانو دقیقو څیړنو وښودله چې د میرمن امیني مړینه د هغې د پخوانۍ ناروغۍ له امله وه او هغې ته هیڅ ډوله تاوان نه دی رسیدلې، خو مخالفو رسنیو په دغو حقایقو باندې په سترګو پټولو سره خپل ماموریت یعنې د حقایقو پټول، دروغ خورول او په ایران کښې ګډوډی جوړول تعقیبوه. په دغه بې مخینې تبلیغاتي یرغل کښې چې یوازې د یوې ایرانۍ ښاریزې د مړینې په وجه جوړ شوی و، د ډله ایز ارتباط ډول ډول وسایلو سره د ایران د اسلامي جمهوري نظام د پرزولو او یا یې د ایران د ټوټې کولو په لټه کښې وو او بیخي په غږمله توګه یې عمل کوه او یو بل ته یې کوریج ورکوه.

په دې منځومان کښې د انګلستان د حکومت بي، بي، سي فارسي چینل او «ایران انټرنیشنل» ټیلیویژني چینل چې د عربستان د حکومت په بودجې چلیږي او هم داشان «من و تو» چینل چې له انګلستانه خپریږي، اعتراضونو او تاوتریخوالو ته د ایران د خلکو په لمسولو کښې ستر لاس درلود. دغو چینلونو په دې موده کښې د رسندوي بې طرفۍ په اصل باندې هم بیخي سترګې پټې کړې او په خپلو ټولو امکاناتو او توان سره یې د ایران خلاف تبلیغاتي جنګ ترسره کړ. هغوي به په ایران کښې د مظاهرو په هکله د ناسمو او له مبالغې د ډکو خبرونو او رپورټونو په خپرولو سره هڅه کوله چې د ایران له ناقراره ښودلو نه علاوه خلک هم په سړکونو کښې راغونډیدو ته وهڅوي. له دغو راغونډیدنو څخه زرګونه انځورونه او ویډیوګانې وښودلې شوې چې زیاتره په کښې تکراري او کله کله په تیرو کلونو کښې په ځینو نورو هیوادونو کښې د شویو مظاهرو وې.  

*/*/*/*/*/*

دا رواني او نفسیاتي جنګ په مجازي فضا کښې په هم دغو طریقو او هم داشان هغو نورو امکاناتو سره چې په دغو رسنیو کښې موجود دي، په لازیات شدت سره تعقیبیده. په دغې فضا کښې د آزادۍ او د مسئولیت نه منلو په وجه د دروغ ویلو، پروپاګنډو او د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د راپارونکو او له تشدده د ډلو بدل شویو تصویرونو او فلمونو د خپریدو لمنه ډیره پراخه وه.

د ایران خلاف د شویو ټویټونو، کامنټونو، د جعلي شخصي اکاونټونو او د تولید شوې محتوا د سرچینې څارنه ښودنه کوي چې دا مواد په اسرائیلو، عربستان او په البانیا کښې د مجاهدینِ خلق په نامه ترهګرې ډلې په اډې کښې د ایران خلاف د سایبري فعالیت لپاره په جوړو شویو مرکزونو کښې برابریږي. د مثال په توګه څه موده مخکښې سي، این، این امریکايي چینل داده شو چې (څیړنې ښودنه کوي د مهسا امیني په نامه هیش ټیګ ۵۲ میلیون ټویټونه ترلاسه کړې دي. د شناندو په وینا په دغو کښې د ځینو ټویټونو څیړنه ښودنه کوي چې په کمپینونو کښې لاسوهنه شوې ده او دا د روباټونو کار ښکاري. شننې او څیړنې ښودنه کوي، کوم کسان چې په اعتراضاتو پورې اړونده هیش ټیګز ټویټ کوي، داسې زیاته اندازه نوي اکاونټونه دي چې د اعتراضاتو د پیلیدو له وخته جوړ شوې دي.

د مهسا امنیت د مړینې په پلامنه د ایران خلاف تبلیغاتي یرغل او ورپسې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ تور پورې کول په داسې حال کښې دي چې د ګڼو مستنداتو له مخې، ایراني میرمنو د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د زده کړې، روغتیا، ټولنیزو فعالیتونو، مدني آزادیو او انساني کرامت په شمول بیلابیلو برخو کښې د پام وړ وده کړې ده.

*/*/*/*/*

له بلې خوا دغه رسنۍ په لویدیځ کښې په تیره بیا په امریکا کښې د پولیسو په لاس د ډیرو ښځو په وژل کیدو سترګې پټوي. هم داشان د میرمن امیني له وفاته څو ورځې مخکښې چې د ایران له کُرد قام څخه وه، یوه بله کُرد میرمنې چې د یو بدماش له تیري سره مخامخ شوې وه، له کړکۍ څخه یې بهر ودانګل او مړه شوه خو د ښځو د حقوقو د دفاع مدعي رسنیو بیا هم دغه خبر ته هیڅ ډول حساسیت ونه ښوده. په دې منځومان کښې په افغانستان کښې په یوې ترهګرې چاودنې کښې تقریباً د ۲۵ زده کونکو جینکو وژلې هم د فارسي ژبو رسنیو پام ځانته وانه ړوه او یوازې یې د ایران خلاف خپلو تبلیغاتو باندې تمرکز وکړ. دا دوه ډوله او منافقانه دریځونه ښودنه کوي چې د ښځو له حقوقو دفاع یوازې د دغو رسنیو او د هغو د حکومتونو لپاره د ایران له جمهوري اسلامي نظام سره د مقابلې یوه پلمه ده.

د مهسا امیني له مړینې څو ورځې وروسته کله چې معلومه شوه چې پردۍ رسنۍ په دې پلمه په ایران کښې د ناقراریو او شخړو د رامینځته کولو او حتی د دې هیواد د ټوټې کولو په لټه کښې دي نو ځینو خلکو چې په تجمعاتو کښې یې ګډون کړی و، په هوښیارۍ سره یې د اعتراضاتو له جاري ساتلو ډډه وکړه. خو دغو رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت د څیرې د خرابولو او د اعتراض دوام ته د خلکو د هڅولو لپاره هم په ټیلیویژن او هم په انټرنیټ کښې په پراخه پيمانه جعلي خبرونه، انځورونه او ویډیوګانې خپرولې. د هغوي یو چل، د څو هغو جینکو د وژل کیدو په هکله بیخي د دروغو خبرونو خپرول وو چې ځینې په کښې ژوندۍ وې او ځینې نورې د خودکشۍ یا ناروغیو په وجه مړې شوې وې.

*/*/*/*/*/

په عین حال کښې خلکو د دغو دروغو خبرونو هرکلی ونه کړ. کومه لوبه چې په ایران کښې روانه وه، د یوشمیر کسانو له خوا د تیت پرکو او وړو بلواؤ مشري وه چې له مخکښې نه روزل شوي وو او سخت قهرجن او تشدد کونکي وو او عامه او شخصي اموالو ته یې تاوان رسوه. هغوي پر سړو وسلو سربیره کله ناکله ګرمې وسلې هم درلودلې. خو پردیو رسنیو او مجازي فضا د هغوي اجتماعات ډیر ستر او پراخ ښودل او د هغوي اقدامات یې د حکومت د زیږ چلند ځواب باله. په داسې حال کښې چې د ایران پولیسو له دغو کسانو سره ډیره ګزاره وکړه او یوازې هغه وخت به یې ورسره سخت چلند کوه چې د خلکو سر او مال به په خطر کښې و.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغو پيښو په اړه په خپلې دریځنیونې کښې، د پولیسو د قدرونې ترڅنګ د دغې دسیې په شنډولو کښې د خلکو رول هم مهم وباله او ویې فرمایل: د ایران ولس په دې پیښه کښې هم د نورو پیښو په شان بیخي پياوړی وځلیده او تل به د تیر په څیر په راتلونکو وختونو کښې هم، همداسې وي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه