د ایران دفاعي وړتیاوې
د سریر نومې هوافضادفاعي سسټم ځانګړنې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د ایران د دفاعي وړتیاؤ نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعي متخصصانو او ساینس پوهانو په همت او زیار سره په دفاعي او مخه نیونکي ډګر کې پرمختګونه هماغه راز مخ په پراختیا او پياوړتیا دي.په دنیا کې نن سبا هدایتونکي بې پیلوټه الوتکې یا مرغئ (ډرونز) په مختلفو ډګرونو کې ډیرې زیاتې کارول کیږي..
پوځي ډرونز هم مختلف ډولونه لري،چې په هغو کې په مځکینو او یا هوائي ټارګټونو باندې دحملو په امکان سره یرغلیزډرونز، جاسوسی او نقشې جوړونکي ډرونز یا بې پيلوټه الوتکې او همداراز لوجسټیکي او پشتیباني کونکي ډرونز ته اشاره کولی شو.د یرغلیزو ډرونز یا بې پيلوټه الوتکو په لیکه کې د هوافضا مخه نیونکو ځانګړو ډرونز ته هم اشاره کولی شو چې د دشمن د په هوا کې الوت کونکو هدفونو د له مینځه وړلو ماموریّت په غاړه لري. په کلی توګه د هوائي ډګرونو (air base) د حملو په وړاندې هوائي دفاع د جنګ په صحنې کې د برلاسي یو تر ټولو مهم عامل کیدلی شي.ځکه چې د مځکني او هوائي ځواک پشمول جنګي ځواکونه د هوائي دفاع چترئ لاندې د عملیاتي اقداماتو وړتیاوې لري او په همدې دلیل ده چې د پوځي عملیاتو پلانونکي هوائي برلاسی،که څه هم نسبي ولې نه وي،ضروري ګڼي.په ایران کې په تیرو کلونو کې،د هوائي مخه نیونکي او ډرونز الوتکو دوو حوزو ته خاص پام شوی دی چې دا چاره د ډول ډول مرغانو او ډرونز دپلانونې او جوړونې سبب شوي دي. یوه هغه مشترکه حوزه چې د ډرونز او هوافضا دفاعی سسټمونو ترمینځ تعریف شوې،د هوائي مخه نیونکو عملیاتو د اجرا په خاطر له مخه نیونکو ډرونز څخه استفاده ده چې له هوا په هوا کې د ویشتونکو توغندیو باندې سنبال او خودکش ډوله ډرونز،تردې دمه یو شمیر ډولونه په ایران کې جوړ شوي دي. سریز ډرونز(ایچ 110)له هوا په هوا کې په ویشتونکوتوغندیو دسنبال هوافضا دفاعي ډرونز دجوړولو په زمینې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوافضا ځواک لومړنۍ تجروبه ده.

سریز ډرون (ایچ 110) د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دخاتم الانبیاء دهوا فضا دفاعي غونډ پلان او جوړ شوی یو ډول ډرون دی چې د ۱۳۹۲لمریز کال د حمل یا وري د میاشتې په ۲۹نیټه د پوځ د ورځې په پریډ کې ئې مخ کتنه شوې ده او دا د پوځي د هوافضادفاعي سسټم لومړنی ډرون یادیدلی شي. د خاتم الانبیاء هوا فضا دفاعي سسټمونو دغونډ د وخت قوماندان سردار فرزاد اسماعيلي د سریر ډرون په باب پخپلو څرګندونو کې ووئيل، دغه ډرون یا بې پيلوټه الوتکه له راډاره تښتیدونکي یا له راډاره پټيدونکي مرغئ ده او نه کشف کیږي او ډیر لوړ الوت کوي اوتر ډیر وخت پورې کارندوالی لري .اسماعیلی ټينګار کړی،سریر ډروند کیمرې نصب او وړلو او له هوا په هواکې ویشتونکي توغندي دسنبالتیا وړتیا لري،یعنی هغه مهال چې دغه الوتکه مثلا د لویديځ په لور الوت کوي،د یوه بل انجن په کارولو سره چې د هغه په مقابل کې دی،لاره ئې بدلولی او د ختیځ په لور حرکت کولی شي.اسماعیلی همداراز د پټيدا او چټکتیا د درلودلو وړتیا، د سریر ډرون ځیني ځانګړنې وبللې او وې وئيل، دغه ډرون الوتکه د خوښې وړ موخو په ضد په کشفونې او استفادې کې او هم ددښمن د مورچلو د تصویرونو او فلمونو په جوړونې کې لوړ ه توانمني لري . هغه ددې خبرې په کولو سره چې ؛سریر؛د درستو ماموریتونو لپاره یوه یوه الوتکه ده ، ووئيل،ددې توغندوي سسټم هم د همدغه غونډ پلان شوی دی او د داخلی متخصصانو په لاس جوړه شوې ده. هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه ډرون د هوافضا دفاعي سسټم یوه پټه لایه یا تِهۀ (Layer) جوړوي په دې کې د استفادې وړ توغندیو ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي، دغه توغندي د یرغلیزو ډرونز پشمول له ډيرو ټارګټونو سره د ښکیلیدا وړتیا سریر ډرون ته ورکوي.
دوستانو باید پوهه شئ چې سریر ډرون د باډئ اوږدوالی کابو اوه میټره، د ورزر اندازه ئې نهه میټره او لوړوالئ ئې له دوو میټرو کم دی او په دوامدار ډول له اتو تر دولسو ساعتونو پورې له درې نیم زرو رانیولې تر پنځه نیم زرو میټرو پورې الوتک کولی شي.د هغې ټولګې اندازه چې دغه ډرون ئې د وړلو توانمني لري ، په کابو سل کلوګرامه اټکل کیږي. له راډاره پټيدا، لوړ ا لوت،زیات کارندوالی ، د کیمرې او وسلو ګرځول،د لازیات الوت کولو وړتیا او دغه راز د سوارلئ وړونکو الوتکو څخه لا لوړ لوت کونې وړتیا ددغه ډرون نوره وړتیاوې دي. دغه مرغئ یا بې پيلوټه الوتکه د نظر وړ ټارګټونو په ضد په کشفونې او استفادې کې او دغه راز ددښمن د مورچلو او مرکزونو څخه په فلم او انځورونو جوړونې کې له لوړې توانمنۍ برخمنه ده.

سریر ډرون د ملَخ(Locust) او پيسټن (piston) دوه انجنې لري چې یو انجن ئې په مخکینۍ برخې کې او دوهم انجن ئې هم دباډئ په وروستۍ برخې لګیدلی وي او له دې نظره ، لومړنئ او په عین حال کې د ایران یوازنی پوځي ډرون دی چې له دوو پيسټنو برخمن انجنونه لری.. په دغه ډرون کې په مخکینۍ برخې کې کاږونکی مخلی پیسټني انجن او په وروستۍ برخې کې ئې هم پریشر زیاتونکی انجن دی .له دوو انجنونو څخه د استفادې اصلي امتیاز د ډرون د ډ اډمنې وړتیا زیاتول ، د سپیډ زیاتول، د الوت د وخت زیاتول او ډير زیات سپيډ سره پورته کیدل او د وړلو د بار اندازه ده . او په زیات احتمال سره په دغه ډرون کې ددوو انجنونو څخه استفاده هم د ورزرو لاندې د وو توغندیو د وړلو لازم ځواک برابرول دي.البته د نورو ډرونز په نسبت په دغه ډرون کې د دوو انجنونو شتون له امله ئې د سونکو مصرف هم زیات دی .

سریر ډرون له هوائي ټارګټونو سره دمقابلې لپاره له هوا په هوا کې د ویشتو نکو دوو توغندیو لپاره دوه ځانګړي ځایونه لري . له هوائي موخو سره د مقابلې لپاره په دغه ډرون کې استفاده شوی توغندی،په حقیقت کې هماغه میثاق -1 ډوله توغندی دی چې له مټ څخه ویشتل کیږي او د تودوخې د لټون له سسټم(Thermal search system) څخه برخمن دی.کله چې دغه ډرون د ۱۳۹۲لمریز کال د وري یا حمل د میاشتې په ۲۹نیټه دپوځ د ملی ورځې په پریډ کې نندارې ته وړاندې شو، یوه هغه وسله چې د هغه له ورزرو لاندې برخه ئې لیدل کیږی د میثاق-1ډوله او له مټ څخه ویشتونکی توغندی ؤ. دغه توغندی یو اعشاریه شپږ میټره اوږدوالي سره له مځکې څخه دتوغونې په وخت کې له پنځه سوه میټرو رانیولې تر پنځو کلومیټرو پورې ،د الوت په وخت تر څلور کلومیټرو پورې او د غږ په مقابل کې د دوو برابره سپید لري.(یعني په متوسطې لوړتیا کې په هرې ثانیې کې تر کابو شپږ سوه میټره پورې واټن وهي)چې په یوه ډرون کې په نصبیدا او توغونې سره به ئې د کړچار وړتیاوې زیاتې شي.ددغه توغندي د شیشت واټن اود ارتفاع اندازې ته په پام سره ، که له مټ څخه د ویشتو په عمل کې که دغه واټن د یوه هوائي ډګر (ائيربیس) په شیشت کې د راوستو لپاره په نظر کې ونیسو ، نو د سریر ډرون لپاره له هوائي موخو سره دمقابلې لپاره ښه پوځي وړتیا برابروي.
خوږودوستانو د ایران ددفاعي وړتیاؤ د لړۍ د نننی مطلب وخت هم همدومره ؤنو له دې مخکې چې دبل مطلب پورې درنه اجازت وغواړو ،بایدووایو چې تاسو زمونږ دانټرنیټي ویب پاڼې ایډریس هم درسره نوټ کړئ، PARSTODAY.IR/PS پخپله ئې هم درسره نوټ کړئ او له خپلو ملګرو او خپلوانو سره ئې هم شریک کړئ ،تاسو زمونږ په دغه ویب پاڼې باندې د سیمې او نړۍ تازه او وروستي خبرونه ،تبصرې ،راپورونه،مرکې ،ډول ډول روغتیائي ،سپورټي ،اقتصادي، ټولنیز او دیني او سیلناک مطلبونه او خبرونه لیدلی او آوریدلی شئو همداراز په دغه ویب پاڼې باندې د خپلې خوښې او دتاسو په ډول ډول لیکنو او شعرونو ،پیغامونو او غږیزو شعرونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ،نو تر بل مطلب پورې سرلوړي او خوشاله اوسئ.
(سیماب)
***********************************************