د پاکستان چارواکو د ایران ملت او حکومت ته مبارکي ورکړه
(last modified Sat, 11 Feb 2023 10:25:59 GMT )
Feb 11, 2023 14:55 Asia/Kabul
  • د پاکستان چارواکو د ایران ملت او حکومت ته مبارکي ورکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان خارجه وزیر، د مشرانو جرګې مشر او د خارجه وزارت ویاندې په جلا جلا پیغامونو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د ایران ملت او حکومت ته مبارکي وویله.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري نن د ایران ملت او حکومت ته د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په مبارکۍ ویلو سره په بیلا بیلو برخو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د  مشرانو جرګې مشر محمد صادق سنجراني هم د ایران خلکو او چارواکو ته د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د مبارکۍ په ویلو سره وویل د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزه یوه ډیره تاریخي او اهمیت لرونکي ورځ ده مونږ د دغه سترې پیښې په مناسبت د خپل دوست هیواد ایران ملت او چارواکو ته مبارکي وایو.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهرا هم د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په هکله مبارکي وویله.

دغه راز د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ، د کویت امیر نواف الاحمد الجابر الصباح ، د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان او د اماراتو د حکومت نائب رئیس او د دوبۍ واکمن شیخ حمد راشد ال مکتوم هم په جلا جلا پیغامونو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته مبارکي وویله.

د ګرجستان د کروشیا د بلغاریه د هندوستان د رومانیا د وینزویلا د افغانستان د الجرایز د ارمنستان د قیرغیزستان او د کیوبا خارجه وزیرانو د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د اسلامي اقنلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت مبارکي وویله،

 

ټیګونه