داسیا په ختیځ کې د ایران محبوبیت
د یوه زبرځواک له درلودلو پرته د نړۍ د نوی نظم بڼه غوره کولو ته هیله او د امریکا د برلاسی توب ګډوډیدا د هیوادونو ګروهنه دغه لور ته ورکش ویلی ده او د اسیا په چورلیز د نړۍ اقتصادی راتلونکی ته هیله منه کړی ده .
په وروستیوکلونوکې د اسیا په ختیځ کې د ایران د سیمه ایزموقعیت په پیاوړتیا سره دغې مسلې ته د پوهنکورونو پام زیات شوی دی . دلته د څو سیمه ایزو او نړیوالو پوهنکور ونو لیدتوګې جاجوو.
له ډیموکراسیو د دفاع پوهنکور چی د ایراني ضد کړچارونو د غوره کولو په زمینه کې مشهور دی ، په نهایت کې ونه توانیده چین ته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي د وروستی سفر په سیاسی او اقتصادي پایلو سترګې پټې کړې شی او اعتراف یې وکړ دغه لوړ رتبه کتنې نه یوازې د چین او ایران ترمینځ سیاسی ، اقتصادی او امنیتی ملګرتیاو پراختیا ته د ګروهنې ښودنه کوی بلکې د پیکنګ له لوری د هڅې په توګه لیدل کیږی تر څو د فارس خلیج له نورو هیوادونو سره د چین د اړیکو په وړاندی انډول سیاست تعقیب کړی چی په ټول کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ممتاز سیمه ایز موقعیت او د اسیا په ختیځ کې د نفوذ د زیاتیدا ښودنه کوی .
د نیشنل اینټرسټ څیړنیز مرکز هم د اړیکو د پراختیا لپاره د اسلامی ایران او چین هلوځلو ته پام کړی دی او په دې باور دی چی د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې د ایران او چین ترمینځ د جامع ستراتیجیک مشارکت موافقې لاسلیک کیدا د سیمه ایزې غږملتیا د ستنو د پیاوړتیا لپاره اوچت ګام دی چی د ۲۰۱۶ میلادی کال په جنورۍ کې تهران ته د چین د ولسمشر شی جین پینګ په سفر کې له لومړنۍ موافقې وروسته لاسلیک شو . دغه امریکایی څیړنیزمرکز د زیات نږدې کیدا لپاره د چین او ایران د انګیزو په اړه په دې باور دی چی ایران او چین داسې ارزښتونه لري چی هغو یوه بل سره نږدې کوي . دواړه هیوادونه لویدیځه ډیموکراسي غیر ځای ، تیری ګر او تاوان رسونکی مفهوم بولی . د ایران او فارس خلیج عربی هیوادونو په شان هیوادونو ته د چین د پراختیا بیلګه د سیاسی او بشری حقوقوپه شان له سرخوږیو پرته وړاندی کیږی .
د امام صادق ع پوهنتون د اقتصادی ډیپلوماسۍ د پوهنکور کارپیژاندی یاسر احمدی بنی په یوه تحلیلی یادښت کې د اسیا په ختیځ کې د ایران د موقعیت ، ځای او محبوبیت په اړه لیکی د بهرنیو اړیکو او د هیوادونو اقتصادي تعاملات نن سبا په یوه ډیره مهمه چاره بدل شوي دی او هیوادونه د نړۍ له اقتصادی قدرتونو سره په ملګرتیا پسې د خپلې زیاتیدونکی پراختیا په لړ کې دي . په مختلفو اقتصادی ، سیاسي او پوځی زمینو کې د نړۍ د یوه قدرت په توګه د چین په بدلیدو سره له مخکې دغه هیواد سره د ملګرتیاو لپاره د هیوادونو پام زیات کړی دی . د یوه زبرځواک له درلودلو پرته د نړۍ د نوی نظم بڼه غوره کولو ته هیله او د امریکا د برلاسی توب ګډوډیدا د هیوادونو ګروهنه دغه لور ته ورکش ویلی ده او د اسیا په چورلیز د نړۍ اقتصادی راتلونکی ته هیله منه کړی ده .
د جاپان د ساساکاوا د سولې فاونډیشن او د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او سیاسی مطالعاتو دفتر دوه پوهنکورونه د غوړیدا او بلوغ دې حد ته رسیدلی دي چی خپلې غونډې د لوړرتبه جاپانی څیړاندو په شتون سره د ایران په کلتوری او اجتماعی مسایلو په زمینه کې ترسره کوی چی په دې مینځ و میان کې د میرمنو ایران پیژاندو او استادانو رول ډیر مهم دی . د دغو استادانو په سر کې میرمن امیکو اوکادا راځی چی د دغې حوزه له مخکښانو ده او د میرمن ایانو ساساکی او میرمن بوکوفوجیموتو په شان ځوانې میرمنې هم پکې شاملې دي چی د سعدی ،نظامی ، خیام او فردوسی نیولی تر د جمالزاده او جلال ال احمد په شا ن د اوسنیو لیکوالانو اثار یې په جاپانی ژبه ژباړلی دي . د ایران او جاپان اړیکی څه د پاسه زر کلونه زاړې دي او دهغو انساني تعاملات تل د وریښمو لارې په وسیله ټینګ دی . په همدې دلیل ده چی دواړو ملتونو ترمینځ کلتوری نږدې والی ډیر زیات دي . د اسیا د لویدیځ او ختیځ په دو پایو کې د ایران او جاپان له راتلو سره سره په دواړو ملتونو کې ختیځ اصیلی کلتور موجود دی او دواړو لورو ترمینځ یې زیات اشتراکات رامینځته کړی دي . هغه کلتور چی د ختیځ هویت ، د کورنۍ د استحکام او اخلاقو حاکمیت د ساتلو لپاره هڅه یې له ځانګړنو دي .
د بهرنی سیاست او سولې مطالعاتو پاکستانی پوهنکور اجرایی مشر هم باوری دی ایران او د اسیا د ختیځ هیوادونه په تیره بیا چین د اړیکو د پراختیا اود یوه بل د اړتیاو د تامینولو لپاره هیڅکله په لویدیځ پورې ندی تړلي . محمد اصف نور چین ته د اسلامی ایران د ولسمشر وروستې سفر د لویدیځ له کړچاره اویواړخیزه بایکاټونو لیرې د هراړخیزو اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا لپاره د دغو هم تړونه پیاوړو هیوادونو د ارادې ښودنه کوی او باوری دی ، دغه سفر د لویدیځو قدرتونو په تیره بیا امریکا لپاره د روښانه پیغام لرونکی دی چی تهران او پیکنګ د لویدیځ سیاسی او اقتصادی ملاتړونو باندې متکی ندي او د یوه بل په وسونو سره د ګډو ګټو د تامینولو اقدام کوی . پر دې سربیره په سیمه کې یو سیمه ایز بلاک د جوړیدا په حال کی دی . دغه چاره په تیره بیا د دنیا په چارو کې د یوه اصلی لوبغاړی او د سیمه ایز نفوذ لپاره د امریکا او چین زیاتیدونکی سیالۍ ته په پام سره ډیر مهم دی چی د چین په څنګ کې د ایران شتون ورته استحکام وربخښی .
د بلفر مرکز پوهنکور هم د اسلامی انقلاب د هدفونو په پرمختګ کې د اسلامی ایران د معظم لارښود په ستاینه کې باوری دی لویدیځوال په ناسمه توګه د ایران مشرۍ د ایټمی مزاکراتو پر سر خنډ بولی ، په داسې حال کی چی واقعیت د دې په اپوټه دی او د ایران معظم لارښود د ایټمی موضوع د ډیپلوماټیک اواری غوښتونکی او البته د ایران د اسلامی جمهوریت له ګټوسره موافق دی . د بلفر مرکز د پوهنګو شناندی په دې باور دی چی په لویدیځ کې عمومی تصور دا دی چی د ایران معظم لارښود به د تړون د نهایی کیدا پر سر خنډ وی خو دغه ادعا او تصور ناسم او واقعیت په اپوټه ده . له ډیرو اړخونو د ایران د رهبرۍ ستر مقام ډیر مینځ لارې او ایټمی موضوع سره اړونده داخلی مباحثو کې په څو قطبی کړچار باور لری . هغو بیا بیا اعلان کړی دی د ایټمی مزاکراتو له ټیم هراړخیزه نلاتړ کوی او له دې سره په یووخت یې جوته کړی ده چی دغه کسان باید له مقابل لوری دومره تمه ونلرلې شي .
د بهرنی سیاست او سولې مطالعاتو پاکستانی پوهنکور مشر د ایران اسلامی انقلاب د نړیوالو په تیره بیا اسیایی هیوادونو لپاره د الهام سرچینه بولی او ټینګار کوی دغه انقلاب یو ځای حرکت او له بهرنی ملاتړ پرته وو چی د مبارزې او مقاومت له لارې د خپلو ایدیالونو او هدفونو ته د رسیدا لپاره د نړۍ د نورو ملتونو لپاره د لارې نقشه وټاکله . میرمن فرحت اصف ایران د پاکستان ورور . بهترین ګاونډې او د یاران اسلامی انقلاب اوایرانې ملت هم د درستو پاکستانی ولس د درناوی وړ وباله او ټینګار یې وکړ د ایران اسلامی انقلاب وښودله چی ملتونه څرنګه په مقاومت او مبارزې سره خپلو هدفونو ته رسیدلی شي ، هماغه ډول چی د ایران خلک وتوانیدل دغه داخلی حرکت اود بهر له مرستې پرته انقلاب بریالی کړو . د ستراتیجیکو مطالعاتو دغه څیړاندی زیاته کړه د انقلاب د هدفونو تحقق او یا په هیوادونو کې د ولسی پاڅون له لارې هرډول بدلون اسانه کار ندی ، خو د ایران اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته او له دغې مهمې تاریخی پیښې د ۴۴ کلونو په تیریدا سره هماغه راز د ټولو استعماری ضد حرکتونو مخکښ دی .
په پای کې د تاسو پام په سیمه په تیره بیا د اسیا په ختیځ کې د اسلامی ایران د بریالیتوب ، محبوبیت علتونو ته راګرځوم چی د اټلانټیک شورا ورته پام کړی دی . دغه پوهنکور پینځه عوامل د ایران د سیمه ایزو نفوذ دپراختیا لپاره مهم بولي او ټینګار کوی هغه څه چی د دغه نفوذ د پراختیا سبب شوی دی نه برجاک بلکی د عراق تپلی جنګ او اسلامی ویښتیا ته ذ تهران متناسب غبرګون دی . د اسیا په مختلفو سیمو کې د سپینې ماڼۍمخې ته د یوه ستر چیلنج په توګه د ایران د سیمکه ایز نفوذ پراختیا د امریکایی پوهنکورونو د ډیرو راپورونو موضوع ده . څه له ایټمی موافقې سملاسی وروسته ، هغه وخت چی لویدیځوالو ویل د ایران ایټمی پروګرام نور دنیا لپاره کوم ګواښ ندې ، او څه هغه وخت چی له ایټمی موافقې د امریکا د و تلو موضوع زیاته جدی شوه ، د تهران د سیمه ایزې ستراتیجۍ مسله هیڅکله د امریکایی کارپیژاندو له میزه پورته نکړی شوه . د اټلانتیک شورا د راپور لیکوال باوری دی پینځه عامل کلتوری او زوړ میراث ، شیعی اسلام ، له امپرالیزم سره مبارزه ، منسجم داخلی سیاستونه او د ولسی حاکمیت او امنیت مذبوتې او پیاوړی ستنې د ایران د سیمه ایز رول په پیاوړتیا کې اغیزمن دي .
پای