Jun 03, 2023 11:13 Asia/Kabul
  • په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراټیجکې لاسته راوړنې-۲

د اسلامي انقلاب د د بدلانه یو پیچومی د هغه د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) له وفات وروسته د انقلاب د مشرۍ لپاره د یو صالح ځاې ناستي ټاکل وو

. دوستانو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې د انقلاب د مشرتابه او رهبر دسټراټیجک مدیریت ځیني موارد مطرح شول او په دې ننني پروګرام کښې هم په ۳۴ کلونو کې د رهبرۍ ستراټیجکې لاسته راوړنې څیړل کیږي نو هیله ده چې دا لیکنه تر پاې ولولئ او خوښه مو شي.

په سر کښې (له کورنیو ټولنیزو سیاسي کړکیچونو تیریدل) څیړو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کړکیچ د رامینځته کیدو په وخت د حضرت امام خمیني(رح) د سیاسي سلوک په شان وړومبی د اطلاع رسونې او بیان په لړ کښې هڅه کوله او د خلکو د پوهاوي له لارې به یې هغوي موعظې ته وربلل او بیا به یې خبرداری ورکوه او په اخر کښې به یې په پریکنده توګه چلند کوه. د ۸۸ کال د فتنې له خاوندانو سره په سلوک کښې د دوي سیاسي چلند، د قانون خیال ساتل او په هغه کال د فتنه پالو غیرقانوني غوشتنې ته غاړه نه ایښودل او هم له بلواګرو څخه د خلکو د لیکې بیلول او داسې نور کارونه، له سیاسي شخړو او ننګونو د هیواد په اړولو کښې د دوي د سیاسي سلوک ځینې نمونې دي.

د اسلامي جمهوري نظام د ړنګولو لپاره د د دښمن د هلوځلو یو پړاؤ، په ۱۳۷۸ کال کښې د فتنې جوړول وو. د هغه کال د چنګاښ د میاشتې په فتنه کښې دښمن یوه سناریو په څو مرحلو کښې اجرا کړه چې د نظام خلاف د رواني او نفسیاتي نړیوال جنګ د شبکې جوړول، انقلابي(امنیتي او قضايي) ارګانونو ته د تاوان رسولو هڅه او په ایران کښې د جاسوسي شبکو پیاوړې کول، د یادې سناریو پړاونه وو. له دغو ټولو پروګرامونو او پلانونو سره سره، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په سپیناویو او د خلکو په بصیرت سره د چنګاښ د اتلسمې نیټې بلواوې کنټرول شوې او د دښمنانو دسیسې ماتې وخوړله. غلیمانو هڅه درلوده چې د خلکو ترمینځ د کورنۍ نښتې په جوړولو او د دوه قطبي فضا په انځورولو سره، داسې حالات جوړ کړي چې په ټولنه کښې یو ستر درز او اختلاف رامینځته شي، خو د معظم رهبر پر وخت څرګندونو د هغوي پلانونه شنډ کړل. د انقلاب د معظم رهبر د پيغام له صادریدو وروسته، خلکو د چنګاښ په ۲۳ نیټه په ټول ایران کښې په یوې سترې اجتماع سره، د نظام په ملاتړ کښې میدان ته راودانګل او د چنګاښ د اتلسمې د دسیسې د ماتې لامل شول.

د انقلاب د معظم رهبر له خوا د بحران په مدیریت کښې نوی پړاؤ، د ۱۳۹۶ کال د مظاهرو او اعتراضونو بڼه نیول وو چې د دغه کال د مرغومي د میاشتې له اوومې نیټې څخه له مشهده شروع شول او نورو ښارونو ته هم ورسیدل. په ټولنیزو شبکو کښې په دغو مظاهرو کښې د ګډون بلنه، اول دګرانۍ خلاف شعار سره پیل شوه او اعتراض، د وخت د حکومت په سیاستونو باندې و. دغه اعتراضونه زیاترپه نامناسب اقتصادي حالت او د خلکو په معیشتي ستونزو باندې وو خو ناڅاپه ماجرا بدله شوه او کومو شعارونو چې وړومبې اقتصادي رنګ درلود، د دښمنانو او انقلاب ضده عناصرو د ناوړه استقادې په وجه، د هیواد په څو سیمو کښې په تیت پرکو بلواؤ بدل شول. دا ځل هم خلکو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په روښانوونکو لارښوونو سره د ناقراریو له پیلیدو اووه ورځې وروسته یعنې د مرغومي په دیارلسمه نیټه په مختلفو ښارونو کښې لاریونونه پیل کړل او د هغه کال فتنه هم غلې شوه.       

د ۱۴۰۱ کال د وږي په میاشت کښې هم د یوې ځوانې جینۍ د مړینې په پلمه په ایران کښې کابو سل ورځنۍ بلواوې رامینځته شوې. چې د لویدیځو هیوادونو او امریکایانو په هراړخیز ملاتړ سره ترسره شوې. په دغه پړاؤ کښې د اسلامي انقلاب دښمنانو چې په خپلو تیرو سټراټیجیو کښې یې د ایران له ولس نه ډیرې ماتې خوړلې وې، د غلیمانه کړنلارې په بدلولو سره، له سختو اقداماتو څخه نرمو او ترکیبي اقداماتو ته مخه کړه، په دې وجه یې د یوې مصنوعي، خیالي او غیرحقیقي نارضایتۍ په جوړولو او پیاوړې کولو سره، «سړک» د علاج د لارې په توګه معرفي کړی و خو په دې پړاؤ کښې هم د معظم رهبر په وینا او د بلواؤ د حقیقت په بیانولو او هم د خلکو په هوښیارۍ، بصیرت او شتون سره، دغې فتنې شکست وخوړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي قدرت لوړتیا

په مختلفو پړاونو کښې نښتو او او کړکیچ ته د هیواد د لویدو له مخنیوي سره سم، د هیواد د دفاعي توانمندۍ بحث، یو داسې مهم کار دی چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په تابیاؤ سره ترسره شوی او دا تدابیر د هیواد د دفاعي قدرت لامل شوي دي.

د انقلاب له بریا وروسته په داسې حال کښې چې ځیني په دې باور وو چې د توغندویو دوران پاې ته رسیدلی دی(البته په دې سټراټیجۍ کښې یوازې توغندی په نظر کښې نه و بلکې د هیواد ټول دفاعي قدرت په پام کښې و)، د انقلاب معظم رهبر په حقیقت پسندانه لید او ایران ته د پيښو ګواښونو په نظر کښې نیولو سره، د دقاعي قدرت پیاوړتیا د هیواد یو وړومبیتوب وګرځوه. نن سبا د دوي د حکمیمانه تابیاو په سیوري کښې د ایران وسله وال ځواکونه د سیمې او حتی د نړۍ په سویه په ډیرو پياوړو ځواکونو کښې راځي. د توغندیو، هوافضا، سپوږمکۍ، ډرونز او سمندري برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي توان د انقلاب د معظم رهبر په تابیاؤ سره عملي شوی دی او نن سبا د سیمې او له سیمې بهر هیڅ قدرت د دې اسلامې وطن په خاورې او اوبو باندې د تیري جرأت نه لري.

د اسلامي انقلاب له بریالیتوب مخکښې پهلوي رژیم له لویدیځ په تیره بیا امریکې څخه د ډول ډول وسلو په اخیستو سره د ایران د پوځي ځواک د پياوړې کولو هڅه کوله خو په حقیقت کښې لویدیځوالو په ایران باندې په څو چنده قیمت د خپلو ډول ډول وسلو په خرڅولو سره د دې ولس د زیرمو د لوټلو نیت درلود او له بلې خو یې ایران د وسلو په یو ګودام بدل کړی و. دا هیواد د اسلامي انقلاب له بریابیتوب وروسته په سیمه کښې په یو لوې پوځي قدرت بدل شو او دا ستره لاسته راوړنه د انقلاب د معظم رهبر د تابیاؤ په سیوري کښې او له پراخو بندیزونو سره سره، په کورنیو توانمنیو باندې په تکیې سره ترلاسه شوې ده.

د اسلامي انقلاب له بریا وروسته ایران په پوځي برخه کښې د خپلواکۍ له نظره داسې حد ته ورسید چې له بندیزونو سره سره، په هیڅ هیواد پورې پوځي پیئلتیا نه لري او پوځي توان یې د قدرت اصلي برخه ده. د ایران پوځي برخه له نورو برخو مخکښې د لویدیځو قدرتونو له بندیزونو سره مخامخ شوه او هغوي ایران ته د هر ډول وسلو او پوځي پوهې له ورکولو ډده وکړه خو ترټولو زیات پرمختګونه هم، په هم دې برخه کښې شوي دي. نن سبا ډول ډول سپکې او درنې، سمارټ او دفاعي وسلې، توغندي، بې پایلټه الوتکې او داسې نور، په ایران کښې دننه او د ایران د پوځي ماهرانو له خوا جوړیږي. د څه باندې ۲۰۰۰ کیلومیټره واټن سره د ډول ډول کروز توغندیو جوړول، د پوځ تر ځمکې لاندې ډرونز اډې مخکتنه، د هوايي ځواک د «عقاب 44» انډرګراونډ اډې کتنه او هم د ځمکې چاپیره د څه باندې ۶۵ زره کیلومیټره سمندري سفر وروسته د ایران په جوړې دنا جنګي کشتۍ او په مکران نومې لوې بیړۍ سره د پوځ د شپږ اتیایم سکوارډن ویاړمنه ستنیدنه او داسې نورې بریاوې د ځايي پوهې په بنیاد جوړو تجهیزاتو او ټیکنالوجیو ته د پوځ د لاسرسۍ بیلګې دي.

پس له ۴۴ کلونو د ایران اسلامي جمهوریت اوس نه یوازې وسلې واردوي نه بلکې صادروي یې. په داسې حال کښې چې په لویدیځې آسیا کښې د ایران مهم سیالان په نړۍ کښې د وسلو ترټولو ستر واردوونکي دي. نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت په تیره بیا د دفاعي-پوځي خپلواکۍ په سیوري کښې په لویدیځې آسیا کښې په یو ستر قدرت بدل شوی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت له سیمه ایز قدرت او نفوذه انکار نه شي کیدې او ایران د مذاکراتو په ټولو سیمه ایزو میزونو باندې شتون لري چې یوه وجه یې په هیڅ قهرني قدرت پورې له پیئلتیا پرته پوځي خپلواکي او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع توان دی.

د سیمه ایز نفوذ او قدرت پیاوړتیا

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د مشرۍ په برکت په سیمه ایز اړخ کښې د اسلامي انقلاب یوه بله بریا په سیمه ایز نظم او آرایش کښې بدلون و. ایران د اسلامي انقلاب نه په مخکښې پړاؤ کښې خپلواک امنیتي او دفاعي سیاست نه درلود او د یو تابع هیواد په توګه یې په نړیوالو اړیکو باندې واکمن دوه قطبي نظام کښې د امریکې په چورلیزتوب سره د لویدیځ بلاک د قدرت په قلمرو کښې یې عمل کوه. د ایران پوځ د هغه رول په وجه چې امریکایانو «د فارس خلیج سیمې د تاڼې دار» په توګه د ایران لپاره د دوه ستوني سیاست تر عنوان لاندې تعریف کړی و، په بشپړه توګه د امریکې تر کنټرول لاندې و. ایران به له اسلامي انقلاب مخکښې، په سیمه د لویدیځ د ګټو د تامینولو په لړ کښې، د پخواني شوروي په مقابله کښې او د استکبار د ګټو په لړ کښې رول لوبونه او په هم دې وجه پهلوي رژیم، په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم سټراټیجک انډیوال و، خو د اسلامي انقلاب په بریالیتوب او د اسلامي انقلاب د حکیم رهبر په تابیاو سره، په وروستۍ یوې لسیزې کښې د هیواد په سترو دفاعي او سیمه ایزو سیاستونو کښې بنیادي بدلونونه رامینځته شول چې ځینې لاسته راوړنې یې په دا ډول دي:

الف- په بر سیمه ایز قدرت باندې د ایران د سیمه ایز موقعیت بدلیدل:

له اسلامي انقلاب نه مخکښې، ایران د نکسون د دوه ستوني ډکټرین په بنیاد په سیمه کښې د امریکې لاس پوڅی او تاڼیدار و چې یوازې د امریکې سیاستونه به یې اجرا کول او په لویدیځې آسیا کښې د امریکې دګټو ساتونکی و خو له اسلامي انقلاب نه وروسته، نن پس له څلورڅلویښتو کلونو د سیمې په غوره او اغیرشیندونکي هیواد بدل شوی دی او توانیدلی چې په سیمه کښې د قواؤ انډول د مقاومت د چورلیز په ګټه بدل کاندي.

ب- په سیمه کښې د سټراټیجۍ د تل ژورول:

د اسلامي انقلاب او د حضرت آیت ا... العظمي خامنه اي د مشرۍ په برکت، اسلامي جمهوري نظام اوس په سیمه ایز ډګر کښې له هر وخت نه زیات اقتدار او سټراټیجکه ژورتیا لري. په سیمه کښې د دیني ولسوالکه نظام د مثال وړاندې کول، په سیمه کښې د امنیتي او هویتي ستونزو د هواري لپاره د نړیوالې موافقې وړ مرجعیت لرل، د سیمه ایزو او له سیمې د وتلو لوبغاړو د قانع کولو لپاره د اغیزناک او د نرم قدرت لرونکې سټراټیجۍ لرل، له زور څخه کار نه اخیستل مګر د خان د روا وفاع په موخه او د انډیوالانو د قانع کولو قدرت، په نړیوال نظام کښې د قدرت په بلاک بندۍ کښې د بدلون د عامل په توګه د سیاسي اسلام د سټراټیجۍ رول، په سیمه کښې د اسلامي بیدارۍ په عملي کیدو کښې د مهم رول لوبول،د سیمې د مسلمانو ولسونو د هویت راژوندي کول او هم په نړیوالو مسائلو کښې د اغیزناک قطب په توګه داسلامي نړۍ مطرح کیدل په سیمه کښې د اسلامي انقلاب د سټراټیجک تل ځیني اړخونه دي.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه