Jun 15, 2023 12:56 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د ایران بشردوستانه مرستې (۲)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې له افغانستان سره د ایران بشردوستانه مرستو د (دویمي برخي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په تېره خپرونه کې مو تاسو عزیزانو ته، له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري مرستو ځینې برخې وړاندې کړې. په دې خپرونه کې د دغو مرستو یوه بله برخه تاسو ته وړاندې کوو.

د ایران د اسلامي جمهوریت یو له مهمو خدمتونو څخه، یو هم د دغه هېواد له خوا د هغو افغان کډوالو لپاره چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د رامنځته شویو پېښو له امله زیات شمېر یې کډوال شوي او په ایران کې میشت دي، د دغه هېواد د مختلفو خدمتونو وړاندې کول دي.

په دې برخه کې په ایران کې افغان کډوالو ته یو له مهمو خدمتونو څخه، د روغتیا، طبي، هوساینې او توانمنولو خدمتونه دي. د ایران د روغتیا وزارت او هوساینې(بهزیستي) ادارې په ایران کې مېشتو افغانانو ته په وړیا ډول بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت په سیمه کې د دوامدارې روغتیا په رامنځته کولو کې، د کډوالو او بهرنیو اتباعو لپاره د ایرانیانو په شان د روغتیایي خدمتونو په برابرولو باندې باور لري او په ځینو مواردو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا دغو ډلو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو  برابرول، د دوی د اصلي هېواد تر خدمتونو ډېر غوره دي.

د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۸ (۱۳۹۷)کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اعلان شویو لګښتونو له مخې، دغه هېواد څه باندې ۴۶۴ میلیارده تومان یوازې د بهرنیو معتبرو اتباعو او کډوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ځانګړي کړي او دغه رقم پر کډوالو لګول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې له دې ټولو لګښتونو سره، په ۲۰۱۸ کال کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دغو وګړو د روغتیا لپاره یوازې ۸ میلیارده تومان د ایران اسلامي جمهوریت ته ځانګړي کړل.

له بلې خوا، د ایران د سرې میاشتې ادارې د بشردوستانه عملیاتو او پروګرامونو د عمومي ریاست له لارې، د روغتیا او درملنې د خدمتونو د وړاندې کولو او د نیمروز، سرپل او کندهار په ښارونو کې د کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د ګرځنده طبي ټیمونو د استولو او د درملو او د مرستو رسول او افغانستان ته د خوراکي توکو لېږلو په برخو کې فعالیت کوي.

په دې توګه د ايران د سرې مياشتې ټولنې د اعلان شويو شمېرو له مخې، د ١٣٨٤ او ١٣٩٤ کلونو ترمنځ افغانستان ته د بشري مرستو رسولو ټولټال ٤٥٠ ټنه توکي او ارزښت يې يو ميليارد او اته سوه زره ډالره وو. همدارنګه، له ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۰ کلونو پورې چې په نړۍ کې د کرونا د ناروغۍ اوج وو، د ایران د روغتیايي مرستو یوه برخه له افغانستان سره د دغه ویروس د مخنیوي او په افغانستان کې د اخته کسانو د درملنې په چوکاټ کې افغانستان ته د درملو، ماسکونو او دکرونا تشخیصي کیټونو، د ضد عفوني درملو او روغتیايي تجهیزاتو په لېږلو سره دوام درلود، چې هغه مهال د افغانستان د خلکو او دولت لخوا ستایل شوی وو.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له نسکورېدو او په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له افغانستان سره د ایران بشري مرستې بندې نه شوې او دوام لري. په تېره بيا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له رامنځته کېدو سره، پر طالبانو د بنديزونو له امله له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې مرستې ډېرې کمې شوې او له همدې امله خوراکي، درملو او روغتيايي توکو ته د افغانانو اړتيا د پام وړ ډېره شوې ده.

په داسې حال کې چې د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون، نړیوالو سازمانونو په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله د پراخې قحطۍ او د بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی او اعلان یې کړی، چې میلیونونه کسان په دې هېواد کې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

په دې حالت او په داسې شرایطو کې، چې نړیوالې ټولنې پر دغه هېواد باندې د طالبانو د واکمنۍ د بیا پیلېدو په پلمه، له افغانستان سره مرستې بندې کړې، خو ایران د بشردوستانه او انساني لارو چارو پر بنسټ، د افغانستان له مظلومو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړی دی، د بېلګې په توګه؛ تېر کال تهران ته د طالبانو د حکومت د روغتیا د وزیر د سفر پر مهال، هوکړه شوې وه چې ایران به په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره یو روغتون جوړوي او همداراز ایران به د افغانستان د طبي مرکزونو په تجهیز کې پراخه همکاري کوي.

د څو پلونو رغول، د څو کیلومترو په اوږدوالي د سړکونو او ګڼو کلیوالي او ښاري سړکونو جوړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې همکاري، کلیو او ښارونو ته د برېښنا رسول، د برېښنا د لېږد د مزي او سټېشنونو جوړول، د توربینونو نصبول او په لاره اچول، د کابل ښار د برښنا د بیلونو صادرول او میکانیزم او په ایران کې د افغانستان د برښنا د تخنیکي کارکوونکو لپاره د روزنیزو کورسونو جوړول، د افغانستان د چاپېریال او څېړنو مرکز بیارغونه، د هوا پېژندنې د لسو مرکزونو سمبالول، په بېلابېلو ولایتونو کې د کانالونو بیارغونه او د اوبو د لېږد پروژې په اړه پلانونه، د نباتاتو د ساتنې او کرنې په اړه د روزنیزو کورسونو جوړول، د وترنرۍ پوستو جوړول، د افغانستان د مچیو پالنې د مرکز بیا رغونه او تجهیز، د ګمرکونو او سرحدی پوستو جوړول، د ورزشي وسایلو برابرول او د ورزشي میدانونو جوړول، د سړک جوړولو، برښنا، کرنې، د اوبو رسولو او ګمرکونه په برخو کې، د افغانستان خلکو ته د ایران خدمتونه دي.

د سړک جوړونې په برخه کې، هرات ته د "دوغارون" سړک د جوړولو او د افغانستان په شمال کې له هرات څخه تر میمنې پورې د کمربندي لارې د غځولو دوام، چې یوه برخه یې د ایران له خوا په لاره اچول شوې وه، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د منځنۍ آسیا د هېوادونو د نښلولو او د افغانستان د حلقوي سرکونو په نښلولو کې ډېره مهمه ده.

همدارنګه، د چابهار بندر او د "میلک" سرحدي پول له لارې د افغانستان له مرکز او شمال سره د سویل د نښلولو او له سمندر سره د دغه هېواد د ټرانزیټي لارو په نښلولو او د عمان سمندر او د فارس خلیج په پرانیستو بندرونو کې رول لوبوي.

د خواف- هرات د ۲۰۷ کیلومتره په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ د پروژې عملي کېدل، چې یو ستراتیژیک پلان ګڼل کېږي، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د ټرانزیټ او اړیکو په برخه کې مهم بدلون راوستی دی.

د ایران له لارې د منځنۍ آسیا، ترکیې او اروپا له اورګاډي سره یوځای کېدل او د ایران له ملي ریل پټلۍ سره نښلول کېدل، چې د بندر عباس له لارې د مالونو او مسافرو په لېږد رالېږد کې افغانستان ته آسانتیا رامنځته کوي، د دغه هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.

په نورو رغنيزو پروژو کې د څلور ميليونه ډالرو په لګښت د "تالقان" د آسفالټ(قیر) فابريکې جوړول او له هرات څخه تر ميمنې پورې د ٣٠ ميليونه ډالرو په لګښت د ٦٠ کيلومتره سرک جوړول شامل دي. ایران له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د مرستو په دوام کې، د دغه هېواد زیربناوو ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې په دې اړه د برېښنا په برخه کې، له تایباد څخه هرات ته د ۲۰ کیلو ولټ د برښنا د لېږد پروژې، د ۱۳۲ کیلو ولټ تربت جام سب سټېشن د لېږد پروژې او د هرات د 2/132 کیلو ولټ سب سټیشن جوړولو ته اشاره وکړو.

په دې برخه کې، کابل ته د اوو میلیونو ډالرو په لګښت د ۲۵ میګاواټه دوه جنراتورونو د استولو او نصبولو ترڅنګ، له تاجکستان سره د درې اړخیز تفاهم پر بنسټ، د راغون-سنګتوده-هرات-مشهد لارې د برښنا د لېږد د مزي د غځولو څېړنه د آجنډا په سر کې ده.

د کابل د مخابراتو د روزنیز مرکز جوړول او سمبالول، د تخنیکي مرستو او ماشینونو ډالۍ کول، ترانسپورت وزارت ته د لسګونو بسونو مرسته، د ۱۰ هوا پېژندنې سټیشنونو تجهیز،  ګمرکي همکارۍ، مشورې ورکول، د احصایې د مرکز په ظرفیت لوړولو کې برخه اخیستل، د غږیزو وسایلو او جوماتونو ته د کتابونو مرسته، له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو بله برخه ده.

له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت دغه اندازه مرستې، د دغه هېواد د ښه ګاونډیتوب د لوړې درجې ښودنه کوي، چې له بل لوري هم د ورته چلند اړتیا ده. هغه مسله چې د طالبانو د حکومت چارواکي باید ورته زیاته پاملرنه وکړي.

ژباړه: زماني

ټیګونه