فتاح توغندی ، د ایراني اقتدار او عظمت بېلګه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i134526-فتاح_توغندی_د_ایراني_اقتدار_او_عظمت_بېلګه
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران هوا فضا ځواکونو د هیواد د دفاعي وړتیاو او د مخنیوونکي ځواک د زیاتوالې په لړ کې، د عصري ټکنالوژیو په مټ، د فتاح په نامه یوه بالیسټیک توغندی جوړ کړی چي د جون د میاشتې په ۶ ورڅخه مخکتنه وشوه،
(last modified 2023-06-17T05:50:19+00:00 )
Jun 17, 2023 10:13 Asia/Kabul
  • فتاح توغندی ، د ایراني اقتدار او عظمت بېلګه

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران هوا فضا ځواکونو د هیواد د دفاعي وړتیاو او د مخنیوونکي ځواک د زیاتوالې په لړ کې، د عصري ټکنالوژیو په مټ، د فتاح په نامه یوه بالیسټیک توغندی جوړ کړی چي د جون د میاشتې په ۶ ورڅخه مخکتنه وشوه،

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران هوا فضا ځواکونو د هیواد د دفاعي وړتیاو او د مخنیوونکي ځواک د زیاتوالې په لړ کې، د عصري ټکنالوژیو په مټ، د فتاح په نامه یوه بالیسټیک توغندی جوړ کړی چي د جون د میاشتې په ۶ ورڅخه مخکتنه وشوه، دا تر ټولو نوې وسله ده چي د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواکونو له لورې جوړه شوې او د ایران لومړنی هایپرسونیک توغندی بلل کیږي چي ۱۴۰۰ کیلومټره واټن کچوي او له ۱۳ بیا تر ۱۵ ماخو پورې سرعت لري، د فتاح هایپرسونیک توغندی له ټولو توغندوی دفاعي سیسټمونو څخه تېرېدایشي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران توغندوي څانګه په دې وروستیو کلونو کې د ۲۰۰۰ کیلومټره لیري ویشتونکي توغندی په جوړلو له بریا وروسته، د داسي توغندی په جوړلو هلې ځلې پیل کړې چي د دفاعي سیسټمونو څخه د تېرېدو او د هغوی د له مینځه وړلو وړتیا ولري، چي په نتیجه کې فتاح توغندی جوړ شو.

هایپرسونیک توغندی اوس مهال د نړۍ تر ټولو د پرمختللې وسلو په ډله کې راځې چي یوازې امریکې، روسیې، چین او شمالي کوریا سره، موجود دي، دغه ډول توغندی له ۵ ماخو نه تر ۱۰ ماخو پورې سرعت لري، د همدغه چټک سرعت په خاطر دفاعي سیسټمونه هغوی نه شي په نښه کولای، د چټک سرعت څخه ماسېوا هایپرسونیک توغندی همدارنګه د مانورې او د مسیر د بدلولو وړتیا هم لري.

هایپرسونیک توغندی چي له ږغ نه سرعت ۵ چنده زیات دی، اوس مهال د نړۍ د لویو فوځي قدرتونو تر مینځ د سیالۍ په یو دګر بدل شوي او ټوله زبرځواک هیوادونه  هڅه کوي چي د دغه چټکو توغندیو په جوړولو سره، د احتمالي نښتو برخلیک د ځان په ګټه بدل کړي.

د سپاه له لورې جوړ شوی فتاح توغندی هم، له هایپرسونیکو توغندیو څخه دي چي د الوت د لوړ چت، زیات سرعت او د مانورې د ورکولو د وړتیا په خاطر مقابله ورسره ناممکنه ده، فتاح توغندی همدارنګه له رادارونو څخه د تېښتې او د نښې د کره ویشتلو وړتیا هم لري.

د ایران اسلامي جمهوریت له فتاح توغندی څخه په مخکتنې سره، د نړۍ د هغو محدودو هیوادونو په ډله کې شامل شو چي په هایپرسونیکو توغندیو سمبال دي، داسي یو اقدام چي په دفاعي او مخنیوونکي ډګرونو کې ایران ته بې سارې امتیازات ور په برخه کوي، ځکه هایپرسونیکې وسلې له معمولې وسلو سره زیات توپیر لري.

هایپرسونیک توغندی کولایشي، جنګي لویې بېړۍ چي په دفاعي سیسټمونو سمبال دې په نښه کړي، همدارنګه هغه مهم اهداف چي د دفاعي توغندوي سیسټمونو او رادارونو له لورې ساتل کیږي، په ډېره اسانۍ سره، په هایپرسونیک سره، په نښه کېدایشي، د هایپرسونیک توغندی جوړېدا ایران ته بې سارې جګړه ایزې وړتیاوې ورکوي او ایران کولایشي له هایپرسونیک توغندیو څخه د خپلو دښمنانو په وړاندې د یوه مخنیونکي ځواک په توګه کار واخلي.

لوېدیځ هیوادونه او امریکا چي د ځایي پوهې په مټ د نویو ټکنالوژیو په ډګر کې د ایران د وسله والو ځواکونو له پراخو ظرفیتونو څخه بې خبره دي، د ایران له لورې د هایپرسونیک توغندیو له جوړېدا څخه سخت حیران او لالهانده شوي دي، فتاح توغندی چي د دښمن د دفاعي سیسټمونو د پرانیستلو او د له مینځه وړلو کیلي ده، د خیبر شکن توغندی د موټور په بنیاد جوړ شوی دی، دښمن  دغه توغندی نه شي په نښه کولای ځکه دغه توغندی په مختلفو چتونو کې د الوتلو او د ډایرکشن د بدلولو وړتیا لري  او هر ډول مهم اهداف په ۱۴۰۰ کیلومټری واټن کې له مینځه وړلایشي.

د ایران له لورې د هایپرسونیک توغندی جوړېدا د امریکا د پاټریوټ په شمول د ټولو دفاعي توغندوي سیسټمونو د بې اثره کېدو لامل شوی دی، دا په دې معنا ده چي امریکا باید خپلې ټولې دفاعي توغندوي سیسټمونه له سره جوړ کړي، هغو هیوادونو چي له دې مخکې ایران سره د دښمنۍ او سیالۍ کولو په سودا کې له امریکې څخه دفاعي سیسټمونه رانیولې، اوس نور د امریکې دفاعي توغندوي سیسټمونه بې ګټې بولي.په دې خاطر د امریکا د دفاعي سیسټمونو د خرڅولو مارکیټ هم له مینځه تللي،  امریکا له  دې مخکې دفاعي توغندوي سیسټمونه یې په څو چنده قېمت سره، د سیمې په هیوادونو خرڅولې، د سپاه د نوې توغندی په خاطر، امریکایانو د سیمې د هیوادونو مارکیټ له لاسه ورکړي دي او نور نه شي کولای خپل دفاعي سیسټمونه په زیات قیمت سره خرڅ کړي.

فتاح توغندی دوو مرحلو باندې سمبال دی، په لومړۍ مرحله کې د خیبر شکن له توغندی سره ورته والې لري او له ترکیبي پرمختللې جامد سونګو څخه کار اخلي.

دوهمه مرحله کې د فتاح له توغندی څخه د هغه جنګي خولۍ جلا کیږي او بیا جنګي خولۍ هم په خپلواکه توګه په موټور باندې سمبال ده او له جامدو سونګو څخه کار اخلي او د هدایتېدو وړ ده.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران څو کاله کیږي چي د جامد سونګو د موټورونو او کاربن فایبر جوړښتونو ټکنالوژی ته لاسرسي موندلې او له یادو ټکنالوژیو څخه په خپلو توغندیو کې کار اخلي.

لکه څرنګه چي په عراق کې د امریکایانو د عین الاسد اډې او په سوریې کې په نورو عملیاتونو کې د ایراني توغندیو د کره نښه ویشتلو وړتیا ټولو ته ښکاره شوه، دا ځلې فتاح هم د هیواد په استراتیژیکې وړتیاو کې ورزیاته شوې او د ایران نړیوال مقام یې نور هم لوړ کړی دی.

په ایران کې د هایپرسونیکو توغندیو ډګر به له شکه پرته یوازې په فتاح پورې محدود پاته نه شي، دغه لاسته راوړنه به د نړۍ د هایپرسونیک په کلپ کې د ایران په مخکې نوې لارې پرانیزي او د ایران دفاعي وړتیا به نوره هم وده وکړي.

د ایران د جګپورو فوځي چارواکو په وېنا، اوس مهال په نړۍ کې هیڅ یو دفاعي سیسټم د ایران له هایپرسونیک توغندی سره، د مقابلې وړتیا نه لري او د دغه توغندی په ضد د دفاعي سیسټم جوړول د نړۍ د پرمختللیو هیوادونو لپاره لږ تر لږه ۱۰ کاله وخت په بر کې نیسي. په حقیقت کې فتاح توغندی ایران ته د دښمنانو د ګواښونو په وړاندې د ۱۰ کلونو لپاره د مخنیوونکي ځواک ضمانت ورکوي.

د فتاح له هایپرسونیک توغندی څخه د مخکتنې سره هممهاله، دا مساله د سیمې او نړۍ په رسنیو کې پراخ انعکاس ومونده، او د فوځي ډګر کارپوهان د ایران له لورې د داسي یوې پرمختللې وسلې له جوړېدو څخه حیران شول.

د امریکا د فیشر په موسسه کې د فضایي څېړنو د څانګې مخکنی مشر او د فوځي چارو وتلی کارپوه ټال اینبار د اروپا د فوځي صنعت په ویب پاڼه کې په خپره شوې مقاله کې فتاح د ایراني ساینس پوهانو له لورې جوړ شوی ځانګړی توغندی وباله او وویل: فتاح توغندی د نړۍ د نورو توغندیو له مخې جوړ شوی نه دی یعني کاپي نه ده، ایران توانېدلی دی چي د فتاح په توغندی سره، له غربي او شرقي زبرځواکونو سره خپل ټکنالوژیک واټن کم کړي، ایران ښودلې ده چي د ټکنالوژیو په ډګر کې د ورته لاسته راوړنو لپاره د روسیې او د شمالې کوریا ملاتړ ته ضرورت نه لري.

د صهیونیستي رژیم د ۱۲ خبري چېنل شناند اوحد حمو هم په دې زمینه کې ویلي: د ایران له لورې د فتاح توغندی جوړېدا، یو بل اقدام دی چي په ایران باندې د اسرائیل د رژیم د برید مخنیوی کوي، هغه یادونه وکړه چي د فتاح د توغندی کشفول او بیا د هغه ویشتل، د زیات سرعت او د مانورو د امله ډېر سخت کار دی او هیڅ ډول دفاعي سیسټم ورسره مقابله نه شي کولای.

د ایران منطق تل په سیمې او نړۍ کې له شخړو په ډډه کولو او د مخنیوونکي ځواک په بنیاد باندې ولاړ پاته شوی دی، د فتاح هایپرسونیک توغندی د ایران د مخنیوونکي ځواک اوج ښیي، که څه هم د دغه توغندی مخکتنه د هغو حکومتونو لپاره چي د ایران په وړاندې غیرقانوني او غلیمانه اقداماتو ته لمن وهي، ښکاره پیغام لري، خو د سیمې هیوادونو ته او منځني لوېدیځ ته دا پیغام هم رسوي چي مونږ د پردیو او غربیانو پرته د فارس خلیج او دسیمې امنیت له یوبل سره په همکارۍ تامینولایشو.