Jun 21, 2023 12:52 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۲لمریزکال  شعار،د انفلیّشی کنټرولول او د تولید وده

 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۱۴۰۲کال د شعار د تحقق  او پوره کیدا په اړه د لړۍ له نننی شپږم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي. 

  دوستانو  د نړیوالو اړیکو په مختلفو ډګرونو کې د هیوادونو د قدرت  د اساس په توګه مختلفې مؤلفې په نظرکې نیول کیږي. په زیاتره پړاؤنو کې د پوځي قدرت درلودل  د هیوادونو د قدرتمنیدا اصلي عامل حسابیدۀ. د شلمې پيړۍ له دوهمې نیمائۍ څخه له اقتصادي توانمنۍپرته پوځي قدرت،د هیوادونو د قدرتمنیدا لپاره کوم دلیل نشي کیدلی.د شوروي اتحاد د جمهوریتونو له دړې وړې کیدا وروسته  چې ددغه هیواد  دپوځي قدرت په اوج کې رامینځةشوه،د هیوادونو په قدرت کې د اقتصادي عامل رول لا رابرسیره شو.د نړیوالو اړیکو ځینو نظریه وړاندې کونکو حتی د قدرت لومړیتوب، په نړیوال نظام کې د هیوادونو اقتصادي  ځائيګي  ته ورکړ،ځکه  هم  په داخلی اړخ کې  د خلکو لازیات رضایت  برابروي او هم په بهرني اړخ کې  په نړیوال نظام کې د هیوادونو د ځائيګي د پیاوړتیا سبب کید.نن سبا د یویشتمې پيړۍ د دریمې لسیزې په مینځ  کې د اقتصادي قدرت پر  اهمیّت ټینګار  لازیات او ډير شوی دی، داسې چې  هیوادونه د نرم قدرت ،سیمه ایز او نړیوال  نفوذ  او حتی د لازیات امنیت د تامینولو لپاره  ، د خپلې څيرې  د مثبت انځور په وړاندې کولو سره  له اقتصادي  وړتیاؤ څخه استفاده کوي.

          نن سبا پر سیاسی مناسباتو  داقتصادي  عواملو اغیزې ډيرې پر رنګه شوي  او شاهداان یوو چې  په وروستیو کلونو کې  دې موضوع ته  پام لازیات شوی دی، داسې چې  مختلف نړیوال اورګانونه تاسیس کړی  او  د  اقتصادي  مناسباتو لپاره سیمه ایز اتحادئې   میدان ته واردې شوي دي. په دغه پړاؤ کې په دنیا کې ډیرې ډلې ټپلې جوړې شوې، له شل ډلې رانیولې تر اوه ډلې ،اته ډلې  او هغو نورو ډلو پورې چې  په دنیا کې  د اقتصاد مقولې ته ئې جدي نظر درلودلی دی  او پر سیاسی مناسباتو ئې  اقتصادي اغیزې  درک کړي دي .

د هیوادونو په قدرت کې د اقتصاد رول  په محسوسیدونکي توګه  د لیدو وړ  دی  او حکومتونه  د خپل ځاي او سرحدي امنیت پر تامینیولو سربیره ، د نړیوالو بازارونو د ترلاسه  کولو په لور په حرکت کې دي  څو لازیات قدرت ترلاسه کړي .د اقتصادي ډيپلوماسۍ اصطلاح چې  د ساړۀ جنګ له  پړاوه   د کلتور او فرهنګ ټکی ورزیات شوی دی او د هغو د کارندوالی مخینه  وروستۍ یوې لسیزې ته  رسیږي،  اقتصادي موخو ته درسیدا لپاره  له نړیوال سیاسی آوزاره د استفادې په معنا دی چې په نړیواله سویه د هیوادد اقتصادي ګډو په  تامینونکو او پراختیائي  موخو پسې دی .اقتصادي ډيپلوماسي نه یوازې په ایران کې بلکې په ټولې دنیا کې مطرح ده او  بریالي هیوادونه د یوې سټراټژيکې موضوع په توګه ورته  ګوري ،ځکه چې پر اقتصادي اړیکو داغیزشیندنې لپاره له سیاسی آوزاره  استفاده،  په هر هیواد کې ملی ګټې رابرسیره کوي.. د نوؤ راپنځيدلو  قدرتونو  چټکه  اقتصادي وده  په نړیوال نظام کې د دوي دځائيګي  د پیاوړتیا او حتی د نړیوال جوړښت د بدلولو او  څو قطبی نظام ته د نړۍ د  سمولو په باب د لیدتوګو  مطرح کیدا ده .  

       د نړۍ د نوي  نظام یوه اصلی ځانګړنه   په نړیوال ډګر کې داقتصاد اهمیّت  موندل دي . دمګړئ اقتصادي قدرت تر ډيره حده ، په نړیوال نظام کې د هیوادونو د رول او ځائيګي  ټاکونکی دی. دسیالۍ په دغه میدان کې ، بریالي سیالان هغه دي چې په نړیوال ډګر کې د اقتصادي ودې،د سر عاید، د پانګونې د اندازې،د ملي کرنسۍ د ارزښت،د پوه بنسټه شرکتونو د محصولاتو د تولید او د خپلو مبادلاتو د  اندازې په څير  اقتصادي کریډیټونه  لوړ کړي.

نن سبا  په لویدیځي  آسیا سیمې کې ځیني هیوادونه په تیره بیا متحده عربی امارات او قطر خپله لاره له سیمه ایزو بهیرونو بیله کړې ده او مختلفه لاره ئې وړاندې کړې ده.دغو هیوادونه نه یوازې  په نړۍ کې د اقتصاد د نړیوال کیدا  او پراختیا له بهیر سره همګامه شوي دي،بلکې د خپلو نسبي توانمنیو او ظرفیّتونو باندې په تکیې سره د خپلې خاصې پراختیا لاره هم وړاندې کړې ده. دغه لاره  له  لابرلاسه اقتصادي قدرت څخه د برخمنیدا په سیوري کې  محققه شوې ده.که څه هم د پراختیا دغه لاره د تیلو او ګیسو له چارو په ناسمې اقتصادي  استفادې  سره  (یعني د کمیشنونو په اخستو سره) محققه شوه ،خو اوس دغه هیوادونه په  دې لټه کې دي چې د انرژۍ له عایداتو سره د خپل اقتصادي اړوندوالي اندازه له شلو فیصدو هم کمې اندازې ته ورسوي.

   په نړیوال نظام کې د اقتصاد د ځائيګي په باب یوه بل مهم ټکی،دهغو امنیت رامینځةکونکی کارندوالی دی.اقتصادي پراختیا،له اقتصادي شرائطو څخه  د ولسی رضایت او  عمومي هوساینې رامینځةکیدا  او د ټولنې د ورځې په اساس د ساتلو لپاره  له اقتصادي قدرته استفاده سبب  کیږي،له حکومتونو څخه رضایت هم  په هیوادونو کې زیات شي او داخلی امنیتی هم پراخ شي. له بل پلوه ،اقتصادي وړتیا او  اقتصادي ډولوالی  او همداراز  په نړیوال اقتصاد کې د ملی اقتصاد یو ځای کیدا هم  امنیت رامینځةکونکی کارندوالی  لري،ځکه سبب کیږي چې  لوي قدرتونه د اقتصادي دباؤ د کارولو توان ونه لرل شي.دا موضوع په خاصه توګه د چین په باب صدق کوي. په داسې حال کې چې د ډونالډټرمپ په مشرۍ د امریکا پخوانی کرغیړن حکومت هڅه کړې،د چین په ضد اقتصادي دباؤ  زیات کړي او ددغه هیواد د اقتصادي ودې مخه ونیسي،خو دچین اقتصادي اهمیّت،په تیره بیا په نړیوال اقتصاد کې ئې یو ځاي کیدا او د هغه اړوندوالی اندازه چې په نړیواله سویه د چین اقتصاد ته رامینځةشوی دی،د امریکا د پخواني کرغیړن حکومت د چیني ضد کړچار او حتی ددغه هیواد د اوسني  حکومت  د  چیني ضد کړچار د ناکامۍ سبب شوی دی.

Image Caption

 

    یوه بله هغه موضوع چې د اقتصاد د ځائيګي په باب شته ،له بندیز څخه آوزاري استفاده ده.د اقتصاد امنیتی او سیاسی اهمیّت تردې حده دی چې امریکا او اروپائي هیوادونه  له اقتصادي بندیز څخه د نورو هیوادونو د  ودې د مخنیوي ،د بهرني سیاست د لورنیونې د بدلیدا او د هیوادونو پر سیاسی چلند ددباؤ داعمالولو لپاره ورڅخه استفاده کوي.دا موضوع په تیره بیا د ایران داسلامی جمهوریت او دروسیې فیډریشن په باب صدق کوي.امریکا او اروپاد بندیز له اړمه په استفادې سره هڅه کوي،اولا ددغو هیوادونو د اقتصادي ودې مخه ونیسي،دوهم  اقتصادي خپګانونه او په نتیجې کې ئې  ددغو هیوادونو په داخل کې سیاسی خپګانونه راپورته کړي،دریم،ددغو هیوادونو د بهرني سیاست دغوړیدا خنډ شي او بهرني سیاست ته له امنیتی انديښنو سره غوټه ورکړي،څلورم،ددغو هیوادونو سیاسی چلند بدل کړي او دوي،په اقتصادي دباؤنو سره هغو چلندونو ته اړباسي چې د دوي د پراختیائي سټراژيو په تضاد کې دي .

ددغه سیاست یو تازه مثال  داوکراین په جنګ کې رابرسیره شو. د اوکراین جنګ له بل هرڅه زیات د روسیې نړیوال ځائيګي ته د  تاوان رسولو په موخې سره رامینځةشو او  له پيلیدا وروسته هم امریکا او اروپائي هیوادونو، د روسیې اقتصاد په شیشت کې راوست،څو د روسیې د اقتصاد په کمزوري کولو سره،خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي .په حقیقت کې دا  په اوسني نړیوال نظام کې د هیوادونو  په موقعیّت پالنې کې د اقتصادي ځائيګي  ښودنه کوي.

           د تهران د پښتوخپرونې خوږو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې د تهران دپښتو خپرونې د انټرنیټي سایټ  ایډریس PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ،تاسو په دې ایډریس باندې تازه او ترټولو وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه، تبصرې،راپورونه،مرکې او سپورټي او روغتیائي او ټولنیز خبرونه او دغه راز دینی،کلتوری،اجتماعي او ټولنیز مطلبونه هم آوریدلی او لیدلی شئ،همداراز د تاسو پخپلو لیکونو،پيغامونو،شعرونو،ښوښو لیکنو او غږیزو پیغامونو مشتمل ستاسو خپل پروګرام هرکله راشه هم آوریدلی شئ نو تر بله وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو........

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه