Jun 24, 2023 11:11 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! ایران په تیره اونۍ کښې نومې لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې وو او نن هم د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو جاج اخلو

د اسلامے انقلاب معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د فلسطین موضوع، د اسلامي نړۍ او د مسلمان امت د مسائلو زړه دی، وویل: هر څومره چې د فلسطین په مسئله کښې پرمختګ وشي، دموره به د اسلامي امت ستونزې هوارې شي.

حضرت آیت‌ا... العظمی سید علي خامنه‌ای د حماس د سیاسي دفتر د مشر او ورسره پلاوي په کتنه کښې، د فلسطین د قضيې مخ په وړاندې تګ ته په اشارې سره، د فلسطن د ځوان او مومن نسل د مسئولیت احساس او د مبارزې ډګر ته د هغوي فردي او ډله ایز داخلیدل، ډیره مهمه موضوع وبلله او ټینګار یې کړ: د جنین د وروستیو ورځو پيښې او د فلسطیني ځوانانو له خوا د صهیونیسټو پوځیانو کلابندیدل، د دغو نویو پیښو یوه څرګنده بیلګه او له بشپړې بریا سره مل د روښانه راتلونکې زیری دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرو ۲ یا ۳ کالو په پرتله د فلسطین د حالاتو څرګند بدلون ته به اشارې سره زیاته کړه: په نزدې تیرو کلونو کښې د فلسطین د قضیې د اودریدو اصلي وجه، په میدان کښې د ځوانانو نشتوالی و خو اوس ځوانانو په خودجوشه توګه میدان ته دانګلي دي او لا مهمه دا چې تکیه یې په اسلام ده.

دوي د مقاومت د ډلو ترمینځ له مخکښې نه د زیات یووالي او غږملتیا په موضوع باندې په دوباره ټینګار سره څرګنده کړه: د غزې په وروستۍ جګړې کښې مو ولیدل چې دښمن د مقاومت د ډلو ترمینځ د اختلاف اچولو په لټه کښې و خو د خدای په فضل، کامیاب نه شو، په دې وجه باید د وحدت او غږملتیا په مضوع باندې زیات نه زیات تمرکز وشي او دا سمه لاره په قدرت سره جاري پاتې شي.

د اسلامي انقلاب ستر لارشود، غزه د مقاومت مرکز وبلله او زیاته یې کړه: البته هغه ټکی چې دښمن به په ګونډو کړي، د لویدیځ ساحل سیمه ده چې تراوسه په دغې سیمې کښې ښه پرمختګونه شوي دي..

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي همداشان د فلسطین له موضوع د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ باندې په ټینګار سره وویل: د فلسطین ټاټوبی د ټولو مسلمانانو دی په دې وجه په ټولو مسلمانانو فرض دي چې د آزادۍ لپاره یې میدان ته راودانګي او دا یوه شرعي دنده ده.

*/*/*/*

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي هم داشان د تیرې اونۍ په یکشنبې د ازبکستان د ولسمشر «شوکت میرضیایف» او ورسره پلاوي په کتنه کښې وویل: د دواړو هیوادونو له ګډو زمینو څخه باید په مختلفو برخو کښې د اړیکو د پراختیا لپاره ګټه واخیستی شي.

هغوي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت دا توان لري چې ازبکستان د ترکمنستان او افغانستان له لارې ښه په اسانه له آزادو سمندرونو سره ونښلوي د دې په ترڅ کښې چې د همکاذۍ زمینې له تجارت او ټرانسپورټ څخه لوړې دي او کوې شو چې په مختلفو نوښتونو سره د ساینس او ټیکنالوجۍ او په نورو ډیرو برخو کښې لاډیرې ملګرتیاوې ولرو.

معظم رهبر هم داشان وفرمایل: البته د ایران او ازبکستان د اړیکو پراختیا ځینې مخالفان هم لري خو باید دغو مخالفتونو ته په پام نه کولو او د دواړو هیوادونود مصلحت په بنیاد باید فیصلې وشي او ملګرتیاوې تر ممکن حده پراخې شي.

د ازبکستان ولسمشر هم د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره دغه ملاقات یو تاریخي ملاقات وباله او د بندیزونو په وړاندې د ایران د ولس د اودریدنې په قدرونې سره یې زیاته کړه: د ایران د ولس بریاوې په تیره بیا د علم او ټیکنالوجۍ په برخه کښې یې کامیابۍ ښودنه کوي چې یو ولس د خپل رهبر د عقلمندانه لارښوونو لاندې او په یووالي سره کوې شي چې سره د ټولو دباؤنو، سترو اهدافو ته ورسیږي.

**/*/*/

د ایران خارجه وزیر وویل: د فارس خلیج د سټراټیجکې سیمې د ټولو هیوادونو په شتون سره د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د ګډو لاروچارو برابرول، له بل هر وخته زیات ضروري او ګټه ویر دي.

«حسین امیرعبداللهیان» تیره جمعه قطر، عمان، کویت او اماراتو ته خپل وروستي سفر ته او هم داشان د ایران په بهرني سیاست کښې د ګاونډیانو اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: یو غوره، خوندي او مترقي راتلونکی، زمونږ د ټولو خلکو حق دی او د ایران اسلامي جمهوریت هوډمن دی چې په دې موخه  څوچنده هلې ځلې وکړي.

د ایران خارجه وزیر په نیویارک کښې د سیمې د خارجه وزیرانو د غونډې په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي د نوښت په هرکلي سره وویل: د فارس خلیج د شمال او جنوب دواړو غاړو د ټولو هیوادونو په ګډن سره د «خبرواترو او ملګرتیا ټولګې» د جوړولو آیډیا مو مطرح کړې او د هغې لیکلي جزئیات به هم په نزدې راتلونکي کښې د ایران جنوبي ګاونډیانو ته وړاندې کړو.

*/*/*/*/*

جنیوا کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې د اران دائمي استازي او سفیر وویل: یواړخیز پالنه او بندیز، په انساندوستان فضا باندې په خرابوونکو آثارو سره د انساني کړکیچ یوه اصلي جرړه ده.

«علی بحریني» په جنیوا کښېد ملګرو ملتو د اقتصادي، اجتماعي شورا په لوړې انساني غونډې کښې، له ډیرو افغانستاني خویندو او وروڼو څخه د ایران کوربه توب ته په اشارې سره وویل: د دغو خلکو کوربه توب باید په منصفانه او برابر توګه په ټولو هیوادونو وویشل شي خو د ایران ولس د امریکې له خوا له لازیاتو بندیزونو سره مخامخ شوی دی.

ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر زیاته کړه: د ظالمانه بندیزونو په نتیجه کښې د انسان د یو ډیر بنیادي حق په توګه د خوړو د لرلو حق، د یواړخیزو بندیزونو قرباني شوی دی.

*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي چې د جون په دولسمه نیټه د یو سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ له ملګرو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، په لاتیني امریکا کښې ونزویلا، نیکاراګوې او کیوبا هیوادونو ته تلی و، «تله‌سور» چینل سره په مرکه کښې یې وویل: بندیزونه په ظاهره په حکومتونو لګي خو ټول زور یې په ولسونو وي او په دې وجه له بندیزونو سره د مخامخ خپلواکو هیوادونو ترمینځ د اړیکو پیاوړتیا، د بندیز د بې اغیزې کولو یوه لاره ده.

ښاغلي رئیسي په دې خبرې سره چې په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته، د ایران او د جنوبي امریکې د خلکو ترمینځ د خپلواکي غوښتنې، آزادي غوښتنې او عدالت او انصاف غوښتنې ګډ غږ احساس شو، زیاه کړه. د ایران او د دې سیمې د خپلواکو هیوادونو ترمینځ اړیکې ورځ تر بلې په پراخیدو دي.

د ایران ولسمشر د خپلواکو ولسونو ترمینځ په ملګرتیا باندې په تاکید سره څرګنده کړه: د ایران او د لاتینې امریکې د هیوادونو، د اسلامي هیوادونو، د لویدیځې آسیا د هیوادونو او د خپلواکو هیوادونو ترمینځ ملګرتیا، د نړسوال نظم د راتلونکي لپاره ډیره اغیزناکه کیدې شي.

ولسمشر رئیسي همداشان ټینګار وکړ: ایران باوري دی چې نړیوال نظم، په راتلونکي کښې د خپلواکو ولسونو په ګټه تمامیږي او د سلطه ګرو قدرتونو سلطه، مخ په زوال دی.

*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر"حسین امیر عبداللهیان" او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر "فیصل بن فرحان" تیره دوشنبه په تهران کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړیزخو او سیمه ایزو موضوعاتو او په نړیوالو ټولنو کښې یې د ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران خاجره وزیر په بیجنګ او کیپ ټاون کښې د عربستان له خارجه وزیر سره خپلو تیرو ملاقاتونو او خبرواترو ته په اشارې سره، تهران ته د فیصل بن فرحان سفر د دواړو ګاونډي او مسلمانو هیوادونو په اړیکو کښې د یوې نوې صفحې د پرانستل کیدو او پرمخ بیلولو لپاره د ایران او عربستان د تیرو سمو ګامونو د بشپړولو په لاره کښې یو مثبت ګام وباله.

په دغې کتنې کښې د عربستان خارجه وزیر هم  له ایراني لوري سره خبرې اترې او صلاح مشورې، د دواړو ولسونو لپاره د خیر او برکت لامل وبللې او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو پراخولو او د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د یو نوي څپرکي خلاصولو ته یې د خپل هیواد په هوډ ټینګار وکړ.

"فیصل بن فرحان" هم داشان د ایران او عربستان د رسمي اړیکو پیلیدل او د دواړو هیوادونو د رغنده اړیکو پیاوړتیا، د سیمې د هیوادونو لپاره د مثبتو پایلو او آثارو لرونکې وبلل.

دا د ایران او عربستان د سفارتي اړیکو له دوباره بحالیدو وروسته ایران ته د عربستان د خارجه وزیر وړومبنې رسمي سفر دی.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه