د لمر په حضور کښې
د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده-۱۳
ګرانو مینه والو د لمر په حضور کښې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او لکه څنګه چې پوهیږئ د دې لړۍ په تیرو څو پروګرامونو کښې په ایران کښې (د ګرانۍ او انفلیشن د کنټرول او د تولید د ودې) په هکله وغږیدو او نن به درته په دې موضوع دیارلسم پروګرام وړاندې کړو، هیله ده چې دا لیکنه مو د پام او خوښې وړ وګرځي.
*/*/*/*/
دوستانو یوځل بیا یادونه کوو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د روان ۱۴۰۲ کال شعار «د انفلیشن کنټرول او د تولید وده» نومولی دی. انفلیشن یا تورّم د ایران پر ننګونو یو اغیزناک عامل دی. په تیرو پروګرامونو کښې مو د انفلیشن د مفهوم د څیړنې په ترڅ کښې له ۱۳۱۰ کال راهیسې د ایران په اقتصاد کښې د انفلیشن بهیر او هم داشان په ایران کښې د دې ښکارندې بهرنۍ جرړې وجاجولې. په دې ننني پروګرام کښې د ایران په اوسني اقتصاد کښې د تورم یا انفلیشن کورنۍ جرړې او عوامل څیړو.
*/*/*/
د نقدینګۍ یعنې د نغدو پیسو د څرخې او ګردش زیاتوالی:
د اقتصادي ودې په پرتله په څرخه کښې د نغدو پيسو له حده وتلی او نامناسب زیاتوالی د تورم د زیاتیدو یو اصل دی. د سیاسي علومو په کلتور کښې د نغدو پیسو د ګردش تعریف داسې دی: «په کافي اندازه د نغدو پيسو لرل یا د خپلو ژمنو په لړ کښې د هغو د چټکې برابرونې توانمني».
په ساده ژبه نقدینګي، نغدو شتمنیو ته اشاره لري. د پیسو کوم نوټونه چې هره ورځ یې د خپلو ضروریاتو د اخیستو لپاره له ځان سره ګرځوئ، ترټولو نغده او په لاس کښې موجوده شتمني ده. هرڅومره زر چې خپله شتمني د هغې په ارزښت کښې له بدلون پرته په نغدو پيسو بدله کړئ، معنا یې دا ده چې نقدینګي یې لوړه ده. نقدینګي یعنې هغه شتمني چې په ډیره چټکه توګه په نغدو پيسو بدله شي.
د نقدینګۍ اندازه د شیانو او خدماتو د یوې ټاکلې اندازې په بدل کښې وي او نقدینګي باید په هغې څرخې سره چې د ټولنې د خلکو په لاس کښې ده، سمون او برابري ولري.
داشان د شیانو بیه د نقدینګۍ له اندازې او د هغې د څرخې په چټکتیا پورې پیئلتیا مومي. د نقدینګۍ بې خرته وده، د شیانو او خدماتو لپاره د تقاضا او غوښتنې د چټکې ودې سبب کیږي او له دې امله چې په لنډه موده کښې د شیانو او خدماتو وړاندې کول محدود دي، دا کار په اقتصاد کښې د تورم یا انفلیشن د رامینځته کیدو سبب کیږي. له دې امله چې په ټولنه کښې د شیانو او خدماتو اندازه محدوده ده، نو بس د نقدینګۍ اندازه باید دومره وي چې له شیانو او خدماتو سره برابري وکړي. که د نغدو پیسو اندازه زیاته شي نو په ټولنه کښې شیان او خدمات کمیږي او قیمتونه لوړیږي.
*/*/*/*/
په ایران کښې د نقدینګۍ اندازه له ۱۳۹۷ کال نه د ۱۴۰۱ کال تر مرغومي میاشتې پورې کابو ۳.۳ چنده شوې ده او په ۱۴۰۱ کال کښې د نقدینګۍ اندازه، ۳۴ فیصده لوړه شوې ده. د نقدینګۍ اندازه د ۱۴۰۱ کال د لړم میاشتې تر پاې پورې ۵ زره ۸ سوه او ۶ زره میلیارډ ډالرو ته ورسیده چې د مخکښې کال د ورته مودې په پرتله یې ۳۴.۵ فیصده وده کړې ده. د ۱۴۰۰ کال د کب د میاشتې په پاې کښې د نغدو پيسو اندازه ۴ زره ۸ سوه ۳۲ زره میلیارډه تومان او د ۱۴۰۰ کال د غويي د میاشتې په پاې کښې هم ۳ زره ۹ سوه ۲۴زره میلیارډ تومانه او د مخکښې کال په لړم میاشتې کښې د ۴ زره ۳ سوه او ۱۵زره میلیارډ تومانو برابر وه. د ۱۴۰۱ کال د لړم د میاشتې نه مخکښې په دولسو میاشتو کښې د نقدینګۍ د ودې اندازې، له هغه نه د مخکښې کال په پرتله ۳۴.۵ فیصده او د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشتې کښې یې د ۱۴۰۰ کال د کب د میاشتې په پرتله ۲۰.۲ فیصده وده درلوده.
اقتصاد د نغدو پيسو له ودې پرته بې معنا دی او د ایران په اقتصاد کښې هم د دې ښکارندې شتون، یوه نه انکاریدونکې او طبیعي چاره ده. خو مهمه موضوع د نقدینګۍ کمیت او کیفیت دی. د نغدو پیسو د چلیدو اندازه دومره لوړه نه ده پکار چې ونه توانیږي د هغې او د اقتصاد د ودې د اندازې په شان د سترو اقتصادي ځانګړتیاؤ ترمینځ منطقي اړیکه ټینګه کړي. حکومتونه تل هڅه کوي چې د نقدینګۍ وده کنټرول کړي او هغه سیمې لارې ته واړوي. هر حکومت چې د نغدو پیسو د بهیر وده کنټرول کړې شي او هغه له منلو وړ بهیر څخه برخوره او د تولید په لور یې لارښوونه کړې شي، کوې شي چې د هیواد لپاره د اقتصادي ودې، د کارکسب د زیاتولو او د ګرانۍ او انفلیشن د کمولو له نظره مثبتې پایلې رامینځته کړي خو د نقدینګۍ د کنټرول او لارښوونې نشتوالی، د ګرانۍ بې قابو شوې وده په ځان پسې لري.
*/*/*/*/
په ډالر پورې پيئلتیا:
په ډالر پورې پيئلتیا د ایران یوه بله اقتصادي ستونزه ده. د بنیادي شیانو په وارداتو پورې د هیواد پيئلتیا او هم اشان په ډالر د دغو شیانو واردات، سبب شوي چې دغه اسعار د خلکو په ورځني ژوند هم اغیزه وکړي. په ډالر پورې د یو هیواد د اقتصاد پيئلتیا لویدیځو هیوادونو ته دا فرصت ورکوي چې له دغې مالي وړتیا څخه په هغه هیواد باندې د دباؤ لپاره کار واخلي.
امریکا له ډالر څخه د ایران په شمول د خپلواکو هیوادونو خلاف د یوې وسلې په توګه کار اخلي. په ایران کښې د صنعت د حالت څیړنه ښودنه کوي چې د قیمتونو د پرله پسې بدلیدو او د بندیز په پړاؤنو کښې د تورمې څپو د راپورته کیدو ستره برخه، د بهرنیو اسعارو په تیره بیا د ډالر په وړاندې د ملي کرنسۍ د ارزښت په کمیدو کښې جرړه لري ځکه چې په ډالر پورې د ایران پيئلتیا لامل شوې چې د ۱۳۹۰ یا ۱۳۹۷ کلونو په شان بندیزي پړاؤنو کښې د شیانو او خدماتو بیې، مخ په زیاتیدونکی بهیر تجربه کړي.
په هم په دې لړ کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د روان کال په نوروزي کتنې کښې چې د امام رضا علیه السلام په پاک حرم کښې یې د ایران له ولایتمداره خلکو سره درلوده، هم د هیواد د مبادلاتو له څرخې د ډالر د اوباسلو په ضرورت باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: په ډالر پورې د هیواد د اقتصاد پیئلتیا یو بل کمزوری ټکی و او د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ شویو ځینو هیوادونو په ډالر پورې د خپلې پيئلتیا په ختمولو او په ځايي کرنسیو په کار کولو سره یې حالت ښه شوی دی او مونږ ته هم پکار دي چې هم دا کار وکړو.
اقتصاد پوهان په دې باور دي چې که د ایران اقتصاد غواړي چې د ډالر د اوباسلو په لارې باندې ډیر جدي تګ وکړي نو باید د سیمې له هیوادونو یا له هغو هیوادونو سره چې غواړي ورسره د پیسو دوه اړخیز تړون وکړي، خپل تجارتي توان زیات او پياوړی کړي، یعنې په دې لاره کښې باید یو تجارتي توازن او انډول موجود وي.
د مثال په توګه، که ایران او ترکیه وغواړي چې په ډالر باندې تجارت پریږدي او د دواړو هیوادونو په ملي کرنسیو باندې تجاري تبادلات پیل کړي نو پکار ده چې په صادراتو او وارداتو کښې له یو بل سره یو تجارتي توازن رامنځته کړي. په هم دې وجه باید د سیمې له هیوادونو سره د ایران د اقتصادي تجارت وضعیت پیاوړی کړوو ترڅو توکړې شو ورو ورو د دواړو هیوادونو ملي پیسې، د سوداګري راکړوورکړو بنیاد وګرځوو.
دمګړۍ له دې امله چې د دنیا له ځینو هیوادونو سره د چین تجارتي وضعه ډیره مناسبه ده، په هم دې وجه له روسیې یا ځینو نورو هیوادونو سره په راکړې ورکړې کښې ډیر په اسانه کوې شي چې ډالرې پریږدي او دغه تجارتي مبادلات په خپلو ملي کرنسیو ترسره کړي.
*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی