د زمري د اتویشتمې کودتا
(last modified Sun, 20 Aug 2023 00:02:45 GMT )
Aug 20, 2023 04:32 Asia/Kabul
  • د زمري د اتویشتمې کودتا

د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اتویشتمه نیټه د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې د بدلانه پیچومی او د هغې تورې کودتا رایادونکې ده چې د تیلو د صنعت د ملي کیدو د غورځنګ خوشالي یې د ایران د ولس په خفګان بدله کړه

دغه کودتا د ۱۳۳۲لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې په اتویشتمه نیټه د محمد مصدق د حکومت خلاف د بریطانیا د جاسوسي ادارې او د امریکې د مرکزي استخباراتو د مرکز(سي، آيي، ای) په پلاننګ او مالي او اجرائي ملاتړ سره وشوه او د کودتا له کامیابۍ او د ډاکټر مصدق د ملي حکومت د دویمې کابینې له ړنګیدو وروسته فضل الله زاهدي د نوې کابینې د جوړولو دنده په غاړه واخیستله. د ډاکټر مصدق وزیراعظمي او د دویم نړیوال جنګ په دوران کښې د ۱۳۲۰ کال په اوړي کښې د ایران د تیلو د صنعت د ملي کیدو د قانون تصویبیدل یوه پلمه شوه چې د بریطانیا او شوروي ځواکونه ایران ته راننوځي.

رضاشاه پهلوي په عملي توګه له هیواده جلاوطن شو او پر ځاې یې، زوی محمد رضا د باچاهۍ په تخت کښیناسته. د ځوان شاه د نسبي اقتدار نشتوالی په تیره بیا په اولنیو کلونو کښې، د سیاسي کسانو ترمینځ شخړې او د قدرت په ارګانونو کښې د کمزورۍ سبب شو. له ۱۳۲۰ نه تر ۱۳۳۰ کلونو ترمینځ یعنې د محمد رضا شاه د باچاهۍ په وړومبۍ لسیزه کښې تقریباً ۱۵ ځلې وزیراعظم بدل شو، د احمد قوام‌السلطنه، علي سهیلي، محمد ساعد، ابراهیم حکیم‌الممالک او عبدالحسین هژیر په شان کسان په دې پړاؤ کښې وزیراعظمۍ ته ورسیدل. 

له بلې خوا د دویم نړیوال جنګ په ختمیدو سره، په دنیا کښې خپلواکي غواړو غورځنګونو پراختیا وموندله او په ایران کښې هم ملي پال لید، په سیاست کښې یو ځانګړی ځاې مونده. په هم دغو حالاتو کښې وو چې په ۱۳۲۷ کال کښې د ایران ملي جبهه، د هغو سیاسي کسانو په پراخ ائتلاف سره جوړه شوه چې شاید یوازې په ملي پال لید کښې سره یو وو او د دغې جبهې یو مهم او اصلي کس، ډاکټر محمد مصدق و.

د ایران د تیلو د صنعت د ملي کولو لپاره د ملي او مذهبي ځواکونو ګډه مبارزه، ترټولو مهمه مسئله ده چې په شلمې لسیزې کښې یې ملي او مذهبي کسان یو ګډ خوځښت او غورځنګ ته مجبور کړل او د دواړو ځواکونو مشران یې ائتلاف ته نزدې کړل.

د شپاړسم پړاؤ په انتخاباتو کښې چې په ۱۳۲۹ کال کښې ترسره شول، د آیت الله کاشاني او ډاکټر مصدق په شان د خلکو یوشمیر نمایندګان پارلیمان ته ورسیدل. آیت الله کاشاني چې د ۱۳۲۷ کال د سلواغۍ په پنځلسمه نیټه په شاه باندې له د حملې له کیدو وروسته لبنان ته جلاوطن کړی شوی و، د ۱۳۲۹ کال په غبرګولي میاشت کښې د خلکو په پراخ هرکلي سره هیواد ته راستون شو.

هغه ایران ته له رارسدو وروسته د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د ایران تیل د ټول ولس حق او د «ګس-ګلشائیان» د ۱۳۱۲ کال تپل شوی تړون یې، له قضایی نظره بې ارزښته وباله. په عین حال کښې د محمد مصدق، حسین مکي او مظفر بقايي په شان معترضانو په مرسته د ملي جبهې په جوړیدو او د پارلیمان د شپاړسم پړاؤ د دویمې مرحلې په انتخاباتو کښې پارلیمان ته د هغوي په ررسیدو سره، د تیلو د صنعت د ملي کیدو د طرحې د تصویبیدو لاره هم هواره شوه او بلآخره د ډاکټر مصدق په مشرۍ، د ایران د تلي ملي کیدل، له یوې طرحې نه په قانون بدل شول.

البته د دیرشمې لمریزې پیړۍ په پیل کښې له بریطانیا سره د ډاکټر مصدق مخامخیدنه کومه نوې موضوع نه وه. په ۱۳۰۲ کال کښې د مشیرالدوله په کابینې کښې د بهرنیو چارو د وزارت په مقام کښې هم مصدق له هغه څه سره مخالفت کړی و چې بریطانیا په ایران کښې خپلې ګټې بللې.

کله چې د ایران د وخت د وزیراعظم محمد مصدق حکومت د ۱۹۵۱میلادي کال په اپریل کښې د تیلو د ملي کیدو د قانون اجرا، د خپل حکومت د پروګرام سرمشق وګرځوله، د ایران خلاف د بریطانیا او امریکا دسیسو او کارړنګونو هم زور واخیسته او د ۱۹۵۳ کال په آګست کښې د مصدق د حکومت خلاف کودتا هم، د دغو دسیسو یوه برخه وه.

له دغې کودتا وروسته د برټش پټرولیم، شیل او هم داشان د کیلیفورنیا او ټکساس د تیلي کمپنیو په شمول تیلي شرکتونو د ایران د تیلو لوټل پیل کړل ترڅو د ایران د تیلو د صنعت د ملي کیدو سره سره، لاهم په دغه صنعت باندې خپله ولکه وساتي.

د بریطانیا حکومت د تیلو د صنعت له ملي کیدو وروسته، د خپلو اسعارو د یوې سترې سرچینې له لاسه ورکولو په وجه، یوه شیبه د مصدق د حکومت خلاف له دسیسې لاس وانه خیسته. د تیلو د صنعت ملي کولو مصدق او ملي جبهه د لندن د حکومت په مقابل کښې راوستله او بلآخره یې بریطانیا دې نتیجې ته ورسوله چې د تیلو د مسئلې یوازنۍ حل لاره، د مصدق د حکومت نسکورول دي.

خو دغه هیواد په یوازې سر د دې کار توان نه درلود او ضروري وه چې د دې کودتا لپاره د امریکې ملاتړترلاسه کړي. په هم دې موخه یې د کمیونزم د خطر په پلمې سره، د امریکې د حکومت د راضي کولو هڅه وکړه. په دې هکله امریکايي لیکوال ریچارډ کاټم وايي: هغه وخت ما دا احساس کوه او اوس یې هم کوم چې انګلستان، له کمیونزم څخه د امریکایانو د بیمار ډوله ویرې په اندازې خبر و... انګریزانو په ډیرې چالاکۍ سره زمونږ له دې ویرې څخه په کودتا کښې زمونږ د ښکیلولو په موخه ناوړه استفاده وکړه.

سره له دې، امریکایان د لویدیځې نړۍ له لاسره د ایران د تیلي زیرمو په وتلو هم اندیښمن وو. امریکې هم داشان د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د خپلې سلطې د زیاتولو سیاست تعقیبوه. په ایران کښې د زمري د اتویشتمې د کودتا د اجرا عامل، سي، آيي، ای وه. سي، آيي، ای د ایران حالات وڅیړل او د ۱۳۳۲ کال د وري په اتویشتمه نیټه یې د دغو حالاتو په هکله یو رپورټ وړاندې کړي. سي، آيي، ای په یاد رپورټ کښې د کودتا د طرحې اجرا چې (ټي، پي، آژاکس) نومول کیده، ممکنه وبلله او زاهدي یې امریکې ته د یو وفادار او باتور کس په توګه، د مصدق بهترین بدیل او ځاې ناستی معرفي کړ.

په دې تحقیق سره، د امریکې د وخت حکومت ډاډه شو چې د زمري د اتویشتمې د کودتا د طرحې ترټولو ښه اجرا کونکي سي، آيي، ای او د بریطانیا جاسوسي اداره ده. د زمري د اتویشتمې نیټې له سهار څخه د تهران له جنوب څخه ګڼ خلکو د ښار د مرکز په توګه روان شول. د مظاهرو په پیلیدو سره د خلکو ځینې ډلې هم د هغوي تر اغیزې لاندې په راتلو سره، د مصدق خلاف له شعار ورکونکو سره ملګرې شوې او له بلې خوا هغه پوځیان چې د پيسو په ترلاسه کولو سره یې په کودتا کښې په ګډون راضي شوي وو، له خلکو سره ملګري شول.

په امریکې کښې خپاره شوي اسناد ښودنه کوي چې په هم دغه وخت زیاتره جګ پوړي پوځي چارواکي او حتی خپله فضل الله زاهدي پټ شوي وو یا یې امریکایانو ته پناه وړې وه. د مصدق او د هغه د پلویانو د بې تحرکۍ د وجوهاتو په هکله ډیر روایتونه شوي دي. د مصدق او د هغه د ملګرو له خوا د خطر جدي نه اخیستل، پر وخت په فیصلې کولو کښې کمزورتیا، په لوړو سویو د مناسبې اړیکې نشتوالی یا یې له ناهیلۍ سره مله ستوماني، د دغو روایتونو ځینې بیلګې دي. بلآخره مصدق عزل او ونیوی شو او زاهدي د وزیراعظم په توګه معرفي شو.

د زمري د اتویشتمې نیټې کودتا داسې جدي پایلې درلودې چې ایران یې تر کلونو ښکیل کړی و. دغه پایلې هم په کورني او هم په بهرني اړخ کښې ګڼلی شو. په کورني اړخ کښې له کودتا وروسته د ایران په سیاسي فضا کښې ډیر بدلون راغی او د سیاسي بندون او د شاه په رژیم باندې د نیوکه کوونکو او مخالفانو د لازیاتې ځپنې او د محمد رضا شاه د اقتدار د پياوړتیا په لور یې تګ وکړ.

له بلې خوا د زمري د اتویشتمې کودتا او د مصدق د حکومت پرزیدل، په ایران کښې د نیشنل ازم او ملي پالنې د پړاؤ پاې بللی شو. د هغې منظمې او پلان شوې ملي پالنې چې د ایران د ملي ګوند په شان ګوندونو له خوا یې بڼه نیولې وه. د زمري د اتویشتمې نیټې له کودتا وروسته ایران خپله سیاسي خپلواکي بایله او یوځل بیا لاس پوځي او د پردیو د غوښتنو اجرا کوونکي رژیم قدرت په لاس کښې واخیسته او د ساډوبۍ او ځپنې سیاست یې غوره کړ.

داشان له کودتا نه په وروسته پړاؤ کښې ډیموکراسۍ او سیاسي آزادیو له ایرانه کډه وکړه او حکومتي او مرمایشي سیاسي ګوندونو د خپلواکونو ګوندونو ځاې ونیوه. په ایران کښې د زمري د اتویشتمې له کودتا وروسته هغه چوکاټ کښې اساسي قانون د شاه د قدرت لپاره ټاکلی و، تر پښو لاندې کړی شو او د هغه د قدرت  زیاتیدل، تر ۱۳۵۷ کال یعنې د اسلامي انقلاب تر بریا پورې د شاه د ډیکټاټورۍ د اوږد پړاؤ لامل شول.

د اسد د اتویشتمې له کودتا وروسته د ایران په بهرنیو اړیکو کښې هم بنیادي او ستر بدلونونه راغلل.

د ایران حکومت له بریطانیا او امریکا سره خپلې ګرمې سفارتي اړیکې دوباره پيل کړې. د تیلو مسئله د لندن او واشنګټن د ګټو په لړ کښې د یو تیلي کنسرسیوم په جوړولو سره هواره شوه. ایران لویدیځ بلاک ته په ننوتو سره، د امریکې د یو تابع سیمه ایز لوبغاړي په توګه د امریکې او شوروي ترمینځ د ساړه جنګ ډګر ته ودانګل او د شاه د پړاؤ په وروستیو کښې د امریکې په سیمه ایز تاڼېدار بدل شو.

له لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکې او بریطانیې سره د ایران اقتصادي او سیاسي اړیکو ګړندۍ وده وکړه تر دې چې د شاه رژیم په دغو دواړو حکومتونو پورې بې مخینې پیئلتیا پیدا کړه. په دې لړ کښې ایران د لویدیځو وسلو په یو ډیر ستر اخیستونکي بدل شو او شاه هم په کورني او بهرني ډګرونو کښې لوړ الوت کوونکي اقدامات غوره کړل خو دغه خوبونه او خیالونه یې، په ۱۳۵۷ کال کښېد اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره په اوبو لاهو شول او په ایران کښې د باچاهي نظام دوران پاې ته ورسیده.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه