د ابوعلی ابن سینا د درنښت ورځ
مشهور ایرانې او ستر پوه ابوعلی سینا د طب په ډګر کې د نړۍ یوه ستره څیره بلل کیږی او د طب په زمینه کی د هغه کتابونه تر مودو پورې د نړۍ په مطرحو پوهنتونوکې تدریس کیدل
هر کال د وږي د میاشتې لو مړۍ نیټه په ایران کې د محمد زکریا رازي د درنښت په مناسبت د ډاکټر ورځې په توګه پیژندل کیږی.دغه نوم کیښودنه د طب علومو ته د ابن سینا د ارزښتمنو خدمتونو، تالیفاتو او په دغه څانګه کې د هغه د فعالیتونو او له طبیبانو د ستاینې دمننې په خاطر ده .نن درسره د دغه ارزښتمن ایرانی پوه د ژوند مختصر حالات شریکوو .
مشهور ایرانې او ستر پوه ابوعلی سینا د طب په ډګر کې د نړۍ یوه ستره څیره بلل کیږی او د طب په زمینه کی د هغه کتابونه تر مودو پورې د نړۍ په مطرحو پوهنتونوکې تدریس کیدل . دغه تکړه پوه په مختلفو علومود احاطې او له ځانه وروسته په پوهانو او متفکرانو د اغیزشیندلو په دلیل نه یوازې په ایران بلکې په لویدیځه نړۍ کې هم یو مشهور اسلامي پوه پیژندل کیږی .
ابوعلی حسین بن عبدا... بن سینا په ۳۷۰ کال کې د بخارا په خوا کې په یوه کلی کی چی هغه وخت د سامانیانو پلازمینه وه ، دنیا ته سترګې رڼې کړې . دغه ستر حکیم چی بیا وروسته د اسلامی نړۍ د فلسفې او علومو کې اغیزمنه څیره شوه ، او د شیخ الرییس ، حجه الحق او شرف الملک لقبونه ورته ورکړل شول له ماشومتوبه د مختلفو علوموپه زده کولوکې عجیبه وړتیا او شایستګۍ درلوده . کله چی ابن سینا پینځه کلن وو له خپل پلاره یې چی یو فاضل کس وو ، ریاضیات ، حساب ، د قران لوستل او د عربی ژبې صرف و نحو زده کول . هغه له هماغه لومړیو ډیر باهوشه وو او د پوهې د ترلاسه کولو لپاره یې ډیره لیوالتیا درلوده . څه موده وروسته هم مکتب ته ولاړ چی د خپلو کلاس فیلو تر ټولو هوښیار کس وو . هغه په لس کلنۍ کې قران کریم حفظ کړ او ادبیات ، هندسه ، ریاضیات او د عربی ژبې صرف و نحو باندې هم پوهیده . هغه له طبیعت ، بوټیو او حیواناتو سره خاصه دلچسپۍ درلوده او خالی وخت به یې په دښتو کې د تجروبې په ترلاسه کولو تیروه او په دې ډول له ماشومتوبه د درملیزو بوټیو له خصیتونو او طب سره مینه پیدا کړه .
ابوعلی دولس کلن وو چی پلار هغه د عبدا... ناتلی په نوم استاد ته ولیږه . هغه خپل معلومات بشپړه کړل . له هغه وړاندی هم ابوعلی د فقه علم له اسماعیل زاهد زده کړی وو .ابوعلی دومره هوښیار وو چی کله کله به یې په علمی مطلبونو کې تازه علتونه پیدا کول ، په دې ډول چی د خپل استاد د حیرانتیا سبب به کیدل . ناتلی هم هغه د علومو او پوهې زده کولو ته هڅوه او په دې ډول ابوعلی د منطق علم زده کړ او بیا یې د ریاضیاتو بشپړولو ته مخه کړه .
ابوعلی سینا د خپلو معلوماتو د زیاتولو او بشپړولو لپاره د خپل زیاد او کوشش له دوامه پرته بله چاره نه درلوده . هغه له هغو ټولو کتابونو چی ترلاسه کول به یې ، ګټه پورته کوله اود طب علم یې هم د خپلو علمي تجروبو او لویانو د کتابونو په وسیله زده کول .

کله چی ابوعلی سینا ۱۸کلن وو دوهم نوح په بخارا حکومت کاوه . یوه ورځ د امیر غلامان په هغه پسې ورغلل تر څو د امیر د درملنې لپاره ولاړ شی . ابوعلی سینا واکمن معالجه کړ او د امیر د درملنې په بدل کې له هغه وغوښتل چی د بخارا له سلطنتی کتابتون ورته د استفادې اجازه ورکړل شی ځکه چی یوازې شاهزادګانو او لویانو ته له هغې د استفادې حق حاصل وو . په دې ډول د هغه لپاره د علم ترلاسه کولو تازه سپرکی پرانستل شو . د بخارا کتابتون د ایران د هغه وخت تر ټولو بشپړه کتابتون بلل کیده او د اکثره زړو او کم موندونکیوکتابونو یوه نسخه به پکې موجوده وه .
ابن سینا په ۲۲ کلنۍ کې خپل پلار له لاسه ورکړ . په دغه وخت د سامانی دولت د کمزورتیا په دلیل بخارا له ګډوډی سره مخامخ شوی وه . ابن سینا له بخارا خوارزم ته ولاړ . خوارزم په هغه وخت کی د څیړاندو او پوهانو مرکز وو او د هغه ټاټوبی امیرانو د پوهانو درناوی کاوه . ابن سینا هم د هغو له پام او درناوی برخمن شو او یوه موده یې هلته کار او څیړنې ته مخه کړه . خو خوارزم څه موده وروسته د محمود غزنوی په لاس ونیول شو او له هلته پوهان تیت پرک شول . ځینې پکې د محمود په بلنه د غزنویانو پلازمینې غزنه ته ولاړ ل . خو ابن سینا د هغه بلنه ونه منله او د ځان له ویرې له خوارزم وتښتیده . په څو ښارونو کې له لنډې میشتیدا وروسته جرجان ته ولاړ او په دغه ښار کی یې په طب کې د قانون کتاب لیکل پیل کړل . دغه کتاب چی په طب کی یو مشهور او ستر کتاب بلل کیږی ، کابو ۷۰۰ کاله د اروپا په علمي مرکزونو کې تدریس کیده .
یو کال وروسته له هلته رې اوقزوین او بیا د همدان حاکم شمس الدوله دیلمی سره ملاقات وکړ او د شمس الدوله قولنج ناروغۍ یې درمان کړه او د هغه وزارت یې ومنه . ابن سینا په همدغه پړاو کې چی په سیاسي او اداري کارونو بوخت وو ، د شفا کتاب لوستلو ته مخه کړه . دغه کتاب په فلسفه او عقلي علومو کې د ابن سینا تر ټولو مهم او جامع اثر بلل کیږی چی پکې د یونان د زړو سترو فلاسفرانو او د افلاطونیانو او سکندریه مدرسې شارحانو رایې یې تحلیل ، نقد او وجاجولې .
د شمس الدوله له مړینې وروسته د هغه زوی د هغه ځای ناستې شو او لکه څرنګه چی ابن سینا د هغه وزارت ونه منه ، هغه یې څلور میاشتې زندانی کړ . ابن سینا په جیل کی هم څو کتابونه ولیکل له زندان له خلاصیدو وروسته په پټه له خپل شاګردجوزجانی او ورور سره یو ځای اصفهان ته ولاړ .ابن سینا په اصفهان کی د واکمن علا الدوله کاکویه له هرکلی سره مخامخ شو او په دغه ښار کی یې ۱۴ کاله په ارامښت سره ژوند وکړ . په دغو کلونو کې یې خپل ناتمام کتابونه پای ته ورسول او په موسیقۍ ، ریاضۍ او فلسفې په زمینو کی تازه کتابونه ولیکل . په اصفهان د مسعود غزنوی په حمله کې چی علا الدوله د حکومت د نسکورولو لپاره ترسره شوه ، د ابوعلی کور لوټ شو او د هغه ځینې لیکنې له مینځه لاړې . خو ابن سینا د عمر تر پایه د علا الدوله په اداره کی پاتی شو او بالاخره په ۴۲۸ قمری کال کی همدان ته د سفر په دوران کی چی علا الدوله هم ورسره وو ، د ناروغۍ له امله وفات شو .
پر طب سریبره ابوعلی سینا په نورو علوموکی هم دیره پوهه او تخصص پیدا کړی وو . ابن سینا په ایران اواسلامی دنیا کی لومړنې فیلسوف چی د فلسفې په اړه یې منظم او کامل کتابونه لیکلی دي . دو سترو یوناني فیلسوفانو ارسطو او افلاطون او ستر ایرانی فیلسوف فارابي د ابن سینا د فلسفې په بڼه ورکولو کی ډیر اغیزشیندلی دی . ابن سینا له ټولو زیاته د ارسطو له فلسفې ګټه پورته کړی ده ، له دې سره سره هغه په فلسفه کی نوی لیدتوګه درلوده چی تر یوه حده د تارسطو له فلسفې سره یې توپیر درلوده . ابن سینا د خپلواکه فکر درلودونکی فیلسوف وو چی پکې د یونان د فلسفی لیدتوګو اغیز دومره نه وو چی هغه د دغو عقیدو ساده بیانونکی وپیژنو . ابن سینا اسلامی الهیاتو ته پام کاوه او هڅه یې وکړه چی په خپله فلسفه کی اسلامي لیدتوګې هم ورداخلې کړي . ابن سینا د خپل ژوند په پای کی د هغو کتابونو تالیف ته مخه کړه چی په فلسفه کی د نوی لیدتوګې د ترلاسه کولو نښه موجوده ده . په دوی کی یو کتاب حکمه المشرقیه کی دی .
د ابن سینا د اثارو په لیسټ کې ۱۳۱ اصلي او ۱۱۱ اثار په هغه پورې اړونده ذکر شوي دي . د ابن سینا په تالیفاتو کې په فلسفه کی شفا او په طب کی قانون نړیوال شهرت موندلی دی . د شفا کتاب په اتلسو ټوکوکې د علومو او فلسفې په برخو یعنی منطق ، ریاضۍ ، طبیعات او الاهیاتو کې لیکل شوی دی . د شفا منطق نن هم هماغه راز د اسلامی منطق د یوه معتبر کتاب په توګه مطرح دی او د هغه طبیعات او الاهیات تراوسه هم د میناوالو د پام وړ دی . د هغه قانون کتاب په بیلا بیلو ژبو ژباړل شوی دی .

این سینا نه یوازې په خپل وخت کې بلکې په وروستیو پړاونو کې هم په خلکو کی ډیر شهرت درلودلی دی . په همدې دلیل د هغه د ماشومتوب ، کار ، هوښیارۍ په اړه دیرې کیسې او افسانې رامینځته شوي دي . په دغو ځینو افسانو کی هغه داسی حکیم دی چی ژوند بخښی ، داسې هوښیار کس دی چی په هر څه پوهیږی او داسې ځیر کس دی چی له پټو رازونو خبر دی .
ابن سینا په خپلو اثارو سربیره څو شاګرادان هم وروزل چی هر یو پکې د خپل وخت ستر پوه شو . د هغه په شاګردانو کې ابوالحسن بهمنیار بن مرزبان ، ابوعبیدا... عبدالواحد بن محمد جوزجانی ، ابوعبدا... محمد بن احمد المعصومی او شیخ علی نسایی خراسانی ته اشاره کولای شو .
ابوعلی سینا په ۵۸ کلنۍ کې وفات شو او د دغه ستر او مشهور پوه مقبره د ایران په همدان ښار کی ده .
پای