د وږي د میاشتې ۸ مه؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ
(last modified Tue, 29 Aug 2023 10:12:26 GMT )
Aug 29, 2023 14:42 Asia/Kabul
  • د وږي د میاشتې  ۸ مه؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ

د وږي میاشتې اتمه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ بلل کېږي، په ۱۳۶۰م کال کې د ایران د لوړپوړو چارواکو پر ضد له بې ساري ترهګریزو عملیاتو سره سمون خوري، چې د انقلاب دوه نږدي ملګري او د علم او تقوا دوې ستنې، شهید محمد علي رجايي ولسمشر او محمد جواد باهنر، د ایران لومړی وزیر او د هغوی څو ملګري پکې شهیدان شول.

ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ یو له سترو قربانیانو څخه شمېرل کېږي او د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د دغه هېواد دښمنانو د اسلامي نظام د نسکورولو په موخه، څه باندې ۱۷ زره چارواکي او اتباع وژلي دي. د ۱۳۶۰ کال د وږي د میاشتې په اتمه نېټه یو تر ټولو زړه بوږنوونکي عملیات ترسره شول چې په همدې ورځ د ایران ولسمشر محمد علي رجايي او د ایران د هغه وخت لومړی وزیر محمد جواد باهنر د حکومت له یو شمېر غړو سره د لومړی وزیر په دفتر کې په چاودنه کې شهیدان شول.

د اسلامي انقلاب دښمنانو په دغه ظالمانه چلند سره، د اسلامي جمهوریت د نسکورولو هڅه وکړه، په داسې حال کې چې باهنر او رجایي شهیدانو په خپلو شهادتونو سره، د انقلاب ونې اوبه کړې، د دغو دوو سترو شهیدانو په شهادت سره، یوه اونۍ د دولت په نوم ونومول شوه.

دا پېښه پوره دوه میاشتې وروسته له هغې وشوه، چې آیت الله سید محمد حسینی بهشتي او د اسلامي جمهوریت د ګوند څه دپاسه ۷۰ سیاسي او اجرایي غړي د دغه ګوند په دفتر کې په چاودنه کې ترور او شهیدان شول. شهید رجايي د وفات پر مهال ۴۸ کلن وو. هغه د انقلاب له بریا وروسته، لومړی د پوهنې د وزارت په څوکۍ کې دنده ترسره کړه او بیا په ۱۳۵۹ کال کې د تهران د خلکو د استازي په توګه په اسلامي شورا کې شامل شو. د ۱۳۵۹ کال د زمري په ۲۰مه نېټه، لومړی وزیر او د ۱۳۶۰ کال د زمري د میاشتې په دویمې ټولټاکنو کې د بني صدر له ګوښه کېدو وروسته، له ۱۳ میلیونه زیاتو رایو په ګټلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دویم ولسمشر په توګه وټاکل شو.

باهنر هم د شهادت پر مهال ۴۸ کلن وو.  هغه هم د انقلاب له بریا وروسته د انقلابي شورا د غړیتوب، د خبرگانو په مجلس کې د کرمان د خلکو استازی، په اسلامي شورا کې د تهران د خلکو استازی، (د شهید رجايي په کابینه کې) د پوهنې د وزارت او (د ډاکټر بهشتي له شهادت وروسته) د اسلامي جمهوري ګوند عمومي منشي دندې پر غاړه درلودې. هغه ولسمشرۍ ته د رجايي له ټاکنو وروسته، د هغه له لوري د ايران د اسلامي جمهوريت د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د اسلامي انقلاب دښمنانو په دغه ناوړه چلند سره، د اسلامي جمهوریت د نسکورولو هڅه وکړه او فکر یې کولو چې په دغه ډول ترهګریزو اقداماتو سره به د اسلامي انقلاب د آرمانونو د تحقق په لاره کې خنډ رامنځته کړي، خو د ایران ملت تل د شهیدانو لاره تعقیب کړې ده او د باهنر او رجايي د شهيدانو په شان د شهيدانو وينه د اسلامي ايران د برترۍ ضامن شو.  

حقیقت دا دی چې ترهګري د نړیوالې ټولنې یوه تر ټولو اساسي ستونزه او د ملتونو د حقونو او نړیوال ثبات پر وړاندې تر ټولو خطرناک ګواښ دی. د تاریخ په اوږدو کې، په تېره بیا په تېرو سلو کلونو کې، ترهګري د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د تر ټولو مهم ګواښ رېښه ده. په ایران کې هم د اسلامي انقلاب د بریا او د نړیوال استکبار د انډولونو د له منځه وړلو له لومړیو ورځو څخه، ایران د منافقینو د ډلې په ګډون، د دښمنانو او د هغوی د ملګرو د نفرت او دښمنۍ هدف وو. دغې ډلې یوازې د ۱۳۶۲ کال د وري د میاشتې له ۱۱مې او د کب میاشتې تر ۲۶مې پورې د ۴ زره او ۵۸۳ ایرانیانو د وژلو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.  

د منافقینو دغه ډله په ۱۳۴۴ هجري لمريز کال کې له خپل تاسیس څخه تر نن ورځې پورې، چې د البانیا د خاورې په یوه کونج کې او د امریکې تر ملاتړ لاندې شتون لري، د ایران د اسلامي جمهوریت پر خلاف د وسله والې جګړې د اعلانولو په ګډون، د خیانت او جنایتونو سرچینه ده چې د نظام د چارواکو په وژلو، په هېواد کې بمې چاودنو، د صدام له رژیم او نورو ډېرو سیاسي خیانتونو او جاسوسۍ سره تړاو لري.

امریکایانو د انقلاب له پیله د منافقینو ترهګریز سازمان د خپلو مالي، سیاسي او تبلیغاتي ملاتړونو تر چتر لاندې ځای پر ځای او د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو پر وړاندې د دوی له ترهګریزو جنایتونو ملاتړ وکړ. دغې ډلې هڅه وکړه چې د ایران په حساسو عناصرو کې د ژورې تشې په رامنځته کولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د زوال او د شرایطو د رامنځته کولو لپاره په زور او سیاسي قتل سره، د نظام تکړه عناصر او فکري طرحه کوونکي په فزیکي توګه لیرې کړي. د محراب شهیدان، د چنګاښ د اوومې او د وږي د اتمې شهیدان، د لاجوردي، قرني او صیاد شیرازي په څېر شهیدان، د ترهګرۍ له هغو قربانیانو څخه وو چې د منافقینو له خوا په شهادت ورسېدل. د دې ترهګریزو کړنو پر وړاندې نړیوال استکبار، نه یوازې دا چې کوم غبرګون ونه ښوده، بلکې ملاتړ یې هم وکړ.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړوند د نړيوالو قوانينو او اصولو په څېړلو سره په دې کې شک نشته، چې دغه کړنې چې د ملکي وګړو پر وړاندې د ترهګرۍ او تاوتريخوالي د رامنځته کېدو او د هېواد له خاورې څخه د سرغړونې او غير قانوني چلند سبب کېږي، د تروريستي او بشري ضد عملونو بيلګې دي او د منافقانو د ډلې په پایله کې؛ دا یوه ترهګره او جرمي ډله ده چې له دې ادعا څخه له ترهګرۍ سره د مبارزې د اسنادو او کنوانسیونونو لخوا ملاتړ کېږي لکه؛ د روم اساسنامه، د یرغمل نیولو پر وړاندې د 1979 نړیوال کنوانسیون او د 1997 د تروریستي بمونو د منع کولو نړیوال کنوانسیون او د 1949 د جینوا کنوانسیونونو کې شامل شوې عمومي درېیمه ماده تاییدوي.

د تهران ولایت د جنايي محکمې د دوسیې له مخې، ټاکل شوې د مجاهدین خلق ( د منافقینو ډلګۍ)په نوم بنسټ او د دغې ډلې ۱۰۴ غړي محاکمه شي.

امریکا او صهیونیسټي رژیم په وروستیو کلونو کې تل په ایران او سیمه کې له ترهګرو ملاتړ کړی دی. د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې د مشکوکو هوايي پروازونو له لارې د ترهګرو عناصرو پوځي روزنه، د وسلو لېږل، د سپکو او نیمه درندو وسلو لېږد، د ارتباطي وسایلو او خوراکي توکو لېږد، له ترهګرو څخه د واشنګټن د ملاتړ یوازې یوه برخه ده چې  په مختلفو نومونو سره د امریکا په خدمت کې ده او په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د ګټو لپاره، د ایران د اټومي ساینس پوهانو او د مقاومت د قوماندانانو د وژلو په شان، وحشتناک جنایتونه ترسره کړي دي.

محسن فخري زاده، مجید شهریاري، مسعود علي محمدي، داریوش رضایي نژاد، مصطفی احمدي روشن او رضا قشقایي د ایران د اټومي انرژۍ د پوهانو له جملې څخه وو چې په وروستیو کلونو کې د صهیونیسټي جاسوسي سازمان د اجیرانو او غلامانو له خوا په شهادت ورسېدل.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک مرحوم قوماندان ډګرجنرال حاج قاسم سلیماني هم د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په دیارلسمه نېټه د عراق د حشد الشعبي له یوه مشر ابو مهدي المهندس سره عراق ته د ماموریت لپاره د تللو پر مهال د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا په هوايي برید کې شهیدان شول.

 څرګنده ده چې دغو سرغړونو، نه يوازې دا چې د ايران ولس له اسلامي نظام څخه له ملاتړه ناهیلي کړی نه دث، بلکې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د هغوی هوډ هم زيات کړی دی.

د منافقینو د ډلې په ګډون، له ترهګرو سره د لوېدیځو حکومتونو ملاتړ دا حقیقت په ډاګه کړی، چې دغه حکومتونه د ترهګرۍ د ښکارندې په مقابل کې د بشري حقونو او قانون د پابندۍ په نسبت، خپلو سیاسي ګټو ته زیات وفادار دي او تل له دغې ډلې څخه پر ایران باندې د فشار د یوې سرچینې په توګه استفاده کوي. په وروستیو کلونو کې ځینو لوېدیځو چارواکو یو ځل بیا د منافقینو د ترهګرې ډلې په غونډو کې په ګډون سره، د ترهګرۍ له ښکارندې سره په مقابله کې خپله دوه مخي او منافقانه سیاست په ډاګه کړ او له ترهګرو په عامه ملاتړ سره دغه ډله له ترهګرو څخه تبرئه کړله.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ال... خامنه يي په دې اړه فرمايي: نن سبا د لوېدیځ ځینې سیاستونه هڅه کوي چې دغه تور مخې پاک کړي، منافقان په یوه ډول د مظلومیت په حال کې وښیي او د هغوی لپاره د مظلومیّت فضا رامنځته کړي. البته دوی به ونه شي کړای. 0۳/0۶/۱۳۹۵

ژباړه: زماني