د لمر په حضور کښې
-
فایل فوټ،
له معظم رهبر سره د ایران د دیارلسم حکومت د کابینې کتنه
د تهران راډیو مینه والو د لمر په حضور کښې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن په ایران کښې د حکومت په اونۍ کښې د دیارلس حکومت د کابینې د غړو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د مهمو څرګندونو جاج اخلو، په دې هیله چې دا لیکنه مو خوښه شي
د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د زمری دمیاشتې له دوهمې نه تر اتمې نیټې (د اګست له ۲۴ تر ۳۰) پورې د حکومت اونۍ نومول شوې ده. دا ورځې د اسلامي انقلاب نه وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د دویم ولسمشر "محمد علي رجايي" او د دریم لومړي وزیر "محمد جواد بهنر" د شهادت له ورځو سره سمون خوري. دا اونۍ د حکومتونو د کلنۍ کارنامې او کړنو د ارزونې او تبصرې فرصت دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د هر کال په دغو ورځو کښې له دود سره سم د هغه وخت د حکومتونو له غړیو سره په کتنه کښې د شهید رجائی او شهید باهنر او د هغوي د حکومتونو د قوتونو او ښو اقداماتو یادونه وکړه او همداشان یې ځینې سپارښتنې هم وکړې.
شهیدانو رجایي او باهنر ډیره لږه موده چې له یوې میاشتې هم لږه وه، د ایران په اسلامی جمهوریت کې د حکومت د مشرانو په توګه کار وکړ او د ایت اللهلعظمی سید علي خامنه ای په وینا، دوی د ډیرو اقداماتو د ترسره کولو فرصت نه درلود، خو هغه څه چې دوي یې مشهور او تل پاتې کړل، د هغوي انقلابي او الهي لورنیونه وه، «یعنې د هغوي ژوندي د هغوي د برخلیک سره بیخي سمون خوړه، یعنې د خدای د رضا په تکل کښې وو، لکه څنګه چې زمونږ ټول شهیدان او د في سبیل الله ټول مجاهدان چې په خلوص سره جهاد کوي، هدف یې الهي رضا ده، د خدای رضا او د خلکو لپاره کار چې دا هم په الهي رضا کښې راځي، یعنې متعال خدای له مونږ غوښتي دي چې د خلکو لپاره کار وکړو.
آیت الله خامنه اي په خالصانه کار باندې په ټینګار سره، د امام سجاد علیه السلام یوې وینا ته اشاره وکړه چې فرمايي: که چیرې الهي رضا زما هدف وګرځي نو حتی د دښمن مې هم زړه ډاډه ده چې زه به پرې ظلم ونه کړم، دښمن دی خو ډاډه دی چې زه پر ظلم نه کوم، زما ملګری او دوست هم ډاډه دی چې زه د هغه لپاره د ملګرتیا د امتیاز نه قائل کیږم.
د دولت په اونۍ کښې چې د دیارلسم حکومت له دویمې کلیزې سره هممهاله وه، د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ولسمشر او د هغه د کابینې د نورو غړو د رپورټ له اوریدو وروسته، د ابراهیم رئیسي د حکومت ترټولو ستر توفیق، په خلکو کښې د هیلې او امید راژوندي کول او په میدان کښې پاتې کیدل وبلل او د دغه حکومت کړنلاره یې تر ننه پورې د ستاینې وړ وبلله. په حقیقت کښې له حکومت څخه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر قدرونه په دې وجه ده چې په مجریه قوه کښې له هیواده په بهر او لویدیځو قدرونونو باندې د اعتماد نښې نښانې نه لیدل کیږي چې دا موضوع د هیواد د خپلواکۍ او پر ځان بسیاینې په لړ کښې ډیره مهمه ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت دیارلسم حکومت هغه وخت چې کرونا ناروغي او دباؤنه او اقتصادي جنګ په هیواد باندې واکمن و، هڅه وکړه چې په ولس کښې هیله او امید راپیدا کړي. که څه هم په دې دوو کلونو کښې د لویدیځ په تیره بیا امریکې له خوا بایکاټي دباونه ختم نه شول او حتی په تیر مني یا خزان کښې هم د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف یو ستر ترکیبي جنګ پیل شو خو د خلکو د ستونزو په تیره بیا په اقتصادي برخه کښې یې د مشکلاتو په کمولو، بندیزونو ته په ماتې ورکولو او هم د د سیمې او آسیايي هیوادونو سره د اړیکو په پراخولو باندې د مجریې قوې تمرکز د پام وړ و. آیت الله العظمی خامنه اي دې ته په پآم سره چې په هیواد کښې د رامینځته شویو ښو پیښو په بیانولو کښې د دې حکومت ژبه رسا نه ده، د حکومت د رسندوي فعالیتونو د «کارنده کولو» سپارښتنه یې وکړه او ویې فرمایل: کوم ښه کارونه چې شوي دي، څومره چې وړ دی او حق یې دي، هومره د خلکو په نظر او ذهن کښې نه دي منعکس شوي. زه غواړم یو څه ووایم نو شاید په دې کار کښې مرسته وشي چې کوم حقایق او واقعیتونه چې د حکومت په لړ کښېؤ د خلکو د پرګنو او هغو کسانو ته لاډیر څرګند شي چې کوم غرض او نظر نه لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په سر کښې د اقتصاد برخې ته اشاره وکړه چې په سترو اقتصادي برخو کښې د پام وړ وده، پرمختګ او مثبت بدلونونه راغلي دي او زیاته یې کړه: البته، مخکې له دې چې لوی اقتصادي مسایل د خلکو په ژوند اغیزه وکړي، یو څه فاصله لري. دا پدې معنا ده چې وخت باید تیر شي. د ځینو حکومتونو طبیعت دا دی چې سبا، له نن ورځې قربانوي خو دې حکومت دغه کار نه دی کړی؛ بلکې داسې ستر او بنسټیز کارونه یې کړي دي، چې ښايي نن یې اغیز په بشپړه توګه څرګند نه شي، خو اخر به خامخا څرګند شي.
د اقتصادي ودې زیاتوالی، په ځانګړې توګه د صنعت په برخه کښې یې وده، د نقدینګۍ د ودې کمول، د بیکارۍ کمول، د توکو په صادراتو کې د پام وړ وده، د مالیاتو د سیسټم پیاوړتیا، د پیټرو کیمیکل محصولاتو په تولید کې د پام وړ وده، د تیلو او ګازو په برخه کې ارزښتناکه اقدامات، د پارسِ جنوبي د یولسم پړاو د سټیشن پرانیستل، د بندو شویو فابریکو دوباره فعالول، مختلفو سیمو ته د اوبو رسول او د اوبه خور د شبکو په برخه کې مهم فعالیتونه له هغه څه وو چې د انقلاب معظم رهبر ورته اشاره وکړه خو د خلکو د ځینو ستونزو او ورځنیو مشکلاتو شتون یې د حکومت د مهمو کارونو او ارزښتناکو اقتصادي فعالیتونو د نه ښکاریدو لامل وبلل چې لکه د دوړو په شان یې د بنیادي کارونو د ترسټرګو کیدو مخه نیولې ده.
د دیارلسم حکومت یو مثبت او څرګند خصوصیت له خلکو سره په اړیکې او د هیواد په مهمو او بحراني ډګرونو کښې خپله د ولسمشر او د هغه د کابینې میداني شتون دی. د سیلاب او زلزلې په شان طبیعي پیښو په شمول مهمو کورنیو پيښو کښې ولسمشر د خپلې کابینې له غړو سره یوځاې د پيښې په وړومبۍ لیکه کښې په میداني توګه او نیغ په نیغه د کړکیچ مدیریت کړی دی چې د خلکو د رنځ او کړاؤ د کمیدو سبب شوی دی.
معظم رهبر له خلکو سره له تواضع او صمیمیته ډکه نزدې اړیکه ډیره ګټه وره وبلله او څرګنده یې کړه: دا ډیره مهمه ده. مونږ حق نه لرو چې له خلکو سره د استعلا او استکبار له مقامه چلند او خبرې وکړو، مونږ دومره لوې خلک نه یوو، هر څه چې دي د خلکو دي، که مونږ ته یو شان، کار او مقام هم راکړی شوی دی نو اول خو خلکو راکړی دی او دویمه دا چې د دې لپاره راکړی شوی دی چې د خلکو خدمت وکړو.
دوي د کابینې په تیره بیا خپهل د ولسمشر په شخصي او حکومتي سلوک کښې د تشریفاتو کمول او ساده ژونده او د هغه جهادي او انقلابي روحیه د ستاینې او پام وړ وبلله.
د ښاغلي رئیسي حکومت په بهرني سیاست کښې په عقلي پراختیا او له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراخولو سره، د خپلو اړیکو د مضبوطولو تکل وکړ. حکومت هڅه وکړه چې د سیمې د هیوادونو له وړتیاؤ په پوره او بشپړه استفادې سره وتوانیږي په لویدیځې آسیا کښې د امنیت او ثبات د رامینځته کولو په ترڅ کښې، د هیواد د اقتصادي ودې او د غیرتیلي صادریاتو د زیاتیدو سبب شي. او له دې لارې د تجارتي او اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا زمینه پراخه شي، د لورو د ګټو د زیاتیدو او د پایداره امنیت د ټینګښت لامل شي.
له سعودي عربستان سره د شخړو کمول او له دغه هیواد او بحرین سره د اړیکو بحالولو هم له هیوادونو هیوادونو سره د اړیکو جدي پياوړتیا چې عموماً د هغوي په غوښتنه وه، د حکومت د خارجه وزارت ځینې بریاوې دي. د اسلامي انقلاب ستر لارښود د دې ټکیو په بیانولو سره، د شنګهايي د ملګرتیا سازمان او بریکس په شان په دوو مهمو نړیوالونو تړونونو کښې غړیتوب یو مهم او ارزښتناک بریالیتوب وباله او ویې فرمایل: دا د دې ښودنه کوي چې هیواد په یو داسې حال کښې راغلی او یو داسې حد ته رسیدلی دی چې د دغو نړیوالو تړونونو بنسټګر او غړي غواړي بلکې ټینګار لري چې ایران یې برخه وګرځي.
له دنیا سره د تعامل څرنګوالی له هغو تذکراتو او سپارښتنو و چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د یو روښانه مفهوم په وړاندې کولو سره څرګندې کړې او ویې فرمایل: کله چې وایو «له دنیا سره تعامل»، نو د هیواد ځینې سیاسي عناصر فکر کوي چې دنیا یعنې یوازې یو څو لویدیځ هیوادونه او دا چې که له هغو سره اړیکه او نزدې همکاري ولرو نو له دنیا سره اړیکه لرو، او که له هغوي سره مو اړیکې کمې شي نو معنا یې دا ده چې له دنیا سره مو اړیکه کمه شوې ده. خو دا سوچ غلط دی، دا نظر یو ارتحاعي نظر دی... له نړۍ سره اړیکه یعنې له افریقا سره اړیکه، له لاتیني امریکا سره اړیکه، له آسیا سره اړیکه. آسیا د انساني او طبیعي پانګې ستره سرچینه ده او افریقا هم دغه شان.
البته معظم رهبر د نړیوالو ارتباطاتو ترټولو مهم معیار ملي ګټې او ملي عزت وباله او ویې فرمایل: ملي عزت ډیر مهم دی او پکار دي چې په دې اړیکو کښې، هم سلطه منل نه وي او نه سلطه پالنه، یعنې مونږ هم د سلطه پالنې مخالف یو او هم د سلطه منلو خلاف یوو.
*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی