د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i138426-د_فتح_۳۶۰_توغندوی_پلیټ_فارم
د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم د تاکتیکی لنډ واټنه بالستیک توغندویو د ویشتلو او وړلو لپاره ټول متحرک پلیټ فارم دی چی د ایران د وسله وال ځواک او دفاع وزارت په وسیله جوړ شوی دی
(last modified 2023-09-12T09:40:29+00:00 )
Sep 12, 2023 14:05 Asia/Kabul
  • د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم

د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم د تاکتیکی لنډ واټنه بالستیک توغندویو د ویشتلو او وړلو لپاره ټول متحرک پلیټ فارم دی چی د ایران د وسله وال ځواک او دفاع وزارت په وسیله جوړ شوی دی

 

د ایران د دفاعي صنایعو پو ه بنسټ والی او په داخلي وسونو تکیه سبب شوی ده چی د ایران توغندوی قدرت  په وروستیو دریو لسیزو کې پام وړ لوړتیا پیداکړی . توغندوی قدرت د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار د یوې مولفې په توګه د تسلیحاتي بایکاټونو په غبرګون او هم د ستراتیجیکې دفاع په لړ کې پیاوړی اساس ته اړتیاپراختیا موندلی ده .

دوې ځانګړتیاوې پوه بنسټ والې او ځای والې سبب شوی چی په وروستیو دریولسیزوکې د ایران توغندوی وس پراختیا پیدا کړی او نن هم تر دې حده یې پرمختګ کړی دی چی ډیر بالستیک توغندي د ایران وسله واک ځواک په اختیارکې دي .له دغه ډول توغندویو استفاده د دښمن حملو ته د ځواب په لړ کې مناسبه ټاکنه بلل کیږی . په دې ډول چی له بالستیک توغندی د استفادې انساني تلفات او لګښت له نورو پوځی ټاکنو ډیر کم دي او په دې سربیره له توغندوی قدرت ګټه پورته کول به چټک ځواب ډالۍ کړی . د ماډرنو توغندی ویشتلو له پلیټ فارمونو استفاده د بالستیک توغندویو په عملیاتي کارولو کې مهم رول لري . په دغو نویو توغندوی پلیټ فارمونو کې د فتح ۳۶۰ پلیټ فارم هم شامل دی 

د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم د تاکتیکی  لنډ واټنه بالستیک توغندویو د ویشتلو او وړلو لپاره ټول متحرک پلیټ فارم دی چی د ایران د وسله وال ځواک او دفاع وزارت په وسیله جوړ شوی دی . دغه توغندوی پلیټ فارم په ټول متحرک ډول او څرخ لرونکیوبدنې په تکیې سره پراختیا موندلی او په ډیر ښه ډول پټیدلې او استتار کیدلای شی .

دغه توغندوی پلیټ فارم د پوځ په مځکنی ځواک کې د فتح ۳۶۰ اود سپلاه په مځکنی ځواک کې په مقدم نوم پیژندل کیږی  او د فتح توغندی په شمول څو توغندي لري چی له یوه تر شپږو پورې توغندویو د وړلو اوتوغولو توان لري .

د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم د دې توان لری چی د فتح ۶ توغندي په شپیتو سیکنډوکې په شپږوجلا جلا  هدفونو وتوغوي چی دغې چارې د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم د کارندوالی له زیاتولو سره ډیره مرسته کړی ده او سبب شوی ده چی دغه پلیټ فارم ډیر اغیزمن شی .

له دې مخکې د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم په شپږوتوغونکیو سره د سپاه سمندری او مځکنی ځواک په اختیار کی ورکړل شوی وو چی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د اړتیا په دلیل د ۱۴۰۱ کال د وری په ۳۱ نیټه د پوځ د ورځې په دستورو کې په دریو توغونکیو سره په رسمی توګه د دفاع وزارت د صنایعو سازمان لخوا پوځ ته ورکړل شو . په دې ډول هغه پلیټ فارم چی مخکې د سپاه سمندری او مځکنی ځواک پرې سنبال شوی وو ، اوس پوځ ته ورکړل شوی دی . داسی ښکاری پوځ ته د فتح ۳۶۰ توغندوی پلیټ فارم ورکول په لنډ واټنه توګه دقیقې حملې په تیره بیا د دښمن توغندوی ضد سیسټمونوتباه کول په ایجنډا کې راغلي وي .

په لومړی ځل د فاتح ۱۱۰ توغندی سره ډیر ورته توغندی خو په وړکوټی اندازه کې د ۱۳۹۹ کال کې د پیامبر اعظم (ص) په ۱۴ مانورې کې ولیدل شو . د هماغه کال په کب میاشتې کې دغه توغندي د سپاه پاسداران سمندری ځواک ته وسپارل شول . د سپاه سمندری ځواک ته د فتح پلیټ فارم له ورسپارلو وروسته وار د سپاه مځکنی ځواک ته ورسید او درې ډوله ویشتونکي دغه ځواک ته وسپارل شول .د فتح ۳۶۰ پلیټ فارم په خپل داخل کې توغندویو ته د ځای ورکولو په دلیل د فتح توغندي له هر ډول چاپیریالي تاوانونو ساتي ، پر دې سربیره په هغو ځایونو کې د پټیدا امکان چی کم دفاعي ملاتړ لری هم  د دغه ویشتونکی یوه ځانګړنه بلل کیږی چی په نتیجه کې هغه د سملاسی توغندوی ځواب لپاره چمتوکوی . خو ریلي ویشتونکي چی د فتح توغندي پکې کوم خاص پوښښ پرته ورځای شوي دي ،د مځکې لاندې ښارونو یا ډپوګانوکې د زیرمه کولو لپاره مناسب دي چی که توغندوي نښتې دوام پیدا کړ ، له هغواستفاده وشي . د فتح توغندي له دې مخکې د بی ایم ۱۲۰ په تجاری نوم معرفي شوی وو او حاضر دمه په بل ډول کې هم تولید شوی دی چی مکعبي ‌ډول یې دې . د ویشتونکی مکعبی کولو پلیټ فارم وړکوتې او سپک کړی دی او د توغندی نصبول او فتح پلیټ فارم وړل راوړل اساتنه کوی 

د فتح ۳۶۰ توغندوي پلیټ فارم له جاج وروسته په دغه پلیټ فارم کې د ورځای شوی توغندی جاج هم ضروری دی . د فتح ۳۶۰ توغندې د جامد سونګو یو بالستیمک توغندې دی چی د دفاع وزارت په وسیله جوړ شوی . دغه توغندی په پینځه زره او یو سل پینځه اویا میلیمیټر اوږدوالی ، ۳۶۸ میلی میټر قطر سره ۷۸۷ کلوګرامه وزن لری چی ۱۵۰ کلوګرامه یې سرجنګی ده او جامد سونګ ورته له اوازه څلور برابره زیات سرعت یا سپیډ ورکوی . دغه توغندی  لو تر لږه د لسو کلونو ډپو کولو وړتیا لری او د تیروتنې اتندازه یې له ۳۰ میټرو کمه ده . د فتح توغندی د نقطې د ویشتلو توان لری او تر وروستی لارې د هدایت کیدا وړتیا هم لری ځکه چی په سر یې کنټرولی وزرې لګیدلي دي . دغه توغندی د توان او انډول د ترلاسه کولو لپاره له وزرو استفاده کوی . همداراز د فتح توغندی د توغندوی ضد پلیټ فارمونو سره د مقابلې لپاره خپله سرجنګی جلا کولې شی چی په دې ډول تباه کول به یې ډیر ګران شی . د فتح توغندی په سنګر ماتونکیو خولیو ، او په اپټیکی او ترکیبي هدایت پلیټ فارم سنبال شوی او د الیکټرونیک جنګ په چاپیریال کی ډیر مقاومت درلودلی شی او له کوم ګډوډی پرته خپل هدفونه تباه کولې شی . د ایران داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د ۱۴۰۱ په تلی میاشت کې په  همدغو توغندیوسره د عراق په کردستان کې د بیلتون غواړو ډلو مورچې تباه کړې .

د فتح ۳۶۰ اموزشی پلیټ فارم د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې د سپاه د مځکنی ځواک د ماهرانو په وسیله جوړ او په بریالیتوب سره وازمویل شو . په دغه پلیټ فارم کی د فتح د ۳۶۰ توغندی له بدنې استفاده شوی ده چی بدنې دننه د سرجنګی په ځای د ارش یو  ۱۲۲ میلیمټری راکټ کیښودل کیږی او کارونکی د هغه په توغولو سره د توغندی د توغولو ټول پړاونه تمرین کوي . همداراز دغه پلیټ فارم د بیا لوډ کولو او د تمرین د تکرارولو وړتیا اموزشي ځواکونو لپاره برابروي . له دغه پلیټ فارم په استفادې سره د ایمنی په زیاتولو سربیره روزنیز لګښتونه هم په اوڅاره توګه کمیږي .

پای