د لمر په حضور کې(۲۱) د انفلاسیون کنټرول او د تولید وده
(last modified Thu, 05 Oct 2023 08:59:06 GMT )
Oct 05, 2023 13:29 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې(۲۱) د انفلاسیون کنټرول او د تولید وده

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې نومي لړۍ له ننني (۲۱م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د انقلاب ستر رهبر د 1402 کال شعار د "انفلاسیون کنټرول او د تولید وده" نومولې ده.

په تېر پروګرام کې په ایران کې د تولید د ودې پر وړاندې ځینې خنډونه وڅېړل شول. په دې خپرونه کې هم په ایران کې د تولید د ودې پر وړاندې پر ځینو نورو خنډونو خبرې کېږي.

 له حده زیات واردات

د ایران په اقتصاد کې د تولید د ودې پر وړاندې یو بل خنډ، له حده زیات واردات دي. د بې رویه وارداتو مسله د هېواد په اقتصاد کې یو له اصلي ستونزو څخه ده. د قانون له مخې، باید لومړی د هېواد اړتیاوې د کورنیو تولیداتو له لارې پوره شي او بیا د خلکو پاتې اړتیاوې د وارداتو له لارې جبران شي. که څه هم په ځینو برخو کې چې کورني توکي د کوم دلیل امله نه تولیدېږي، له واردولو پرته بله چاره نشته، خو د هغو توکو واردول چې لومړی، مشابه کورني تولیدات لري او دویم، مصرفي توکي دي او سرمایه نه وي، د هراقتصاد له هغې جملې، د ایران د اقتصادلپاره زیان لري.

په بل عبارت، هېواد ته د وارداتو ستونزه دا ده چې دا واردات د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کورنیو تولیداتو بشپړوونکي نه دي، بلکې د کورنیو تولیداتو سیالان دي. په حقیقت کې، د بې رویه وارداتو مسله د هغو توکو پورې اړه لري، چې په کور دننه په بالقوه او یا بالفعل ډول یې د تولید ظرفیت شتون لري.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم په دې اړه ویلي: د هغو توکو واردول چې د کورنیو تولیداتو، معیارونو او په هېواد کې له بهرنیو نمونو سره سیالي کولای شي، د هېواد د تولیداتو پر شا د خنجر ګوزار دی چې د مقاومتي اقتصاد د تحقق مخه نیسي.

 بانکي نظام

د بانکدارۍ سیسټم په ټوله نړۍ کې د مختلفو اقتصادي سکټورونو له یو بل سره د نښلولو او اړیکو محور دی او د تولید او شتمنۍ د جوړولو سکټورونو ته، د بانکدارۍ سرچینې په سمه او مناسبه توګه په سمبالولو او تخصیص کولو سره، د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره پلیټ فارم چمتو کوي. په ایران کې بانکي سیسټم، په ځینو مواردو کې د جوړښتي، حقوقي او اجرایوي ستونزو له امله، د شتمنیو د سم تولید او وېش په لاره کې جدي خنډونه او ستونزې رامنځته کړي دي. په نورو اقتصادي برخو کې د بانکدارۍ د سیسټم د اغېزمنتیا او د اقتصاد د متقابلو حلقو د نښلولو، د خنډونو او ستونزو د لیرې کولو او د بانکي سیسټم د اصلاح لپاره اړینه ده، چې په لویو پالیسیو کې په پام کې ونیول شي. په واقعیت کې، د ایران د بانکدارۍ سیسټم د تولید د ودې او د ملاتړ او پلیټ فارم رامنځته کولو لپاره، له لویو ننګونو او خنډونو سره مخ دی.

بانکي سیسټم په ایران کې په تولیدي حالت کې په دوه ډوله، مستقیم او غیر مستقیم ډول ویجاړوونکي اغېزې لري. د بېلګې په توګه، په غیر مستقیم حالت کې، کله چې د تولیدي فعالیتونو په پرتله د بانک د ګټې کچه لوړه وي، په طبیعي توګه، پانګوال او تولیدوونکي، د دې پر ځای چې تولید، تشبث او کار پیدا کولو ته مخه کړي او د دې کار خطر په غاړه واخلي، ترجیح ورکوي ترڅو په بانکونو کې په پانګونې سره، د بانک له ګټې څخه کار واخلي. په مستقیم حالت کې هم، کله چې د بانک د ګټې کچه لوړه وي او حتی کله ناکله د تولیدي فعالیتونو په پرتله، د ګټې له نرخ څخه لوړ وي، نو تولید ته مخه کول، تولیدوونکي لپاره ګټه نه لري او بالاخره ممکن هغه مجبور شي، چې خپل تولیدي فعالیت ودروي یا له دې پرته، د ګټې نه کولو او ماتې سره مخ شي.

 قاچاق

قاچاق د تولید د ودې پر وړاندې یو له جدي ننګونو او خنډونو څخه دی، چې زیان یې ښايي د نورو ننګونو په پرتله زیات وي. ځکه په اصل کې قاچاق د کورنیو تولیداتو د تخریب لپاره خورا کم لګښته او چټکه لار ده. د قاچاق په خپرېدو سره، په هېواد کې ډېر تولید شوي توکي له هغو قاچاقي توکو سره چې د محصول له ورکړې پرته هېواد ته داخلېږي، په غیر مساوي شرایطو کې سیالي کوي او د قاچاقي توکو د ټیټې بیې له امله، اړ دي چې بازار دوی ته پرې دي. په واقعیت کې، په داسې حال کې چې د کورني بازار اړتیاوې، د داخلي تولیداتو په پرتله قاچاقي توکو مصرف کوونکو ته په ټیټه بیه شتون لري، حتی که قاچاق شوي توکي ټیټ کیفیت هم ولري، د پیرودلو لیوالتیا یې زیاته وي.

دا یقیني ده چې په دې حالت کې، کورني تولیدات به له ځوړ سره مخ شي. په عموم کې، د توکو قاچاق د غیر رسمي اقتصاد د ودې لامل کېږي؛ په دې حالت کې، د بهرنیو اسعارو سرچینې د توکو واردولو لپاره له هېواد څخه ایستل کېږي، چې د بنسټیزو اړتیاو پر بنسټ نه دي. د توکو قاچاق په هېواد کې د اسعارو د ناانډول په رامنځته کولو سره د انفلاسیون د زیاتوالي لامل ګرځي. قاچاق د انفلاسیون د رامنځته کولو سربېره، تولید ته به هم زیان ورسوي؛ په حقیقت کې، د توکو قاچاق کولای شي د پلان شوي تولید یوه برخه له نظم څخه لیرې کړي او د تولیدوونکو هڅونه له منځه یوسي، چې په یوه سالم رقابتي چاپېریال کې کار وکړي. له همدې امله، قاچاق په هېواد کې د تولید د ودې مخه نیسي.

 انحصار

د سوداګرۍ آزادي، رقابت زیاتوي او په پایله کې د ښه کیفیت د لوړېدو او د اقتصادي ودې د زیاتېدو لامل ګرځي، له بلې خوا په انحصاري حالت کې، که په تولید کې انحصار وي یا په وارداتو، خدماتو او نورو کې انحصار وي، ځکه چې سیالي نه ترسره کېږي. د کیفیت لوړولو او د معتبرو او غوره توکو د تولید لپاره ډېره هڅونه شتون نه لري. دا ځانګړنه په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په برخه کې زیانمنه ده. ځکه د انحصار له امله، کورني تولیدوونکي فکر کوي، ځکه چې مصرف کوونکي د انحصاري تولیدوونکي د تولید شوي محصول پرته بل انتخاب نه لري، مجبور دي په نهایت کې هغه محصول غوره کړي چې د انحصاري دورې او پروسې په جریان کې تولید کېږي.

په حقیقت کې، ځکه چې تولیدوونکي فکر کوي چې د هغه محصول به په نهایت کې وپلورل شي، دا طبیعي ده چې د تولید کرښې او د خپلو محصولاتو کیفیت لوړولو په اړه لږ فکر وکړي. دا بهیر ښايي ډېر وخت ونیسي، خو د بهرنیو توکو په واردولو سره، که د بهرنیو نمونو کیفیت لوړ وي، طبیعي ده، چې د بهرنیو تولیداتو د پېرلو د تقاضا کچه او ګړندیتوب به زیات شي او  د کورنیو تولیداتو د مصرف تقاضا  به ورځ په ورځ کمېږي. د دې بهیر دوام ښايي د تولید د کرښې د ناکامۍ، د ایراني کارګرانو د بې روزګارۍ، پر بهرنیو توکو د زیات انحصار او داسې نورو لامل شي.

نو په انحصاري تولیدي سیسټم کې، له هغه ځایه چې ممکن تولید کوونکی په دې توجیه سره چې په هر حال، د هغوی محصول په بازار کې پلورل کېږي، د تولیدي بهیر د پیاوړي کولو او د خپلو تولیدي محصولاتو د کیفیت ښه کولو لپاره کومه انګیزه ونه لري، ورځ په ورځ کورني تولیدات له کمښت سره مخ کېږي. طبیعي ده چې په دې حالت کې به د تولید وده منفي وګڼل شي.

 ژباړه: زماني

ټیګونه