نوښتونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i140634-نوښتونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو  نومې لړۍ له ننني شپږ نویم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په دغې لړۍ کې  چې په اونیز ډو ل خپریږي،په ایران او نړۍ  کې  په ترټولو نوو او وروستیو  علمی ،کلتوري، هنري او اقتصادي بریاؤ او پيښو  په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-10-28T10:52:03+00:00 )
Oct 28, 2023 15:16 Asia/Kabul
  • نوښتونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو  نومې لړۍ له ننني شپږ نویم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په دغې لړۍ کې  چې په اونیز ډو ل خپریږي،په ایران او نړۍ  کې  په ترټولو نوو او وروستیو  علمی ،کلتوري، هنري او اقتصادي بریاؤ او پيښو  په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو د نوښتونو نومې لړۍ نننی مطلب  په ټیکنالوجیکي  حوزې کې له یوه نوی مطلب سره پیلوو،د مصنوعي تخم ټيکنالوجي ، د  تخم په نسبت  د بوټو د  کلونینګ  دتولید د چټکولو او آسانولو په خاطر یو بالقوه آوزار دی. نن سبا  د مصنوعي  تخمونو دتولید لپاره د نمونو د  واړو واړو کیسپولو  په بڼه دغونډولو  روده  د بوټو په زیاتولو کې  په یوه مهم آوزار  بدله شوې ده. په همدې لړ کې  د ایران د تربیت مدرس  پوهنتون د  دمیکانیک بائيو سسټم  د تخصصي انجنئرینګ فارغ التحصیلې ماندانا محفلي د  خپلې ډګرئ د رسالې (تیسیس)په چوکاټ کې د سعید مینائي په لارښونې سره  او د ایران د علم د ملی فاؤنډيشن  له ملاتړونو څخه په ګټه پورته کولو سره د بډایه شوي تخم  دتولید د سسټم په پلانونې ، جوړونې او ارزونې کې بریالۍ شوې ده .

د مصنوعي تخم ټیکنالوژي یوه داسې طریقه ده چې د نباتاتو او بوټو د ویشلو او زیرمه کولو لپاره کارول کیدلی شي،سوماټیک جنین،ټوکیدلي غوټئ، پروتوکُرم یا کوم بل جوړښت چې یو بشپړ بوټی تولیدوي، زیرمه او  غونډولی شي.ددغې څيړاندې په وینا، دغه روده د معمولی تخم لپاره جانشین په توګه  رامینځةشوې ده  او په تجارتي سوئې کې ئې  په بریالیتو بسره  په پټَیو او ګلخانې کې  او همداراز د دمیکانیکي کښت په بڼه  پراختیا موندلې ده او په  آرکیډ  شووګلونو د ګلانو د بوټو په مینځ کې یوه   لویه او خورا پرمختللې ډله ده او  د درملیزې بڼې  او ښکلا له پلوه ډیر اهمیّت لري.همداراز  د ځنګل  د اکو سسټم  د انډول لپاره  ډير ښه رول لوبوي، په همدې دلیل دغه بوټی، په نړیوال بازار کې ډیر ګران بیّه  بڼه لري. په همدې اساس د باغبانۍ په صنعت کې د دوي اهمیّت او محبوبیّت ته په  پام سره، د ورځ تر بلې د ارکیډه کیدا  لالوړ کیفیّت  لپاره غوښته زیاتیږي. ددغه څيړاندې په وینا،نن سبا ارکیډ شوی تولید د تایلینډ ،آسټریلیا، سنګاپور ، ملایشیا په څير په نورو هیوادونو  کې په یوه میلیوني ډالري  صنعت بدل شوی دی  او ځیني احصائې  ئې دمګړئ په  دنیا کې د ګل د عمومی تجارت  دپام وړ ونډه لري. داپه داسې حال کې دي چې  په ایران کې  ددغه ډول ګل سرچینه، د ځینو شرکتونو  له لارې  او د پام وړاسعارو  د وتلو په وړاندې  دغه هیواد ته واردیږي. دمګړئ، د ځنګلي آرکیډ آبادئ لویه برخه له طبیعي استوګنځایونو څخه راټولیږي او د دغه ګل د ځنګلي ډولونو ډیره برخه په چټکۍ سره د  ډولوالي،غیرقانوني سوداګرۍ او د ځایی خلکو لخوا د مصرف کولو  په علت په کمیدا ده .

Image Caption

 

              ددغه څيړاندې  په وینا د ارکید شوو یا پاخه شوي تخم د تولید لپاره  چې  د پام وړ انبار شوی عمر  ئې درلودلی او د کښت په چاپيریال کې د د  زَخې  یا غوټئ د  راټوکیدا وړ شي، نو د یوه  بشپړ میکانیزه کونکي سسټم  د پلانونې  او جوړونې ته اړتیا لري ، چې  وتوانیږي، په بشپړ سټرلایز کونکو شرائطو کې  او له دخالت پرته  د تخم دتولید جوګه شي او  د هرډول میکروبی  او قارچي  ککړتیاؤ د ر امینځةکیدا احتمال چې  د کښت په چاپیریال کې  دتخمونو د راټوکیدا خنډ کیږی،لږترلږه حد ته رسیوي . په دغې څیړنې کې د ارکید شوي یا پاخه شوي  مصنوعي تخم د تولید او ددغه سسټم د پلانونې او جوړونې په خاطر ،دد اټومیټک  غونډولو له بهیره ، چې د مصنوعي تخم د  تولید لپاره یوه روده ده ، استفاده شوې ده او په دې رودې سره، یو اټوماټیک انکاپسولیشن(encapsulation) وسیله چې کولی شي په بریالیتوب سره د اورکید شوي جنینز  ډیزاین او جوړ کړي.دغه آله یا تجهیزات  د ایران د  ایجاداتو  د ثتبنیدا په ادارې پټنټ کې ثبت  او تائيد شوې ده  .

          په یوې بلې بریا کې ،په ایران کې د یوه پوه بنسټه شرکت څيړاند او  متخصصان د وینې دسرطان  د درملنې لپاره  په ایبروټینیب  درملو په جوړولو کې بریالي شوي دي . دغه درمل د سرطاني  سلولونو د ودې مخنیوی کوي او  دناروغانو عمر تر پنځو نورو کلونو لپاره زیاتوي.

په ایران کې د بایو فرمینټیشن شرکت د څیړنې د مشر سجاد قدبیګي په وینا، دا درمل د وینې د سرطان یا لیوکیمیا او د لویانو لپاره د اوږدمهاله لیمفوسایټیک لیوکیمیا (CLL) او کوچني لیمفوسایټک لیمفوما ((SLL) لپاره یوه بشپړ او ځانګړې  درملنه ده . د Ibrutinib درمل د هغو ناروغانو لپاره هم کارول کیږي چې  غړی ئې   پيوند  یا  ټرانسپلانټ شوی وي،البته دډې لپاره د یو درمل کارول اغیزشیندونکي نه وو،دا درمل د دویم ځل لپاره د ټرانسپلانټ  د ردولو د مخنیوي لپاره کارول کیږي.

ددغه څيړنیز شرکت د مدیر په وینا،دغه درمل له دې مخکې ایران ته واریدیدل او اوس ددغه شرکت څيړاندو په هڅې سره،دغه هیواد ددغو درملو  د تولیدونکو درو هیوادونو له ټول سره یو ځای شو.

Image Caption

 

ایبروټينیب  درمل کومه کیمیائي درمل  نه دی،بلکې یو دول هدفمن درمل  نومول کیږي  او د سرطاني سیلولونو  دودې مخه نیسي او د ناروغانو  عمر هم تر پنځو کلونو پورې زیاتوي.

 دغه درمل په دنیا کې یو ترټولو زیات خرڅیدونکی درمل حسابیږي،داسې چې په دنیا کې ددغو درملو د خرڅولو اندازه  څه دپاسه لیس میلیارډډالر  اټکل کیږي.  التبه همدااوس  دغه درمل له صفره تر سلو پورې ،یعني  د یوې موثره مادې له تولیده رانیولې تر نهائي محصول پورې دغه شرکت په وسیله ت رسره شوي دي . ۲۰۲۲کال  ددغو د رملو صنعتي تولید ترسره شوی  او بازار ته د واریدیدا  لپاره ئې نهائي مجوزونه هم ترلاسه شوي دي او تر راتلونکو څو اونیو پورې به  بازار ته وارد شي.ددغو درملو  دڅيړنې  او پراختیا کار هم له ۲۰۱۸ کاله پیل او کابو تر پنځو کلونو پورې ئې دوام وکړ.همداراز ددغو درملو د دیرش ګولیو  پلته یا پیکټ  بیّه  کابو ۲۲میلیون تومانه ده،په داسې حال کې  چې  د همدغه شان بهرنیو درملو بیّه چې په یوه پيکټ کې اتلس ګولۍ وي، شپږزره  پنځه سوه یورو  ده  چې کابو ۲۴۰ میلیون تومانه کیږي.

Image Caption

 

          په یوې هنري بریا کې، د مینا ساداتي  په ډایریکټرئ کې د ایران یو لنډ فلم "بیردیګي" د تیرانا جشنوارې په یویشتم پړاؤ کې د غوره پینوراما فلم جایزه وګټله.

د ۲۰۲۳کال د تیرانا  نړیواله جشنواره (TIFF)  د آلبانیه هیواد په تیرانا ښار کې د  تلې یا میزان د میاشتې  له لومړۍ تر اومې نیټې پورې ترسره شوه چې  دتلې دمیاشتې په اوه مه نیټه  ددغه فستیوال په پایزو دستورو کې د  ؛بریدګي ؛ نومې لنډ فلم دجوړولو لپاره د  میرمن مینا ساداتي  ته د پينوراما د ترټولو ښه لنډ فیلم   جایزه  ورکړل شوه .  دتیرانا نړیوال فسټيوال   (TIFF)  په نامې سره    Tiran International Film Festival) )   د اسکار اکاډمۍ تائيد شوي جشنواره ده .

مرجان اتفاقیان، نیما عابدي خیابانی ،اهورا ګیلاني ، جلال عباس نیا،  ددغه لنډ فیلم ایکټران دي .

=  دوستانو د نوښتونو نومې لړۍ د ننني 96 مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، سرلوړي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************