د نړیوال میراث په لیست کې د تذهیب هنر ثبتېدل
(last modified Thu, 21 Dec 2023 06:15:41 GMT )
Dec 21, 2023 10:45 Asia/Kabul
  • د نړیوال میراث په لیست کې د تذهیب هنر ثبتېدل

ایران د خپل بډایه تاریخ په اوږدو کې، نړۍ ته ستر هنرمندان وړاندې کړي او د شته هنري آثارو ډېری برخه، د دغو هنرمندانو میراث دی. تذهیب (Illuminated Manuscript)په ایران کې یو له مشهورو هنرونو څخه دی، چې له پیړیو راهیسې د ودانیو د سینګارولو، د هنري او لیکلو آثارو لپاره کارول کېږي او اوس د نړۍ د میراثونو په لیست کې ثبت شوی دی.

د ناملموسو کلتوري میراثونو د ساتنې د بین الحکومتي کمېټې اتلسمه غونډه، د لیندۍ میاشتې له دیارلسمې نېټې څخه تر اتلسمې نېټې پورې، د افریقا د بوتسوانا جمهوریت په کاسان(Kasane) ښار کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې له ایران او له ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه د ناملموس کلتوري میراثونو، درې مشارکتي قضیې په نړیوال لیست کې شاملې شوې. د" تذهیب هنر" قضیه یو له دغو قضیو څخه وه، چې په دې سرمشریزه کې تر بیاکتنې وروسته، د یونیسکو د نړیوال ناملموس میراث په لیست کې شامله شوه. دغه ګډه قضیه د ایران، ترکیې، آذربایجان، تاجکستان او ازبکستان له خوا چمتو شوې وه.

په لاندې  برخه کې، تاسو به د تذهیب هنر په اړه نور معلومات ترلاسه کوئ.

د کتاب ترتیبولو هنر د هنرونو یوې ټولګې ته اشاره کوي، چې د خطي نسخو په جوړولو، سینګارولو او چمتو کولو کې کارول کېږي. په دې هنرونو کې اصلي څانګې لکه: خطاطي، تذهیب، نقاشي او نورې فرعي څانګې لکه: د کاغذ جوړول، د جدول رسمول، اَفْشان ګري او داسې نور شاملې دي.

د ایراني خطاطۍ او نقاشۍ ترڅنګ، د ایراني کتابونو د ډیزاین هنر په دوره کې، درې اصلي ستنې ګڼل کېږي. تذهیب د اصلي او ښکلي نقاشیو ټولګه ده، چې مخینه یې د ساسانیانو تر دورې پورې رسېږي، خو تر ټولو لوی او پاتې آثار یې له اسلام څخه وروسته دورې پورې اړه لري.

تذهیب له یوې خوا د قرآنکریم د سینګارولو او له بلې خوا د معنویت د څرګندولو لپاره، د قرآنکریم په لاسي لیکلو نسخو کې کارول کېده او که څه هم د قرآن د پاڼو د سینګارولو لامل کېدلو، مګر تل هڅه شوې چې د قرآنکریم آیتونه د پاملرنې په مرکز کې ځای پر ځای کړي. له همدې امله، د تذهیب هنرمندانو هڅه وکړه چې د تذهیب شکلونه په داسې ډول انځور کړي، چې د اورېدونکو سترګې د آيتونو په لور وګرځي. د اسلامي دورې ډېری څېړونکي او د هنر پوهان په دې باور دي، چې د اسلام په لومړیو پېړیو کې، تذهیب کار او خطاط یو کس وو.

د تذهیب هنر تر ټولو زوړ ژوندی پاتې شوی اثر، د درېیمې هجري پېړۍ (۹ عیسوي) پورې اړوند قرآن دی. دا په زړه پورې قرآن او دې ته ورته آثار په تیرو پیړیو کې اکثرا د وخت د سلطانانو او واکمنانو په امر چمتو شوي وو او هنرمندانو هڅه کوله چې په خورا ښه ډول یې سینګار کړي. ښایي د قرآن کریم د لیکلو نېټه د هغه د تذهیب له وخت سره په پام کې ونیول شي، په دې معنی چې لومړی یې د سورتونو، آیاتونو او د قرآن د متن د نورو برخو د نښانو د ټاکلو لپاره، هغه یې سینګارولو، او د کرښې له بشپړولو وروسته، د خطونو نقطې او د آیتونو په پای کې نښې، په ښه لیک او د سرو زرو په اوبو  سره به یې لیکل.

تذهیب د متنونو، کتابونو، نقاشیو او هنري او تاریخي کارونو او ودانیو د رنګ کولو او انځور کولو مختلف میتودونو سره، د سینګار کولو هنر دی. د تذهیب هنرمند د نوښتګرو او ښکلي انځورونو او د رنګونو او ګاڼو په کارولو سره، مذهبي متنونه، د شعرونو دیوانونه، خطاطي آثار، ډول ډول رختونه او تاریخي آثار یې سینګارول. د دې آثارو په مختلفو برخو کې دا سینګار لیدل کېده.

په ایران کې د تذهیب هنر مخینه، د لرغوني ایران وخت او د ساسانیانو د واکمنۍ وخت ته رسېږي. د دې هنر د پیدایښت په وخت کې، تذهیب د دیوال پلسترونو او په لوښو کې د نقاشیو په بڼه وو. په لرغوني ایران کې، تذهیب ته د «زرنگاري» هنر ویل کېده.

تذهیب په لغت کې د طلا کاري کولو په معنی دی او د کاپي رايټينګ په روايت کې، هغه منظمې نمونې ته ويل کېږي، چې په تورو او سرو زرو خطونو رسم او سينګار شوي وي او بل رنګ پکې نه وي کارول شوی. دا ممکنه ده چې په تذهیب کې کارول شوي سره زر مختلف رنګونه ولري، نو کله چې خالص سره زر د سپینو زرو او مِسُو په مقدار کې کارول کېږي، نو رنګ یې ژېړ، شین او سور وي، مګر دا په دې معنی نه ده، چې نور فلزات هم په تذهیب کې کارول شوي وي. ځکه که له سرو زرو پرته، شنګرف، لاجورد، سفیدآب، زنګ، زعفران او داسې نور کارول شوي وي، هغه نقش ته مرصّع ویل کېږي او عمل ته یې ترصیع.

هنرمندان د اثر د خطاطۍ د ځانګړتیاوو سره سم، د تذهیب ډول په پام کې نیسي، ترڅو د پاڼې ترتیب او وروستی ترکیب یو همغږی او متوازن ترکیب شي او همدارنګه د قرآنکریم د تذهیبي شکلونو تنظیمولو لپاره، له هندسي جوړښت څخه کار اخیستل، د پام وړ ټکی دی.

په چاپ شوي قرآنکریم کې له خطي بېلګو سره د رنګونو ورته والی، د تذهیب هنر په پرمختګ کې یو مهم ټکی دی او په چاپ شوي قرآنکریم کې د زرغون، طلايي، سپین، سور او شنه رنګونه، اوس هم د خطي نسخو یادونه کوي، ځکه چې زیاتره لیکل شوي قرآنونه، په ځانګړې توګه د صفويانو په دوره کې، د خپلو کتابونو لومړنۍ پاڼې په دې رنګونو رنګولې.

که څه هم په تذهیب کې غالب رنګ طلایي رنګ دی، مګر د دې هنر د ټولو ډولونو په رنګولو کې د مختلفو ګیاهي، معدني او کیمیاوي رنګونو څخه کار اخیستل کېږي. د بوټو په رنګونو کې د غوزانو د پوټکو طبیعي عَصارې، چای، نکریزې، او عربي کنډ(صَمْغْ) شامل دي. معدني رنګونه هم د سرو زرو او نورو فلزاتو لکه: سپینو زرو، قلع ، سربو، مِسُو او د دوی له ترکیبونو څخه هم ترلاسه کېږي. د مختلفو فلزاتو اکسایډونه د مختلفو رنګونو ترکیبونه رامنځته کوي او د غوړو رنګونه، ګواش او د اوبو رنګونه هم د کارول شوي کیمیاوي رنګونو څخه دي.

په حقیقت کې، په ډېری تذهیبونو کې، د طلايي، نقره يي او لاجوردي درې رنګونو سره مخ کېږو. دا درې رنګونه په اسلامي هنرونو کې ځانګړی رول لري. ښایي ووایو چې دا درې رنګونه په ایراني اسلامي فکر او ښکلاوو کې، داسې انډول ته رسېږي، چې د نورو ملتونو په ورته هنري بېلګو کې نه لیدل کېږي.

د تذهیب هنر د تجسمي هنرونو د څانګې یوه فرعي ټولګه ده او په عموم کې، د هغه ډیزاینونه په درېیو بڼو وېشل شوي دي: اسلیمي ډیزاین، ختایي ډیزاین، او مشعر ډیزاین.

د اسلیمي شکلونو په ډیزاین کې، هندسي او منظم شکلونه د تذهیب نمونې ډیزاین کولو لپاره کارول کېږي. په دې شکلونو کې د کوفي رسم الخط ډیزاینونه هم شامل دي او د اسلامي شکلونو په نوم یادېږي.

په ختایي شکلونو کې، یو له بل سره تړل شوي ګلونه او پاڼې د اثر ډیزاین جوړوي. د تذهیب دغه بېلګه د جوماتونو او تاریخي ودانیو په کاشي کې لیدل کېږي.

په مشعر ډیزاین کې، په اسلیمي او ختایي ترکیب سره، د تذهیب مخینه ډیزاین کوي. په دې طریقه کې د مرغانو، حیواناتو، انسانانو او طبیعت د انځورونو کارول دود دي او د دې سبک په ځینو پاتې ډیزاینونو کې، د افسانوي موجوداتو د انځورونو مثالونه لیدل کېږي. د تشعیر سبک د "خیال پردازي" په نوم هم پېژندل کېږي او د دې سبک یو له خورا مشهورو ډیزاینونو څخه کولای شو د حیواناتو د شخړو نقشو ته اشاره وکړو.

د کتابونو او نسخو په ډیزاین کولو کې د شعر د تذهیب کارول عام دي. خو د قرآن د پاڼو په ډیزاین کې له حیواني شکلونو څخه کار نه اخلي.

تذهیب د جوړېدو په وخت کې، د نقش او ډیزاین د یو څه ورته والي له امله، د نقاشۍ هنر ته ورته ګڼل کېده. مګر د وخت په تیرېدو سره، د یو خپلواک هنر په توګه خپل ځای وموند.

د صفویانو په دوره کې، ایراني تذهیبي هنرمندانو نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل او د نړۍ نورو برخو ته یې د تذهیب هنر خپور کړ. د "ایران او هند د انځورګرۍ د پوهنځي" رامنځته کېدل، په هند او د هغه په ​​​​ګاونډیو هېوادونو کې د دې هنر د رامنځته کېدو بنسټ برابر کړ. مغولي او عثماني هنرمندانو د صفويانو په دوره کې د ایراني هنرمندانو له کارونو څخه په الګو اخیستنې سره، د پام وړ آثار جوړ کړل.

د صفويانو د واکمنۍ پر مهال، اصفهان د تذهیب او نقاشۍ د هنرونو د تولید په مرکز بدل شو او د دې دورې د ډېرو هنرمندانو آثار اوس هم په دغه ښار کې موجود دي.

د نړۍ د نورو هېوادونو او په تېره بيا د ايران د ګاونډيو هېوادونو د آثارو په پاتې شویو کې، د ايراني تذهیب هنر اغېزه په ښکاره ډول څرګندېږي او د عربي ژبو هېوادونو، هند او ترکيې د ليکل شويو تاريخي آثارو بېلګې هم شته، چې د ایراني تذهیب آثارو د تقليد له لارې ډيزاين شوي دي. د ایران تذهیب د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خپل ځانګړي ډیزاین او سبک له مخې پېژندل کېږي او د اروپایي آثارو له بېلګو سره چې د حیواناتو، انسانانو او طبیعت ډیزاینونه دي، ډېر توپیرونه لري.

د تذهیب هنر یو له خورا ډېرو کارول شويو څانګو څخه، د ودانیو د کاشي ډیزاین او د تاریخي آثارو بیا رغونه ده  او د معمارۍ نمونو د پراختیا او د نويو ډیزاینونو رامنځته کولو سربېره، د ودانیو په جوړولو کې د دودیزو نښو کارول اوس هم مینوال لري.

اوس مهال د تذهیب بېلابېلې څانګې د چاپ او بسته بندۍ په صنعت کې،  د پوسټ کارتونو او هر ډول پېژندپاڼو په ډيزاين کولو کې په پراخه کچه کارول کېږي او د شېراز، اصفهان او يزد په ګډون، د ايران د بېلا بېلو ښارونو په بازارونو کې بېلابېلې هټۍ مذهبي محصولات وړاندې کوي. پر دې سربېره، د ایران په تخنیکي او مسلکي هنرستانونو او د دودیزو هنرونو په ښوونځیو کې، د تذهیب د بېلابېلو څانګو د تدریس لپاره څانګې شتون لري او هغه په دې برخو کې د تحصیل مینوال کولای شي، د هنر د بازار په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.

په زړه پورې خبره دا ده، چې ډېری هنرمندان اوس هم په تېرو تاریخي دورو کې د دې برخې له لومړیو ډیزاینونو څخه الهام اخلي او خپل تذهیبي کارونه کوي. په دې تګلارو کې رنګونه توپیر لري؛ خو شکلونه د تیرو کارونو په څېر ورته دي. بې له شکه چې د تذهیب ځينو هنرمندانو، د دې هنر له نورو څانګو سره په يو ځای کولو سره، نوي او زړه راښکونکي ډيزاينونه تر لاسه کړي، چې غوره بېلګې يې د رختونو په ډيزاين او د ښځو د جامو په ډيزاين کې ليدل کېږي.

ژباړه: زماني

ټیګونه