نوښتونه ۱۰۷
ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د نوښتونو د لړۍ په نوي پروګرام کښې نن بیا په ایران کښې د علم او پوهې له دنیا څخه له ځینو تازه خبرونو سره مو په خدمت کښې یوو.
ملګرو! څیړنه د ژوند په ډګرونو کې د ستونزو د حل لپاره د ممکنه غوره حل لارو موندلو او د پوهې د حدودو د پراخولو او د راتلونکي لپاره د نويو افقونو د پرانستلو لپاره یوه هڅه ده، په اسلام او د مسلمانانو په منځ کې د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا... علیه و آله وسلم له وخت راهیسې څیړنه او تحقیق دود و. له هم هغه وخته د اسلام مبین دین د نورو دینونو په مینځ کښې په یو داسې دین مشهور شو چې منل او قبلول یې د د تحقیق او تفکر په بنیاد و.
تحقیق او څیړنه په هر هیواد کښې د پراختیا او ترقۍ د راتلو لامل ګڼل کیږي، که تحقیق ونه شي نو انساني پوهه به زیاته نه شي او په ټپه به اودریږي او حتی زوال به هم وکړي. د تحقیق د اهمیت او ضرورت په وجه د ایران اسلامي جمهوریت یوه اونۍ د څیړنې د اونۍ په نامه اعلان کړې ده.
په ایرن کښې د روان ۱۴۰۲ کال د تحقیق او ټیکنالوجۍ اونۍ د «تحقیق او ټیکنالوجۍ د تولید د ودې او د ګرانۍ د کنټرول لامل» په شعار سره د لیندۍ د میاشتې له ۱۹ نه تر ۲۴ نیټې پورې ولمانځله شوه او په مختلفو برخو کښې د ایراني محققانو او د ټیکنالوجۍ د برخې د مخکښانو قدرونه وشوه.
په دغې اونۍ کښې همداشان د څیړنې او ټیکنالوجۍ د لاسته راوړنو د نندارتون په څلرویشتم نندارتون کښې د ایران د ساینس او ایټمي ټیکنالوجۍ په څیړنځي کښې د تولید شویو دریو نویو راډیودرملو مخکتنه وشوه. دغه درې واړه راډیودرمل، د ایران د علم او ایټمي پوهې د تحقیقاتي مرکز د څیړاندو د هلوځلو نتیجه ده.
*/*/*/*
د ایران د اټومي انرژۍ په سازمان پورې اړونده د ایټمي علومو او ټیکنالوژۍ څیړنیز انستیتیوت "د PET رودې په واسطه د نیوروینډروکراین په سرچینې سره د تومورونو د عکس اخیستو لپاره 64Cu-DOTATATE نومې تشخیصی راډیو درملو په تولید کې بریالی شو.
دغه معلومونکي یا تشخیصي راډیو دارو ډیره ارزښتناکه لاسته راوړنه ده چې د (پي، اي، تي) په طریقه د نورو انډوکراین سرچینه لرونکو تومورونو او ورڅخه د احتمالي میټاستازونو د عکس اخیستو لپاره کارول کیږي. دغه راډیو درمل د (ډِټِکټ نِټ Detectnet په تجاري نامه، د ناروغانو لپاره د کارولو په موخه د FDA مجوز لري او د بهرنۍ نمونې د ډیرې لوړې بیې سره سره دا راډیو درمل، د مسو - 64 راډیو آیسوټوپ د نسبتا کم نیمایي ژوند له امله ، د صادرولو امکان نه لري.
د 64Cu-DOTATATE نومې راډیودرمل د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د علم او هنر په څیړنځي کښې په کامیابۍ سره چمتو شوی او جاجول شوی دی او وارمخکښې کلینکې آزموینې یې په بریالیتوب سره ترسره شوې دي.
*/*/*/*/*
نوی تشخیصی پیپټایډ رادیودرمل 64Cu-PSMA یوه بله بیلګه وه چې د ایټمي علومو او ټیکنالوژیو د څیړنې انسټیټیوټ د محققانو لخوا د میټاسټیټ پروسټیټ سرطان د هدفمنې معلومونې او درملنې د تعقیب لپاره یې مخکتنه وشوه.
د پروسټات سرطان یا کینسر په نارینه وو کې تر ټولو عام او پراخیدونکی سرطان دی او په لومړیو پړاوونو کې د پروستات سرطان تشخیص د ناروغ له بشپړ رغیدو سره مرسته کولې شي او د دې ناروغانو د راتلونکي لګښت مخه نیولای شي. 64Cu-PSMA رادیو درمل په ځانګړي ډول د پروسټاټ د غِشا یا پټ اینټي ژن په هدفمنه توګه په نښه کوي او د پروسټاټ د سرطان په درملیزو استعمالونو او انځور اخیستنې لپاره ګټه وره استفاده لري.
دا محصول په ایرن کښې په اول ځل په کلینکي آزموینو سره په بریمنه توګه تولید شو او نورې کورنۍ نمونې نه لري. تر ننه پورې د امریکې، جرمني او هالینډ په شمول یوازې یو څو هیوادونه د دغه راډیو درملو په جوړولو او ورڅخه په ګټه پورته کولو کښې کامیاب شوي دي او په اروپا او امریکا کښې د دغو راډیو درملو د هر ډوز بیه، له ۳ زرو نه تر ۵ زرو ډالرو ده خو په ایران کښې یې کورني تولید ته په پام سره به د هر ډوز قیمت ډیر کم او په واره کښې وي.
*/*/*/*/
د ایټمي پوهې او ټیکنالوجۍ د څیړنځي یوه بله بریا چې د تحقیقاتو په اونۍ کښې یې مخکتنه وشوه، د 177Lu-CXCR4 په نامه درملیز راډیودارو دي. دا رادیودرمل د سرطان میټاسټیزونو د هدفمنې کلینکي درملنې لپاره دي چې د CXCR4 کیموکاین ریسیپټر څرګندوي ترڅو په ناروغانو کې د مغزو تومورونه کشف کړي او درجه یې وټاکي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ساینس او ایټمي ټیکنالوجۍ د څیړنځي مشر سیدامیرحسین فقهي د سرطان د معلومولو یا درملنې په لړ کښې د جوړ شویو تیرو ډول ډول درملو سره د دې درملو د توپیر په هکله څرګنده کړه: پخوا به راډیودرملو داسې عمل کوه چې یو راډیو ایزوټوب چې وړانګې به یې تولیدولې، د یو مالیکیول په ذریعه به بدن ته دننه کیده یا دا چې ځیني وختونه به ځیني عناصر په بدن په یو خاص ځاې کښې راغونډول کیدل چې ټیومر ته په دغه ځاې کښې وړانګې ورکړي.
په نویو راډیودرملو کښې چې د کره طب په بنیاد ولاړ دي، راډیودرمل د یو پروټیني مالیکیول په ذریعه چې سرطاني حجرات یې د جذبولو وړتیا لري، بدن ته ننباسل کیږي. په دې کار سره راډیودرمل هغه ځاې ته استول کیږي چرته چې سرطاني سلولونه موجود وي او د بدن نورو روغ جوړښتونه (ټیکسچرز) له وړانګو سره لږ مخامخ کیږي.
****************
په ایران کښې د علم او ټیکنالوجۍ له نوښتونو څخه یو بل خبر دا چې د اسلامي نړۍ د ساینس او ټیکنالوجۍ د حوالې او څارنې د انسټیټیوټ (ISC) مشر ډاکټر سید احمد فاضل زاده په یو خبر کښې وویل: نوښتګر اقتصادونو په لړ کښې د نړۍ د فکري مالکیتونو د ادارې WIPO د ۲۰۲۳ کال د راپور له مخې، هند، ایران او قزاقستان هیوادونو په ترتیب سره د مرکزي او سویلي آسیا په سیمه کې له اول څخه تر دریم مقام ترلاسه کړی دی.
هغه زیاته کړه: د نوښتګرۍ د نړیوالې ارزونې د ربورټونو له مخې، په هغو هیوادونو کښې چې په تیرې یوې لسیزې کښې یې ترټولو ډیره وده او ترقي کړې ده، د ایران اسلامي جمهوریت په ترټولو ډیرې ترقۍ یعنې ۵۱ درجو سره، له ۱۱۳ نمبر نه ۶۲ مرتبې ته رسیدلی دی.
د نړیوال نوښت او ټیکنالوژۍ شاخصونه په دا ډول دي: تخلیقي محصولات، پوهه او ټیکنالوجي، څیړنه او بشري پانګه او د کار کسب پیچلتیا. دا هم مناسبه ده چې پوه شو چې ایران د تخلیقي تولید او پوهې او ټیکنالوژۍ په دوو برخو کښې له ترکیې وروسته د مخکښو اسلامي هیوادونو په کتار کې دویم ځای لري.
*****************
ګرانو ملګرو، تاسو له تهران راډیو «نوښتونه» پروګرام لولئ.
تیره اونۍ مو واوریدل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاحت د مدیریت د محصلینوه یوه ډله چې د تهران پوهنتون او شیراز پوهنتون یوشمیر استازي او د تهران پوهنتون د سیاحت د پوهنځي علمي پلاوي غړي په کښې ګډون درلود، د متحده عرب اماراتو د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي هوښیارتیا په نړیوالو سیالیو DIS۲۰۲۳ کښې د مارکیټنګ او ایډورټایزمنټ یا تبلیغاتو په برخه کښې د سرو زرو د میډل په ګټلو بریالۍ شوه.
د دغې ایراني ډلې طرحه «د مارکیټنګ د مارغانو په مرسته د سمارټ سپورټي سیاحت» په عنوان سره د سپورټي پیښو په مدیریت او په مصنوعي هوښیارتیا باندې په تکیې او د سپورټي سیاحت د ځایونو د پيژندګلوۍ لپاره جوړه شوې ده چې د هوافضا، سیاحت او مصنوعي هوښیارۍ د علمونو او ټیکنالوجیو له یوې برخې په کښې ګټه پورته شوې ده.
دغه نړیوال ایونټ د ۲۰۲۳ کال د دسمبر له ۷ نه تر ۹ نیټې پورې د نړیوالې اختراع د معنوي مالکیت د سازمانWIIPA) په ملاتړ سره په دبی کښې ترسره شوه چې په کښې د ایران، جرمني، کروشیا، رومانیا، جنوبي کوریا، سنګاپور، انګلستان، انډونیشیا، چین او پولینډ وغیره په شمول د دنیا له ۲۱ هیوادونو څخه څه باندې ۱۵۰ طرحې، ایجادات او آیډیاوې وړاندې شوې
دا سیالۍ د انرژۍ، طب، معلوماتي ټکنالوجۍ، فضا، کیمیا، فزیک، بازار موندنې یا مارکیټنګ او تبلیغاتو او هنر په ۸ برخو کې ترسره شوې چې د ایران ډلې په کښې د مارکیټنګ او ایډورټایزمنټ په برخه کښې په مصنوعي هوښیارۍ باندې په تکیې سره اول مقام او د سرو زرو میډل وګټه.
*****************
د دې اونۍ د نوښتونو وروستی خبر دا چې د سینمايي علومو او هنرونو اکاډمۍ لخوا د 2024 کال د آسکر د غوره نړیوالو فلمونو په کټګورۍ کې د لومړیو 88 فلمونو د نومونو په اعلانولو سره د ایران څخه د سید رضا میرکریمي په ډایریکټرۍ جوړ شوی فلم "نګهبانِ شب" دې جایزه لپار د سیالۍ په شرطونو پوره وخته.
د آسکار په نامه د سینمايي هنرونو او علومو اکاډمۍ د ۲۰۲۴ کال لپاره د دغه نړیوالې فلمي سیالۍ د غوره فلمونو په برخه کښې د مقابلې په شرطونو پوره د ۸۸ فلمونو نوملړ خپور کړ چې په کښې د یاد مشهور ایراني ډایریکټر فلم هم شامل دی. دغه فلم چې په ۲۰۲۰ کال کښې یې د ایران د فجر په نامه نړیوال فلم فسټیول په څلویښتم پړاؤ کښې یې د غوره ډایریکټرۍ په برخه کښې د (سیمرغ بلورین) ایوارډ ګټلی دی، د ۲۰۲۴ کال د آسکر ایوارډ لپاره د ایران نمایندګي کوي.
د نګهبانِ شب یا د شپې څوکیدار په نامه دغه فلم د یو غریب کلیوال هلک کیسه بیانوي چې د خرابو مالي حالاتو په وجه مجبوریږي چې د کار لپاره ښار ته مخه کړي او یوه ورځ چې د سړک په غاړه ولاړ وي، یو موټر والا ورته وايي چې ورسره په ګاډي کښې کښیني او بیا ورته د یو ځاې د څوکیدارۍ وړاندیز کوي. د رسول په نامه دغه هلک د شپې څوکیدارۍ ته غاړه ږدي خو هلته د خپل ژوند نوې پیښې ویني....
*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی