Jan 17, 2024 13:02 Asia/Kabul

ګرانو مینه والو سلامونه مو ومنئ، د شیر و شکر له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کې یوو. د ایران په ملي کالهنداره کې د تلې شلمه د اکتوبر دولسمه نیټه د فارسۍ ژبې د لوی شاعر حافظ د درنښت ورځ نومول شوې ده. نو په ننني شیر وشکر کې به اول لږ د حافظ په اړه وغږېږو او بیا به راشو د فارسۍ زده کولو برخې ته  تاسو ته بلنه درکوو چې په دې پروګرام کې له مونږ سره ملګري اوسئ.

 شاعر او د قرآن حافظ خواجه شمس الدین محمد شیرازی  چې په حافظ او لسان الغیب مشهور دی د فارسۍ ژبې یو ډېر لوی شاعر ګڼل کیږي. پلار یې بهاء الدین تاجر او مور یې د ایران د کازرون ښار و. د پلار له مرګه وروسته له مور پاتې شو او په هلکوانۍ کې د نانبایۍ په کار بوخت شو. په همدې دوران کې یې د علم له زده کړې سره مینه پېدا شوه او درس او مدرسې ته یې مخه کړه.

  حافظ خپل زیات عمر په شیراز کې تېر کړ او د سعدي په اپوټه یزد ښارته  او هرمز بندر ته  له یو لنډ شان سفره پرته همېشه په شیراز کې و. هغه په خپل ژوند کې په درست ایران کې ډېر شهرت وموند او شعرونه یې لرو لرو سیمو لکه هند ته ورسیدل.

 د حافظ دیوان چې پکې ۵۰۰ غزلې، څو قصیدې، دوه مثنویانې څو قطعې او یو شمېر رباعیانې دي، تر اوسه  تر څلور سوه ځله زیات  په مختلفو شکلونو په فارسۍ ژبه او د نړۍ په نورو ژبو ژباړل او چاپ شوی دی شاید وویل شو چې د هغه د  دیوان سادي خطي یا تذهیب شوې نسخې د ایران، افغانستان، هند پاکستان ، ترکیې او حتی لویدیځو هیوادونو کې د فارسۍ تر بل هر دیوانه زیاتې  وي.

د حافظ د دیوان په اړه یوه د پام وړ خبره د هغه په دیوان د فال اچول یا فال نیول دي چې دا یو نوی دود نه دی بلکې له پخوا راهسې د شعر د مینه والو لپاره  پېژندل شوی دی.لکه څنګه چې په پښتو کې رحمان بابا هم هغه شاعر دی چې په دیوان یې فال اچول کیږی. چې البته دغه دواړ شاعران نور هم ډېر شباهتونه لري دا چې دواړه صوفي او غزل ویونکي شاعران  دي او یوازې یو دیوان ترې پاتې دی او دواړه له خپل وطنه نه دي وتلي  او دواړو ته لسان الغیب هم ویل کیږی.

 ×××

د تلي شلمه د ایران په کالهنداره کې د فارسۍ ژبې د دغه لوی شاعر حافظ شیرازي د درنښت ورځ نومول شوې او هر کال په دې ورځ د هغه په مزار او شیراز ښار کې په دې ورځ ځانګړې دستورې ترسره کیږي. لیکوال او تکړه ژب پېژاندی کوروش کمالي سروستاني چې  د حافظ د درنښت ورځ یې ثبت کړې د دغه ورځې د انتخاب په اړه وایي: کله چې د حافظ دیوان اړوو خبره پکې د مینې عشق او محبت ده. همداراز د حافظ شان په شاعرانو کې ډېر لوړ دی او  نمبرې هم شل دي نو ځکه د تلې شلمه مو د هغه ورځ نومولې ده.

 حافظ که له یوې خوا د قرآن حافظ و خو له بلې خوا د هغه په اړه یو بل په زړه پورې ټکی په موسیقۍ د هغه پوهه ده. محمد رضایي وایي چې  د حافظ شیرازي په زمانه کې هغه کسان چې په موسیقۍ به پوهېدل او له موسیقۍ سره به یې فی البداهه شعر وایه او د ټولو لپاره به یې وایه، حافظ لقب به یې ورکاوه. او حافظ هم پر دې سربېره چې شاعر و په موسیقۍ هم پوهېده. دغه محقق باور لري چې د حافظ ډېر شعرونه له موسیقۍ سره اړه لري پرې دې اساس شاید وویل شو چې موسیقي هم د حافظ په شعر کې موجوده ده او هم یې دهغه د بیان طریقي ډېره په زړه پورې کړې ده.  د "پرده، دستان، نغمه، نوا، قول، مقام، راه، فرود، ضرب، اصفهان، عراق، بم، زیر"  او داسې نورو اصطلاحاتو کارونه په موسیقۍ د حافظ د تسلط لپاره ښه دلایل  کیدلی شي.

د مثال په توګه دغه شعر ته یې پام وکړئ

 

"مطرب عشق عجب ساز و نوایی دارد

نقش هر پرده که زد راه به جایی دارد"

 ځینې باور لري چې حافظ په مختلفو موردونو کې تر اویا زیات موسیقایي ټکي کارولي دي.  راخئ چې د خپرونې په دې برخه کې  د سالار عقیلي په غږ د حافظ د شعر یوه سندریزه ټوټه واورو بیا به راشو د پښتو برخې ته .

*/*/*/*/

اوس راګرځو د فارسۍ ژبې د زده کړې برخې ته زما همکاره احساني به درته فارسي ټکي ووایي او زه به یې درته پښتو وړاندې کړم.

 فارسي

پښتو

فارسي

پښتو

فارسي

پښتو

اخیرا(به تازگی)

په دې وروستیو کښې

برگزارکردن

ترسره کول

               قرار دارد

پروت دی

متوجه شدن

پوهیدل

برگزار می شود

ترسره کیږي

دانستن

خبریدل

متوجه شده ام

پوه شوی یم

برگزار می کنند

ترسره کوي

می دانید

پوهیږې

مناسبت

مناسبت

روز

ورځ

نقد و بررسی

 

کره کتنه او څیړنه

تقویم

کالهنداره

تقویم ِملی              

ملي کالهنداره

ثبت

ثبت/لیکل

جلسه

غونډه

روزِ بزرگداشت

د درنښت ورځ

اشعار

شعرونه

جلسات

غونډې

شعر

شعر

متفاوت

بل شان

ثبت کردن

ثبتول/لیکل

علاقه مندان

مینه وال

نقاطِ مختلفِ جهان

د نړۍ مختلفې سیمې

مهمترین

ترټولو مهم

نقاط

برخې/سیمې

نقاطِ مختلف

بیلابیلې سیمې

برگزار

ترسره کول

               جهان

نړۍ/دنیا

برنامه ،

پروګرام

ثبت شده است

ثبت شوی دی

مختلف

مختلف

متنوع

ډول ډول

برنامه های متنوع

ډول ډول/بیلابیل پروګرامونه

شرکت کردن

ګډون کول

 

 

امیدوارم

هیله من یم

،شرکت کنم

ګډون وکړم

 

 

 

 

 

 

 

 

 

               اوس د ریحانې د هغه د پلار خبرو ته پام وکړئ.                             

ریحانه : پدر اخیرا متوجه شده ام که در ایران به مناسبت روز بزرگداشت حافظ           برنامه های متفاوتی برگزار می شود .

ریحانه: پلاره په دا وروستیو کې پوه شوم چې په ایران کې د حافظ د درنښت په ورځ ډول ډول پروګرامونه ترسره کیږي.

پدر : بله دخترم . در تقویم ملی کشور ایران یک روز به نام بزرگداشت حافظ، شاعر فارسی زبان ثبت شده است و در این روز برنامه های بسیاری در شهر شیراز برگزار             می شود .

پلار: هو لورې، د ایران په ملي کالهنداره کې یوه ورځ د فارسي ژبې شاعر حافظ د درنښت په نوم ثبت شوې ده او په دې ورځ په شیراز ښار کې ډېر پروګرامونه ترسره کیږي.

ریحانه : شیراز شهری است که حافظ در آن متولد شده است؟

ریحانه: شیراز هغه ښار دی چې حافظ پکې زوولی دی؟

پدر: بله حافظ اهل شیراز بوده و آرامگاه او نیز در شیراز قرار دارد.

پلار: هو حافظ د شیراز و او قبر یې هم په شیراز کې دی.

ریحانه : پدر شما می دانید در روز بزرگداشت حافظ چه برنامه هایی برگزارمی شود؟

ریحانه: پلاره تاسو خبر یئ چې د حافظ د درنښت په ورځ څه پروګرامونه ترسره کیږي؟

پدر: برنامه های مختلفی مانند جلسات نقد و بررسی اشعار حافظ و خواندن اشعار این شاعر بزرگ از مهمترین برنامه های این روز است.

پلار: مختلف پروګرامونه لکه د حافظ د شعرونو د کره کتنې او جاجونې غونډې او د دغه لوی شاعر د شعرونو لوستل د دغه ورځې له مهمو پروګرامونو دي.

ریحانه : این برنامه ها فقط در شیراز برگزار می شود ؟

ریحانه: دغه پروګرامونه یوازې په شیراز کې ترسره کیږي.؟

پدر: خیر دخترم .همه علاقه مندان به حافظ در نقاط مختلف جهان در چنین روزی برنامه های متنوعی را به یاد حافظ برگزار می کنند.

پلار: نه لورې، د حافظ ټول مینه وال د نړۍ په مختلفو سیمو کې په دې ورځ د حافظ په یاد رنګارنګ پروګرامونه ترسره کوي.

ریحانه : امیدوارم من هم بتوانم در این برنامه ها شرکت کنم .

ریحانه: هیله منه یم زه هم په دغه پروګرامونو کې برخه واخستې شم.

ګلونو اورېدونکو له دغه پروګرام سره ستاسو د ملګرتیا مننه کوو. د حافظ شیرازي د ورځې په مناسبت مو ستاسو لپاره یوه سیالي برابره کړې ده. تاسو کولې شئ د حافظ یو شعر ولولئ او تهران ریډیوته یې راولیږئ ، تاس دغه شعر هم د وټس اپ له لارې او هم د ایمیل له لارې مونږ ته رالېږلې شئ. هغه دوو کسانو ته چې د حافظ یو شعر په صحیح او ښکلې طریقه ووایي د تهران پښتو ریډیو او د شیر و شکر پروګرام  له خوا یوه ډالۍ ورکول کیږي. له مونږ سره د اړیکو لارې دي.

 د سایټ درک : https://parstoday.ir/ps

ایمیل : [email protected]

وټس اپ شمېره: ۰۰۹۸۹۱۹۶۶۴۵۶۶۳                 ساناز احسانی

 

 

ټیګونه