د ایران او افغانستان مطبوعات
د غزې مظلومو او مقتدرو خلکو دنیا تر اغیز لاندې وروستلي ده
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د درست هیواد د جمعې له امامانو سره د رهبرۍ د ستر مقام په کتنه کی مهمو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی او د حضرت امام خامنه ای له قوله لیکی چی انتخابات یوازې یوه دنده نده بلکی د خلکو حقت دی . د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون د کلمې په حقیقي معنا ضروري دی البته انتخابات یوازې دنده نه ده بلکې د خلکو حق دی چې وکولای شي قانون جوړونکي ، د قانون اجرا کونکي او یا د خبرګانو د جرګې غړي انتخاب کړي.
ورځپاڼه په یوه بل ځای کی لیکی چی یدیعوت احارونوت ورځپاڼۍ ویلی دی بی شکه حماس بریالی شوی دی .
د ایران سپاه پاسداران ځواک په یوه بیا نیه کی ویلی دی چی د موساد د مرکز او د داعش د اډې تباه کول د انتقام لومړی ګام دی .
د لویدیځ اقتصاد په سره سمندر کی د تاوتریخوالی له امله هره ورځ لس میلیارډ ډالره تاوان ویني .
حمید نوری له ایټالیایی رسندویو سره په مرکه کی ویلی دی چی زما محاکمه یوه ملنډه وه ، د سویډ د محکمې حکم سیاسی صادر شوی دی .
د ایران خارجه وزیر د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې وویل په غزې باندې د بریدونو سمدستي بندون په سیمه کې د بې ثباتی د حل یوازنۍ لاره ده.ورځپاڼه په دې اړه لیکی د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان، د داووس د کنفرانس په څنډو کې د پاکستان له لومړي وزیر انوارالحق سره، په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو، سیمه او فلسطین حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
امیر عبداللهیان د دواړو هیوادونو د اړیکو له ودې نه د خوښی په څرګندولو سره، وویل: اوس د ایران او پاکستان تر مینځ د سوداګریو کچه دوه نیم میلیارد ډالره دي چي دا باید ۵ میلیارد ډالرو ته زیاته شي.
د ایران خارجه وزیر یادونه وکړه چي تهران د انرژیو، تېلو، ګازو او برېښنا په ډګرونو کې له پاکستان سره د همکاریو لپاره چمتووالي لري.
امیر عبداللیهان د غزې بحران ته په کتو سره، وویل: له فلسطین څخه بحران ټوله سیمې په غځېدو ده، اسلامي هیوادونه منجمله ایران او پاکستان باید په غزې باندې د صهیونیست رژیم د جنګ د بندولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
هغه زیاته کړه: امریکایان فکر کوي چي هر څه په خپله خوښه مدیریت کولایشي، لیکن په جنګ کې هر ډول پېښه رامینځ ته کېدایشي.
د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق هم د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په ضرورت باندې په ټینګار سره، وویل: اسرائیل رژیم غواړي د جنګ لمنه پراخه کړي، په غزه کې د ښځو او ماشومانو د وژلو دوام د منلو نه دی.
جمهوری اسلامی
نوموړی ورځپاڼۍ هم د درست ایران د جمعې له امامانو سره د رهبرۍ د ستر مقام له ویناو د فلسطین د غزې موضوع ته انعکاس ورکړی دی چی حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له قوله لیکی چی د غزې مظلومو او مقتدرو خلکو دنیا تر اغیز لاندې وروستلي ده . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکلی دی چی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ټول ایران د جمعې لمانځه له خطیبانو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ: د فلسطین د غزې تړانګې مظلوم او مقتدر خلک وتوانیدل دنیا د خپلو مبارزو تر اغیز لاندې راولي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دې خبرې باندې ټینګار سره چې نن سبا د خدای لاس د غزې په نړیوالې مسلې کښې د لیدلو وړ او ښکاره دی وفرمایل : نن سبا دنیا د غزې خلکو او غزې مقاومت ډلو او مبارزانو ته د اتلانو په سترګه ګوري.
هغه حضرت د مظلوم غټ بریښیدل او په عین حال کښې د دنیا د خلکو په سترګو کښې د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب د دغه تړانګې د خلکو د صبر او د توکل اثار او برکتونه وبلل او زیاته یې کړه : په مقابل کښې نن سبا په دنیا کښې څوک په جنګ کښې د صهیونیسټي غاصب او د خبیث رژیم بریالیتوب ته قائل نه دي او د دنیا د خلکو او د سیاستوالانو په نظر صهیونیسټ رژیم یو ظالم، بې رحمه ، خونړی لیوه او ماتي خوړلی او دړې وړی رژیم دی.
حضرت ایت الله خامنه اي په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د فلسطین د غزې تړانګو خلکو په خپل مقاومت سره اسلام د دنیا د لټون کونکو انسانانو په سترګو کښې دود کړ او قران یې محبوب کړ، له خدای پاک ج د مقاومت د جبهي په تیره بیا د غزې تړانګې د خلکو او د مبارزانو د ورځ تر بلې د سرلوړۍ دعا وکړه.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود دغه راز د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو په ملاتړ کښې د یمن د انصار الله د حکومت او د یمن د ملت د لومړي ستر کار په ستاینې سره وویل د یمن خلکو د صهیونیسټ رژیم مهمې لارې ته ګوزار ورکړ او د امریکا له ګواښ څخه ونه یریدل ځکه چې له خدای څخه ویریدونکي انسانان له خدای پرته له بل چا نه ویریږي او د دوې دغه کار حقا او انصافا د جهاد في سبیل الله» مصداق دی.
هغه حضرت هیله وکړه: د خدای پاک په اجازې سره دغه مجاهدتونه ، مقاومتونه او فعالیتونه تر بریالیتوب پورې دوام لري.
په عراق کی د موساد په مرکز او په سوریه کی د ترهه ګرو په اډې د سپاه حملې پراخ انعکاس درلودلی دی .
فلسطیني کډوال وایی له حملو بچ پاتی شو ساړه مونږه وژني .
عبری رسندویو لیکلی دی چی د اسراییلو د جنګ کابینه د دړې وړې کیدا په لاره روانه ده .
د جنوبی افریقا ۵۰ وکیلانو د غزې په جنایتونو کې د ملګرتیا په دلیل له امریکا او انګلستان شکایت وکړ .
یمنیانو اسراییلو ته په روانې یوې بلې کشتۍ هم حمله وکړه .
یورشلیم پوسټ لیکی چی اسراییل سخت روانی ګډوډي سره مخامخ دی .
کابل ورځپاڼۍ
هشت صبح
د مشهد والي: دوه زره ټولګي افغان زدهکوونکو ته ځانګړي دي . د ایران د مشهد والي محسن داوري ویلي، دا مهال په دغه ښار کې دوه زره ټولګي افغان زدهکوونکو ته ځانګړې دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، نوموړي دا څرګندونې سهشنبه د مرغومي پر ۲۶مه د «کاظماباد پنجشنبه» په کلي کې د یوه ښوونځي د پرانېستې په پروګرام کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «دمګړۍ په دې ولسوالۍ کې دوه زره ټولګي افغان زدهکوونکو ته ځانګړې دي چې دا شمېر په مشهد کې د تعلیمي ځایونو د کمښت له شمېرو سره برابره ده.»
د نوموړي په خبره، ټول بهرني وګړي د ایراني زدهکوونکو ترڅنګ پر زدهکړو بوخت دي او په خراسان رضوي کې د ټولو زدهکوونکو له ډلې پنځه سلنه یې د نورو هېوادونو دي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې: «په خراسان رضوي کې ۸۵ سلنه بهرني وګړي په مشهد ولسوالۍ کې زدهکړې کوي.»
داوري ویلي چې ۷۶ زره افغانان د ایران په خراسان رضوي ولایت کې پر زدهکړو بوخت دي.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ځينې کورنۍ د اقتصادي ستونزو او په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته ایران ته تللې دي.
د روان کال په سنبلې میاشت د ملګرو ملتونو د وګړو سازمان(UNFPA) ویلي و چې دغه سازمان له ایران سره داسې هوکړه کړې چې له مخې به یې هلته میشتو افغان نجونو او مېرمنو ته د روغتیايي زدهکړو په ګډون د نورو زدهکړو زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شمېرو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې ۳.۴ میلیونه افغانانو په ایران کې ژوند کاوه چې له ډلې یې نږدې دوو میلیونو د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.
پاکستان ته د طالبانو خبرداری: که هوکړې ته ونه رسېږو، د تورخم او خرلاڅي لارې به د تل لپاره وتړو .
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو لپاره د دغه هېواد د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې بېپایلې پاتې شوې او دې ډلې اسلاماباد ته د دوو مهمو لارو د دایمي تړل کېدو خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ سېشنبه، د مرغومي په ٢٧مه، د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو لپاره د يوې حللارې د موندلو په موخه ناسته ترسره شوه.
د دغه راپور له مخې، طالبانو پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که دوه اړخیزې هوکړې ته ونه رسېږي، له پاکستان سره به د تورخم او خرلاڅي لارې د تل لپاره وتړي.
سرچینې ډان ورځپاڼې ته ویلي، که پاکستاني چارواکي له طالبانو سره هوکړې ته ونه رسېږي، دغه ډله به له اسلاماباد سره خبرې اترې ودروي.
طالبانو پاکستاني امنیتي چارواکو ته ویلي چې نوي بندیزونه ورته د منلو وړ نه دي، ځکه دې ډلې ته د ویزې د تګلارې په هکله کوم مخکینی رسمي خبرتیا نه ده ورکړل شوې.
همداراز طالبانو له پاکستاني سرحدي چارواکو غوښتي چې په پاکستان کې ایسار ټولو افغان باروړونکو موټرو ته اجازه ورکړي څو بېرته هېواد ته ستانه شي او بیا په عمومي دروازه کې د «سمنټي» دېوال په جوړېدو سره پوله د تل لپاره وتړي.
د پاکستاني چارواکو د نوې پالیسۍ له مخې د تورخم له پولې تېرېدل یوازې په ویزه او پاسپورټ ممکن دي او هغه موټر چلوونکي چې ویزه او پاسپورټ نه لري له دې لارې نه شي تېرېدای.
د پاکستان د دغه اقدام په غبرګون کې طالبانو پاکستاني لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته داخل شي.