Feb 01, 2024 12:23 Asia/Kabul
  • اسلامي انقلاب او د محرومیت ختمول (د سباوون لسیزې ځانګړی پروګرام ۶ برخه)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د سباوون لسیزې په تړاو له یوه (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

که څه هم د ۱۹۷۹ کال په فیبروري کې د ایران بېلابېلو پرګڼو د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب کې رول درلود، مګر محرومې او مظلومې طبقې د دې ستر غورځنګ د بریالیتوب لپاره، ډېره هڅه کړې ده. دوی ټینګ دیني باورونه درلودل او د پهلوي حکومت پر مهال یې د لوېدیځ کلتور له خپرېدو او د دین له ختمولو سره، په شدت مخالفت کولو. همدارنګه په دې ظالم حکومت کې ترټولو ډېر ظلم او تبعیض، د زیارکښو او هڅاندو مګر، محرومو او بېوځلو کسانو پر وړاندې وو. له همدې امله، د ایران د اسلامي انقلاب له هدفونو څخه، د محرومیت او بې عدالتۍ ختمول وو، چې سمدستي له بریالیتوب وروسته، د دې امر پلي کولو ته په ځانګړې توګه په کلیو کې، د خپل کار په سر کې ځای ورکړل شو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره)، د خلکو دې ډلې ته ډېر ارزښت ورکولو او هغوی یې د انقلاب مخکښان ګڼل، چې هرڅومره ژر باید د دوی ناسم وضعیت ته رسېدنه وشي او ټینګار یې کولو: فکر نه کوم چې د محرومو خلکو له خدمت کولو څخه به پورته، بل لوړ عبادت موجود وي.

داسې وو چې پر دولت سربېره، ګڼو ولسي ډلو هم د "بیارغونې جهاد" تر سرلیک لاندې، د جوړولو بېړني کارونه پیل کړل، چې اوس هم دوام لري او محرومانو ته سترې لاسته راوړنې له ځان سره لرلي.

اوبه، د ژوند کولو لپاره د انسان ترټولو مهمه اړتیا ده. د پهلوي رژیم پر مهال نږدې ۷۵ سلنه ښار مېشتو او یوازې ۱۲ سلنه کلیوال مېشتو د څښاک پاکو او سالمو اوبو ته لاسرسی درلود، مګر اوس مهال ټول ښار مېشتي او نږدې ۹۰ سلنه کلیوال مېشتي پاکې او سالمې اوبه لري. دا پرمختګ دومره بېړنی او غوره وو، چې د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، ایران په ښاري او کلیوالي برخه کې، پاکو اوبو ته د لاسرسي په حوزه کې، د سیمې هېوادونو په منځ کې لومړی مقام لري. دا په داسې حال کې ده چې ایران د نړۍ د کمو اوبو لرونکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي.

برېښنا، د هوساینې او پرمختګ له عواملو څخه یو عامل ګڼل کېږي. مګر د شاه د حکومت پر مهال، د هېواد د پرمختګ په تړاو د هغه د ډېرو ادعاوو سره سره، د برېښنا له درې زره څخه کم مشتریان موجود وو، چې له انقلاب څخه وروسته، ۱‍۲ برابره شو او د برېښنا تولید هم په همدې کچه لوړ شو. په ټولیزه توګه، اوس په ایران کې ټول کورونه، په ښارونو او کلیو کې د برېښنا له نعمت څخه برخمن دي او له دې اړخه ایران، د نړیوالې متوسطې کچې په لوړ ځای کې شتون لري.

د ایران د اسلامي انقلاب له نورو لاسته راوړنو څخه، د ګازو رسولو چټکه شبکه وه. سره له دې چې ایران د نفتو او ګازو دویمه زېرمه په واک کې لري او د محمد رضا شاه د واکمنۍ په وروستي کال کې، د نفتو صادرات په ورځ کې ۶ میلیون بشکو ته ورسېدل، مګر خلک د سون توکو له اړخه په سختۍ کې وو، داسې چې ۴۰ سلنه کلیوال مېشتو په لرګیو او بوټو سره  خپل کورونه ګرمول. مګر له انقلاب وروسته، اسلامي جمهوریت په یوه پراخ پلان او د نل له لارې، ګاز یې د ایران لیري پرتو سیمو ته ورسولو، داسې چې نن ورځ ۹۸ سلنه ښاري کورنۍ او ۸۳ سلنه کلیوالي کورنۍ او په ټولیزه توګه، د ایران ۹۰ سلنه خلک د طبیعي ګازو له نعمت څخه برخمن دي.

Image Caption

د پهلوي واکمنۍ پر مهال، د خلکو روغتیايي وضعیت په ځانګړې توګه په کلیو او لیري پرتو سیمو کې، خورا ناسم او بحراني وو. اسلامي انقلاب په پراخ ډول دې وضعیت ته بدلون ورکړ. د انقلاب د بریالیتوب په لومړیو کې، یوازې د ایران په ۳۷ سلنه ښارونو کې روغتونونه موجود وو، دا کچه اوس ۹۴ سلنې ته رسېدلې ده او د ایران د فعاله روغتونونو شمېر، نږدې ۱۰۰۰ او د ناروغانو کټونه، ۱۵۰ زره دي. دا روغتونونه په پرمختللو وسایلو سره سمبال دي،چې ډېری یې په خپله ایران کې جوړ شوي وسایل دي. همدارنګه په کلیو کې یوازې ۱۳۴ روغتیايي کورونه موجود وو، چې اوس مهال ۱۸ زره کورونو ته رسېږي او د  روغتیايي مرکزونو شمېر هم نږدې ۵ برابره شوی دی.

د درملنې او روغتیايي پرمختګونو ترڅنګ، د عمومي درملنې بیمې پوښښ هم خورا پراخ شو، چې اوس مهال ۹۵ سلنه خلک ترې ګټه پورته کوي، په داسې حال کې چې له انقلابه مخکې، د درملنې له بیمې څخه یوازې کم شمېر کسان برخمن وو. له څو کلونو راهیسې د "سلامت بیمې" تر سرلیک لاندې د پراخ پلان په پلي کولو سره، ۴۵ میلیونه ایرانیان چې د ایران د نفوسو ۶۰ سلنه برخه جوړوي، بیمه شوي چې د دوی ۶۰ سلنه هغه کسان چې کم عاید لري او ډېری یې په کلیو کې ژوند کوي، د بیمې حق نه ورکوي.

دې ډول د هوساینې او ودانیزو کارونو ته په کتو، له شک پرته له اسلامي انقلاب وروسته، د ایراني خلکو د ژوند کچه ډېره لوړه شوې ده، داسې چې مېرمنو ته د ژوند کولو د هیلې شاخص، له ۵۳ څخه ۸۰ کال ته او د نارینه وو لپاره، له ۵۵ څخه ۷۶ کال ته رسېدلی دی. پر همدې اساس، د اسلامي انقلاب معظم رهبر آیت ا... خامنه يي فرمايي: اسلامي جمهوریت ټول هېواد ته د ښارونو له بډای مېشتو سیمو څخه نیولې، بیا تر بېوځله مېشتو سیمو پوري، ټولو ته د ثروت او خدمت کولو په برخه کې، د نړۍ د بریالیو واکمنیو په ډله کې راځي.

ژباړه: زماني

ټیګونه