Feb 04, 2024 09:28 Asia/Kabul
  • د سباوون د لسیزې دریم ځانګړی پروګرام

د ایران انقلاب، یو اسلامي انقلاب او د ایراني میرمنو د اسلامي هویت بیاموندنه

د فجر یا سباوون د لسیزې په مناسبت  د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له دریمې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. لکه څنګه چې پوهیږئ د سباوون لسیزه له اوږدي جلاوطنۍ وروسته خپل وطن ته د حضرت امام خمیني(رح) د راستنیدو او د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په مناسبت د سلواغې له دولسمې نه د دغې میاشتې تر دوویشتمې نیټې پورې لمانځله کیږي.

*/*/*/*/*/

شک نشته چې د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ یو ډیر ولسي انقلاب ګڼل کیږي. په دغه ستر پاڅون کښې د خلکو له پراخ او یوموټي شتون پرته د پهلوي حکومت نسکورول چې د بهرنیو قدرتونو او د خپلو امنیتي ځواکونو او پوځ ملاتړ یې درلود، ناشوني وو.  خو هغه څه چې په ۱۹۷۹ کال کښې یې د ایران په اسلامي انقلاب کښې د خلکو ګډون ته لاپرتم ورکړی و، د شاه رژيم خلاف په مظاهرو او اعتراضونو کښې د میرمنو ډیر، فعال او زړه ور شتون و.

هغوي له انقلابه مخکښې د سړیو په شان له ظلم او توکمپالنې او ساډوبۍ او ناوړه اقتصادي حالاتو کړیدې. خو کوم شي چې ډیرې قهرولې وې، د جنسي فساد او فحاشۍ دودیدل او له ښځو څخه اوزاري استفاده وه. خو د اسلامي انقلاب په راتګ سره د انقلاب ارواښاد مشر امام خمیني(رح) د ښځو مقام او کرامت ته ځانګړی پام وکړ او هغوي هم په هغه باور او اعتماد سره چې په خپل زړه سواندي او ولسي مشر یې درلود، د ایران د خلکو په ستر غورځنګ کښې یې یوه بې سارې حماسه جوړه کړه.

امام خمیني(رح) په انقلاب کښې د ښځو د شتون ستاینه په دې ټکیو وکړه: «زمونږ دا بریا، مخکښې له دې چې د سړیو له خوا وي، د ښځو په برکت ده. زمونږ محترمې میرمنې په وړومبي صف کښې وې. زمونږ ګرانې میرمنې د دې لامل شوې چې سړي هم جراءت او شجاعت پيدا کړي. زمونږ ستاسو ښځو د زحمتونو پامته داره یوو».

ایراني میرمنو ته دغه احترام او اعتماد او هویت بخښنه سبب شوه چې هغوي له امام او انقلاب سره یوه مضبوطه اړیکه ټینګه کړي او له اسلامي انقلاب نه وروسته په مختلفو پيښو کښې هم، د هغه د لاسته راوړنو په دفاع کښې یو مهم رول ولوبوي.

له خپل هیواد او نظام څخه د ایراني میرمنو د وفادارۍ اوج، د ایران خلاف د صدام د تپلي جنګ په دوران کښې څرګند شو. هغوي مقدسې دفاع په اتو کلونو کښې په پریمانه هلوځلو او همت سره، د اسلام د جنګیالیو لپاره د خوړو او د اړتیا وړ شیانو برابرول پیل کړل او ورڅخه په بشپړ ملاتړ سره، له وطن څخه د دفاع لپاره د هغوي مضبوطې اډانې وګرځیدې.

د دغه کم مخیني جنګ په دوران کښې تقریباً شپږ نیم زره (۶۵۰۰) ښځې شهیدانې شوې او زرګونو نورې زخمي شوې. په مقابل کښې اسلامي انقلاب د ایراني مسلمانو میرمنو لپاره پریمانه لاسته راوړنې او فرصتونه په ډالۍ راوړل چې د هغوي د کرامت او د ایراني او اسلامي هیواد راژوندي کول یې له هر څه مهم وو.

ایراني میرمنې نن سبا په کور کښې د مورولۍ او میرمنولۍ د رول پر لوبولو سربیره، د ټولنې په ډګر کښې هم د خپل اسلامي عفت، وقار او جامې په ساتلو سره، د یوې مسئول او زیارمن انسان په توګه فعالیت کوي. هغوي اوس له سړیو سره برابر حقوق او آزادۍ لري. ایراني میرمنې کوې شي چې د قانون په حدودو کښې، په انتخاباتو کښې برخه واخلي او انتخاباتي کاندیدانې شي.

نن سبا په سل هاؤ ښځې په اسلامي شورا (پارلیمان) او ښاري شوراګانو کښې د خپلو وطنوالو په خدمت لګیا دي. میرمنې همداشان د ۲ زره او ۷۰۰ ولسي تشکلونو په چوکاټ کښې هم په فعالیت بوختې دي. د ښځو کارکسب هم له انقلابه د مخکښې وخت په پرتله د پام وړ وده کړې، داشان چې همدااوس د حکومت ۴۵ فیصده کارکوونکې، ښځې دي او ۲۵ فیصده مدیریتي پوسټونه د ژمنو او ماهرو میرمنو په لا س کښې دي.

په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو پرمختګ تر ډېره د دوی د سواد او زده کړې د کچې د لوړېدو له امله دی. له انقلاب وړاندې یوازې ۲۵٪ ښځې تعلیم یافته او باسواده وې، خو اوس دغه اندازه ۹۵٪ ته نږدې شوې ده. په مختلفو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو او فارغانو شمیر هم ښه پوره زیات شوی دی.

د ایران د ساینس، تحقیق او ټکنالوژۍ وزارت د احصائیو له مخې، د پوهنتونونو شاوخوا ۶۰ سلنه محصلین او ۳۵ سلنه ساینسي کارکوونکي ښځې دي. د ايران د اسلامي جمهوريت د وجود په ٤٥ کلونو کښې د ښځو د روغتيا په تېره بيا په محرومو سيمو کښې د ښځو د صحت د ښه والي لپاره ستر ګامونه اوچت شوي دي چې له دې سره د هغوي د ژوند د تمې او امید اندازه ٧٨ کالو ته رسېدلې ده چې د نړۍ له اوسط څخه زياته ده.

همدارنګه، د امیندوارو میندو د مړینې کچه په هرو یو لاک ژوندیو زیږونونو کې 20 تنو ته راټیټه شوې چې په ډیرو لږو هیوادونو کښې لیدل کیږي. ایراني میرمنو د سپورت په ډګر کې هم ډیر پرمختګ کړی دی. په داسې حال کې چې تر انقلاب وړاندې دوی یوازې په ۷ سپورتونو کې حضور درلود، خو اوس په خپلو ځانګړو ۸۰۰۰ کلبونو کې له ۴۰ څخه په زیاتو لوبو کې فعالیت کوي. ر اوسه یې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې ۳۳۰۰ مډالونه ګټلي دي. مهمه خبره دا ده چې ایراني ښځینه ورزشکارانې د خپل اسلامي هویت د څرګندولو لپاره په ټولو سیالیو کې د اسلامي لباس په اغوستو سره ګډون کوي. بې له شکه چې له اسلامي انقلاب وروسته ايراني ښځو په نورو ډېرو ډګرونو لکه ساينس او ​​ټکنالوژۍ، ادبياتو، هنر او کلتوري او ديني چارو کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي چې د اسلامي ايران په پرمختګ کې يې د هغوي رول بیخي روښانه کړی دی.

*/*/*/*/*/

 

ټیګونه