Mar 16, 2024 12:26 Asia/Kabul

د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د شیر و شکر د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او نن د فارسۍ ژبې له یو بل مشهور شاعر، ادیب او طنز لیکونکي «عبید زاکاني» سره بلدیږو.

د قزوین سیمې اوسیدنکی او په «عبید زاکاني» مشهور «خواجه نظام‌الدین عبیدالله زاکانی»، د اوومې قمري پيړۍ د وروستیو یا د اتمې پيړۍ د اوایلو یو شاعر دی. د هغه آثار زیاتره په طنز کښې دي. که څه هم هغه جدي شعرونه او غزلونه هم لري خو شهرت یې زیاتره د طنزیه او خندوونکو شعرونو په وجه دی. هغه د شعر او طنز په ژبه د خلکو کړاونه، د واکمنانو نالایقي او جهالت او د زاهدانو ریا بیانوي. په دې وجه د خلکو خوښ و خو ځیني واکمنان او زاهدان ورته په قهر وو.

د عبید شعرونه او حکایتونه په ظاهره خندوونکي، ساده او تفریحي دي خو په دغه ساده توب کښې ډیر ژور رازونه دي او هغه په جراءت سره نیوکه او اعتراض او په هغو خرافاتو، ریا، ناپوهۍ او ظلم باندې ملنډې وهل دي چې انساني ټولنه ورسره له پخوا راهیسې مخامخ وه. د عبید د شعر ژبه بې پروا او تیزه ده. هغه به په بې سارې میړانې او جرأت سره په ټولنه کښې په تیره بیا په واکمنې پرګنې کښې په موجودو بدیو او پلیدیو نیوکه کوله او په دې وجه ځینو واکمنانو او مشرانو کوشش کوه چې هغه ته نزدې او ورسره ملګري شي ګوندې د هغه له نیوکو خوندي شي خو عبید به د خلکو د دوستۍ او دښمنۍ پروا نه کوله او خپله نیوکه او نقد به یې د طنز په چوکاټ کښې ښه په زغرده او بې پروایۍ سره بیانوه.

که څه هم عبید زاکاني یو ستر او مشهور شاعر دی خو په خواشینۍ سره یې له شعرونو او آثارو پرته، د ژوند په هکله بشپړ معلومات نشته. حتی د زوکړې او وفات کره نیټه یې هم نه ده معلومه او محققان یې په اړه بیلابیل نظرونه لري. ځیني وايي چې هغه د اوومې هجري قمري پيړۍ په وروستیو کښې او ځینې یې بیا د اتمې پيړۍ په وړومبیو کښې زیږیدلی بولي.

دا څه چې د عبید د ژوند په هکله رارسیدلي دي، د هغه د یو کلیوال او ورسره د هممهاله شاعر او مورخ «حمدا... مستوفي»  او همداشان  د«دولتشاه سمرقندي» تر لیکنو او آثارو محدود دي چې په کښې یې د عبید زاکاني په هکله یوڅه لیکلي دي.

د هغه بشپړ نوم «خواجه نظام‌الدین عبیدالله زاکانی» دی چې له زاکان کورنۍ څخه و او په قزوین ښار کښې زیږیدلی و. زاکان کورنۍ له هغو عربانو وه چې ایران ته کډه شوي وو او د همدان په یو ښار کښې هستوګن شوي وو خو بیا وروسته د ایران په نورو سیمو کښې خواره شوي وو.

په هغه وخت کښې فارس، د اینجو او آلِ جلا لړیو د پاچاهانو تر ولکې لاندې و. زاکان خاندان د فارس واکمنانو له خوا ومنله شوه او د هغو له دربار سره یې نزدې اړیکې درلودلې. عبید د خپلې زمانې د علمونو د زده کولو لپاره شیراز ته لاړ او د زاکان کورنۍ مخینې ته په پام سره، د فارس واکمنانو د پام او توجه وړ وګرځید. هغه همداشان د «شاه شجاع مظفری»، «سلطان اویس جلایري»، «علاءالدین محمد» او «شاه شیخ ابوالحسن اینجو» په شان باچاهانو پړاونه لیدلي دي او په خپلو تالیفاتو کښې یې د هغوي نومونه اخیستې دي.

عبید پر قزوین سربیره، څه موده په اصفهان او کرمان کښې دیره و خو خپل ډیر عمر یې په شیراز کښې تیر کړ. د هغه ځینو شعرونو ته په پام سره داسې ښکاري چې هُرمُز جزیرې، بغداد او آذربایجان ته یې هم سفرونه کړي وو. ویلی شو چې د هغې زمانې حالاتو او د نقلیه وسایلو نشتوالي، د لارو ناامنۍ او د هستوګنې د امکاناتو د کمي په شمول په ګڼو وجوهاتو د سفر سختیو ته په پام سره، عبید زاکاني یو داسې کس و چې سفر او سیاحت یې خوښوه.

خواجه عبیداللخ زاکاني په شیراز کښې له اوږدې هستوګنې وروسته قزوین ته ستون شو او په تدریس او قضاوت بوخت شو. د عبید زاکاني د مړینې نیټه هم د هغه د زوکړې د تاریخ په شان نامعلومه ده خو د تاریخ څیړاندو د هغه وفات د ۷۶۸ نه تر ۷۷۲ هجري قمري کال ترمینځ ګڼي.

د عبید زاکاني د قبر دقیق ځاې هم معلوم نه دی خو د قرآن کریم اوسنی محقق «علامه سید علي کمالي دزفولي» د پخوانیو خلکو له قوله وايي چې یوه ورځ د ایران په یو سویلي ښار دزفول کښې له سختو او ډیرو بارانونو وروسته چې د خلکو کورونه او لارې یې ورانې کړې، کله چې خټې کښیناستې نو د خراطان سیمې په یو کلي کښې یو قبر پیدا شو چې په کاڼي یې د «خواجه عبید زاکانی» نوم  کنده کاري شوی و. همداشان د دزفول ښار ځینو نورو پخوانیو خلکو د عبید زاکاني د دفن ځاې، د هغه باغ له دیوال لاندې بللی چې په سراب نومې کوڅه کښې یا د یتیمه جومات په خوا کښې دی. په دې وجه ګمان کیږي چې د عبید زاکاني قبر په دزفول ښار کښې دی خو هیڅوک نه دي خبر چې هغه څنګه وفات شوی دی او ولې په دزفول کښې ښخ کړی شوی دی یا دا چې د قبر دقیق ځاې یې چرته دی؟

د لطیفو دیوان، دلګشا رساله، اخلاق الاشراف رساله، عشاق نامه، د شعرونو دیوان او د موش و ګربه منظومه، د عبید زاکاني له آثارو څخه دي.

ګرانو دورستانو د فارسۍ د الفاظو د زدکړې برخې ته راورسیدو نو دا ټکي په غور واورئ.

فکاهی

طنز

زشتی

بدي

مسخره کردن

ملنډې وهل/ مسخره کول

شیوه

طریقه

پلیدی

پلیدي

طعنه زدن

پیغور ورکول

انتقاد خنده دار

خندونکې نیوکه

اعتراض

اعتراض

انتقاد کردن

نیوکه کول

طنز

طنز

زبانِ طنز

د طنز ژبه

لغت

لغت

اصطلاح

اصطلاح

اصطلاحِ ادبیات

د ادبیاتو اصطلاح

مطرح کردن

بیانول

مطرح می کند

بیانوي/مطرح کوي

ویژگی

ځانګړنه

 

اوس د ریحانې او د هغې د پلار ترمینځ خبرواترو ته غوږ شئ.

ریحانه : پدر  "فکاهی" به چه معناست؟

ریحانه: پلاره د «فکاهي» معنا څه ده؟

پدر:فکاهی به معنای طنزو یا خنده دار است.

پلار: فکاهي د طنز یا خندوونکې خبرې معنا ورکوي

ریحانه: در زبان فارسی آثار فکاهی یا طنز داریم؟

ریحانه: آیا په فارسي ژبه کښې فکاهي یا طنزیه آثار لرو؟

پدر:بله دخترم . یکی از طنزپردازان معروف فارسی زبان "عبیدزاکانی" است.

پلار: هو لورې، د فارسۍ ژبې یو مشهور طنز ویونکی «عبید زاکاني» دی.

ریحانه:آثار او چه ویژگی هایی داشته است؟

ریحانه: د هغه د آثارو ځانګړنه څه ده؟

پدر: عبید در آثار طنز خود از زشتی ها و پلیدی ها در جامعه انتقاد می کرد.

پلار: عبید به په خپلو طنزیه آثارو کښې د ټولنې په بدیو او پلیدیو نیوکه کوله.

ریحانه: پس زبان طنز در ادبیات شیوه ای برای انتقاد و اعتراض محسوب می شود.

ریحانه: نو بس په ادبیاتو کښې د طنز ژبه د نیوکې او اعتراض لپاره یوه طریقه ګڼله کیږي؟

پدر: بله دخترم . طنز در لغت به معنی مسخره کردن و طعنه زدن است و در اصطلاحِ ادبیات به نوع خاصی از آثار نظم و نثر ادبی گفته می‌شود که انتقادی را به صورت خنده‌آور مطرح می‌کند.

پلار: هو لورې، طنز په لغت کښې د ملنډې وهلو او پیغور په معنا دی خو د ادبیاتو په اصطلاح کښې د ادبي نظم او نثر هغه ځانګړي ډول ته ویل کیږي چې یوه نیوکه په خندونکي ډول مطرح کوي.

ګرانو مینه والو د پروګرام په دې برخه کښې د عبید زاکاني یو حکایت درته وړاندې کوو، وايي چې:

په یوه لاره یې یوه جنازه روانه کړې وه. په لاره کښې یو درویش له خپل زوي سره ولاړ و. زوي له پلار نه پوښتنه وکړه چې دا څه دي؟ ویې ویل: انسان دی. زوي پوښتنه وکړه چې، چرته یې وړي؟ درویش وویل: یو داسې ځاې ته چې نه په کښې د خوراک څه شته او نه د څښاک، نه ډوډۍ او نه اوبه، نه خشاک او نه اور. نه مال شته او نه منال، نه قالین شته او نه درۍ. نو زوي یې وویل: پلاره! ولې زمونږ کور ته یې بیايي څه!!!

******************************************

لیک: ساناز احساني                                                                       

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه