د صهیونیسټانو جنایت ته ځواب ویل د ایران مشروع او قانوني حق
په دمشق کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ د صهیونیسټ رژیم حملې په سیمه او نړۍ کښې د منفی غبرګونونو څپې رامینځته کړې او ډیرو حکومتونو دغه بزدلانه حمله چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی ده وغندله .
په نیویارک کښې د ناپییلو غورځنګ د ۱۲۱ غړیو هیوادونو استازیو په دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت او استازیو د صهیونیسټ رژیم ناوړه حمله په کلکه وغندله او د دغه هیواد له خلکو او حکومت او د دغه برید د قربانیانوله کورنیو سره پیوستون او خواخوږي څرګنده کړه
په سیمه کښې د مقاومتی ځواکونو په مقابل کښې د صهیونیسټ رژیم له پرله پسې ماتو وروسته د وری میاشتي په ۱۳ په یو ه نوی جنایت کښې د اسرائیلو رژیم جنګی الوتکو په دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د کونسلګرۍ ودانۍ په توغندوی حملې سره په نښه کړه چی پکې حاج محمدزاهدی او حاجی محمد هادی رحیمي په شمول د ایران د سپېڅلي دفاع قوماندانان او ورسره ۵ تنه افسران هم شهیدان شول.
په دمشق کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ د صهیونیسټ رژیم حملې په سیمه او نړۍ کښې د منفی غبرګونونو څپې رامینځته کړې او ډیرو حکومتونو دغه بزدلانه حمله چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی ده وغندله .
په نيويارک کې د ناپييلو غورځنګ د غړو هېوادونو د استازو په اعلاميه کې ويل شوي چې پر ډيپلوماټيکو ځايونو او استازو دا ډول بريدونه په هېڅ صورت د توجيه وړ نه دي او د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه په کلکه سرغړونه ده. همدارنګه هغه بنسټیز اصول چې د ډیپلوماټیکو حقوقو کنوانسیون (1961)، د قونسلګرۍ حقوقو کنوانسیون (1963) او د نړیوالو محافظتي اشخاصو پروړاندې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون لاندې د ډیپلوماټیکو ځایونو او استازو معافیت اداره کوي په شمول ډیپلوماټیک استازی ( ۱۹۷۳) شامل دی .
څرګنده دی وی چې په دمشق کښې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ د صهیونیسټانو حمله د ویانا د ټولو کنوانسیونونو خلاف ورزۍ ده چې له مخې یې هیڅ ګوند حق نه لری چې په سفارتی او قونسلګرۍ او مرکزونو حملې وکړی او په دې وجه د امریکاحکومت کوشش کوی. په سیاسي، دیپلوماتیکو او حقوقي لحاظ له دغه برید ه ځان جلا کړی، خو دا باید په پام کې ونیول شي چې په اصل کې د صهیونیسټي رژیم ژوند او د دغه رژیم ټول کړکیچ رامنځته کوونکې کړنې له دغه رژیم د امريكا متحده ايالاتو په غیر مشروط ملاتړ پورې اړه لري
د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د دغه حملې په غندلو کښې د امریکا او دوو اروپائی هیوادونو انګلستان او فرانسې د موافقې نه کول هم د صهیونیسټ رژیم د دغه جنایت لپاره د امریکاد شین څراغ نښه ده.
په هرحال دا باید په پام کې ونیول شي چې د نړیوالو مقرراتو له مخې، کله چې په یو هیواد برید کیږي، هغه هیواد ته اجازه ورکول کیږي چې په مشروع ډول د ځان دفاع وکړي، او دا چې ډیپلوماتیک ځایونه خوندیتوب لري او د هغه هیواد د حریم برخه ګڼل کیږي، نو که نظامي سرغړونه وي. په ځانګړې توګه د دریم رژیم لخوا، هغه هیواد ته د مشروع دفاع حق ورکول کیږي چې برید پرې شوی وي.
د ایران اسلامي جمهوریت د ایران په کونسلګرۍ باندې د صهیونیسټانو د جنایت په اړه د امریکا د مسولې بللو په ترڅ کښې د دغه جنایت په ځواب ټینګار وکړ او له ځانه د دفاع او صهیونیسټانو ته د سزا ورکولو لپاره یې یو قانوني او روا اقدام وباله.
د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د ولسمشر په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو اعلان وکړ چې په سوریه کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ باندې د وژونکي هوايي حملې غچ به واخلي.
حضرت آیت الله امام خامنه ای د چهارشنبې په ورځ په تهران کښې د کوچنی اختر د لمانځه په خطبه کښې په دمشق کښې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ د صهیونیسټی رژیم وروستۍ کرکجنی حملې ته په اشارې سره څرګنده کړه: په نړیوال عرف کی د هر هیواد پر کونسلګرۍ او سفارت حمله د هغه هیواد په خاوره برید بلل کیږی اوخبیث صیهونیسټ رژیم باید د دغه جنتایت په خاطر سزا شی او مجازات به هم شی .