انسانی غمیزه، د بندیز دوهم اړخ
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د انساني غمیزه او دبندیز دوهم اړخ د ارزونې په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو نن سبا نړۍ له یواړخیزو بندیزونو څخه د استفادې له ډيرې زیاتیدا سره مخ ده ،کلونه کلونه کیږي، چې لویدیځي هیوادونه په مختلفو هیوادونو ته د نفوذ لپاره د یوې لارې په توګه د بندیزونو په آوزار سره په سیاسی موخو پسې دي او د انساني حقوقو په اړم او آوزار سره تل ددغو هیوادونو لپاره اعلامیې صادروي او دوي د انساني حقوقو دخلاف ورزۍ په پلمه بایکاټوي. په داسې حال کې چې د دوي اقدامات او فیصلې د انساني حقوقو د څرګندې خلاف ورزئ نمونې دي. قدرتمند هیوادونه د د ملګروملتو له ځینو اعلامیو او قوانینو سره سره ، نړیوال اصول نه رعایتوي او د خپلو اقتصادي او سیاسی موخو لپاهر د نورو ټولنو په وړاندې ظالمانه سخت بندیزونه وضع کوي.
پر هیوادونو دبندیزونو ویجاړیدونکي اغیزې ډيرې پراخې دی . په تاوان موندونکو هیوادونو کې د بندیزونو د پایلو ارزونې ښئ چې ددغو محدودیَّتونو تر ټولو زیات کړاؤ او مشکلات پر عادي خلکو تپل شوي او د بندیزونو په وسیله د انساني حقوقو د اصولو په تیره بیا په خوراکي او درملیزو موادو کې پراخې خلاف ورزۍ شوي دي . داپه داسې حال کې دي چې د ټارګټ شوو هیوادونو په ضد د ملګروملتو د امنیت شورا په بندیزونو کې درمل او خوراکي مواد مستثنی شوي دي .
= په نړیوالو سندونو کې شخصي سلامتیا، د هر یو ه انسان د کرامت یوه ترټولو مهمه مؤلفه حسابیږي. له دې امله پر سلامتیا حق، د انساني حقوقو په نړیوال نظام کې د یوه ترټولو بنیادي انساني حق په توګه په رسمیّت پيژندل شوی دی.
د انساني حقوقو د نړیوالې اعلامیې د ۲۵مادې په اساس هر وګړی حق لری،چې د ځان او د خپلې کورنۍ د سلامتیا د تامینولولو لپاره په تیره بیا د خوراک، قالیو، هستوګنې، طبی خدماتو او اجتماعي خدماتو لپاره د مناسب ژوند له سوئې برخمن شي. همداراز په دغې اعلامیې کې راغلي دی، میّندې او ماشومان حق لري، له یوشان مرستو او ځانګړي خیال ساتنې او ټولنیزو حدماتو برخمن شی. له همدې امله هغه بندیزونه چې په ناروا توګه د یوه هیواد په ضد تپل کیږي او د اقتصادي ترهه ګرۍ مصداق ګڼل شوي او هغه مهال چې دغه بندیزونه د ښاریزو د سلامتیا حوزه په نښه کوي، او د خوړو او درملو حوزې ته پراخیږي، د انساني حقوقو او مستقیمې ترهه ګرۍ د خلاف ورزۍ ښکاره مصداق دی.
د ایران اسلامی جمهوریت څه دپاسه څلور لسیزې کیږي، چې د امریکاله خوا ناعادلانه بندیزونه تجروبه کوي او پر دغې مدعا ښه شاهد دی چې د امریکا او ځینو لویدیځي هیوادونو له خوا اعمال شوي بندیزونه یوازې اقتصادي وضعیّت په نښه نه کوي، بلکې د دوي ظالمانه دوام ، یوه انساني غمیزه هم راولاړوي او ډ ډيرو انسانانو ژوند له خطرې سره مخامخ کوي.
ځیني هغه بندیزونه چې په تیرو دوو لسیزو کې ئې په دغه هیواد ډير زیات دباؤنه اچولي دي، او د هغو په نتیجې کې ئې د سلامتیا خدماتو ته د خلکو لاس رسی تراغیزو لاندې وروستی دی ،، درملیز بندیزونه دي. په وروستیو کلونو کې د درملیزو بندیوزنو په زیاتیدا سره ،په ناروغانو او دهغوي په کورنیو کې ډیرې اندیښنې رامینځةکړي دي او د ایران په درملیز بازار کې دغو بندیزونو منفي اغیزې په روښانه توګه احساسیږي، داسې چې خاص ناروغان د درملو د پیدا کولو لپاره له جدي مشکل سره لاس او ګریوان وو، په عین حال کې امریکائی چارواکو په دروغو ډنډورې وهلي دي چې درمل او طبي او درملیز تجهیزات په بندیزونو کې نه شاملیږي،خو د امریکا ظالمانه او درملیزو بندیزونو دایران په درمل جوړونې صنعت باندې سیوری غوړولی ؤ.
د بندیزونو په زیاتیدا سره، سرطاني، تلاسیمیائي، بروانه اي او نورو خاصو ناروغیو مریضان له نورو پرګنو لازیات تاواني کړي دي. دغه بندیزونه د خلکو د معیشت او اقتصاد پر نښه کولو سربیره، د طبي تجهیزاتو او درملو ته د پروانه اي یا تتلي ناروغیو باندې ککړو ناروغانو لاس رسي ل ديرو مشکلاتو سره مخ کړی او په ځينو موردونو کې د ناروغانو د مړینې سبب شوي دي.په اي بي طبی نامې سره پروانه ای (بټرفلائي ) ناروغي یوه داسې خاصه او دردونکي ناروغي ده چې له جنیټيکي پلوه رامینځةکیږي . په بټر فلائي ناروغۍ د ککړ انسان بدن هماغه د شاپَرَکو د ورزَرو په شان نازک او زر له مینځةتلونکي دي او داسې ټپونه دي چې ښه والی او درملنه نه لري، دانې ئې غټیږي ، سوځيږي او سوځول کوي. او که درملیزې پټئ او درملنه ئې ونه شي، نو د زخمنو درک ناروغ سوکه سوکه له مینځه وړي.
تیر کال د انساني حقوقو په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي رپورټرانو پخپلو راپورونو کې هغو مشکلاتو ته په اشارې سره چې په ایران کې ځيني ناروغان د امریکا د بندیزونو په نتیجې کې د خپلې اړتیا وړ درملیزو تجهیزاتو او درملو ته د لاس رسي لپاره ورسره مخامخ دي،ټينګار کړی دی چې دغه بندیزونه، له انساني حقوقو څخه په تیره بیا د سلامتیا له حقه د ناروغانو د برخمنیدا خنډکیږي. په دغو راپورونو کې ټينګار شوی ؤ چې درملیزو تجهیزاتوته د وګړو درسیدا مخنیوی د سلامتیا له حقه د برخمنیدا لپاره د انسانانو د آزادۍ خلاف ورزی ده او په داسې بڼه کې چې د دو ي د لازیات درد او کړاؤ سبب شي ، په بشپړ ډول یو غیر انساني اقدام دی، حتی که قصدا هم نه وي.
= البته دغه غیر انساني او مخیه لرونکی بندیزونه،په ډیرو حوزو کې د ایران د دریدا او تم کیدا سبب شوي نه دي.نن سبا د ایران اسلامی جمهوریت ددرملو د تولید دډولوالي له نظره د دنیا د لومړنیو لسو هیوادنو برخه دی او د برین همریج یا سټروک (مغزي سکتې) او د سالک د درملو په څير د ځینو درملو په تولید کې د لومړي ځل لپاره ئې ګام پورته کړی دی.
د ناروغانو لپاره د درملو ډیره اړتیا او بندیزونه لامل شوي دي ، څو ایراني متخصصان د ځاي توانمنیو په مرستو سره ،د درمل جوړونې صنعت چې له دې ترمخکې پورې له وارداتو سره اړونده ؤ، داسې ځائيګي ته رسولی دی چې اوس د درملو په حوزې کې ۹۹ فیصدي ځان بسیاینې، تر ډيره حده د امریکا غیر انساني او درندو بندیزونو خنډ له مینځه وړی دی. اوس هم د درملو په برخې کې او هم د طبي تجهیزاتو په برخې کې ایران په یوه صادرونکي هیواد بدل شوی دی چې د اپریش کونکی رباټ په څير تجهیزات او یا د مختلفو درملو صادراتو ته ئې اشاره کولی شو.
په عین حال کې ، ډیری کارپوهان په دې اند دي چې ددرملن جوړونې صنعت یوه اوږدمهاله لرلیدونو ته اړتیا لري او بې شکه ، که د بدماشو ه یوادونو ظالمانه بندیزونه نه وائ ، نو د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند نه ضائع کید او ډیری کورنۍ د خپلو بچیانو د کړاؤ او د ناتوانۍ د زیاتیدا شاهدې نه کیدلې.
خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي وسپارو،باید ووایو چې زمونږ دتهران ریډیو د انټرنیټي پاڼې ایدریس PARSTODAY.IR/PS هم درسره نوټ کړی چې تاسو په دغه انټرنیټي ایډریس باندې تازه او وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه ،تبصرې ، راپورونه مرکې ، نوي نوي طبي او درملیز خبرونه او ورسره نور ټولنیز، سپورټي ، روغتیائي ، اقتصادي او سیاسی مطلبونه او عجیبه عجیبه خبرونه او مقالې هم لیدلی شئ او دغه راز خپل د خطونو، ایمیلونو ،شعرونو پیغامونو، ښو ښو لیکنو او غږیزو پیغامونو باندې مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ ، نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالي او سوکاله او له سلامتیا ډک ژوند ولرئ.
خپل خیال ساتې د خپلو خپلوانو ، خپلې کورنۍ او دوستانو او آشنایانو هم خیال ساتئ او نیکمرغه ژوند ولرئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************