د لمر په حضور کښې
(د تهران د جمعې په خطبه کښې د معظم رهبر څرګندونې)
د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! د لمر په حضور کښې نومې لړۍ په ننني پروګرام کښې د تهران تیرې جمعې د لمانځه په تاریخي خطبو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهمو څرګندونو ته یوه کتنه لرو، چې د نیواکګر صهیوني رژیم په هکله یې وفرمایل: دا خبیث رژيم بې بنیاده، مصنوعي او ناپایداره دی او یوازې د امریکې په ملاتړونو سره یې ځان ډیر په ګرانه ټینګ ساتلی دی او خو بیا به هم د الله تعالی په حکم ډیر زر ختم شي.
هیله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.
*/*/*/*/
د نیواکي ټاټوبي په مینځ کښې د اسرائیلو په مهمو پوځي او جاسوسي سنګرونو باندې د ایران د توغندیو له باران وروسته د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي، د تیرې جمعې د لمانځه امامت وکړ.
په داسې حال کښې چې اسرائیلي دښمن له تیرو څو ورځو راهیسې د انقلاب د معظم رهبر د وژلو، بمي چاودنو او په خلکو کښې د ویرې خورولو په مینځ تشو ګواښونو او لاپو سره خپله پوره پوره رسندوي هڅه وکړه چې د جمعې په لمانځه کښې د خلکو د ګډون مخه ونیسي خو د تهران د جمعې لمانځه ته په حیرانونکې اندازه او باتور او تیار خلک راغلل.
دغه دستورې چې د ستر مجاهد سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت حتی یو ساعت مخکښې پیل شوې، د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په شتون او د مداحانو او انقلابي شاعرانو په ګډون سره یې بل شان خوند وکړ.
په دغه نمازِ جمعه کښې د انقلاب د معظم رهبر د ډیر وخت شتون او له میړانې د ډکو خطبو ورکولو وښودله چې دښمنان نه شي کولې د ټرور او وژلو په ګواښ او رعب اچولو سره د معظم رهبر او د ایران د پياوړي ولس په وړاندې اودریږي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د لمانخه په اوله خطبه کښې د ایران د سپاهِ پاسداران ځواک له خوا څو ورځې مخکښې په اسرائیلو باندې د میزایلونو حملې ته په اشارې سره وفرمایل: دا کوم کار چې زمونږ وسله والو ځواکونو وکړ، د دغه وینه څښونکي او لیوه خویه رژيم او په سیمه کښې د امریکې د لیوني سپي د حیرانونکو جنایتونو په وړاندې د غاصب صهیونیسټي رژیم لپاره ترټولو وړه سزا او کمه سزا وه.
د هیواد د حریم د ساتنې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده توب یوه جوته چاره ده او له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا به په پوره قدرت، پیاوړتیا او پریکنده توب سره دفاع وکړي. آیت الله العظمی خامنه اي جنایتکار اسرائیل ته یادونه وکړه: «مونږ د دې دندې په ترسره کولو کښې نه ځنډ کوو او نه بیړه، څه چې منطقي او معقول دي او د پوځي او سیاسي فیصله کونکو له نظره صحي دي، همهغه کار به په خپل وخت ترسره کړو، لکه څنګه چې مو وکړ او که بیا هم ضرورت وي نو ترسره به یې کړو».
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نړۍ ټول مسلمانان د قرآن کریم آیتونو ته توجه ته راوبلل او په خپلو کښې د مومنانو پيوستون او یووالی یې د قرآن تاکیدي سپارښتنه وبلله. دوي په دې لړ کښې د سوره توبه ۷۱ مبارک آبت ته په اشارې سره وفرمایل: ««په قرآني تعبیراتو کښې له یو بل سره د مومنانو پیوستون او اړیکې ته «ولایت» ویل کیږي، د دغه ولایت او پيوستون نتیجه، الهي رحمت معرفي شوی دی. دا مبارک آیت فرمايي: اُولئِکَ سَیَرحَمُهُمُ الله؛ ((خدای په په هغوي باندې ډیر زر خپل رحمت نازل کړي)) یعنې که تاسو مسلمانان په خپلو کښې پيوند او اړیکه او ملګرتیا او یوزړه توب ولرئ نو د خدای رحمت به مو په برخه شي».
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ چې د مسلمانانو لپاره د قرآن سیاست، یووالی او پيوستون دی او قرآنِ پاک په ډیرو آیتونو کښې د مسلمانانو اتحاد، د هغوي د عزتمندۍ لامل معرفي کړی دی. دوي په دې اړه وفرمایل: کله چې له یو بل سره یووالی او پيوستون پيدا کړئ نو الهي حکمت به مو مرسته وکړي او د خلقت ټول قوانین به ستاسو د پرمختګ په لړ کښې وکارول شي او د مسلمانانو عزت به ترلاسه شي، دا د قرآن منطق او د قرآن دود او سنت دی.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د دې ټکي یادونه وکړه چې د ټولو مسلمانانو دښمن، یو دی چې د تفرقې په لټه کښې دی. دوي د ایران د ولس دښمن هم هغه د فلسطین د ولس، د لبنان د ولس او د عراق، مصر، سوریط او یمن د ولسونو دښمن وباله او ویې فرمایل: دښمن مو یو دی خو په بیلابیلو هیوادونو کښې طریقې بدلې او مختلفې دي. په یو ځاې کښې په رواني جنګ سره، په بل ځاې کښې په اقتصادي دباؤ سره، بل ځاې په دوه ټنیزو بمونو سره، بل ځاې په وسلو او په بل ځاې کښې په خندا او مُسکا سره هم دغه سیاست مخته وړي خو د امر او حکم خونه یې یوه ده او له یو ځاې نه امر ترلاسه کوي. یو یو ځاې څخه په مسلمانو ټولنو او مسلمانو ولسونو باندې د حملې حکم اخلي. که دغه سیاست یې په یو هیواد کښې کامیاب شي نو له هغه هیواده بې غمه کیږي او په بل هیواد پسې کیږي».
د اسلامي انقلاب ستر لارښود باوري دی چې که یو ولس وغواړي چې د دښمن په چلولونو دوکه نه شي نو باید بیدار او هوښیار ووسي او هم د خپلو نورو مسلمانو وروڼو په هکله د پیوستون او مرستې احساس وکړي، کله چې دښمن له یو مسلمان ولس سره ښکیل شي، نورو مسلمانانو ته پکار دي چې ځانونه د هغه مظلوم او له ستم سره د مخ شوي ولس شریک وګڼي او ورسره مرسته وکړي.
معظم رهبر باوري دی چې د مسلمانو ولسونو مرسته لامل کیږي چې دښمن په هغه ټاټوبي کښې کامیاب نه شي او شیطاني پلانونه یې ماتې وخوري. دوي ټینګار وکړ:«مونږ مسلمانانو ته نور غفلت نه دی پکار، باید ځیر ووسو، مونږ باید له افغانستانه واخلې تر یمنه، او له ایرانه واخلې تر غزې او لبنانه پورې په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ولسونو کښې د دفاع، خپلواکي غوښتنې او د عزت کمربند کلک وتړو.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود تیر کال تقریباً په هم دې ورځو د ترسره شویو «طوفان الاقصی» عملیاتو دفاع وکړه او هغه یې یو صحي نړیوال قانوني او منطقي خوښت وباله. دوي وفرمایل چې د اسلام په دفاعي احکامو کښې او همداشان په نړیوالو قوانینو کښې راغلي دي چې هر ولس، د تیري ګر په وړاندې د خپلې خاورې، هیواد او ګټو د دفاع حق لري او د فلسطین ولس هم، دغه کار کړی دی.
آیت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړه: «هیڅ محکمه او هیڅ مرکز او هیڅ نړیوال سازمان د فلسطین په ولس باندې د اعتراض حق نه لري ځکه چې د غاصب صهیونیسټي رژیم په وړاندې اودریدلی دی. کوم کسان هم چې د فلسطین د ولس مرسته کوي، خپله دنده ترسره کوي، هیڅ څوک د هیڅ کوم نړیوال قانون له مخې حق نه لري چې د لبنان په ولس او حزب الله باندې اعتراض وکړي چې تولې مو له غزې او د فلسطین د خلکو له پاڅونه ملاتړ کړی دی، دا د هغوي دنده ده او باید چې ترسره یې کړي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د شهید سید حسن نصر الله د خالصانه سرشیندنو له قدرونې وروسته، هغه د اسلامي نړۍ یو محبوب شخصیت او د سیمې د ولسونو ګویانه ژبه، د لبنان ځلانده ملغلره او د ځان د ویاړ لامل وباله. معظم رهبر د سید حسن نصر الله د شهادت په هکله وفرمایل: «مونږ ټول د دغه ګران سید په شهادت کښې غمځپلي او غمجن یو. دا یو ستر کمی دی او مونږ یې سخت عزادار کړو. البته زمونږ عزاداري د افسردګۍ او پریشانۍ او ناهیلۍ په معنا نه ده بلکې د سید الشهدا امام حسین بن علي علیهما السلام لپاره د عزادارۍ په شان، ژوندۍ کونکې او درس ورکونکې او انګیزه بخښونکې او هیله رامینځته کونکې ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په دوام کښې د اسرائیلو په رامینځته کولو او له دغه ماشوم وژونکي رژيم څخه یې په ملاتړ کښې د جنایتکاره امریکې او د هغې د انډیوالو وروستي هدف ته اشاره وکړه. دوي وفرمایل: د غاصب رژيم د امنیت په ساتنې باندې د امریکې او د هغې د انډیوالانو تکیه، د دې سیمې د ټولو زیرمو د واک د ترلاسه کولو او په سترو نړیوالو نښتو کښې یې د کارولو لپاره د هغوي په اوزار باندې د صهیونیسټي رژیم د بدلولو د مهلک سیاست لپاره یوه جامه ده. د هغوي سیاست، له سیمې څخه لویدیځې نړۍ ته د انرجۍ د صادراتو او له لویدیځ نه دې سیمې د شیانو او ټیکنالوۍ د واردولو لپاره په یوې دروازې د دغه رژيم بدلول دي او دا یعنې د غاصب رژيم د موجودیت ضمانت او ورپورې د ټولې سیمې پيئلتیا.
له مبارزانو سره د صهیونیسټي رژیم ظالمانه او بې رحمه چلند، دغه شان یو حالت ته د طمعې له امله دی. دا حقیقت مونږ پوهوي چې دغه رژيم ته چې د هر کس او هرې ټولګې له خوا، هر ګوزار ورکول کیږي، د سیمې بلکې د ټول انسانیت خدمت دی.
آیت الله خامنه اي دغه صهیوني او امریکايي خوب او خیال، یو باطل او ناشونی خیال وباله او ټینګار یې وکړ: دا رژيم هم هغه له ځمکې ایستل شوې خبیثه ونه ده چې د خدای په ریښینې وینا، ثبات نه لري. دا خبیث رژيم بې بنیاده، مصنوعي او ناپایداره دی او یوازې د امریکې په ملاتړونو سره یې ځان ډیر په ګرانه ټینګ او ولاړ ساتلی دی خو د الله تعالی په حکم به ډیر زر ختم شي.
*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی