وعده صادق 2
(last modified Mon, 14 Oct 2024 07:32:19 GMT )
Oct 14, 2024 12:02 Asia/Kabul
  • وعده صادق 2

د صهیونیسټي رژيم د شرارتونو او جنایتونو خلاف عملیات

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د مینځني ختیځ د وروستیو مهمو بدلونونو په هکله لیکنې سره مو په خدمت کښې یو.

دوستانو د "وعده صادق 2" په نامه توغندوي عملیات چې ایران د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او شرارتونو خلاف ترسره کړل، په اصل کښې په تهران کښې د حماس غورځنګ د پخواني مشر اسماعیل هنیه د پاتې کیدو په ودانۍ باندې د اسرائیلو د توغندوي حملې په غبرګون کښې وشول. اسماعیل هنیه د ایران د ولسمشر د لوړې په دستورو کښې د ګډون په موخه تهران ته راغلی و او د صهیونیسټي رژيم له خوا شهید کړی شو. د هغه شهادت د سیمې په پوځي او سیاسي ډګر کښې د تازه بدلونونو او په سیمه ایزو معادلاتو کښې د بدلون لامل شو.

په دې وروستیو میاشتو کښې او د روان ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کښې د سوریې په پلازمینې دمشق کښې د ایران د کنسولګرۍ په ودانۍ باندې د اسرائیلو له هوايي حملې او همداشان د هم دې روان ۲۰۲۴ کال په جولایۍ کښې یې په تهران کښې د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه له شهیدولو وروسته ، د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم راپارونکو اقداماتو ته د نیغ په نیغه ځواب په توګه او د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ بند په چوکاټ کښې د روا دفاع په موخه، وعده صادق۱ او ۲ عملیات ترسره کړل.

ریښتونې ژمنه یا وعده صادق۱ عملیات د اپریل د ۱۳ او ۱۴ ترمینځ د شپې مهال، له ایران څخه په لس هاؤ توغندیو او بې پایلټه الوتکو سره ترسره شول. په دغو عملیاتو کښې چې د نړۍ ترټولو ستره ډرون حمله وه، د ایران اسلامي جمهوریت، د صهیونیسټي رژیم د پوځي چارواکو د وینا له مخې، ۱۸۵ بې پایلټه الوتکې، ۱۱۰ له ځمکې نه د ځمکې ویشتونکي توغندي او ۳۶ کروز دوغندي د اسرائیلو په لور وتوغول چې د زیاترو هدف یې، د نیواکي ټاټوبي په شمالي، جنوبي او ختیځو سیمو کښې پوځي اډې او مرکزونه او همداشان د جولان غونډۍ وې.

تمه کیدله چې د صهیونیسټي رزیم بې کنټروله اقداماتو ته د ایران د اسلامي جمهوریت له پریکنده ځواب وروسته به دغه رژيم له خپلو تیري ګرو او ترهګرو اقداماتو لاس واخلي خوصهیونیسټي رژيم چې په دې تیر یو کال کښې یې خپلو موجودیت، د نسل وژنې او جنګ په دوام کښې لیدلی، د جولایۍ په ۳۱ نیټه، د حماس مشر اسماعیل هنیه چې د ایران په رسمي بلنه د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و، د ترهګرې حملې ښکار شو او په شهادت ورسید.

له دغه اقدام وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د ډیرو هیوادونو په غوښتنه او د غزې په جنګ کښې د اوربند کیدو په موخه، سټراټیجک صبر غوره کړ. خو د اوربند د ژمنې په نه پوره کیدو سره یې د ملګرو ملتو د منشور په چوکاټ کښې او د روا دفاع د اصل په بنیاد د «وعده صادق۲» عملیاتو د اجرا کولو فیصله وکړه.

"وعده صادق 2" عملیات د "وعده صادق 1" عملیاتو په دوام کښې د اکتوبر د اولې نیټه په ماښام ترسره شول. دا عملیات له هرډول تیري او په خپلو سنګرونو باندې له حملې سره د مقابلې لپاره د ایران د جدي هوډ نښه وه. په وعده صادق۲ عملیاتو کښې د اسرائیلو مهمې او سټراټیجکې هوايي اډې د ایران د توغندیو په نښه شوې چې له امله یې دغو مرکزونو ته سخت تاوان ورسیده. په دغه برید کښې د "نواتیم"، "هاتزریم" او "تل نوف" په شان مهمې اډې چې د صهیونیسټي رزیم د هوايي ځواک ډیر مهم مرکزونه دي، هدف وګرځیدې.

د پروګرام په دوام کښې د دغو اډو په هکله غږیږو چې ایران ولې هدف وګرځولې او له امله یې ایران صهیونیسټي رژیم ته کوم پیغام ورکړ.... ..نو .... راسره ووسئ

نواتیم" هوايي اډه (Nevatim Airbas)  د نیواکي فلسطین په سویل کښې د صهیونیسټي رژيم ترټوله حساس او ستر پوځي مرکز دی. دغه اډه نه یوازې د F-16 او F-35  ډوله جنګي الوتکو د عملیاتو مرکز دی بلکې د اسرائیلو د پوځي ځواکونو او لاجسټک ترټولو مهم ډیپو هم دی. دغه اډه درې رن ویز لري چې له امله یې ټرانسپورټي الوتکې او د سونګ رسونې ټانکرونه هم ښه په اسانه عملیات کولې شي. دغه اډه په ۱۹۴۷ کال کښې جوړه شوې وه او بیا وروسته د اسرائیلو او امریکې په ګډې بودجې سره د کیمپ ډیویډ تړون د یوې برخې په توګه په یوې ماډرن اډې بدله شوه.

له بلې خوا په دغه اډه کښې امریکايي بانډ ایکس راډار هم لګیدلی دی چې تقریباً له ۵۰ کیلومیټرۍ څخه د هوايي خطرونو د معلومولو توان لري.

خو اوس چې د ایران توغندي توانیدلي چې دغه اډه په نښه کړي نو د ایران د میزایل حملو په وړاندې د اسرائیلو او امریکې د دافع هوايي سیسټم د ماتې په هکله ګونګوسې بیا راګرمې شوې او رسنیو کښې مطرح شوې.

خو يه نواتیم اډې حمله د هغې د تاریخ یا پرمختللو تجهیزاتو په وجه نه وه بلکې رپورټونه وايي چې کوموجنګي الوتکو چې په دمشق کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې په حمله کښې یې برخه اخیستې وه، له دې اډې پورته شوې وې. په دې وجه د دغې اډې د ویشتلو هدف، اسرائیلو ته د ایران له خوا یو روښانه پيغام و چې په هغې پورې د اړونده ځواکونو لخوا د ایران خلاف هرډول حمله به یو چټک او پریکنده ځواب ولري.

بله اډه "هاتزریم" (Hatzerim)  ده چې د نیواکي ټاټوبي د سویل په بئرسبع ښار کښې ده. دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک د مختلفو جنګي او روزنیزو سکارډنونو او همداشان د ایف-۱۵ او ایف-۱۶ الوتکو او د M-346 Master)  په نامه روزنیزو الوتکو مرکز دی.

دغې اډې په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز خلاف ګڼو عملیاتو کښې رول لوبولی او حتی د ایراني سرچینو د وینا له مخې، د سید حسن نصر ا... او د سردار نیلفروشان په شهیدولو کښې یې چورلیزي رول درلود. په دغې اډې باندې د سپاه پاسداران توغندوي حملې د اسرائيلو په پوځي قابلیتونو باندې جدي اغیزه کړې او د دغه رژيم پوځي عملیاتو ته یې سخت تاوان ورسوه.

په دې منځومان کښې د اسرائیلو ترټولو پخوانۍ هوايي اډه او د هوايي عملیاتو لپاره د دغه رژيم د ترټولو اصلي مرکز په توګه د "ټِل نوف" (Tel Nof) اډه ده چې ایران پرې برید وکړ. دغه اډه د خپل سټراټیجک موقعیت او پرمختللو امکاناتو په وجه ډیر اهمیت لري. پوځي شناندي باوري دي چې د دغې اډې ویشتلو، اسرائیلو ته د ایران دا واضح پيغام ورکړ چې ستاسو لپاره هیڅ ځاې امن او خوندي نه دی.

خو کیسه په دې ځاې ختمه نه شوه. د دې بریدونو په غبرګون کښې اسرائیلو هڅه وکړه چې اړخونه او جزئیات یې پټ کړي. د خبري سرچینو د وینا له مخې، صهیونیسټي رژیم د وراوښتي تاوان د پټولو لپاره په سپوږمکیزو تصویرونو کښې ډیجیټل وریزې وکارولې.

خو بیا هم ډیرو نړیوالو رسنیو رپورټونه ورکړل چې د ایران ډیر توغندي په خپل اهدافو لګیدلي دي او دغه عملیات، په اوسمهاله تاریخ کښې ډیره ستره توغندوي حمله ګڼله کیږي.

امنیتي او اطلاعاتي کارپوه یوسي ملمان Yossi Melman په معاریو ورځپاڼه کښې ولیکل: کوم تصویرونه چې له نواتیم څخه ځپاره شوي، د ایران د حملو له امله د رامینځته شویو تاوانونو یوازې یوه برخه ښايي او حقیقت دا دی چې تاوان، له دې انځورونو ډیر زیات دی.

د سي آيي ای پخواني مامور اسکات ریتر(Scott Ritter)،  په خپلې شننې کښې دې ټکي ته اشاره کړې چې ایران په دې عملیاتو سره وښودله چې په سیمه کښې د پام وړ قدرت دی او په سرحدونو او ګټو باندې یې هر ډول حمله به بې ځوابه پاتې نه شي.

هغه دا حمله، په ماډرن تاریخ کښې ډیره ستره پوځي ننداره وبلله او ویې ویل چې د نړۍ له ډیرو پرمختللو دفاعي سیسټمونو د ایران د توغندیو تیریدل، د حقیقي ګواښونو په مقابله کښې د اسرائیلو او امریکې د ناتوانۍ نښه ده.

سکاټ ریټر همداشان وویل چې د ایران هدف د اډو بشپړه نابودي او د سلهاؤ کسانو وژل نه وو بلکې اسرائیلو او امریکې ته یوازې دا پيغام ورکول وو چې دغه کار کولې شي او که د ایران په پولو تیری وکړي نو درنه بیه به ورکړي. د وعده صادق عملیاتو په ذریعه دغه پيغام په زغرده منتقل شو او په رسنیو کښې د نتانیاهو د لاسونو رپیدل، له دې پيښې د اسرائیلو د ژورې اندیښنې نښه ده. */*/*/* عبدالماجد درانی