د خرمشهر د آزادۍ کلیزه
د نړیوالو قدرتونو په ملاتړ او د اروند سیند د ملکیت په غلطې ادعا سره، صدام باور درلود چې هغه کولی شي په دریو ورځو کې خرمشهر ونیسي او په دوامداره توګه یې خپلو ځواکونو ته ژمنه ورکړه چې دوی به په دریو ورځو کې د ایران پلازمینې تهران ته ورسیږي او هرڅه به ونیسي، خو د خلکو زړور مقاومت دا پلان مات کړ
نن د غبرګولي ۳مه، د خرمشهر د آزادۍ کلیزه ده، د مقاومت، قربانۍ او بریا ورځ. په دې ځانګړي پروګرام کې، مونږ د خرمشهر د اشغال او آزادۍ ورځو ته ورګر ځو، چې د ایران یو له مهمو سرحدي ښارونو دی، کوم چې د اته کلنې جګړې په بهیر کې د عراقي بعثي ځواکونو لخوا نیول شوی واو بیا له دښمن د هغې د آزادۍ ښکليو ورځو روایت بیانوو.
د ۱۳۵۹ لمریز کال د وږی د ۲۱ په سهار یعنی د ۱۹۸۰ م کال د سپتمبر د ۲۲مې سهار وه. له اروند سیند نرمه هوا چلیده ، او د خرمشهر کب نیونکي ورو ورو د حلالی روزۍ د ګټلو لپاره خپل جالونه چمتو کول. خلک په خپل ورځني ژوند بوخت وو، او د ایران سویلي ښار خرمشهر لا هم د دوبي تودوخه درلوده .
ناڅاپه اسمان غړمب شو. سترګې اسمان ته ونیول شوې . د بعثي عراق جنګي الوتکو، چې د وږو لاګړانو (کرکس ها ) په څیر په ښار یرغل کاوه ،د خرمشهر د اوسیدونکو په زړونو کې یی ویره خپره کړه. له څو دقیقو په کم وخت کې، لومړني بمونه د خرمشهر په بې دفاع خلکو باندې وغورځېدل.
خلکو هر ځای چې کولی شول پناه واخیسته. ټول خلک په ښار کې د لوګي او اور د خپریدو په تعقیب کی وو . هیچا باور نه کاوه چې د ۱۹۷۸ م کال د ایران له نوي انقلاب وروسته، د عراق دیکتاتور صدام به دومره بې وېرې پر ایران برید وکړي. دا هغه وخت وو چې د ښار مظلوم او سوله ییز خلک د رزق ترلاسه کولو په فکر کی و و. ماشومانو لوبې کولې او د ښار خلک په سوله ایز ډول ګرځېدل، خو یو تریخ او وحشتناک حقیقت راڅرګند شو. په ایران باندې یوه پراخه جګړه تحمیل شوه، چې د ایران او عراق ترمنځ د ۱۲۰۰ کیلومتره پولې په اوږدو کې وه. دا هغه وخت وو چې د ایران خلک د یوه ظالم حکومت له نسکوریدو وروسته د آزادۍ او سولې غوښتونکي وو. د اسلامي انقلاب له بریالیتوب ۱۹ میاشتې وروسته، د عراق جنایتکار دیکتاتور صدام د ۱۹۷۵ کال د الجزایر د سرحدي تړون په ماتولو سره پر ایران اته کلنه جګړه تحمیل کړه، او د ایران د خاورې د یوې برخې د جلا کولو هڅه یې وکړه.
د نړیوالو قدرتونو په ملاتړ او د اروند سیند د ملکیت په غلطې ادعا سره، صدام باور درلود چې هغه کولی شي په دریو ورځو کې خرمشهر ونیسي او په دوامداره توګه یې خپلو ځواکونو ته ژمنه ورکړه چې دوی به په دریو ورځو کې د ایران پلازمینې تهران ته ورسیږي او هرڅه به ونیسي، خو د خلکو زړور مقاومت دا پلان مات کړ. عراقي ډګروال عدنان خیرالله په خپلو یادښتونو کې لیکي: "کله چې مونږ خرمشهر ته ننوتلو، مونږ تمه درلوده چې خلک به وتښتي. "خو مونږ له هغو نارینه وو او ښځو سره مامخ شو چې په کلکه یې د خپل ښار دفاع کوله."
د جګړې د رسمي پیل او پر ایران د جنګي الوتکو له بریده مخکې، په هغه وخت کې د عراق د حکومت له خوا دښمنانه حرکتونه او چلندونه موجود وو. د دې خوځښتونو دوام په یوه بشپړ جنګ بدل شو.
خرمشهر تر ټولو مهم ښار و چې عراق د جګړې په لومړیو میاشتو کې ونیوه . په ورته وخت کې، خرمشهر وروستی ښار و چې ایراني مبارزانو په ۱۹۸۲ کال کې د څو عملیاتو له لارې آزاد کړ او د ایران خاورې ته ستون شو.
د خرمشهر نیول د عراق لپاره د آبادان او اهواز په لور د پرمختګ او نورو ښارونو د نیولو لپاره یوه سریزه وه. له خرمشهر سره نږدې د شلمچه پوله د عراق د بصرې بندر دروازه ده. هغه بندر چې د عراق لپاره خورا مهم دی، او په جګړه کې د خرمشهر نیول کولی شي د بصرې په وړاندې یو دفاعي لایه جوړه کړي. له همدې امله، عراق د خرمشهر شاوخوا نیول شویو سیمو کې خپله قوي دفاع جوړه کړې وه.
خرمشهر په تاریخي توګه له ۱۹۷۰ لسیزې وروسته د ایران په اقتصاد کې ځانګړی ځای درلود. خو، د جګړې په لومړیو اونیو کې یوه بله پېښه وشوه چې په ایران کې یې د ټولو سترګې دې ښار ته واړولې. خرمشهر د عراقي اشغال پر وړاندې ټینګ ودرېد او د صدام د ایران د لوی جنوبي ولایت، خوزستان د فتح کولو پلان یې شنډ کړ.
محمد جهان ارا د خرمشهر د سپاه پاسداران انقلاب ۲۳ کلن قوماندان و. یو ولولناک او مقاومت لرونکی ځوان چې د خپل وطن په دفاع کې یې په زړه کې هیڅ ویره نه درلوده. په ۱۳۵۹ لمریزکال کې د تحمیل شوې جګړې په پیل سره، شهیدجهان آرا په خپل ژوند کې یوې نوې او برخلیک ټاکونکې مرحلې ته ننوته. هغه، چې دمخه د خرمشهر د سپاه قوماندان و، د ښار د دفاع لپاره د ولسي ځواکونو د تنظیم او رهبرۍ مسؤلیت په غاړه واخیست. په هغو سختو ورځو کې، هغه خپلو ملګرو ته ویلي وو: مونږ به تر خپلې وروستۍ ساه پورې دلته پاتې شو.
د "خرمشهر" دفاع، چې د دفاع او آزادۍ په برخه کې د وینې تویدا له امله د خونړي ښار (خونین شهر ) په نوم مشهور شو ، د ۱۳۵۹ کال د وږی په ۳۱ دښمن خرمشهر ته اور واچاوه او ډاډه وو چې دوی به وکولی شي په ۲۴ ساعتونو کې د دوو یونټونو سره دا ښار ونیسي او بیا به د ذوالفقاریه پل له لارې له خرمشهر سره نږدې د ایران یو مهم سرحدي ښار، چې آبادان نومیږي، ته لاسرسی ومومي او په لنډ واټن کې به اهواز ته ورسیږي، چې خوزستان د ایران له اسلامي جمهوریت جلا او د عراق د یو ولایت په توګه یې معرفي کړي ..
خو د بعثي یرغلګرو وړاندوینې ناکامې شوې، او د خرمشهر د خلکو د زړور مقاومت په وړاندې، دوی اړ شول چې د خپل پوځي ځواک یوه لویه برخه (له دوو څخه زیاتې فرقې) په دې ځای کې ځای پر ځای کړي او 35 ورځې ځنډ وکړي او په نهایت کی ، د کارون او بهمنشیر له دوو پلونو له تیریدو وروسته، آبادان محاصره کړي.
شهیدجهان آرا د خرمشهر د مبارزانو او خلکو د ۳۵ ورځني دفاع د صحنې یوه برخه داسی روایتوي : "مونږ د ژوندي پاتې کیدو هیله نه درلوده. مونږ مرګ لیده . مبارزانو خپلو ملګرو ته د بېسیم له لارې خپل وروستي وصیتونه بیانول، او یوه کس په بېسیم یادښتونه اخیستل. دا یوه ډیره دردونکې صحنه وه. مبارزانو غوښتل چې ډزې وکړي، نو ما وویل: "مونږ خو تلونکي یو نو راځئ چې د وینې او وسلو تر وروستي څاڅکي پورې له ځانه دفاع وکړو، او بیا مړه شو." ټانکونه له ټولو خواوو مخ په وړاندې روان وو. کله چې دوی د یو سل او پنځوس مترو واټن ته راورسیدل، نو ما د ډزو امر ورکړ. مونږ څلور RPG درلودل، او لکه څنګه چې مونږ له کندې راووتو، مبارزانو لومړی ټانک وویشته ه. دوهم ټانک بیرته په شا روان و کله چې دا د بندر د یو کور له دیوال سره ولګېد. دا دردناکه وه چې زموږ ښار، زموږ د زیږون ځای او زموږ د ماشومانو د لوبو ځای، په دې ډول ویجاړ شو. یوه ټانک شاتګ وکړ. ما د ټانک د شاتګ په لیدلوسره ، زه ودریدم او چیغه مې کړه: الله اکبر، الله اکبر! ... برید وکړئ چی "دښمن په تښته دی .
له ټول ایران مبارزان د خرمشهر د دفاع لپاره تللي وو، او د ښار د خلکو تر څنګ، دوی په زړورتیا، خالي لاس او پرته له وسلو او مهماتو ولاړ وو او د ښار د اشغال مخه یی ونیوله.
په دې مرحله کې، شهیدجهان آرا د سپاه پاسداران او ولسي ځواکونو په سمه توګه تنظیمولو او د اسلام د مبارزانو په وخت په ځای پر ځای کولو سره د عراقي ځواکونو لپاره ساحه تنګه کړه. خو د دښمن فشار هره ورځ زیاتیده او ډېر جنګي تجهیزات او وسلې یی د جنګ میدان ته راوستلې.
یوه مبارز داسی وایی "دا د دې مقاومت په وروستیو ورځو کې وه چې مبارزانو شهید جهان ارا ته د بېسیم له لارې خبر ورکړ چې ښار سقوط کوي. "هغه په کلکه دوی ته دا پیغام واستاوه چې موږ باید محتاط واوسو چې ایمان مو سقوط ونکړي .
شهید جهان ارا وویل: "زه غواړم چې د خونین شهر د آزادولو او له ایران د دې داغ د پاکولو په لاره کې شهید شم." هغه او د هغه ملګرو خپل ژوند په اخلاص سره قرباني کړ، په خدای یی باور درلود. دوی د دښمن په وړاندې ودرېدل او د شهادت او قربانۍ په کلتور سره یې د وسله وال دښمن په وړاندې مقاومت وکړ.
بالاخره، د ۳۵ ورځو له سخت مقاومت وروسته، د ۱۳۵۹ کال د لړم په ۴مه خرمشهر د دښمن لاس ته ولوېد. د خرمشهر له نیولو وروسته، د بعث ګوند عسکر کور په کور ګرځېدل، هر هغه څوک یې چې لیدل، ووژل. په دې ډول شاوخوا ۱۹ میاشتې تېرې شوې. د عراق د بعث ګوند پوځ د جګړې په ډېرو جبهو کې بند پاتې و او هیڅ پرمختګ یې ونه کړ. دا هغه وخت وو چې امام خمیني (رح) په تهران کې په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ: "خرمشهر باید آزاد شي." دا یعني دا چې هغه ځمکه او ښار چې د ایران ملکیت و، باید بیرته واخیستل شي.
په دې اساس، او د ماهرو او هوښیارو ایراني پوځي ځواکونو په مرسته، د بیت المقدس د عملیاتو پلان په ډیر احتیاط سره چمتو شو. دا په داسې شرایطوکې وه چې هیڅ هیواد مرستې کولو ته چمتو نه و او ایراني ځواکونه باید د عراق د بعث رژیم د پوځ په وړاندې چې د لویدیځ او ختیځ د دوو زبرځواکونو په پرمختللو وسلو سمبال وو، په ساده وسلو چې کلاشینکوف ټوپکونو او RPG-7 وو، سره جګړه وکړي.
د ۱۹۸۲ کال د اپریل په ۳۰مه سهار وختي، د بیت المقدس عملیات پیل شول. مبارزانو له دریو چورلیزونو د خرمشهر په لور پرمختګ وکړ او په ایمان او فولادي هوډ سره، وجنګېدل او دښمن یی مورچه په مورچه په شا وتمبوه . شهید سردار حسن باقري، چې د عملیاتو په وروستیو ورځو کې د بیت المقدس عملیاتو یو قوماندان و، په خپل یوه پیغام کې وویل: "نن شپه به یا خرمشهر آزاد شي یا به مونږ خپل ژوند قرباني کړو." بالاخره، د ۱۹۸۲ کال د می په ۲۴مه د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو، له ۳۴ ورځو پرله پسې جګړو وروسته، د ایران ویاړلی بیرغ د خرمشهر په لوی جومات کې پورته شو، او له ۵۷۶ ورځو اشغال وروسته، خرمشهر آزاد شو. په هماغه ورځ، د پوځي مارش له خپرولو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت راډیو او ټلویزیون په یوه بیړني خبر کې اعلان وکړ: ګرانو اوریدونکو، پام وکړئ... ګرانو اوریدونکو، پام وکړئ... خونین شهر ، د وینو ښار، آزاد شو.
کله چې د خرمشهر د آزادۍ خبر خپور شو، په ټول ایران کې د خوښۍ څپه خپره شوه. خلک سړکونو ته راووتل او خواږه یې ووېشل. د ایران د اسلامي انقلاب مشرحضرت امام خمیني (رح) هم په یوه تلپاتې پیغام کې وویل: "خدای خرمشهر آزاد کړ." "دا بریا د ایمان معجزه وه."
نن، له ډېرو کلونو وروسته، هر کال د عبرګولي په دریمه نیټه پرتمین مراسم ترسره کیږي. په خرمشهر کې خلک د شهیدانو قبرونو ته ورځي او درناوی یې کوي. د خرمشهر د مقدسی دفاع موزیم هم د هغو خونړیو او حماسي ورځو کیسه بیانوي، او په ښوونځیو کې استادان زده کونکو ته د مبارزانو د زړورتیا په اړه وايي.