ایران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۵-۰۸-۰۸
د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونوپه وړاندې کولو سره ایران د اونۍ په هنداره کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
تهران تېره هفته د څو اروپائی هېوادونو د چارواکو کوربا ؤ. د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا د مشر باقر عزت بګوویچ تېره هفته تهران ته راغے او د ایران د اسلامی جمهوریت له چارواکو سره په کتنه کښې یې د دوو اړخیزو تعلقاتو او سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په باره کښې خبرې اترې وکړې.د فنلېنډ ولسمشر هم د یو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ تهران ته راغے.
د دغو سفرونو یوه خبری او تحلیلی برخه د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره د دغو دواړو اروپائی چارواکو کتنه وه.
د ایران د واقعاتو څېړنه دغې موضوع ته په یوې کتنې سره شروع کوو.
د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا د مشر باقر عزت بګووېچ په هغوخبرو اترو کښې چې د ایران له چارواکو سره یې وکړې د ایران د اسلامی جمهوریت د تعلقاتو یو نوے باب خلاص کړ. بګووېچ په تهران کښې په خپلو خبرو اترو کښې د ګډو اقتصادی کمېشنونو موافقې تعقیب کړې او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلوپه حقله یې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا د مشر په کتنه کښې یو لړ مهمو ټکو ته اشاره وکړه او د ځینو لویدیځو حکومتونو له اور لګوونکو او ترهه ګری پالونکو سیاستونو سره په مقابلې باندې یې تاکید وکړ.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د تکفیر او ترهه ګرۍ څپې ته په اشارې سره چې اوس یې اروپا ته هم لمن غزېدلې ده او کېدې شی په راتلونکو وختونو کښې لا زیات بد حالت ولری، څرګنده کړه، د دغې ښکارندې زېږنځاے په ظاهره عرب سیمه ده خو په حقیقت کشې د امریکې حکومت او ځینې اروپائی هېوادونه د دغو پېښو د رامنځته کېدو د ښکارندې اصلی عاملان دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ترهه ګرۍ په خلاف د لویدیځو حکومتونو فوځی ائتلاف حقیقی ونه بلۀ او زیاته یې کړه، که څه هم امکان شته چې دغه ائتلافونه په ځینو موقعو له ترهه ګرۍ سره جنګ ته هم داخل شی خو نه په عراق کښې او نه په سوریې کښې د ترهه ګرۍ د واقعی ختمولو په لټه کښې دی او د هغوی بد او له شرارته ډک سیاستونه ورځ په ورځ د بشریت مشکلات زیاتوی.
دوی د دغه حالت علاج او درمان د دغو مشکلاتو د راڅرګندېد د عواملو او پېژندلو او ورباندې له پوهېدلو او د هغو د هواری لپاره د ارادې له شتون سره مشروط وبلۀ او د ترهه ګرۍ د رامنځته کېدو یو عامل ته یې په اشارې سره زیاته کړه، په ځینو اروپائی سرمایه دارو طاقتورو هېوادونو کښې د مسلمانو ځوانانو سپکاوی د داعش په شان ترهه ګرو منحرفو ډلو سره د هغوی د یوځاے کېدو لپاره زمینه رانځته کوی او دغه سپک شوی ځوانان اروپا ته په ستنېدو سره په چاودنو او وژلې لاس پورې کوی.
باقر عزت بګووېچ ایران ته د خپل سفر په دوام کښې د اصفهان له تاریخی ښار څخه هم کتنه وکړه. بګووېچ اصفهان ته په خپل یو ورځنی سفر کښې مسجد جامع یا عتیق اصفهان ولیدۀ.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا...العظمی خامنه ای همدارنګ د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ مازیګر د فنلېنډ د ولسمشر سائولی نینیستو او ورسره د پلاوی په کتنه کښې د بشری ټولنې د یو دردناک مصیبت په توګه د ترهه ګرۍ ښکارندې ته په اشارې سره د سعودی د حکومت په لاسو د یمن د خلقو د قتل عام په شان ډله اېزې وژلې د ترهه ګرۍ یو ډېر بد ډول وبلۀ او تاکید یې وکړ، له ترهه ګرۍ سره مقابله د هغو ټولو کسانو جدی ارادې ته ضرورت لری چې په نړیوالو قدرتونو کښې نفوذ لری او د نړۍ عاقلان او د دنیا شرف لرونکی حکومتونه او قدرتمندان پکار دی د دغې ښکارندې د علاج لپاره فکر او اقدام وکړی.
دوی د ملګرو ملتو د اوسنی مشر په دریځونو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، د ملګرو ملتو مشر په څرګنده وویل چې د سعودی د حکومت له پېسو سره د دغې ادارې د پېېلتیا په وجه د یمنی ماشومانو د قتل عام د غندلو امکان نشته چې دا چاره د نړیوالو سیاستوالو د افسوسناک اخلاقی حالت ښودنه کوی او امید لروو چې د ملګرو ملتو راتلونکے مشر د دغې ادارې د خپلواکۍ ساتنه وکړې شی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د سوریې له ملت او قانونی حکومت څخه په ملاتړ سره د سوریې د مسئلې د هواری په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت د دریځ په باره کښې وفرمایل: امریکه او ځینې نور حکومتونه د سوریې د حکومت په بدلولو ټینګار کوی په داسې حال کښې چې د جنګ د ختمولو لپاره پکار دی د جنګ جوړونې عوامل او شروع کوونکی معلوم شی.
سیاسی څارونکی باوری دی چې د تاریخی دلچسپیو، کلتوری اشتراکاتو، زیاتو اقتصادی ظرفیتونو او د هغو موافقو تر څنګه چې تهران ته د فنلېنډ د ولسمشر په سفر کښې ترلاسه شوې د دواړو خواو په تعلقاتو کښې د یو امید ورکوونکی راتلونکی زېرے ورکوی.
په اقتصادی ډګرونو په تېره بیا د انرجۍ، پېټروکېمیکل، کرهڼې او سیاحت په برخو کښې زیات فرصتونه موجود دی او ایران له اروپائی هېوادونو سره د خپلې پوهې او تجرباتو تبادلې او انتقال ته چمتو دے.
دا توقع کیږی چې په هغو موافقو سره چې په تهران کښې ترلاسه شوې بوسنیا او فنلېنډ هم له ایران سره د ملګرتیا لپاره له لا زیاتو ظرفیتونو استفاده کولې شی.
د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست مشره فډریکار موګرینی هم د تېر خالی په ورخ په تهران کښې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د دوه اړخیزو مسائلو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په حقله خبرې اترې وکړې.
دغه خبرې په داسې حال کښې وشوې چې د ایران، روسیې او سوریې د بهرنیو چار وزیرانو د تېرې جمعې په ورځ په ماسکو کښې په سوریې کښې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې او د دغې لانجې د سیاسی هواری لپاره د اقداماتو نتیجې د رسولو لپاره د خپلو هلو ځلو په دوام کښې ګډه غونډه جوړه کړه.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ماسکو کښې په اخباری کانفرنس کښې دې ته په اشارې سره چې د ترهه ګرۍ له خطر سره یوازې سوریه او سیمه مخامخه نه ده بلکه ټوله نړۍ ګواښی وویل، روسیه، سوریه او ایران له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او د بشری حقوقو له اصولو څخه د حفاظت لپاره خپلې هلې ځلې زیاتوی.
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی قوې د بشری حقوقو د کمېټۍ سېکتر تاکید وکړ چې د اسلامی جمهوریت به هیڅکله د بشری حقوقو په هغو خبرو اترو کښې چې په خپلو محورانه او منافقانه چوکاټونو کښې وی ګډون ونکړی.
محمد جواد لاریجانی تېره هفته په تهران کښې د پولیسو د لوړ رتبه چارواکو، قاضیانو او قضائی کارپېژاندو په ګډون سره د ناجا د نړیوالو پولیسو په پینځمه تخصصی غونډه کښې دې ته په اشارې سره چې د بشری حقوقو په زمینه کښې د اروپائی اتحادیې په جانبدارانه تګلاره کښې څه بدلون نه دے راغلے وویل، تر هغه وخته چې اروپا اتحادیه له خپل یو اړخیز، منافقانه او تپونکی برتر دریځ څخه له ایران سره د بشری حقوقو خبرې اترې کول غواړی چې تهران به په دغوخبرو اترو ته داخل نه شی.
له ایران څخه پارلېمانی پلاوی تېره هفته په بین المجالس اتحادیه کښې ګډون وکړ.
د ایران د پارلېمانی پلاوی مشر مصطفی کواکبیان د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د سوئیزلېنډ په جنیوا کښې د بین المجالس اتحادیې په غونډه کښې د بشری حقوقو له موضوع سره د قدرتونو دوه رنګه چلند او اوزاری استفاده د بشری حقوقو مفاهیمو ته یو ډېر مهم ګوزار وبلۀ او وې ویل چې د بشری حقوقو د پراخې خلاف ورزۍ څرګنده نمونه په مېنځنی ختیځ او د افریقا په شمال کښې په اوسنیو روانو بحرانی حالاتو کښې لیدې شوو.
کواکبیان څرګنده کړه، د فلسطین مظلوم ملت په تېرو څه د پاسه اویا کلونو کښې د سترو قدرتونو د بشری حقوقو د ادعا باوجود له خپلو ټولو بنیادی حقوقو بې برخې وو چې بې له شکه صهیونېسټ رژیم د ځینو قوتونو په تېره بیا د امریکې له پراخ ملاتړ نه بغېر د فلسطینیانو په خلاف د جنایتونو د ترسره کولو امکان نه دے لرلے.
کواکبیان وویل په داسې حال کښې چې ستر قوتونه په خپلو هېوادونو کښې له نژادی تبعیض او د بشری حقوقو له پراخې خلاف ورزۍ سره ښکېل دی خو په بې شرمانه توګه له بشری حقوقو څخه د دفاع او د ډېموکرېسۍ د پراختیا په بهانه د نړۍ په مختلفو سیمو کښې زیات جنایتونه کوی.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د اېشیا جنوب ختیخ ته په خپل وروستی سفر کښې د تائیلېنډ په پائېتخت بېنکاک کښې د اېشیائی خبرو اترو د ټولنې په غونډه کښې په یوه وېنا کښې په نړۍ د ناامنیو جرړو، علتونو او عواملو ته اشاره وکړه او وې ویل، د امنیت په اړه خبره نه شی کولې خو په عراق او سوریې کښې د ترهه ګرۍ د غمیزو او په یمن کښې د بې ګناه ښځو او ماشومانو د بمبارولو او په فلسطین کښې د صهیونېسټ رژیم د جنایتونو په اړه بې پامه پاتې کیږی.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمی سفیر او استازی غلامعلی خوشرو وویل، تحقیقاتو ښودلې ده چې په انساندوستانه عملیاتو کښې د ښځو ګډون تل د عامه خلقو له ژوند سره مرسته کړې او د پائېدارې سولې رامنځته کولو کښې یې موثره رول لرلے دے او سیاسی مصالحت، د پائېدارې سولې رامنځته کېدو او اقتصادی بیا رغونې ته چټکتیا ورکړې ده.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمی استازی په مېنځنی ختیځ کښې د ترهه ګرۍ د افکارو پراختیا ته په اشارې سره څرګنده کړه، د تندلاریتوب او تکفیری افکارو پراختیا د ښځو لوړ مقام او رول بې ارزښته کړې او د هغوی انسانی حقوق یې له بې مخینې خطراتو سره مخامخ کړی دی.
خوشرو په دې اړه د تکفیری عناصرو لخوا د ښځو او سړیو د مختلفو جسمی او روحی شکنجو او جنسی تشدد او مریتوب ته اشاره وکړه او له تندلاریتوب سره د مبارزې لپاره او د ملګرو ملتو مشر ته په وړاندیزی پروګرام کښې د ښځو د رول او د هغوی د توانمنیو له ځاے کولو څخه ملاتړ وکړ.
د ښځو، سولې او امنیت په اړه د امنیت د شورا د یو زر درې سوه پینځویشتم پرېکړلیک له تصویبه شپاړس کاله تېریږی. اوس د پائېدارې پراختیا، سولې او امنیت د رامنځته کولو په هدف سره د پروګرامونو په اجرا کښې د مخکښو عناصرو په توګه د ښځو رول د عامه خلقو لپاره له مخکې نه زیات روښانه شوے دے.
د ایران د محصیلینو د ازادۍ کشتۍ یا غېږ نیونې ټیم په ترکیې کښې د دغې څانګې په نړیوالو سیالیو کښې په اتو مېډالونو سره د اتلۍ مقام ته ورسېد.
د ایران خبری رپوټونه د ایران د لوبو دوو خبرونو ته په یوې کتنې سره ختموو.
د ایران د محصیلینو د کشتۍ ټیم د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د ترکیې په کروم کښې د نړۍ د محصیلینو د اتلۍ د کشتۍ د سیالیود دولسم پړاو په دویمه ورځ د دغو سیالیو د اتل په توګه د سرو زرو دووه او د زیړو دوه مېډالونه ترلاسه کړل.
د سیالیو په دغه پړاو کښې ایران د سرو زرو د پینځو او د زیړو د دریو مډالونو په ګټلو سره د نړۍ وړومبے مقام حاصل کړ او روسیه او ترکیه هېوادونه هم په دویم او دریم مقام کښې راغلل.
د نړۍ د محصیلینو د اتلولۍ د کشتۍ د سیالیو دولسم پړاو د نړۍ د پینځویشتو هېوادونو د استازیو په ګډون سره د اکتوبر له پینځویشتمې نه تر دېرشمې نېټې پورې د ترکیې په کروم کښې وشو.
همدارنګ په تهران کښې د جام شاهد په نړیوالو سیالیو کښې د ایران د ځوانانو فرنګی او ازادې کشتۍ ټیمونه په ترتیب سره اتل او نائب اتل شول.
په فرنګی کشتۍ کښې د دغو سیالیو په آخر کښې د ایران ټیم اتلولۍ ته ورسېد او د روسیې او ایران توسعه نومې ټیمونه دویم او دریم شول.
-----