ایران د اونۍ په هنداره کښې۱۳۹۵-۰۸-۱۵
د مهربان او بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره ایران د اونۍ په هنداره کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
په دې مطلب کښې به د ایران خبرونه، رپوټونه او واقعات واورئ. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
د تېر زیارت یا پنجشنبې ورځ یعنې د لړم د میاشتې دیارلسمه نېټه له نړیوال استکبار سره د مبارزې له ملی ورځې سره برابره وه. دغه ملی ورځ د ایران د اسلامی جمهوریت په جنترۍ کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ورځ نومولې شوې ده. دغه ورځ له دریو مهمو واقعاتو سره سمون خوری چې د ایران د سیاسی تاریخ په دریو موقعو کښې رامنځته شوی دی.
په دیارلس سوه درې څلوېښتم هجری نمریز کال کښې ترکیې ته د امام خمېنی (رح) جلاوطنی، د اسلامی انقلاب د کامیابۍ په درشل کښې د طاغوتی رژیم په لاس د زده کوونکو قتل عام چې د زده کوونکی ورځ نومیږی او په دیارلس سوه اته پنځوسم هجری نمریز کال کښې په تهران کښې د امام د لارې د پېروکارو محصیلینو لخوا د امریکې د سفارتخانې چې د جاسۍ ځاله وه تسخیر درې پېښې دی چې هرې یوې په یوه خاصه موقع د ایران د ملت په انقلابی حرکتونو باندې برخلیک ټاکونکی اثرات کړی دی.
د ایران په سیاسی تاریخ کښې د لړم د میاشتې په یارلسمه نېټه کښې د دریو واقعاتو ثبتېدل د ایران په خلاف د امریکې د مداخلتونو، دښمنیو او کینو دلیل لرونکے سند او نښه ده چې دا ښودنه کوی چې ولې امریکې د ایران په خلاف غلیمانه چلندونه په خپله اېجنډا کښې شامل کړل او څه ډول په تهران کښې د امریکې سفارتخانه په ایران کښې د امریکې په جاسوسی مرکز بدله شوه او ولې د یو شمېر محصیلینو انقلابی قهر د جاسوسی ځالې د تسخیرېدو سبب شو.
د دیارلس سوه دوه دېرشم هجری نمریز کال د زمری د میاشتې د اتویشتمې نېټې د کودتا، د ایران په ملت باندې د کېپیچیولېشن د تپلو او په ایران کښې د شاه په استبداد باندې د خلقو د احتجاج د غږ د غلی کولو په هدف سره د امام خمېنی (رح) د جلاوطن کولو په شان اقدامات په ایران کښې د امریکې د مداخلتونو ځینې نتائج دی.
د ایران په خلاف د امریکې د کینو او دښمنیو دوسیه هیڅکله بنده نه شوه او اوس هم امریکه د ایران په خلاف د دسیسو مرکز دے.
د جاسوسۍ په مرکز د امریکې د سفارت بدلېدلو او د راپرزوونکو دسیسو د پلانونې او د ایران په خلاف کودتا په شان واقعات چې د طبس په واقعې سره شروع او په ایران باندې د فوځی تیری د پروژې د خاتمې سبب شول یو لړ هغه واقعات دی چې د ایران په خلاف د امریکې له پټو اهدافو یې پرده اوچته کړه.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملی ورځې او د زده کوونکو د ورځې یعنې د لړم د میاشتې د دیارلسمې په درشل کښې د زرګونو زده کوونکو او محصیلینو په کتنه کښې تاکید وکړ، د دویم انقلاب په توګه د جاسوسی ځالې له تسخیرولو څخه د امام خمېنی (رح) د توصیف په یادونې سره زیاته کړه، دغه توصیف او نوم اېښودنه د ایران د ملت په خلاف له انقلابه مخکې او وروسته د امریکې د دسیسو او خباثتونو په وجه وه، ځکه چې د امریکې حکومت له ماتې سره د اسلامی انقلاب د مخامخولو لپاره له هیڅ یو رسمی او غېر رسمی اقدام او کوششه ډډه نه کوله او انقلابی ځوانانو په دغه وخت کښې د جاسوسۍ د ځالې په تسخیرولو سره د امریکې دسیسه شنډه کړه.
معظم رهبر د لړم د میاشتې د دیارلسمې نېټې تاریخی مناسبتونو ته په اشارې سره د هغو ترټولو څرګنده د جاسوسی ځالې د تسخیرولو پېښه وبلله او وې ویل، دغه ورځ په حقیقت کښې د مومنو، انقلابی او نوښتګرو ځوانانو ورځ ده چې د جاسوسی ځالې په تسخیرولو کښې په خپل اقدام سره یې دښمن له هر ډول حرکته منعې کړ.
معظم رهبر د ځوان نسل په ذهنونو کښې د امریکې په مقابل کښې د امام خمېنی (رح) او ملت د ټینګ اودرېدنې د حقیقت او منطق د تحریفولو او د دې موضوع د القاء کولو لپاره چې د هېواد د مشکلاتو یوازېنۍ لاره له امریکې سره خبرې اترې او روغه جوړه ده د ځینو خطرناکو هلو ځلو په باره کښې خبردارے ورکړ.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ چې که د ایران ملت د ارواښاد امام خمېنی (رح) په دوران کښې د امریکې په مقابل کښې د ایران د ملت ټینګ اودرېدنه او هم دارنګ که نن هم هغه شان د امریکې په خلاف شعارونه ورکوی او د دغه هېواد په وړاندې ټینګ اودریږی د یو محکم او مستدل منطق په بنیاد دی.
د ایران د ملت مختلفو پرګنو په تېره بیا زده کوونکو او محصیلینو د تېر زیارت په ورځ د لړم د میاشتې د دیارلسمې په لاریون کښې د مړه دې وی امریکه او مړ دې وی اسرائیل د شعارونو په ورکولو سره د نړۍ د کمزورو ملتونو په خلاف د امریکې له دسیسه ګرو سیاستونو او د صهیونېسټ رژیم له ظلم او ستم څخه د خپلې کرکې او قهر څرګندونه وکړه.
د ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومی قوماندان جانشین جنرل حسېن سلامی په تهران کښې د لړم د میاشتې د دیارلسمې د مراسمو د وېناوال په توګه وویل، د جاسوسۍ د ځالې تسخیرولو نه یوازې په ایران کښې د امریکې سیاستونو د خاتمه ورکړه بلکه د بشری ژوند په تاریخ کښې د یو بې سیاله ابرقدرت مېنځ تشی او ظاهری رعب او دبدبې ته ماتې ورکړه.
په ټول ایران کښې د لړم د میاشتې د دیارلسمې لاریون د یو پرېکړلیک په صادرولو سره چې پکې یې امریکه د نړۍ د ملتونو د وړومبۍ درجې دښمنه وبلله ختم شو.
د دریو وزارتخانو یعنې د ښونې او روزنې، د اسلامی کلتور او ارشاد او د لوبو او ځوانانو د پوسټونو لپاره دریو وړاندیزی وزیرانو ته د اسلامی شورا د جرګې د اعتماد د راې غونډه د تېرې هفتې د نهې په ورځ وشوه.
په دغه غونډه کښې د دغو دریو وزارتخانو د پوسټونو لپاره درې واړو وړاندیزی وزیرانو له جرګې څخه د اعتماد رائې ترلاسه کړې.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د دغو درې واړو وزارتخانو لپاره د وړاندیزی وزیرانو د اعتماد د رائې په غونډه کښې په ګډون سره د خپلو وړاندیزی وزیرانو په دفاع کښې د جرګې او حکومت لا زیاته همفکری او ملګرتیا د خلقو په ګټه او د ملت خوښه وبلله.او جرګې ته د یو لړ مطالبو په وړاندې کولو سره په نوموړو درې واړو وزارتخانو کښې د بدلون دلائل او ضرورتونه بیان کړل د دغو درې واړو وزارتخانو د نوی مسئولیت لپاره د وړاندایزی وزیرانو له راتلونکو پروګرامونو څخه دفاع وکړه.
د اسلامی شورا د جرګې استازیو د حکومت د وړاندیزی وزیرانو د صلاحیت له څېړنې وروسته د اعتماد د رائې په ورکولو سره «فخرالدین احمدی دانش آشتیانی»، «رضا صالحی امیری» و «مسعود سلطانی فر» د ښونې او روزنې، د اسلامی کلتور او ارشاد او د لوبو او ځوانانو د وزیرانو په توګه حکومت ته ولېږل.
له دې مخکې د دغو دریو وزارتخانو وزیرانو هر یو علی اصغر فانی، علی جنتی او محمود ګودرزی د کابینې د بیارغونې او پیاوړتیا لپاره د خپل چمتووالی او ملګرتیا په اعلانولو سره له خپلو پوسټونو استعفا ورکړه چې
د ایران ولسمشر ورسره موافقه وکړه.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی له مېشل عون سره په ټیلفونی تماس کښې د لبنان د نوی ولسمشر په توګه د هغۀ ټاکنه په لبنان کښې د ټولو سیاسی ډلو لپاره د ډېموکرېسۍ کامیابی او د ارامښت تجلی وبلله او وې ویل اسلامی جمهوریت په ټولو زمینو کښې له لبنان دوست هېواد سره د تعلقاتو پراختیا ته آماده دے.
روحانی وویل، د ایران اسلامی جمهوریت باوری دے چې دغه انتخاب چې په یوې روغې او ازادې سیالۍ کښې ترسره شو، د یو خاص اړخ کامیابی نه ده بلکه په لبنان کښې د ټولو مختلفو پرګنو د سوله ایزو ژوند کولو یوه جلوه او د لبنان د ملت لپاره یوه خوږه کامیابی ده.
د لبنان نوی ولسمشر مېشل عون هم په دغه ټیلفونی تماس کښې له یو متحد لبنان څخه د ایران د اسلامی جمهوریت ملاتړ اهمیت لرونکے وبلۀ او وې ویل، لبنان تل د ملی وحدت او یووالی د پراختیا او پیاوړتیا په لاره کښې کوشش کړے دے.
د لبنان پارلېمان د تېرې هفتې د ګل په ورځ د لبنان د بدلون او اصلاح د فراکسیون مشر مېشل عون د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکۀ.
له هیواده بهر د ایران د اسلامی جمهوریت د فوځی وابستګانو او دفاعی او انتظامی نمائندګانو وړومبنۍ ګډه غونډه تېره هفته د ایران د د فاع د وزیر په ګډون سره وشوه.
د ایران د دفاع وزیر جنرل حسېن دهقان په دغه غونډه کښې تاکید وکړ چې د نړۍ له هېوادونو سره د دفاعی ملګرتیاو او تعلقاتو رامنځته کول، مضبوطول او پراخول د دفاع د وزارت یوه ترجیح ده او د ایران اړونده فوځی ادارې پکار دی د دغې مهمې سټراټیجۍ او ترجیح په اجرا کښې پرله پسې هلې ځلې وکړی.
د ایران د دفاع وزیر د دې په بیانولو سره چې امریکه او صهیونېسټ رژم د سیمې د ناامنولو لپاره په خپل ټول توان سره کوشش کوی، زیاته کړه، د سیمې هېوادونه پکار دی د سیمه ایز ائتلاف په رامنځته کولو او ملګرتیا سره د دښمنانو ناامنه کوونکی اقدامات بې اثره کړی.
جنرل دهقان تاکید وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت نه تر اوسه او نه په راتلونکی کښې هیڅکله له یو هېواد سره د جنګ اراده لرلې او نه یې لری خو له هر ډول تیری سره به په پوره قوت سره غوڅ چلند وکړی په دا ډول چې اقدام کوونکی په خپل اقدام باندې پښېمانه کړی.
تهران تېره هفته د قبرس د پارلېمان د مشر کوربا ؤ.
د قبرس د پارلېمان مشر دیمیتری سېلورس د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر علی لاریجانی په بلنه تهران ته په خپل درې ورځنی سفر کښې له هغۀ سره د دوو اړخیزو ملګرتیا په تېره بیا د پارلېمانی پراختیا په زمینه کښې خبرې اترې وکړې.
د سیمې د بدلونونو په اړه سلامشورې او په تېره بیا د برجام له اجرا نه وروسته د ایران او اروپا اتحادیې د تعلقاتو له ظرفیتونو څخه د غوره استفادې په باره کښې د نظر تبادله په تهران کښې د ایران له چارواکو سره د سېلوریس د خبرو اترو ځینې اصلی موضوع ګانې وې.
د قضائی قوې مشر آیت ا... صادق آملی لاریجانی تېره هفته عراق ته سفر وکړ.
په دغه سفر کښې د بشری حقوقو، قضائی ملګرتیاو، د بندیانو د منتقلولو او د مجرمانو د راکړې ورکړې په زمینه کښې څلور تفاهم لیکونه د دواړو هېوادونو د قضائی چارواکو لخوا لاسلیک شول.
دغه تفاهم لیکونه د تېرې هفتې د ایتوار په ورځ په بغداد کښې د ایران د قضائی قوې د مشر آیت ا... صادق آملی لاریجانی او د عراق د قضائی عالی شورا د مشر مدحت محمود په موجودګۍ کښې د دواړو هېوادونو د څارنوالو حجت الاسلام والمسلمین محمد جعفر منتظری او محمد قاسم الجنابی لخوا لاسلیک شول.
د دغه تفاهم لیک له مخې دواړو خواو د قضائی ، بشری حقوقو او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینو کښې په ملګرتیاو تاکید وکړ.
د ترهه ګرۍ،تندلاریتوب، فساد، د نشه ایزو موادو او وسلې د قاچاق له جرائمو او پلان شویو جنایتونو سره د مبارزې په اړه د قضائی تجربو انتقال د ایران او عراق د څارنوالو ترمېنځ د لاسلیک شوی تفاهم لیک ځینې مفاد دی.
آیت ا... آملی لاریجانی د تېر خالی په ورځ له دغه اوۀ ورځنی سفره په راستنېدو کښې په مهرآباد هوائی ډګر کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل، دواړو هېوادونو د مقابلې قضائی ادارې په نسبت د لا جدی ملګرتیاو غوښتنه وکړه چې دا اقدام په سیاسی او اقتصادی سطح کښې زیات رغانده او امیدواروونکے ؤ. د قضائی قوې مشر د آیت ا... سیستانی له نمائنده مهدی کربلائی سره ملاقات په دغه سفر کښې ترسره شوې یوه بله کتنه بیان کړه او زیاته یې کړه چې کتنه ډېره ګټوره او رغانده وه.
د مطبوعاتو دویشتم نندارتون د تېر خالی په ورځ د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په وېنا سره په تهران کښې پرانېستے شو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی رسنې د ټولنې د ودې د زمینې برابروونکې وبللې او د دې په بیانولو سره چې د رسنې چارې تر ممنکه حده پکار دی د رسنې خاوندوانو ته وسپارلې شی، تاکید وکړ، کلتور له وسلې نه اوچت قوت او رسنه کلتوری وسیله ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د خپلې وېنا په یوه بله برخه کښې د سیمې نننی امنیتی مشکلات له جاهلی افکارو او دینی رنګ او لعابو سره مله ترهه ګری وبلله او وې ویل سیمه امنیت ته ضرورت لری او دغه امنیت د ترهه ګرو او دښمنانو په مقابل کښې د اتحاد او یووالی له لارې نه بغېر نه شی ترلاسه کېدې.
د ایران د ملی امنیت د عالی شورا مشر څرګنده کړ،د داسې یو ګواښ په وړاندې هغه څه چې کولې شی د ایران ملت د ترهه ګرۍ له سپېرې دسیسې څخه حفاظت وکړی اتحاد او یووالے دے او د ایران وسله وال ځواکونه د سیمې د مهم قوت په توګه د بدخواهانو او دښمنانو د هر ډول احتمالی تیری په وړاندې په پرېکنده توګه ټینک ولاړ دے.
د ایران د مطبوعاتو دویشتم نندارتون د شپږ سوه شلو سټالونو په قالب کښې د نهو سوو رسنیو په کورباتوب او د روڼوالی او رښتینوالی په شعار سره د تهران په امام خمېنی (رح) نومې مصلی یا عیدګاه کښې شروع شو.
--------