د لمر په حضور کښې (تعلیم او تربیت ۲)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i4483-د_لمر_په_حضور_کښې_(تعلیم_او_تربیت_۲)
د لمر په حضور کښې نومې د لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. عزیزانو لکه څنګه چې خبر یئ په تیر پروګرام کښې مو د تعلم او تربیت یا ښوونې او روزنې د اهمیت په هکله خبرې وکړې او ومو ویل چې په اسلامی تعلیماتو کښې باطنی تربیت او تزکیه پر تعلیم وړومبیتوب لری. اوس د ایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای له نظره د تعلیم او تربیت موضوع ته یوه لنډه کتنه کوو او د دې چارې د اهمیت په هکله د هغوی نظریات لټوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2016 09:35 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کښې (تعلیم او تربیت ۲)

د لمر په حضور کښې نومې د لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. عزیزانو لکه څنګه چې خبر یئ په تیر پروګرام کښې مو د تعلم او تربیت یا ښوونې او روزنې د اهمیت په هکله خبرې وکړې او ومو ویل چې په اسلامی تعلیماتو کښې باطنی تربیت او تزکیه پر تعلیم وړومبیتوب لری. اوس د ایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای له نظره د تعلیم او تربیت موضوع ته یوه لنډه کتنه کوو او د دې چارې د اهمیت په هکله د هغوی نظریات لټوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ښوونه او روزنه له یوبل سره نه بیلیدونکی تړاو لری او د یوبل بشپړونکی دی. په دې ارزښتناکو زیوراتو سنبالیدل د عالمو او غوره مربیانو او روزونکو په لرلو پورې اړه لری ځکه چې یوازې یو ماهر او ښه مربی پخپلو سمو تعلیماتو سره د انسانانو د مختلفو وړتیاو له غوړولو سره مرسته کوی شی او ټولنې ته بافضیلته انسانان ډالۍ کوی.

په قرآن کریم کښې معلم د خدای پاک د بې پاې قدرت د یوې ځلا په توګه وړومبی د خدای تعالی د مقدس ذات یوه ځانګړنه ګڼل شوی دی او د علق د مبارکې سورې له وړومبی نه تر پنځم پورې آیتونو کښې خدای تعالی ځان معلم ګنی او فرمایی: ولوله د خپل پرودګار په نوم دې چې (نړۍ یې) وپنځوله، همهغه څوک چې انسان یې له پنډې شوې وینې خلق کړ، ولوله چې ستا پروردګار (له ټولو) ستر دی، هغه څوک چې د قلم په وسیله یې تعلیم ورکړ، او انسان ته یې هغه څه ورزده کړل چې نه پرې پوهیده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

خدای پاک د انسان د تعلیم او تربیت لپاره یولړ وسایل د هغه په واک کښې ورکړی دی څو د هغو په مرستې او پخپل واک او اختیار سره سمه لاره غوره کړی. دینی تعلیمات، اسمانی کتابونه، مور او پلار، معلمان او مربیان ټول په اختیار کښې دی څو انسان د هغو په مرستې سره حقیقی ودې او تکامل ته ورسیږی. خو وړومبنی مربی او روزونکی چې په عملی توګه له زوکړې سره سم د انسان روزنه پیلوی، مور ده. ښوونه او روزنه وړومبی د مور له تاودې او مینې ډکې غیږې پیلیږی. د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دې هکله وایی: د انسان د اولاد د روزنې ترټولو غوره روده دا ده چې د مور په غیږه کښې یې په مینې او محبت سره روزنه وشی.

مهربانې او رسیدلې مایندې په فطرتی توګه ښه اولادونه روزی. له هغو وروسته د معلمانو او مربیانو رول مهم دی او د اولادونو د تعلیم او تربیت څراغ د هغوی لاس ته ورځی څو په خپلو روښانونو سره علم ورزده کړی او د ژوند سمه لاره وروښئی.

په اسلامی تعلیماتو کښې معلمی د انبیاو او پیغمبرانو شغل بلل شوی دی په دې معنا چې معلم د تعلیم له کاره علاوه د تربیت او روزنې رول هم په غاړه لری. د الهی پیغمبرانو په شان چې ښوونې یې انسان جوړونکې او علم ورکونکې وې. د اسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی(رح) د معلم او ښوونکی د رول په هکله فرمایلی دی: په ټولنه کښې د معلم رول د انبیاو رول دی. د معلم رول ډیر حساس او مهم دی او ډیر مسئولیت لری.

آیت ا... العظمی خامنه ای په ښوونه او روزنه کښې د معلم رول ته اشاره کوی او څرګندوی: د تعلیم او تربیت مسئله یو انسان او یو مخاطب ته د ژوند او ولادت د وربخښلو مسئله ده.... دا ټکی باید تل زمونږ د معلمانو د سترګو په وړاندې وی چې د یوې ټولنې لپاره د معلم رول ډیر مهم رول دی او په ټولنیز ترکیب او جوړښت کښې له ډیرو مهمو او حساسو رولونو سره د پرتلې وړ نه دی.

هغوی په دوام کښې زیاتوی: یوه ټولنه مومنو، د انګیزې خاوندو، صابرو، هیله مندو، ښه نیتو، په عمومی ګټو مئینو او د شخصی او جمعی کمال لوړو څوکو ته د رسیدو مینه والو انسانانو، نوښتګرو، متفکرو، د تحقیق او پرمختګ خاوندو انسانانو ته ضرورت لری. دا انسانان به د چا په لاس جوړیږی؟ دلته د معلم رول روښانه کیږی.

هو یوازې هغه کسان چې کوی شی زمونږ یا زمونږ د ماشومانو د ذهنونو په سپینو پاڼو وړومبنی ښې یا بدې لیکنې وکړی، معلمان دی. شاید په ټولو شغلونو او کارونو کښې له معلمۍ پرته بل لوړ رول پیدا نه کړی شو.

علم ښودل او د پوهې تعلیم د معلمانو اصلی دنده ده او معلم چې هرڅومره زیاته پوهه او معلومات ولری په دومره زیاته اندازه د پوهې تږی نیالګی خړوبولی شی. د آیت ا... خامنه ای له نظره علم ښودل یوه مقدسه چاره ده او پکار دی په لوړه کچه یې تعقیب کړو. آیت ا... خامنه ای معلمانو ته په خطاب کښې د علم او پوهې د تعلیم په هکله فرمایی: که تعلیم یوه پراخه معنا فرض کړو نو دا درې ډګرونه پکښې شاملیږی: د پوهې ښودل، د تفکر ورزده کول او د اخلاق او کردار روزل. هغوی د پوهې ښوونه زده کونکو ته د درسی کتابونو د محتوا ورزده کول ګڼی خو زیاتره ټینګار یې د تفکر په روزنه دی. د اسلامی انقلاب رهبر په دې هکله معلمانو ته فرمایی: د تفکر ښودل د درسی کتابونو له ښوونې لامهم دی. زمونږ ماشوم باید فکر کول زده کړی، سم فکر، منطقی فکر، او د فکر کولو لپاره دې صحیح لارښوونه شی، د ژوند په مسائلو کښې سرسری لید او سرسری زده کړه ټولنه ځوړوی، په اوږدمهال کښې یې بدمرغه کوی... که څوک د تفکر خاوند وی نو دا روحیه یې سبب کیږی چې هغه د علم مهم مسائل کشفوی شی. که زمونږ ځوان، زمونږ عالم، زمونږ پوه متفکر روزل شوی وی نو د پوهې له هغې زیرمې څخه چې د هغه په واک او اختیار کښې ده، په لس هاو او په سل هاو نوې مسئلې مطرح کوی او ځواب ترلاسه کوی. نو بس د علم کارول په تفکر سره شونی دی.

هغوی په یوه بله وینا کښې له معلمانو غواړی چې د مخاطب د ذهن په ژورو کښې خپله اغیزه وشیندی. هغوی معلمانو ته ټینګار کوی: په دې بسنه مه کوئ چې د زده کونکی عواطف او د هغه احساسات جلب شول نو راضی شئ، نه هڅه وکړئ چې د ذهن په هغو ژورو او تل کښې اثر وکړئ څو په بیلابیلو پیښو سره له لاسه لاړ نه شی (سمه لاره ورکه نه شی).

آیت ا... خامنه ای په دوام کښې دریم ډګر یعنې د اخلاقو او کردار ښوونې ته اشاره کوی او هغه د معلم یوه دنده ګڼی. د هغه په وضاحت کښې فرمایی: دریم د درس په ټولګی (کلاس) کښې ستاسو (معلمانو) اخلاق او کړچار، کړچاری ښوونه، اخلاقی ښوونه او د ژوند د طریقې ښودنه نه یوازې کوم درس چې ورکوئ بلکې څنګه چې ګورئ، کومه اشاره چې کوئ، مسکا چې کوئ، تندی چې تریوهئ، کوم حرکت چې کوئ او کومې جامې چې اغوندئ ټول په زده کونکی اغیزه کوی. مونږ چې ځانته رجوع کوو او د خپلو ترټولو ژورو احساساتو، عواطفو او حالاتو جرړه ولټوو د لارې په هغه سر یو معلم وینو. معلم کوی شی مونږ باتور یا ډارن، غنی او بخښونکی یا بخیل او شومان، سرښیندونکی یا خود پرست، د علم خاوند او د علم، پوهې او فرهنګ طالب یا منجمد، تړلی او په جامدو تفکراتو پابند وروزی. معلم دی چې کوی شی مونږ متدین، تقوادار، پاک لمنی او یا خدای مه کړه بې بندوبار جوړ کړی. معلم یو داسې رول لری. دا د معلم او ښوونکی ارزښت دی او دا د معلم اغیزه ده.

د دوی په ژور نظر کښې د صبورو، عاقلو، متدینو، د نوښت او اقدام خاوندو، له سستۍ لرو، مهربانو، عاطفی، زغم لرونکو، د مودبانه کړچار لرونکو، پرهیزګارو انسانانو او د هغو انسانانو په جوړولو کښې ژور نظر چې د نورو درد، خپل درد ګڼی، د معلمانو کار دی. هغوی باوری دی چې د انسان جوړښت او قالب او د اسلام د یو مطلوب انسان جوړیدل هغه څه دی چې په تربیت او روزنې سره ترلاسه کیږی او ټول انسانان روزل کیدی شی.

د انقلاب رهبر ځینی انسانان د تربیت په منلو کښې زر منونکی او ځینی هم ناوخته منونکی ګڼی، ځینی په تربیت او روزنه کښې ډیر ماندګار او تل پاتی ګڼی او ځینی هم کم دوامه، خو ټینګه عقیده لری چې ټول انسانان د تغیر او بدلون سره مخ دی چې په روزنې سره ترلاسه کیږی. دوی په صراحت سره فرمایی: په ښوونه او روزنه کښې پلار، مور، انډیوالان، او د دوی په شان نور کسان هم اغیزمن دی خو د ښوونکی اغیزه ډیره ژوره او پآتې کیدونکې ده، دا هغه مسئولیت دی چې ښوونکی یې باید په غاړه واخلی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی