د چنګاښ میاشتې د لسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.
د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکو لیکلي دي: د عراق پوځ په موصل کښې د داعش لخوا اعلان شوی خلافت ختم کړ، آیت ا... سیستاني ته د ډاکټر روحاني د مبارکۍ پیغام، د عراق د خلکو بریا نړیوالو ته د مرجعیت او فتوا موقعیت یوځل بیا څرګند کړ.
د خبر په دوام کښې راغلي چې پس د دریو کالو له وژلو په موصل کښې د آزادۍ وږمه وچلیده. د عراق د وزیراعظم دفتر په یوه بیانیه کښې په عراق کښې د داعش د خلافت پاې اعلان کړه. د عراق دفاع وزارت وايي په هیواد کښې د ترهګرو شتون د تل لپاره ختم شوی دی. د عراق امنیتي سرچینو ویلي چې د موصل ښار په ځینو سیمو کښې یوازې ۲۰۰ داعشي ترهګر پاتې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني خپل عراقي همرتبه فواد معصوم ته په خطاب کښې وویل: له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې په همدې ټینګتیا سره د مینځني ختیځ مظلوم مسلمانان د جنګ او قتل عام له ویرونکي خوبه خلاصولی شو.
روحاني په عراق کښې امنیت رامینځته کونکي مثبت بدلونونه د داعش د وحشت په ختمولو کښې د دغه هیواد د خلکو او پوځیانو د دوامدارو هلوځلو او د ګاونډي هیوادونو د مرستې نتیجه وبلله.
په عراق کښې د داعش د خلافت نابودۍ سیمه ایز غبرګونونه په ځان پسې لرلې دي. د کویت امیر او د یمن انصار ا... غورځنګ هم د عراق ولس او حکومت ته د دې بریا مبارکي ورکړه.
کیهان:
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا د تهران د جمعې لمانځه د خطبو خبر راخیستی او د دې اونۍ د امامِ جمعه له قوله یې لیکلي دي: ترهګرو ته د سپاه ځواب بیخي پرځاې او صحیح و.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب داعش ترهګرې ډلې ته د سزا ورکولو په لړ کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر اقدام سم او پرځاې وباله.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... محمد امامي کاشاني پرون د جمعې په خطبو کښې ټینګار کړ: ترهګر او د هغوي ملاتړي دې پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت به هرډول احتمالي تیري ته پریکنده ځواب ورکړي.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت مثالي امنیت ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: د ایران اوسنی ارامښت، امنیت او پوځي او علمي اقتدار د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني(رح) په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په برکت دی.
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب همداشان د عراق حکومت او ولس ته د ترهګرو له نیواکه د موصل د آزادیدو په مبارکۍ ویلو سره څرګنده کړه: امریکا، صهیونیسټي رژیم او سعودي رژيم په سیمه کښې د ترهګرو اصلي ملاتړي دي.
قانون:
د تهران چاپ قانون ورځپاڼې د خپل یو خبر په عنوان کښې لیکلي دي: اعتدالیان په یو میز.
په خبر کښې لولو چې د ایران او فرانسې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کښې د دولسو ورځو په واټن سره د حسن روحاني او امانوئل ماکرون بریا، د تهران او پاریس په دوه اړخیزو اړیکو کښې د روښانه ورځو زیری ورکړ.
خبر همداشان فرانسې ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر موضوع ته اشاره کړې او لیکي چې محمد جواد ظریف د فرانسې له ولسمشر سره له کتنې وروسته دغه ملاقات ډیر ښه وباله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پيغام مې امانوئل ماکرون ته ورسوه.
محمد جواد ظریف چې پرون یې د پاریس په الیزه ماڼۍ کښې د فرانسې له ولسمشر سره ملاقات کړی، وویل چې امانوئل ماکرون په دغه کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا او همداشان د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) پر اجرا د پاریس په ژمنې ټینګار کړی دی.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: دواړو لورو په دغه کتنه کښې د سیمه ایزو مسائلو او هغو طرحو په هکله هم ګټه ورې خبرې اترې وکړې چې د فرانسې نوي حکومت د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره وړاندې کړې دي.
محمد جواد ظریف له دې مخکښې په پاریس کښې همداشان د فرانسې له خارجه وزیر او د دغه هیواد د سینیټ له مشر سره هم جلاجلا ملاقاتونه کړي او د دوه اړخیزو ملګرتیاو او اړیکو د پراختیا په هکله یې ورسره خبرې اترې کړې وې.
ټولنیز او خبري سایټونه:
د پاکستان او نړۍ ځینو خبري سایټونو او ټولنیزو شبکو په پاړه چنار کښې د خلکو د تیرې یوې اونۍ د اعتراضي ناستې او پرلتیو د ختمیدو خبرونه ورکړي دي چې په ټولیزه توګه یې درته د یو خبر په توګه وړاندې کوو.
د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا چې د پاړه چنار له چاودنو یوه اونۍ وروسته د پرلت وهونکو معترضانو په غوښتنه پرون دغه ښار ته تللی و، د ځايي خلکو له یو پلاوي سره یې وکتل.
د پاکستان د هوايي ځواک یو پخواني قومندان ایرمارشل سید قیصر حسین چې په دغه سفر کښې له جنرال باجوا سره ملګری و، وویل چې د پاکستان د پوځ قومندان د پاړه چنار د خلکو د پلاوي خبرې او غوښتنې په ځیر واوریدلې او د هغوي له ټولو غوښتنو سره یې موافقه وکړه.
د کرمې ایجنسۍ د مرکز پاړه چنار د خلکو منل شوې غوښتنې په دا ډول دي:
۱ – د پاړه چنار ښار د امنیت د ټینګښت لپاره به د سیمې د ځايي خلکو یو سل کسیز ځانګړی دفاعي ځواک جوړ شي چې د پاکستان د پوځ تر ملاتړ او څارنې لاندې به د ښار چاپیره د تلاشۍ د پوسټو په جوړولو سره د پاړه چنار امنیت وساتي او د کرمې ملیشه ځواک به نور د ښار د امنیت تامینولو مسئولیت ونه لري.
۲ – د کرم ملیشه قومندان کرنل عمر به چې له چاودنو وروسته یې په قهریدلو مظاهره چیانو د رسا ډزو حکم ورکړی و، کورټ مارشل شي.
۳ – په روغتونونو کښې موجودې نیمګرتیاوې لکه د ایمبولنسونو، طبي تجهیزاتو او درملو په شان شیانو کمښت به پوره کړی شي.
د پاړه چنار له خلکو سره له کتنې وروسته د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا بیرته ستون شو.
د ویلو ده چې د تیرې اونۍ د جمعې په ورځ یعنې د روژې په وروستیو ورځو کښې د قدس د نړیوالې ورځې په مازیګر د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د کرمې ایجنسۍ د مرکز پاړه چنار ښار په یو بازار کښې د دوو پرله پسې چاودنو له امله په سل هاو بیګناه روژتي مسلمانان شهیدان او زخمیان شوي وو.
له دغو چاودنو وروسته د پاړه چنار او پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان په ځینو ښارونو کښې ګڼو خلکو په تیره بیا شیعه مسلمانانو د ترهګرو په جنایتونو او د امنیت په تامینولو کښې د حکومت په ناتوانۍ باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د پاړه چنار خلکو اعتراضي پرلتۍ ووهلې. هغوي د پاړه چنار د جنایتونو د عاملانو د پيژندل کیدو او سزا کیدو غوښتنه کوله. وروستي خبرونه وایي چې د جنرل قمر باجوه لخوا خلکو ته د هغوي د غوښتنو د پوره کیدو په هکله د ډاډه له ورکول کیدو ورسته د پاړه چنار خلکو په خیر خیریت سره پرلتۍ پای ته رسولې ده .
کابل ورځپاڼې:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په اړه یو شمېر مطالب لیکلی دي.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ناټو سازمان د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر نظامي ملاتړ ټینګار شوی او د ګواښونو د کابو کولو په هدف دغه هېواد ته د زرګونو تازه دمو سرتېرو د استولو پرېکړه هم شوې ده.
په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان په اړه د ناټو ورستۍ ناسته د دې څرګندونه کوي چې لا هم دغه سازمان د افغانستان د ملاتړ لپاره لېوالتیا لري او نه غواړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي.
خو د سرمقالې لیکوال لیکلي، که چېرې ناټو واقعاً غواړي چې افغانستان ارامه شي او د پرمختګ بهیر پیل کړي، لازمه ده چې په بنسټیزو حل لارو فکر وکړي، کوم چې د سرمقاله لیکونکي په باور هم یې دوی ته مالي لګښت کم وي او هم افغانان د سولې، ثبات او پرمختګ څښتنان شي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت د ناټو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، د امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړونونه په دې مانا دي چې هغوی افغانستان له بهرنیو خطرونو وژغوري او په وړاندې یې افغان ځواک پیاوړی کړي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، افغان حکومت د ناټو له دغه اقدامه چې زرګونه نور روزونکي او ملاتړي ځواکونه رالېږي، هرکلی کوي او د ده په خبره دا چې افغان ځانګړي ځواکونه له ډلو د فرقې تر بریده ورسول شي د امریکا او ناټو ملاتړ ته په دې برخه کې سخته اړتیا ده.
افغانستان ما
افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.
ورځپاڼه لیکلي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د امنیت ټینګښت په افغانستان کې د ناټو اصلي هدفونه دي نو ځکه دغه سازمان نه شي کولای چې له خپل مسؤلیت اوږې سپکې او په افغانستان په خپل حال پرېږدي.
بلکې د سرمقاله لیکونکي په باور ناټو د خپلو ژمنو له مخې په یادو دواړو برخو کې دنده او مسؤلیت لري.
سرمقاله لیکونکی لیکي، ناټو که په ريښتینې ډول په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي نو باید یادو هدفونو ته درسیدلو په خاطر د ترهګرو ځالې او مرکزونه له منځه یوسي او په ملاتړو یې سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه هم زیات کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*