په ماسکو کښې د ايران او روسيې د خارجه وزيرانو کتنه
د ايران خارجه وزير د ماسکو په والداي کلب کښې د مينځني ختيځ د بدلونونو د کانفرنس ترڅنګه د روسيې له خارجه وزير سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
محمد جواد ظريف نن د ماسکو په والدائي کلب کښې د مينځني ختيځ په کانفرنس کښې له ګډون او وېنا کولو وروسته د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګئ لاوروف سره کتنه او د دوو اړخيزو د تعلقاتو، د سوريې د مسائلو او د دغه هېواد د بحران د هواري لپاره د وروستيو اقداماتو د څېړنې په اړه صلاح مشورې وکړې.
د ايران د بهرنيو چارو وزير په دغه کانفرنس کښې په مينځني ختيځ سيمه کشې د لانجو او جنګ جګړو په هواري کښې د ايران او روسيې په کردار تاکيد وکړ او وې ويل: په سيمه کښې د روسيې نفوذ کولې شي د خبرو اترو په بنياد د فارس خليج د بېلګې له بدلون سره په مرسته کښې بنيادي رول ولوبوي.
د ماسکو په والدائي کلب کښې د مينځني ختيځ د بدلونونو کانفرنس نن « په مينځني ختيځ کښې په ټولو ډګرونو کښې د روسيې رول لوبونه» په موضوع سره جوړ شو.