دمحصیل ملی ورځدلیندۍ شپاړسمه (3)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i78664-دمحصیل_ملی_ورځدلیندۍ_شپاړسمه_(3)
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه ژوند درته غواړو،دوستانو دلیندۍ دمیاشتې دشپاړسمې نیټې یعني په ایران کې دمحصیل دملی ورځې په مناسبت له دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو او له ایران سره د امریکا د دښمنۍ او لاسوهنې د نیمې پيړۍ دکارنامو او د ایران دملت په ضد د امریکا دغلیمانه کړچار په باب درسره غږیږو،هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2018 13:09 Asia/Kabul

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه ژوند درته غواړو،دوستانو دلیندۍ دمیاشتې دشپاړسمې نیټې یعني په ایران کې دمحصیل دملی ورځې په مناسبت له دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو او له ایران سره د امریکا د دښمنۍ او لاسوهنې د نیمې پيړۍ دکارنامو او د ایران دملت په ضد د امریکا دغلیمانه کړچار په باب درسره غږیږو،هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

   دامریکا له تیر استکباري  چلند سره دامریکا د اوسنیو سیاستونو ترمینځ  ډير زیات  یوشان والی  شته دی .دغه غلیمانه  چلندونه  ښئ چې امریکا تردې دمه هم ایران ته په هماغوسلطه غواړوتفکراتو او دتیرې پیړۍ دپړاؤ او  مخکینیو دریځونو په څيرګوري .په تیروڅلویښتوکلونو کې دامریکائي  چارواکو  دښمنۍ اوکینې  په کرتو تکرار شوي دي .دغه غلیمانه کړچارونه   پاي  نه لري،ځکه  دا د امریکا  داستکباري  ماهیّت  یوه برخه ده

د زمري دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې دکودتا له شپيتو کلونوتیریدا وروسته  اوس،دامریکا  استخباراتي ادارې (سی آئي اې ) په دغې ورځې  له طبقه بندۍ  د پټو سندونو  په ویستل کیداسره په دغې کودتا کې  پخپل رول اعتراف کړی دی .په دغو سندونوکې چې له پټې طبقه بندۍوتلي دي،د لړم د میاشتې د اته ویشتمې نیټې په کودتاکې دامریکایانو  دعملیاتو راز(د آژاکس  په نامه راز)  په عنوان سره موجود دی .په دغو سندونو کې د روزولټ  کرمیټ(یعنی  په ایران او مینځني ختیځ کې دامریکالوړپوړی استخباراتي مامور)کاري دوسیې شاملې دي  چې  دکودتا په شپو ورځوکې هم  په تهران کې دیره ؤ . 

 فاریّن پالیسي  خپرونې ددغو سندونو دخپریداپه حاشیې کې لیکلي دي، د امریکا او انګلستان  استخباراتي ادارې   دکودتا په  اجرا کې  د خپلوموخو د تحقق لپاره،په یوه وخت یوه پيچلي او څوپَوړیزه  پروژه  پرمخ بوتله ،یعنی  د ډاکټر محمد مصدق د سیاسی څيرې دخرابولو لپاره  دخپلو پروپيګنډيزو  ادارو استفاده،دایران د وخت دپارلیمان ځينواستازوته دبډو رشوتونو ورکول ،دپوځي ځواک منظمول او  په نهایت کې په واټونو  کې  دلاریونونو او اعتراضونو ترسره کول  پکې شامل وو .

 دامریکااستخباراتی ادارې سی آئي اې  په یوه هغه سند کې چې  له ۱۹۵۴کال سره اړونده دي،لیکلي دي،د آژاکس عملیاتوموخه،د محمدمصدق د حکومت  نسکورول،د پاچا دقدرت اومنزلت بیا رغاول او دمصدق دحکومت په ځاي   دیوه داسې  حکومت راوستل ؤ چې  ایران  په رغنده سیاستونو سره  اداره کړي . 

  ددغو سندونوپه اساس همداراز دکودتا موخه دا وه چې  یو داسې حکومت  واک ته ورسیږي،چې لویدیځي حکومتونه ورسره د تیلودبازار په باب  موافقې ته ورسیدل شی .

 د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته،د سي آئي اې ادارې  افسرانو هڅه کړې،څو  داسلامی انقلاب په حساسو او اساسي سیمو کې په نفوذ سره  د هغه  له لازیات پراختیا او ژورتیا مخنیوی  وکړي .

 دامریکا سفارت یا دجاسوسۍځاله دجاسوسي اواطلاعاتي چینلونو په رامینځةکونې سره  په دې پسې وه چې  په بحران جوړولو سره،د حضرت امام خمیني د مقام او دانقلاب د اصیل  ځواک کمزوري کول  او همداراز  دځوان نسل  او رهبرۍ ترمینځ  د درز او تفرقې رامینځةکول  او  له رهبرۍ  د انقلابی، لازیات فعال ځواک  او پرسنل لیرې وساتي څو پر هغوي په اغیزو شیندنې  او  په پوځ کې په نفوذ سره،د ایران د ولس    انقلابی حرکت تاواني کړي . 

د امریکا یو مشهور نظریه وړاندې کونکی او سیاسی شناندی  نوام چامسکي  په یوې مرکې کې  له ایران سره  دامریکا د دښمنۍ  دریښو  په بیانولو کې وائي ،  امریکا او اسرائيل   په  یوې  داسې سیمې کې  دخپلواکه ځواک  شتون نشي زغملی ، چې  دهغې سیمې ځان   خاوند ونه ګڼل شي . .

   داسلامی ایران  دنظام دبدلولو لپاره له بندیز،ګواښ او پوځي قدرته  د استفادې او له داخله  د بلواؤ  او ډول  ډول اړۍ ګړۍ رامینځةکونکي اقدامات هغه عناصر دي،چې  ایران ته په نظرکې د امریکاد چارواکو فکري اساس جوړوي .

 ډونالډټرمپ هم  دایران په ضد خپلو موخو ته درسیدو لپاره هماغه دتیر په  شان  تیروتنې کړي او د ایران اسلامی جمهوریت  ئې له اړونده  او سستو  رژيمونو سره  پرتله کړی  او  له دغه توَهم سره  مخامخ شوی ، چې   دتیر  وخت په شان ایران ګواښلی  او یا  تسلیمیدا ته اړ کولی شي . 

 واشنګټن پسټ  ورځپاڼې   د ۲۰۱۶کال  په نومبر کې  په یوې  مقالې کې  د۱۹۵۳ کال داګست دمیاشتې دایران په کودتا کې  دامریکا رول ته  په اشارې سره  او دغه راز په ایران کې دحکومت دبدلولو دضرورت په باب دامریکا دنوو چارواکو د څرګندونو په باب لیکلي دي،امریکائي چارواکي  د خپلو  تاریخي  هیرَونو په ښودلو سره  دیوې داسې خطرناکې لوبې  په برابرولو بوخت دي ، چې د دوي دشکست  او ماتې لامل کیدلی شی::

 امریکا نن سباهم د هماغو سلطه غواړو  موخو  په دوام البته  په بیلابیلو رودو سره  ددغو موخو په د وام پسې ده . خو دایران اسلامی جمهوری نظام د سلطه  غوښتنې په ضد دی  او  له هر ډول ظلم او کړآؤ سره  په مقابلې  او  دسرزورو   په مقابل کې له تسلیمیداسره مخالف دی .دغه ځانګړنې دایران دملت له استکبار سره دمقابلې  د روحیاتو ښودنه کوي .

    داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي د محصیلیونو اوزده کونکو دملی ورځې په مناسبت د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ولولناک ټول کې پخپلې وینا کې دامریکا دماهیّت په بیانولو کې  وئيلي دي؛امریکا  دکلمې په  حقیقي معنا،یو اصلي او خبیث دښمن دی  او دا حقیقت  دتعصب او لنډ فکرۍ  له امله  نه،بلکې  دتجروبې،دمسئولو د سم درک  او دمیدان د واقعیتونو  د لیدو  په اساس  دی . :::: 

 بې شکه دامریکا  حکومت   خپلو لنډو اواوږدمهاله  موخو ته درسیدو لپاره  اوهمداراز  له اسلامی ایران سره  د یو حساب شوي مخامخیدا درامینځةکیدا  لپاره دیوې صحنې درامینځةکولولپاره داسې بیلابیلوسناریوګانو  تعقیبونې ته اړتیالري،چې ددغه هیواد دحکومت او سپينې ماڼۍ  د متفکرانو په لاس  پلان شوي دي .

 د ډونالډ ټرمپ  حکومت   البته داسې ډيرې تیروتنې کړي دي ، او  دغې  ډلې   ممکنه ده ووئيل شي،د  مخکینیو حکومتونو  په نسبت  دلازیاتې تیروتنې   او حماقتونه کړي وي .ټرمپ  په دغو سپيرو اقداماتو  سره  په حقیقت کې   امریکا له ډيرو سختو  اوپیچلو  چیلنجونو سره مخامخ کړې ده . 

 امریکا له  نړیوالې ټولنې سره  پخپلو اړیکوکې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  دخپلو ژمنو  په بیا بیا خلاف ورزیو سره  دنړیوالو ژمنو په نسبت  د امریکا دبدعهدۍ  لازیاتې  کمزورتیاوې  ښکاره کړي دي . ټرمپ   ښکاره هڅه کړې  هر هغه څه چې   نړیوالې ایټمي موافقې غوښتل ،د سیمه ایزې  او نړیوالې سولې او امنیت  لامل شي ، له مینځه یوړل .

  دایران داسلامی جمهوریت دښمنانو په تیروڅلویښتوکلونوکې  د بیلابیلو  دسیسو  په پلانونې سره،داسلامی جمهوری نظام  په نفي کولو کې  او د ایران دملت  دخپلواکۍ  په داغي کولو او دخلکو  په نهیلي کولو کې   هلې ځلې کړي دي . خو  دخپلو درستو منفي  خوځښتونو سره سره   نه دي توانیدلي  د اسلامی جمهوری نظام اوانقلاب ارکانو ته کوم تاوان ورسوي . دغه چلندونه  د نړیوالې ټولنې له خوا د زغملو وړ نه دي  او امریکا  هر هغه څه چې  پخپله ئې غواړي،په نورو نشي ورتپلی .دوستانو ددغه مطلب وخت همدومره ؤ نوپه بل پروګرام کې به  ددغې موضوع  ارزونې ته بیا دوام  ورکړو نو تر هغه  

پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو .....


(سیماب)

 

*********************************************************************************************************************************