ځلانده یون،داسلامی جمهوری نظام مقاومت او دامریکاغلیمانه اقداماتو ته کتنه
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې دځلانده یون نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې داسلامی جمهوری نظام کلکې دریدا او دامریکا دغلیمانه اقداماتو لړۍ ته یوه کتنه کوو ،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ .
امریکا په تیرې نیمې پيړۍ کې په ایران کې د نفوذ لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي،چې په هغو کې یو مورد د زمري دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې کودتا پلان او اجرا ده .
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه پخواني کاندید او د ډيموکراټانو یوه مشر برني سنډرز له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خصوصي خبرو کې د زمري د میاشتې د اته ویشتمې نیټې په کودتا کې د امریکا د لاسوهنو په باب وئيلی دي،په ایران کې په ډيموکراټيک بهیر کې د ټاکل شوي لومړي وزیر ډاکټر مصدق نسکوریدا یوه غمیزه وه .پر دې اساس،خیال نه کوم ، امریکا له قانوني او اخلاقي پلوه کوم حق ولري،حکومتونه نسکور کړي او دغو زیاترو هلوځلو هم اپوټه نتیجه ورکړې او په بیلابیلو سیمو کې ئې ډيرې بې ثباتۍ راولاړې کړي دي .
خو امریکا هیڅکله هم له تاریخه درس نه دی اخستی .
دې ځل د امریکا تر ټولو کرکیجن ولسمشر ټرمپ ټول خلک حیران کړل .هغه په دغه وخت کې چې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب څلویښت کلونه تیریږي،هڅه کړې،دنیا ته وښئ چې د ایران د ملت د په ګونډو کولو توان لري. ټرمپ پخپلو څرګندونو،جنجالی او کرغیړن کړچار سره د امریکا د سټراټژۍ او د فیصلو د بهیر د بدلولو کې هڅه کړې ده .هغه مدعي دی ، چې د امریکا د له لاسه ورکړل شوی اعتبار،د ژمنتیا په خلاف ورزۍ سره بیرته ترلاسه کوي او امریکا به د اخلاقي ځوړتیا له ګرداؤ او دیوالیه کیدا وژغوري او د نړۍ مدیریّت به یو ځل بیا په لاس کې واخلي .ټرمپ د ایران او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب پخپلو سپیروڅرګندونو کې د امریکا تر ټولو نوي سټراټژي مطرح کړې اوپر نړیوالې جامعې ایټمي موافقې ئې ملنډې وهلي دي. داسې موافقه چې د دیارلس کلنو ډيرو پيچلو او کوټلو خبرواترو نتیجه ده او په سیمې او نړۍ کې دسولې اوثبات دساتلو لپاره په نړیوال نظام کې د خبرواترو او د ډيپلوماسۍ د یوه ستر او غوره ماډل په توګه معرفی شوي ده . ډونالډټرمپ پخپلو بې منطقه او له ډيپلوماټیک عُرفه بهر جملو او سپیرو خبروسره دغه نړیواله موافقه د امریکااو نړۍ په تاریخ کې یوه ترټولو بده موافقه بللې او د امریکا اعتبار ئې تر پوښتنې لاندې وروستلی او بلاخره دمئ په اتمه نیټه په یواړخیز ډول له دغې نړیوالې موافقه ووت،څو په خپل خیال سره په کرارۍ سره دایران په ضد غلیمانه اقداماتو ته دوام ورکړي .
د امریکاولسمشر ترمپ په تیرو کابو دوو کلونو کې په کرتو د ایران د ملت او د ایران د اسلامی جمهوری نظام سپکاوي کړي دي او په زاړۀ تاریخ او جغرافيې سره سره ئې د ایران ملت ترهه ګر بللی دی . ټرمپ حتی دفارس خلیج اصلي نامه تحریف کړي او د عربی جعلی نامه ئې ورته په سپیرې خولې اخستې د ه او دغه کرغیړن بهیر ته هماغه راز دوام ورکوي،په داسې حال کې چې له هغه مخکینیو امریکایانو د فارس خلیج نامه حتی په فارس خلیج کې دیره خپلو رزرؤ عسکرو ته چې میډال ورکوي،هم،دفارس خلیج له نامې استفاده کوي او په نورو سندونو اومدرکونو کې ئې په کرتو دغه نامه منلې ده . د ایران د حکومت د نسکورولو او بدلولو څرګند اعلان،په داسې حال کې چې د نړیوال نظام د قواعدو په اساس،دیوه هیواد په خپلواکۍ اوبرخلیک کې دخالت ، د نړیوالو حقوقو د قواعدو او اصولو خلاف ورزي حسابیږي .خلیج
د امریکا حکومت د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران هم چې د اسلامی ایران دنظام یو مهم او ولسی اورګان دی،له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوي،په داسې حال کې چې تاریخ او د هغه مستندات ددې ګواه دي، یوازینۍ ډله چې توانیدلې،د داعش او تکفیری ډلو دپرمختګ مخه ونیسي او د هغوی د نابودۍلامل شي،په داسې حال کې لویدیځوال پکې پاتې راغلي، همدغه سپاه پاسداران وو . داپه داسې حال کې دي چې هم په خپرو شوو مستنداتو کې او هم پخپله د امریکایانو په ګواهۍ سره په سیمې کې د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ډ لو د راپنځولو اصلي تورن پخپله لویدیځوال او د هغو په سر کې امریکایان دي .د لیبرل ډيموکراسۍپه پراختیا،د آزادۍ، سوله غوښتنې او له نړیوال نظم سره په مرستې مشتملوله خپلو شعارونو سره سره، په نړیوالو موسسو او په تیره بیا په امنیت شورا کې د امریکا کړچار او تاریخي مخینه تورتمه او ترینګلي ده . امریکا په نړیوال ډګر کې له یوه جدي پیراډوکس سره مخامخ شوې ده ، ځکه چې تل دخپلې خوښې عمل کوي او پر هرڅه سترګې پټوي او هر هغه څه چې رامینځةکیږي،ښه او قانوني بریښوي،یعني دظالم اومظلوم ځاي سره بدلوي او په بل ځاي کې چې ظلم ، غیر قانوني اقدامات وي او دحق چغه پورته کیږي د خپلې خوښې او اپوټه دریځ غوره کوي .
د نړیوالوچارو یوکارپیژاند اوتکړه شناندی سیدهادي افقهي د ډونالډټرمپ د چلند په تحلیل کې وائي،د ټرمپ څرګندونې دغور وړ دي، هغه په ځلونو ټينګار کړی دی،چې په هرې ممکنې وسیلې سره وي،د ایران رژيم به بدل کړي چې د ټرمپ یوه د خوښې اراده دغه شان ترهه ګرې حملې دي. هغه په کرتو په ډاګه اعتراف کړی دی،مونږ د ایران په داخل کې بغاؤت راوستلی شو .
د امریکایانو په خبرو کې د ایران په باب د :نسکورولو : له ټکي استفاده ، حتی که دروغ هم وبلل شي ،خو شک نشته چې د ایران کمزوري کول د امریکا لپاره یو سټراټژيک اهمیّت لري .د امریکا هدف او موخه،د بحران په لور د ایران کاږل دي .
د امریکا یو مشهور نظریه وړاندې کونکی نوام چامسکي هم وائي ، امریکا د ایران د قانوني حکومت په ضد د ۱۹۵۳کال د اګست یا د هماغه د زمري د میاشتې د اته ویشتمې نیټې د کودتا په څير د اقداماتو له لارې د حکومتونو د نسکولولو عامله او د ډيرو نړیوالو شخړو اوجنګونو لامله ده . له داعش او نورو تکفیری ترهه ګرو ډلو ملاتړ د امریکا نوره کارړنګونې دي .خو امریکا بیا هم ایران په سیمې کې په بې ثباتیو رامینځة کونې تورنوي .
په تیرو څلویښتو کلونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خپلواکه نظام سره دمقابلې لپاره دامریکا سیاست بدل نه شو او یوازې رودې ئې مختلفې دی .په دغه پړاؤ کې د امریکا سټراټژي،د ایران په نسبت د بې اعتمادۍ،بدبینۍ او اندیښنو رامینځةکول او د ایران دسیمه ایز رول ورانکار ښودل او په نړیواله سویه دایران د اړیکو او مناسباتو خرابول دي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د پوځ دقوماندانانو په ټول کې پخپلې وینا کې د اسلامی نظام د غوره قوت یو ټکی،د زبرځواکونو دکرکیجنو اوکرغیړنوکړنوپه وړاندې مقاومت او دریدا بللې او وئيلی ئې دي،دملتونو اوحکومتونو د ویرولو لپاره او دخپلو نارواؤ ګټو تامینولو ته دهغوي د اړ ایستلو لپاره د تیریګرو قدرتونو یوه دوکه او چلول ،دړکې کول او د ځان ستر ښودل دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود داسلامی انقلاب دبریالیتوب له هماغه پیله تردې دمه،دغه ډول دسیسوته په اشارې سره روښانه کړې،که ټاکل شوي وي، د ایران ملت او اسلامی جمهوری نظام له قدرتونو ویریږي،او د هغو په مقابل کې شاتګ وکړي ،نوبیا اوس د ایران او ایراني هیڅ ډول نښې نښانې او آثار نه پاتیکیږي .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************